د کاناډا کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاناډا کلتور د دغه هېواد د هنري، پخلي، ادبي، طنزي، موسیقي، سیاسي او ټولنیزو عناصرو ښکارندوی دي، چې د کاناډایانو استازولي کوي. د کاناډا د تاریخ په اوږدو کې، د دغه هېواد کلتور د اروپایي او په ځانګړې توګه د بریتانیایانو او فرانسویانو او همدارنګه د خپل بومي کلتور او دودونو تر اغېز لاندې دی. د وخت په تېرېدو سره د کاناډا د کډوالو د کلتور عناصر سره یو ځای شول او یو کاناډایي کلتوري موزاییک (له وړو وړو ټوټو نه جوړ) یې جوړ کړ. د کاناډا د نفوس ځانګړې برخه هم د ګډې ژبې(په کاناډا کې انګلیسي ژبي)، د رسنیو د پام وړ نفوذ او جغرافیایي نږدېوالی له امله د امریکایي کلتور تر اغېزې لاندې راغلی. [۱][۲][۳][۴]

کاناډا زیاتره وخت د ډېر پرمختللي، جلا او څو کلتوري هېواد په توګه پېژندل کېږي. د کاناډا فډرال دولت د کډوالۍ پر ټولنیز ارزښت ټینګار کوي او دا یې د څو کلتوري ایډیالوژۍ د محرک په توګه معرفي کړی دی. د کاناډا کلتور د بېلابېلو لویو ملیتونو نه سرچینه اخلي او هغه تګلارې چې یوه عادلانه ټولنه جوړوي، اساسي قانون ته په کتو ساتل کېږي. د کاناډا د دولت تګلارې لکه: روغتیاپالنه له عمومي بودجې سره، ډېره او پرمختلونکې مالیه، د اعدام د سزا ناقانوني کول، د فقر د له منځه تللو لپاره پیاوړې هڅې، پر کلتوري تنوع ټینګار، د وسلې کلک کنټرول، د همجنسبازانو د ودونو قانوني کول او د امیندوارۍ ختمول، چې دا ټول د هېواد د سیاسي او فرهنګي ارزښتونو ټولنیز شاخصونه دي. کاناډایان د روغتیا پالنې له موسسو، د پوځي سوله ساتو، د ملي پارک د سیسټم او د کاناډا د حقونو او ازادۍ د منشور له لارې پېژندل کېږي. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د کاناډا دولت د خپرونو، قوانینو او بنسټونو له لارې پر کلتور اغېز کړی دی. دغه شرکتونو یې د کاناډا د کلتور د دودولو لپاره، چې د رسنیو له لارې؛ لکه د کاناډا د نشراتي شرکت (CBC) او د کاناډا د ملي فلم د هیئت (NFB) له خوا ترویجېږي همدارنګه ډېری پېښې تبلیغوي، چې په نظر یې د کاناډا دودونو ته وده ورکوي. دغو شرکتونو د کاناډا د راډیو تلویزیون او د مخابراتو د کمیسیون (CRTC) په څېر له اداراتو ګټه اخیستې ترڅو په زیاتره رسنیو کې د کاناډایي محتوا په اړه قانوني حد وټاکي او له دې سره یې تر ډېره د کاناډا د کلتور د خوندي کولو هڅه کړې ده.  [۱۳]

تاریخ[سمول]

له زرګونو کلونو راهیسې په کاناډا کې بومي وګړي، چې له بېلابېلو کلتورونو او د ژبې له څو ګونو اصلي ډلو نه دي، ژوند کوي. که څه هم پرته له جګړې او وینې تویونې څخه نه و، خو له لومړي ملل او اوسنۍ کاناډا ته د تازه تلونکي نفوس اړیکې له اروپا سره سوله ییزې وې.First Nations  او Métispeoples په کاناډا کې د اروپایي مستعمرو په پراختیا کې مهمه ونډه درلودلې ده، په ځانګړې توګه له اروپایي ګرځندویانو سره یې مرسته وکړه، چې د شمالي امریکا د سوداګرۍ په لړ کې دغه وچه کشف کړي. په زیاتره سیمو کې له وروستیو اقتصادي پراختیاوو سره، دغه لومړی تاریخ کابو ډېر جګړه ییز نه و او د کاناډا بومیانو ته یې دا امکان ورکړ، چې پر ملي کلتور یې ښکاره اغېز وکړي. د دریوو پېړیو په اوږدو کې، کلیمې، اختراعات، مفاهیم او د شمالي امریکا بې شمېره بومي لوبې د کاناډا ژبې ته ننوتې دي. د کاناډا زیاتره ځایونه، که طبیعي ځانګړنې وي او یا هم که انساني مېشتځایونه وي، له بومي نومونو نه ورته کار اخیستل کېږي. د «کاناډا» نوم هم له سنت لارنس ایروکویي نه، چې د «کلي» یا «مېشتځای» په معنا ده، اخیستل شوی دی. د کاناډا د پلازمېنې نوم اتاوا له «adawe» «Algonquin» نه اخیستل شوی، چې د «سوداګرۍ» په معنا دی. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ادبیات[سمول]

د کاناډا ادبیات په ټوله کې پر فرانسوي او انګلیسي ژبو ادبیاتو وېشل شوي دي، چې د فرانسې او بریټانیا په ادبي سنتونو کې ریښه لري. د کاناډا لومړي ادبیات، که په  انګلیسي وي یا په فرانسوي لیکل شوي وي؛ نو دا د طبیعت، سرحدي ژوند او په نړۍ کې د کاناډا د موقعیت په اړه د  کاناډایانو لیدلوری څرګندوي؛ لکه د بلیس کارمن شعر یا د سوزانا مودي او کاترین پار تریل خاطرې. دغه موضوعات او د کاناډا ادبي تاریخ د کاناډایي لیکوالو لیکنې، یعنې له لیونارډ کوهن نه نیولې تر مارګارت اتوود پورې یې په اړه معلومات شریکوي. [۲۰] 

د ۲۰مې پېړۍ په نیمایي کې، د کاناډا لیکوال په دې فکر کې وو، چې کاناډایي سندرغاړو ته ملي مضامین پیدا کړي. لیکوالو نه غوښتل چې له بریټانیايي یا امریکایي لیکوالو نه تقلید وکړي، بلکې غوښتل یې بشپړ کاناډایي غږ پیدا کړي. کاناډایي هویت د دغه هېواد له ادبیاتو سره نږدې اړیکې لري. د ملي هویت مسئله د یوې موضوع په توګه د کاناډا په ادبیاتو کې په کراتو تکرارېږي. د کاناډا ادبیات د سیمو پر اساس ډلبندي کېږي. همدارنګه د لیکوال د کلتوري او ټولنیزو غوښتنو(لکه: اکادیان، بومي وګړي، LGBT او ایرلنډي کاناډایان)، د ادبي دورو؛ لکه کاناډایي پوسټ ماډرن یا د جګړو په مینځ کې د کاناډایي شاعرانو پر اساس هم ډلبندي کېږي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

تیاتر[سمول]

کاناډا د ۱۸۰۰ لسیزې له پایه تر ننه پورې د تیاتر پرمختللې صحنه لري. د اوړي په میاشتو کې د تیاتر جشنوارې زیاتره ګرځندویان راجلبوي په ځانګړې توګه، په استراتفورډ او انټاریو کې د شکسپیر اسټراټفورډ جشنواره او په نیاګارا ان دې لېک، انتاریو کې د شاو جشنواره. The Famous People Players (نامتو لوبغاړي) یوازینی ټوریسټي شرکت دی، چې نړیوال شهرت یې موندلی دی. کاناډا همدارنګه د ادمونتون جشنوارې کوربه توب کړی دی، دا تر ټولو لویه او نړیواله جشنواره بلل کېږي. [۲۸][۲۹][۳۰]

تلوېزیون[سمول]

کاناډایي تلوېزیون د کاناډا د نشراتي شرکت له خوا ملاتړ کېږي، چې د ځایي خپرونو د تولید کور دی. فرانسوي ژبی تلوېزیون، لکه فرانسوي کاناډایي فلمونه د امریکایانو د ډېر نفوذ مخه نیسی، چې د ژبې له لارې ساتل کېږي او همداسې د کورنیو تولیداتو له ټولګې ملاتړ کوي. په کاناډا کې د فرانسوي ژبي   داخلي تلوېزیون بریاليتوب تر انګلیسي ژبي هغه یې زیات دی. په وروستیو کلونو کې په تلوېزیون کې له ناسیونالېزم نه د محصولاتو په معرفي کولو کې کار اخیستل شوی دی. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سپورټ[سمول]

په کاناډا کې بېلابېل سپورټونه دي. که څه هم زیاتره لوبې شته، چې کاناډایان ورته درناوی لري، خو تر ټولو نامتو یې؛ د یخ پرمخ هاکي، باکس لاکراس، کاناډایي فوټبال ، باسکېټبال، فوټبال، کرلینګ، بیسبال او رینګټ دي. ټول، خو پرته له کرلینګ او فوټبال نه د کورنیو سپورټونو په توګه په پام کې نیول کېږي؛ ځکه یا د کاناډایانو له خوا اختراع شوي یا کاناډا ته خپلې ریښې غځوي. [۳۵]

د یخ پر مخ هاکي، چې په ساده ډول هاکي نومول کېږي، د کاناډا تر ټولو نامتو ژمنی سپورټ، تر ټولو نامتو ننداره ییز سپورټ او په نړیوالو لوبو کې یې تر ټولو بریالی سپورټ دی. دا  د کاناډا ملي او رسمي ژمنی سپورټ دی. Lacrosse، چې بومي ریښه لري، د کاناډا تر ټولو لرغونی او رسمي اوړنی سپورټ دی. فوټبال یې دویم نامتو سپورټ دی، چې د کاناډا د فوټبال د لوب لړیو کلنۍ اتلولي ګټي، ګرې کپ او دې ته ورته نور هغه لوی سپورټونه دي، چې هر کال په دغه هېواد کې ترسره کېږي. [۳۶][۳۷][۳۸]

خواړه[سمول]

کاناډایي خواړه په سیمو پورې تړاو لري، چې ډېر جلا دي. د کاناډایي او د شمالي امریکا د پاتې خوړو ترمنځ د پام وړ نږدېوالی شته. انسان ته منحصر زیاتره خواړه (د ځانګړو خوړو نسخې) یوازې په دغه هېواد کې موندل کېږي او لاسرسی ورته شونی دی.  د کاناډا په ملي خوړو کې؛ کوبیک نه جوړ پوټین او د فرانسوي کاناډایي کوچو ټارټونه دي. د کاناډا نور نامتو خواړه؛ لکه: بومي سره شوې ډوډۍ، فرانسوي تورتیه، کرافټ ډينر، سس کچاپ چپس، مربعه ډوله خرما، نانایمو بار، بک بېکنو، کوکټل سیزار او نور دي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. Loue, Sana; Sajatovic, Martha (2011). Encyclopedia of Immigrant Health. Springer. د کتاب پاڼې 337. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4419-5655-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Magocsi, Paul R.; Multicultural History Society of Ontario (1999). Encyclopedia of Canada's Peoples. University of Toronto Press. د کتاب پاڼي 1186–1187. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-2938-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Organisation for Economic Co-operation and Development (1999). Economic and cultural transition towards a learning city: the case of Jena. OECD Publishing. د کتاب پاڼې 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-64-17015-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ricks, Christopher; Michaels, Leonard (1990). The State of the language. University of California Press. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-05906-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Anne-Marie Mooney Cotter (2011). Culture clash: an international legal perspective on ethnic discrimination. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4094-1936-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Johnson, Azeezat; Joseph-Salisbury, Remi; Kamunge, Beth (2018). The Fire Now: Anti-Racist Scholarship in Times of Explicit Racial Violence. Zed Books. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78699-382-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Petty, Sheila; Sherbert, Garry; Gérin, Annie (2006). Canadian Cultural Poesis: Essays on Canadian Culture. Wilfrid Laurier Univ. Press. د کتاب پاڼې 348. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88920-486-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. The Environics Institute (2010). "Focus Canada (Final Report)" (PDF). Queen's University. د کتاب پاڼې 4 (PDF page 8). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 4, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Exploring Canadian values" (PDF). Nanos Research. October 2016. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر April 5, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hollifield, James; Martin, Philip L.; Orrenius, Pia (2014). Controlling Immigration: A Global Perspective, Third Edition. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-8735-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bricker, Darrell; Wright, John; Ipsos-Reid (Firm) (2005). What Canadians think- about almost- everything. Doubleday Canada. د کتاب پاڼي 8–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-385-65985-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Examples of Charter-related cases - Canada's System of Justice". Department of Justice - Government of Canada. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. National Film Board of Canada (2005). "Mandate of the National Film Board". د اصلي آرشيف څخه پر April 21, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 15, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Harrison, Trevor W.; Friesen, John W. (2010). Canadian Society in the Tw.enty-first Century: An Historical Sociological Approach. Canadian Scholars’ Press. د کتاب پاڼې 186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55130-371-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. J.R. Miller (2009). Compact, Contract, Covenant: Aboriginal Treaty-Making in Canada. University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4426-9227-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Preston, David L. (2009). The Texture of Contact: European and Indian Settler Communities on the Frontiers of Iroquoia, 1667–1783. U of Nebraska Press. د کتاب پاڼي 43–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8032-2549-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Macklem, Patrick (2001). Indigenous difference and the Constitution of Canada. University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 136. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-8049-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Newhouse, David. "Hidden in Plain Sight Aboriginal Contributions to Canada and Canadian Identity Creating a new Indian Problem" (PDF). Centre of Canadian Studies, University of Edinburgh. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 23, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Aboriginal place names contribute to a rich tapestry". Indian and Northern Affairs Canada. د اصلي آرشيف څخه پر February 10, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. W. J. Keith (2006). Canadian literature in English. The Porcupine's Quill. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88984-283-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Robert Fulford's column about the international success of Canadian literature". Robertfulford.com. June 6, 2001. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Hengen, Shannon Eileen; Thomson, Ashley (2007). Margaret Atwood: a reference guide, 1988–2005. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 272. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-5904-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Brackett, Mary Virginia; Gaydosik, Victoria (2006). The Facts on File Companion to the British Novel: Beginnings through the 19th century. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 323. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-5133-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Martel, Yann (2010). Beatrice and Virgil. Random House Digital, Inc. د کتاب پاڼې 212. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-8197-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Abby H. P. Werlock (2001). Carol Shields's The stone diaries: a reader's guide. Continuum International Publishing Group. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-5249-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The Nobel Prize in Literature 2013" (PDF) (Press release). 2013. د لاسرسي‌نېټه October 10, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Gaunce, Julia; Mayr, Suzette; LePan, Don; Mather, Marjorie; Miller, Bryanne (July 25, 2012). The Broadview Anthology of Short Fiction, second edition. Broadview Press. د کتاب پاڼې 236. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55481-076-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Osnes, Beth (2001). Acting: an International encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87436-795-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Guek Cheng Pang (2004). Canada. Marshall Cavendish. د کتاب پاڼي 121–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-1788-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Guek Cheng Pang (2004). Canada. Marshall Cavendish. د کتاب پاڼي 102–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-1788-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Petersen, Julie K. (2002). The telecommunications illustrated dictionary. CRC Press. د کتاب پاڼې 152. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8493-1173-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. James, Patrick; Kasoff, Mark J. (2008). Canadian Studies in the New Millennium. University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 157. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-9468-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. José Eduardo Igartua (2006). The other quiet revolution: national identities in English Canada, 1945–71. UBC Press. د کتاب پاڼې 229. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7748-1088-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. . I. AM. CANADIAN! by Molson - CBC Archives.
  35. Morrow, Don; Wamsley, Kevin B. (2013). Sport in Canada: A History. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 1–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-544672-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Canadian Press (په June 8, 2006 باندې). Survey: Canadian interest in pro football is on the rise. Globe and Mail.
  37. Kidd, Bruce (1996). The struggle for Canadian sport. University of Toronto Press. د کتاب پاڼي 189–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-7664-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Wong, Glenn M. (2009). The comprehensive guide to careers in sports. Jones & Bartlett Learning. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7637-2884-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Pandi, George (April 5, 2008), "Let's eat Canadian, but is there really a national dish?", The Gazette (Montreal), د اصلي آرشيف څخه پر August 23, 2012 باندې, د لاسرسي‌نېټه November 7, 2011 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Also published as "Canadian cuisine a smorgasbord of regional flavours"
  40. Trillin, Calvin (November 23, 2009), "Canadian Journal, 'Funny Food'", The New Yorker, د کتاب پاڼي 68–70 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Wong, Grace (October 2, 2010), Canada's national dish: 740 calories—and worth every bite?, CNN الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Sufrin, Jon (April 22, 2010), "Is poutine Canada's national food? Two arguments for, two against", Toronto Life, د اصلي آرشيف څخه پر March 22, 2011 باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Baird, Elizabeth (June 30, 2009), "Does Canada Have a National Dish?", Canadian Living الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. DeMONTIS, RITA (June 21, 2010), "Canadians butter up to this tart", Toronto Sun, د اصلي آرشيف څخه پر December 26, 2018 باندې, د لاسرسي‌نېټه August 20, 2022 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Andrews, Jennifer (2015). "34 Uniquely Canadian Foods (Other Than Poutine)". Ricotta & Radishes. د لاسرسي‌نېټه December 1, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Maple Syrup." Archived September 8, 2011, at the Wayback Machine. Ontario Ministry of Agriculture, Food and Rural Affairs. Accessed July 2011.
  47. Simmons, Gail (2012). Talking with My Mouth Full: My Life as a Professional Eater. Hyperion. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4013-0415-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)