د کانګو دیموکراتیک جمهوریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت تلفظ یې help·info) /معلوماتي مرسته) په فرانسوي ژبه:Republican Democratic du Congo (RDC) [kɔ̃ɡo])، په غیر رسمي ډول یا د زېیرا په پخوانۍ عامیانه ژبه کانګو – کېنشاسا، ډي ار کانګو DROC، DRCیا کانګو د افریقا په مرکز کې پروت هېواد دی. دا هېواد د مساحت له مخې تر الجېریا وروسته په افریقا کې دویم  او د نړۍ په کچه یوولسم لوی هېواد دی. د نږدې ۹۲ میلیونه نفوس له لرلو سره د  نړۍ په کچه د فرانسوي ژبو تر ټولو ګڼ نفوس لرونکی هېواد دی. دا هېواد د ملګرو ملتونو، د غیر متحدینو غورځنګ، افریقا اتحادیې، COMESA (د ختیځې او سویلي افریقا ګډ مارکېټ) او ختیځې افریقا ټولنې غړیتوب لري. پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار یې کېنشاسا دی چې د نړۍ په  کچه د فرانسوي ژبو تر ټولو ګڼ شمېر نفوس لرونکی هېواد دی.

د کانګو د جمهوریت قلمرو نږدې ۹۰۰۰۰ کاله مخکې د کانګو له مرکزیت سره د مرکزي افریقا د وښو پلټونکو له خوا د اوسېدو وړ وګرځېد او نږدې ۳۰۰۰ کاله مخکې يې د بانتو د مهاجرت له لړۍ سره پراختیا ومونده. په لويدیځ کې د کانګو پاچهۍ له  څوارلسمې څخه تر نولسمې پېړۍ پورې د کانګو سیند د خولې شاوخوا واکمني وکړه. په شمال ختیځ، مرکز او ختیځ کې د ازاند، لوبا او لوندا پاچاهیو له ۱۶ او ۱۷ پېړیو څخه تر نولسمې پېړۍ پورې واکمني وکړه.[۱]

په ۱۸۷۰ ز لسیزه کې د افریقا لپاره د سیالۍ تر پیل لږ مخکې د کانګو په حوزه کې اروپایي اکتشافات تر سره شول چې په لومړیو کې د بلجيمي دویم لیوپولډ په ملاتړ د هنري مورټون ستانلي په واسطه هدایت شول. لیوپولډ په ۱۸۸۵ ز کال کې په رسمې ډول د کانګو د قلمرو حقوق په رسمې ډول تر لاسه کړل او دا ځمکه یې خپل خصوصي ملکیت اعلام کړه او د کانګو ازاد ایالت یې ونوماوه. د ازاد ایالت په بهیر کې د هغه واحد استعماري پوځ Force Publique)) د ربړ تولید ته اړ کړل. له ۱۸۸۵ څخه تر ۱۹۰۸ ز کال پورې میلیونونه کانګویانو د ناروغۍ او استثمار له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. لیوپولډ په ۱۹۰۸ ز کال کې د خپل لومړني مقاومت سره سره بلجیم ته ازاد دولت په واک کې ورکړ او په دې توګه یې د کانګو بلجیم په نوم شهرت وموند.

کانګو د ۱۹۶۰ ز کال د جون په ۳۰ د کانګو د جمهوریت په نوم له بلجیم څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه. کانګویي ملت پال پاتریس لومامبو د لومړني لومړي وزیر په توګه وټاکل شو حال دا چې جوزوف کاسا - وبو لومړنی ولسمشر وټاکل شو. د کانګو د کړکېچ په بهیر کې جوزوف دزیره موبوتو چې وروسته یې خپل نوم موبوتو سسه سکو ته واړوه، په رسمي ډول د یوې کودتا له لارې واک ته ورسېد او په ۱۹۷۱ ز کال کې يې په زېير بدل کړ. دا هېواد  د انقلاب له ولسي غورځنګ سره د  یوازیني قانوني ګوند په توګه د یو واحد دیکتاتوري دولت په ډول اداره کېده. د ۱۹۹۰ ز لسیزې په لومړیو کې د موبوتو دولت مخ پر کمزورۍ روان و. په ۱۹۹۵ ز کال کې د رواندا د نسل وژنې له امله پېښې شوې بې ثباتۍ په ۱۹۹۶ کال کې د راوندا پر مشرتوب د یرغل لامل شوې چې په پایله کې ېي په بل کال کې د کانګو لومړۍ جګړه پیل شوه او موتوبو له واکه څخه لرې شو.

وروسته لیورانت- دزیره کبېلا نوی ولسمشر  شو او د هېواد نوم یې بېرته د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واړوه. په هېواد کې د ولسمشر کبېلا او د راواندا او توسي د حضور تر منځ ترینګلتیاوې له ۱۹۹۸ ز کال څخه تر ۲۰۰۳ ز کال پورې د کانګو د دویمې جګړې لامل شوې. په پای کې نږدې ۹ افریقایي هېوادونو او ۲۰ وسله والو ګروپونو په جګړه کې ګډون وکړ، چې په پایله کې يې ۵.۴ میلیون کسان ووژل شول. دغو دوو جګرو هېواد له منځه یوړ. کابېلا د ۲۰۰۱ ز کال د جنورۍ په ۱۶مه د خپل یو ساتونکي له خوا ترور شو او د هغه تر مړینې ۸ ورځې وروسته یې زوی جوزوف د هغه ځای ناستی شو، چې د هغه په واکمنۍ کې په هېواد کې انساني حقوق کمزوري پاتې شول چې مکرر تشدد لکه اجباري ورکېدل، شکنجه، خپل سري زندانونه او د غیر دولتي سازمانونو پر بنسټ د مدني ازادیو محدودیتونه پکې شامل وو. د ۲۰۱۸ ز کال د عمومي ټاکنو په دوام د خپلواکۍ راهیسې په هېواد کې د واک د لومړنی سوله‌ییز لېږد په بهیر کې فلیکس تشېسکیدې د ولسمشر په توګه د کابېلا ځای ناستی شو چې د هغه مهال راهیسې یې د ولسمشر په توګه خدمت کړی. د کانګو DR )دیموکراتیک جمهوریت) ختیځ له ۲۰۱۵ ز کال راهیسې په  کیوو کې د روانو پوځي نښتو ځای و.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د طبعي سرچینو له پلوه خورا شتمن دی، خو له سیاسي  بې ثباتۍ، د بېخ‌بناوو له نشتوالي، فساد او د پېړیو راهیسې د لږ پراختیا سره مل استعماري او تجارتي ګټې اخیستنې څخه کړېږي. د پلازمېنې کېنشاسا سربېره لومبومباشي او مبوجي -مایي دوه نور لوی ښارونه هم پرمختللې ټولنې دي. د DRC تر ټولو لوی  صادرات اومه/خام معدني مواد دي چې چین په ۲۰۱۹ ز کال کې د یاد هېواد ۵۰ سلنه صادرات منلي. په ۲۰۱۹ ز کال کې د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت د انساني پراختیا کچه د انساني پراختیا د شاخص پر بنسټ له ۱۸۹ درجې څخه ۱۷۵ درجې ولاړه. تر ۲۰۱۸ ز کال پورې د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په مرکز او ختیځ کې د نښتو له امله نږدې ۶۰۰۰۰۰ کانګویان ګاونډيو هېوادونو ته تښتېدلي. دوه میلیونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او جګړې ۴.۵ میلیونه خلک بې ځایه کړي.[۱۰][۱۱][۱۲]

رېښه[سمول]

د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت د کانګو له سیند څخه اخیستل شوی، چې په ټول هېواد کې بهېږي. د کانګو سیند د نړۍ په کچه تر ټولو ژور او د اوبو د کچې له پلوه په ټوله نړۍ کې دویم لوی سیند دی. Comité d'études du haut Congo  (د کانګو د مطالعاتو عالي کمېټه) په ۱۷۸۶ کال کې د بلجیمي پاچا دویم لیوپولډ په واسطه رامنځته شوه او د کانګو نړیواله اتحادیه هم د نوموړي له خوا په ۱۸۷۹ ز کال کې رامنځته  شوه، د یاد سیند په نوم ونومول شوه.[۱۳]

د کانګو سیند په خپله د لومړنیو اروپايي بېړۍ چلوونکو له خوا د کانګو تر پاچاهۍ او د هغې د بانتو (په افریقا کې د یو ټبر نوم دی چې له ۴۰۰ څخه زیاتو ډولونو قومونو وګړي په کې شامل دي) اوسېدونکو وروسته هغه مهال چې په ۱۶ پېړۍ کې له هغوی سره مخامخ شول ،کېښودل شو. د کانګو کلیمه د کانګو له ژبې (چې کیکونګو هم ورته ویل کېږي) څخه اخیستل شوی. د امریکايي لیکوال سامویل هنري په وینا: «د کانګو کلیمه ښايي په خپله په یوه عمومي راټولېدنه دلالت وکړي او کنګا د ریښې پر بنسټ راټولېدنې بدله شوې بڼه ده» د کانګو د خلکو مدرن نوم باکونګو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې معرفي شو. [۱۴][۱۵][۱۶]

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت مخکې له دې چې خپل اوسني نوم د کانګو دیموکراتیک ته راواوړي پخوا په ترتیب سره د کانګو د خپلواک ایالت، بلجیم کانګو، د کانګو جمهوریت-لیوپولډوېل، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او د زېیر جمهوریت له نوم سره پېژندل کېده.

دې هېواد د خپلواکۍ پر مهال د ليوپولډوېل- د کانګو جمهوریت نوم خپل کړ تر څو یې له ګاونډي جمهوریت  کانګو-برازوېل سره توپیر وشي. د ۱۹۶۴ ز کال د اګست په لومړۍ نېټه د لولوابورګ د اساسي قانون له اعلام سره دا هېواد د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت بدل شو، خو د ۱۹۷۱ ز کال د اکتوبر په ۲۷ د ولسمشر موبوتوسیسی سکو له خوا يې د Authenticité (د موبوتو د دولت سیاسي نظریه) د نوښت په توګه نوم په زېیر (د کانګو د سیند پخوانی نوم) بدل شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Van Reybrouck, David (2015). Congo : the epic history of a people. New York, NY: HarperCollins. د کتاب پاڼي Chapter 1 and 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780062200129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite report
  3. (په 28 May 2006 باندې). The deadliest war in the world.
  4. (په 22 January 2008 باندې). Congo War driven crisis kills 45,000 a month. Reuters.
  5. "Measuring Mortality in the Democratic Republic of Congo" (PDF). International Rescue Committee. 2007. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۱ اگسټ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bowers, Chris (24 July 2006). "World War Three". My Direct Democracy. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Joseph Kabila elected new president of DR Congo - Democratic Republic of the Congo". مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Democratic Republic of Congo in Crisis | Human Rights Watch". مؤرشف من الأصل في ۱۳ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mwanamilongo, Saleh; Anna, Cara (24 January 2019). "Congo's surprise new leader in 1st peaceful power transfer". Associated Press. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. BBC. (9 October 2013). "DR Congo: Cursed by its natural wealth". BBC News website Archived 31 May 2018 at the Wayback Machine. Retrieved 9 December 2017.
  11. Robyn Dixon (په 12 April 2018 باندې). Violence is roiling the Democratic Republic of Congo. Some say it's a strategy to keep the president in power.
  12. Samir Tounsi (6 June 2018). "DR Congo crisis stirs concerns in central Africa". AFP. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جون ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bobineau, Julien; Gieg, Philipp (2016). The Democratic Republic of the Congo. La République Démocratique du Congo (په انګلیسي ژبه کي). LIT Verlag Münster. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-643-13473-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Nelson, Samuel Henry. Colonialism In The Congo Basin, 1880–1940. Athens, Ohio: Ohio University Press, 1994
  15. Kisangani, Emizet Francois (2016). Historical Dictionary of the Democratic Republic of the Congo (په انګلیسي ژبه کي). Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-7316-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Anderson, David (2000). Africa's Urban Past. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85255-761-7. مؤرشف من الأصل في ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Emizet Francois Kisangani; Scott F. Bobb (2010). Historical Dictionary of the Democratic Republic of the Congo. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې i. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-6325-5. مؤرشف من الأصل في ۱۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Forbath, Peter. The River Congo (1977), p. 19.
  19. Ghislain C. Kabwit, Zaïre: the Roots of the Continuing Crisis, Cambridge University Press, 1979
  20. Jean-Jacques Arthur Malu-Malu, Le Congo Kinshasa, KARTHALA Editions, 2014, کينډۍ:P.
  21. James Barbot, An Abstract of a Voyage to Congo River, Or the Zair and to Cabinde in the Year 1700 (1746). James Hingston Tuckey, Narrative of an Expedition to Explore the River Zaire, Usually Called the Congo, in South Africa, in 1816 (1818). "Congo River, called Zahir or Zaire by the natives" John Purdy, Memoir, Descriptive and Explanatory, to Accompany the New Chart of the Ethiopic or Southern Atlantic Ocean, 1822, p. 112.