د کبېک هوکړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د کبېک هوکړه د بریتانیا او متحده ایالاتو ترمنځ یوه محرمانه هوکړه وه چې د اټومي انرژي او، په ځانګړې توګه، اټومي وسلو په تړاو د ساینس او انجنیري د همغږې شوې پراختیا لپاره شرایط په‌کې مشخص شوي وو. دغه هوکړه د ۱۹۴۳ز کال د اګوسټ پر ۱۹مه، د کاناډا د کبېک په کبېک سیټي کې، د کبېک لومړي کنفرانس کې، د دوه‌یمې نړیوالې جګړې پر مهال، د وېنستون چرچیل او فرانکلین د. روزولټ ترمنځ لاسلیک شوه.

د کبېک هوکړې په ډاګه کړه چې متحده ایالات او بریتانیا به خپلې سرچینې، د اټومي وسلو د پراختیا لپاره، سره شریکوي او هېڅ هېواد به یو د بل، یا پرته له دوه‌اړخیزې موافقې څخه د نورو هېوادونو پر وړاندې دغه وسلې نه‌کاروي، یا د هغو په اړه معلومات به له نورو هېوادونو سره نه‌شریکوي. د دغې هوکړې له‌مخې، وروسته له‌جګړې څخه د بریتانیا له‌خوا د اټومي انرژي د سوداګریزې یا صنعتي کارونې په تړاو، متحده ایالاتو ته د وېتو حق ورکړل شو. دغې هوکړې د بریتانیا د ټیوب الیاژونو پروژه د امریکا له منهتن پروژې سره مدغم کړه او مدغم شوې پروژې د کنټرول لپاره د ترکیبي پالیسي کمېټه رامنځ‌ته شوه. که څه هم کاناډا د دغې هوکړې پلاوی نه‌ؤ، خو د دغو هلوځلو لپاره د کاناډا ونډې‌اخېستنې ته په کتو سره، د ترکیبي پالیسي په کمېټه کې یو کاناډایي استازی هم وګومارل شو.

د بریتانیا ساینس‌پوهانو، منهتن پروژه کې د بریتانیا د ونډې د یوې برخې په توګه ستر خدمتونه ترسره کړل او د ۱۹۴۵ز کال په جولای کې د هوکړې له‌مخې د بریتانیا اړینه پرېښه ورکړل شوه ترڅو د جاپان پر وړاندې اټومي وسلې وکارول شوي. د ۱۹۴۴ز کال د سپټمبر میاشتې «Hyde Park Aide-Mémoire» د انګلیس او امریکا د همکارۍ لړۍ د جګړې وروسته دورې پورې وغځوله، خو د جګړې پای ته رسېدو وروسته، له بریتانیا سره د اتحاد لېوالتیا په امریکا کې کمه شوه. د مک‌ماهون قانون د «ممنوعه معلوماتو» د کنټرول کولو له‌لارې تخنیکي همکارۍ ته د پای ټکی کېښود. د ۱۹۴۸ز کال د جنوري پر ۷مه، د کبېک هوکړې خپل ځای «موقتي هوکړې یا modus vivendi» ته ورکړل او هغه داسې یوه هوکړه وه چې د متحده ایالاتو، بریتانیا او کاناډا ترمنځ د تخنیکي معلوماتو شریکولو ته یې تر یوه بریده اجازه ورکوله.

مخینه[سمول]

نیوترون، د ۱۹۳۲ز کال په فبروري کې، د کمبرېج پوهنتون په کاوندېش لابراتور کې، د جېمز چادویک له‌خوا کشف شو. د ۱۹۳۲ز کال په اپرېل کې، په کاوندېش کې د هغه همکارانو «جان کوک‌کروفت» او «اېرنست والتون» د ګړندیو پروتونو په وسیله د لیتیم اټومونه تجزیه کړل. وروسته، د ۱۹۳۸ز کال په ډسمبر کې، اوتو هان او فریتز ستراسمان، په برلین-داهلِم کې د هان په لابراتوار کې، یورانیم د بطي نیوترونونو په واسطه بمبار کړ او پام یې وکړ چې باریم تولید شوی دی. هان خپلې همکارې ته، چې له خپل وراره اوتو فریش سره وه، خبر ورکړ چې د یورانیم هسته تجزیه شوې ده. د بیولوجیکي حجرو وېش ته په قیاس سره، هغو دغې لړۍ ته د «هستې انشقاق» یا په ساده توګه «انشقاق» نوم ورکړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د انشقاق په کشف سره د یوه غښتلي «اټومي بم» د جوړولو احتمال کچه خورا لوړه شوه. دغه ګړنه د ھ. ګ. وېلز په لیکنو کې، په تېره بیا د «The World Set Free» (۱۹۱۳ز) تر سرلیک لاندې ناول کې راغلې، نو ځکه د بریتانیا خلکو ډېره اورېدلې وه. د هوایي دفاع لپاره د هېنري تیزارد علمي پلټنې کمېټه په اصل کې د ضد هوایي جګړې اړتیاوو د مطالعې لپاره رامنځ‌ته شوه، خو په ټولیز ډول د هوایي جګړې د مطالعې لپاره په څانګو ووېشل شوه. د ۱۹۳۹ز کال په مې میاشت کې، څو میاشتې مخکې له هغو چې د ۱۹۳۹ز کال پر سپټمبر په اروپا کې دوه‌یمه نړیواله جګړه پیل شي، امر وشو ترڅو د اټومي بمونو د امکان‌سنجونې په تړاو څېړنې ترسره شي. تیزارد، د لندن امپریال کالج د فزیک پروفیسور «جورج پاګت ټامسن او په بیرمېنګهام پوهنتون اسټرالیایي فزیک‌پوه «مارک اولیفنت» ته دنده وسپارله ترڅو پر یورانیم باندې یو لړ ازمایښتونه ترسره کړي. د ۱۹۴۰ز کال تر فبروري پورې، په طبیعي یورانیم کې د یوه تعاملي ځنځیر په رامنځ‌ته کولو کې د ټامسن ډله پاتې راغله او ویې ویل چې په‌دې تړاو هڅې ګټه نه‌لري.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د اولیفنت ډله په بشپړ ډول متفاوتې پایلې ته ورسېدل. هغه دغه دنده دوو آلماني پناه غوښتونکو ساینس‌پوهانو «رودولف پیرلز» او «فریش» ته سپارلې وه، چې هغو نه‌شو کولای د رادار په څېر د پوهنتون پر سري پروژو باندې کار وکړي، ځکه چې پردي دښمنان وو او اړین امنیتي جواز یې نه‌درلود. هغو د خالص یورانیم-235 د یوې فلزي کُرې بحراني کتله محاسبه کړه او ویې موندل چې، د ټولو د اټکل په څېر، د څوګونو ټُنونو په ځای، 1 تر 10kg (2.2 تر 22.0lb) مقدار یې کافي دی او کېدای شي د ډینامیت د زرګونو ټُنونو په قدرت سره چاودنه رامنځ‌ته کړي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

اولیفنت د فریش-پیرلز غیررسمي لیک تیزارد ته ورکړ. په پایله کې، د MAUD کمېته د لا پراخې څېړنې په موخه رامنځ‌ته شوه. کمېټې د یوه تشدیدي څېړنې د پیلولو امر ورکړ. د ازمایښتونو د ترسره کولو لپاره څلور پوهنتونونو ځای چمتو کړ. د بیرمېنګهام پوهنتون، د چاودنې لپاره د اړینې بحراني کتلې د اندازې ټاکلو په څېر، د تیوریکي فعالیت پازوالي پر غاړه واخېسته. دغې ډلې د پیرلز او د مل آلماني کډوال ساینس‌پوه «کلاوس فوکس» په مرسته کار کاوه. د لېورپول او اکسفورډ پوهنتونونو په لابراتوارونو کې د ایزوتوپونو د بېلېدنې بېلابېلې بڼې وازمایل شوې. په لېورپول پوهنتون کې د چادویک ډلې پر تودوخیزې خپرېدنې باندې کار کاوه، او هغه داسې یوه ښکاره وه چې د خوځېدونکو ذرو په یوه مخلوط کې تر سترګو کېږي، چې د دغه مخلوط بېلابېلې ذرې د تودوخې ګراډینت قوې پر وړاندې بېلابېل غبرګونونه ښیي. په اکسفورډ پوهنتون کې د فرانسېس سیمون ډلې ګازي خپرېدنې تر څېړنې لاندې نیولې وه او پر د هغه اصل له‌مخې یې کار کاوه چې د خنډ د شتون په صورت کې، په بېلابېلو فشارونو کې یورانیم-235 د یورانیم-238 په پرتله په چټکۍ سره خپرېږي. دغه مېتود تر ټولو هیله بخښونکی ګڼل کېده. په کمبرېج پوهنتون کې د اېګون برِتشر او نورمان فیدر ډلې څېړنه کوله چې ایا کوم بل عنصر (چې اوس مهال پلوتونیم نومېږي) د یوه انشقاق‌منونکې مادې په توګه کارېدلای شي که نه. د هانس فون هالبن په مشرۍ د فرانسوي کډوالو ساینس‌پوهنتون د یوې ډلې د شتون له‌امله، اکسفورډ پوهنتون د نړۍ د «درنو اوبو» اصلي سرچینه په اختیار کې درلوده، چې د قدرت لپاره له یورانیم څخه د ګټې‌اخېستنې څرنګوالي تیوري په وړاندې کولو کې یې ورسره مرسته کوله.[۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۹۴۱ز کال په جولای کې، د MAUD کمېټې دوه هراړخیز راپورونه چمتو کړل او دغې پایلې ته ورسېدل چې اټومي بم نه یوازې دا چې له تخنیکي پلوه شونی دی، بلکې د جګړې تر پای دمخه، ګواکې تر دوو کلونو لږه موده کې تولید شي. که څه هم د MAUD کمېټې پوهېده چې د اړینو سرچینو کچه د بریتانیا له شته سرچینو څخه خورا لوړه ده، خو بیا هم د رایو په اتفاق سره د یوې بېړنۍ مسألې په توګه یې د پراختیا لپاره د هڅو کولو سپارښتنه وکړه. خو ان د راپور تر بشپړېدو دمخه، صدراعظم «وېنستون چرچیل» د خپل علمي چارو مشاور «فریدریک لیندمان» لورې د موندنو په اړه معلومات ترلاسه کړي وي او پر یوه کار یې د لاس پورې کولو هوډ وکړ. یوه نوې اداره، چې لاسي ورته د «ټیوپ الیاژونو» غولوونکی نوم ورکړل شوی ؤ، د دغې هڅې د همغږۍ لپاره رامنځ‌ته شوه. د شورا مشر «جان اندرسن»، مسوول وزیر شو او له امپریال کېمیاوي صنایعو (ICI) څخه والاس آکرز د مدیر په توګه وګومارل شو.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Zimmerman 1995، ص. 262.
  2. Bernstein 2011، ص. 240.
  3. Clark 1961، ص. 11.
  4. Clark 1961، ص. 5.
  5. Gowing 1964، صص. 17–18.
  6. Clark 1961، ص. 9.
  7. Gowing 1964، صص. 34–39.
  8. Gowing 1964، صص. 34–36.
  9. Clark 1961، صص. 54–56.
  10. Farmelo 2013، صص. 15–24.
  11. Gowing 1964، صص. 23–29.
  12. کينډۍ:Cite report
  13. Bernstein 2011، صص. 440–446.
  14. Gowing 1964، صص. 39–41.
  15. Szasz 1992، صص. 3–5.
  16. Gowing 1964، صص. 48–49.
  17. Laucht 2012، صص. 42–45.
  18. Gowing 1964، صص. 43–44.
  19. Gowing 1964، صص. 106–111.
  20. Hewlett او Anderson 1962، ص. 42.
  21. Phelps 2010، صص. 282–283.