د کانګو کړکېچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د کانګو کړکېچ د کانګو جمهوريت (نني د کانګو ديموکراتيک جمهوريت) کې د ۱۹۶۰ او ۱۹۶۵ ز کالونو تر منځ د سياسي پاڅون او شخړې يوه دوره وه. کړکېچ نږدې وروسته له هغې سمدستي پيل شو، چې کانګو په بلجيم څخه خپلواکه شوه او په نارسمي ډول په داسې حال کې پای ته ورسېد، چې ټول هېواد د جوزف ډيزاير موبيوتو تر واکمنۍ لاندې و. د کانګو کړکېچ چې د يو لړ کورنيو جګړو رامنځته کونکی و، په سړه جګړه کې يوه نيابتي جګړه هم وه، چې شوروي اتحاد او متحده ايالتونو په کې د مخالفو ډلو ملاتړ وکړ. باور کېږي چې د کړکېچ پر مهال نږدې ۱۰۰۰۰۰ تنه وژل شوي دي.

د بلجيم کانګو “Belgian Congo” کې يو ملتپال خوځښت د استعماري حکومت د پای ته رسېدلو غوښتنه وکړه، چې د ۱۹۶۰ ز کال د جون په ۳۰ د هېواد د خپلواکۍ لامل شوه. په ټيټه کچه چمتووالي نيول شوي وو او زياتره موضوعګانې لکه د فدرالي حکومت پلوي يا فدراليزم، قوم پالنه يا ټرابليزم او توکميز ملتپالنه يا ايتنيک نېشنليزم بې ځوابه پاتې شوې دي. د جولای په لومړۍ اونۍ کې په فوځ کې يوه اله ګوله پيل شوه او د تور پوستو او سپين پوستو ملکي وګړو تر منځ تاوتريخوالی رامات شو. بلجيم له تېښتې څخه د سپين پوستو د مخنيوي په موخه سرتېري واستول. کاتانګا “Katanga” او سويلي کاسای “South Kasai” د بلجيمي وګړو په ملاتړ ځان وويست. د پرله پسې ګډوډۍ او تاوتريخوالي په منځ کې ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه چمتو کړل، مګر د ملګرو ملتونو سرمنشي ډاګ هامارسکجولد د دې سرتېرو کارونه ونه منله او له دې کار څخه يې موخه دا وه، چې له مرکزي سره مرسته وکړي چې په ليوپولډوېلي کې د بېلتون غوښتونکو پر وړاندې وجنګېږي. لومړي وزير پاترايس لوممبا چې د تر ټولو لويې ملتپال ډلې کاريزماتيک مشر و، له شوروي اتحاد څخه په مرستې غوښتلو سره غبرګون څرګند کړ، چې شوروي هم په چټکۍ سره فوځي سلاکاران او نور ملاتړ ورواستوه.

د شورويانو ښکېلتيا د کانګوليانو “Congolese” حکومت ووېشه او د لوممبا او ولسمشر جوزف کاسا ويوبو “Joseph Kasa-Vubu” تر منځ د کړکېچ لامل شو. موبيوټو د فوځ په امر يوې کودتا سره دا ځنډ مات کړ، شوروي سلاکاران يې وشړل او په اغېزناک ډول يې تر خپل واک لاندې يو نوی حکومت رامنځته کړ. لوممبا ونيول شو او په راتلونکي ۱۹۶۱ز کال کې اعدام شو. د لوممبا د پلويانو له لورې د سټانليويلي “Stanleyville” ختيځ ښار کې د کانګو د ازاد جمهوريت يو سيال حکومت جوړ شو، چې مشري يې انتوني ګيزينګا کوله. نوی حکومت د شوروي ملاتړ تر لاسه کړ، مګر د ۱۹۶۲ ز کال په لومړيو کې ړنګ شو. په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د بېلتون غوښتونکو پر وړاندې له هغې وروسته يو څه زيات تېری کونکی دريځ غوره کړ، چې د ۱۹۶۱ز کال په وروستيو کې هامارسکجولد د الوتکې ټکر کې ووژل شو. ليوپولډويل چې د ملګرو ملتونو سرتېرو يې ملاتړ کاوه، د ۱۹۶۳ز کال په پيل کې کاتانګا او سويلي کاسای کې بېلتون غوښتونکو خوځښتونو ته ماته ورکړه.

کاتانګا او سويلي کاسای بېرته د حکومت تر واک لاندې په راتللو سره يو د پخلاينې يا روغې جوړې اساسي قانون تصويب شو او د کاتانګي شړل شوي مشر مويسي شومبي “Moise Tshombe” څخه د انتقالي ادارې د مشرۍ کولو غوښتنه شوې وه، په داسې حال کې چې تازه ټاکنې برابرې شوې وې. که څه هم د دې هر څه په پام کې نيولو څخه مخکې ماوېسټ هڅول شويو فوځيانو په خپله له دوی څخه د هېواد په ختيځ کې د سيمباس “Simbas” راپورته کېدنې غوښتنه کوله. سېمباس د سيمې د پام وړ برخې واک تر لاسه کړ او ستانليويلي کې يې د کانګو د خلق کمونيست جمهوريت اعلان کړ. حکومتي ځواکونو په پرله پسې يا تدريجي ډول سيمه بېرته ونيوله او د ۱۹۶۴ز کال نومبر کې بلجيم او متحده ايالتونو د سيمبا له بنديتوب يا اسارت څخه د يرغملو د بېرته خوشې کولو په موخه ستانليويلي کې فوځي منځګړتوب يا مداخله وکړه. سيمباس ماتې وخوړه او لږه موده وروسته ړنګ شو. د ۱۹۶۵ز کال په مارچ کې له ټاکنو څخه وروسته د شومي او کاسا يوبيو تر منځ يوه نوې سياسي بې خوندي رامنځته شوه، چې حکومت يې نږدې فلج کېدلو ته اړ کاوه. موبيوتو د ۱۹۶۵ ز کال نومبر کې يوه بله کودتا راپورته کړه، چې د هېواد شخصي واک يې تر لاسه کاوه. د موبيوتو د حکومت له مخې کانګو (چې په ۱۹۷۱ز کال کې يې نوم زېرو شو) يوه استبدادي بڼه خپله کړه، چې په ۱۹۹۷زکال کې تر خپلې معزولتيا پورې به له دا حالت وزغمي.

شاليد[سمول]

کانګو کې استعماري حکومت د ۱۹ پېړۍ په پای کې پيل شو. د بلجيم پاچا دويم ليوپولډ چې د بلجيم د نړيوال ځواک او اعتبار د نه شتون له امله يې زړه مات شوی و، د بلجيم حکومت د هڅولو کوښښ وکړ، چې د هغه وخت په لويه کچه ناسپړل شوې کانګو بېسين “Congo Basin” سيمې ته نږدې د استعماري پراختيا ملاتړ وکړي. د يادې نظريې په اړه د بلجيم د حکومت مزاج د دې لامل شو، چې ليوپولډ په پای کې د خپل دليل پر بنسټ مستعمره جوړه کړي. د يو شمېر لويديځو هېوادونو په ملاتړ سره چې ليوپولډ يې د سيالو استعماري ځواکونو تر منځ يو ګټور ډال ګڼه، ليوپولډ د کانګو ازاد دولت “Congo Free State” په نوم يوې شخصي مستعمرې لپاره ۱۸۸۵ز کال کې نړيواله رسميت پېژندنه تر لاسه کړه. د پېړۍ په بدلېدلو سره که څه هم د کانګو د اصلي اوسېدونکو او اقتصادي استخراج د بې پرې نظام پر وړاندې د ازاد دولت د چارواکو تاوتريخوالی په بلجيم باندې د پياوړي ديپلوماتيک فشار لامل شوی و، چې د هېواد رسمي واک تر لاسه کړي، چې په ۱۹۰۸ز کال کې يې د بلجيم کانګو “Belgian Congo” په رامنځته کولو سره همداسې وکړل. [۱][۲]

سرچينې[سمول]

  1. Pakenham 1992، صص. 588–89.
  2. Pakenham 1992، صص. 253–55.