د کاناډا تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاناډا تاریخ زرګونه کاله دمخه شمالي امریکا ته د پیلیو - هنديانو له راتګ سره پیلېږي. د اروپايي استعمار نه دمخه، هغه ځمکې چې اوسنۍ کاناډا هم په کې شته، د زرګونو کلونو راهیسې د بومي خلکو مېشت ځای و.

د ۱۵مې پیړۍ په وروستیو کې، فرانسوي او برتانوي لښکرې د شمالي امریکا په ډېرو سیمو  کې چې اوسنۍ کاناډا هم په کې پرته ده د استعمارونو او جنګونو لامل شوې.د نوې فرانسې مستعمرو په ۱۵۳۴ز کال کې ادعا وکړه چې په ۱۶۰۸ز کال کې یې د دایمي استوګنځایونه په جوړولو پیل وکړ. فرانسې له اوه کلنې جګړې وروسته په ۱۷۶۳ز کال کې د پاریس تړون په اساس د شمالي امریکا  ټول ملکیتونه بریتانیا ته وسپارل. د برتانیې کیوبیک ولایت په ۱۷۹۱ز کال کې په لر او بر  کاناډا ووېشل شو او دواړه ولایتونه د ۱۸۴۰ز کال د اتحادیې د قانون له مخې د کاناډا د ولایت په توګه سره یو ځای شول. په ۱۸۶۷ز کال کې د نیو برونزوک او نووا سکوټیا دوه نورې برتانوي مستعمرې هم  کاناډا سره د یو خود مختاره کنفدراسیون له لارې  یو ځاې شوې. کاناډا ددې نوي هېواد د قانوني نوم په توګه ومنل شو او د «واکمنې مستعمرې» لقب ورکړل شو. په راتلونکو ۸۲ کلونو کې کاناډا د برتانیا د شمالي امریکا د نورو برخو په یوځای کولو سره نوره هم پراخه شوه.

د پېړیو په اوږدو کې داخلي، فرانسوي، برتانوي او نورو کډوالو د کاناډايي کلتور په رامنځته کولو کې په ګډه خپله ونډه لرلې ده، همدارنګه د کاناډا کلتور د هغه د ژبني، جغرافیایي او اقتصادي ګاونډي، متحده ایالاتو له خوا هم اغېزمن شوی دی.

لومړۍ نړیواله جګړه[سمول]

په لومړۍ نړیواله جګړه کې کاناډایي ځواکونو او ملکي وګړود برټانوي-کاناډا د ملي هویت د احساس په وده کې مرسته وکړه. د کاناډا دا پوځي لاسته راوړنې د لومړۍ نړیوالې جګړې او د سوم، ویمي، پاسچنډیل جګړو په لړ کې وې.[۱]

د ویلیم جورج بارکر او بیلي بشپ په ګډون کاناډایي سرتیرو ډېرشهرت ترلاسه کړ او ولس ته د ملې هویت د نوي احساس په ورکولو کې یې د پام وړ مرسته وکړه. د جګړې د ادارې د راپور له مخې  په ۱۹۲۲ز کال کې د جګړې په لړ کې نږدې ۶۷۰۰۰ تنه ووژل شول او ۱۷۳۰۰۰نورټپیان شول. د یادونې وړ ده چې په دې جګړو کې د هیلیفیکس په چاودنې کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم شامله وه.[۲][۳]

د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې له بریتانیا نه د جبري عسکرۍ په برخه کې ملاتړ د لوی سیاسي کړکېچ لامل شو. په ځانګړې توګه فرانسویانو به زیاتره د کیوبیک وګړو اړوند ملي تګلارې ردولې. د کړکېچ په لړ کې  د دښمن لوی شمېر (په ځانګړې توګه اوکراینیان او المانیان) د حکومت تر کنټرول لاندې وو. لیبرال ګوند په ژوره توګه وېشل شوی و او ډېری مشران له حکومت سره د لومړي وزیر رابرټ بورډن په مشرۍ، چې د محافظه کار ګوند مشرۍ یې هم کوله یوځای شول، خو ازادي غوښتونکو د ویلیم لیون مکینزي کینګ تر مشرۍ لاندې له جګړې وروسته خپل نفوذ بېرته ترلاسه کړ، چا چې د ۱۹۲۱ز او ۱۹۴۹ز کلونو ترمنځ په دریو جلا دورو کې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه.[۴][۵][۶][۷]

د ښځو د رایې ورکولو حق[سمول]

کله چې کاناډا رامنځته شوه، ښځو نه شوای کولای په فډرالي ټاکنو کې رایه ورکړي. ښځو په ځینو ولایتونو کې دځایي رایو حق درلود، لکه په لوېدیځ کاناډا کې په ۱۸۵۰ز کال کې، هغه ښځې چې د ځمکو خاوندانې وې کولای یې شو چې د ښوونځي مدیرانو ته رایه ورکړي. په ۱۹۰۰ز کال کې په نورو ولایتونو کې هم ورته مقررات تصویب شول او په ۱۹۱۶ز کال کې مانیټوبا د ښځو د بشپړې رایې ورکولو په برخه کې مخکښ شو.[۸][۹][۱۰]

په ۱۹۱۷ز کال کې د پوځي رایه ورکولو قانون له مخې هغو برټانوي ښځو ته هم د رایې حق ورکړل شو چې د جګړو په پایله کې کونډې شوې وې یا هغه ښځې چې زامنو یا مېړونو یې له هېواده بهر کار کاوه. د اتحادیې لومړي وزیر بورډن د ۱۹۱۷ز کال کمپاین په لړ کې د ښځو لپاره د برابرې رایې ورکونې ژمنه وکړه. د بورډن له سترې بریا وروسته،  په ​​۱۹۱۸ز کال کې ښځو ته د رایې ورکولو لپاره یو قانون معرفي شو، خو یاد قانون د کیوبیک په ولایتي او ښاروالي ټاکنو کې پلی نه شو. د کیوبیک ښځو په ۱۹۴۰ز کال کې په بشپړه توګه د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ. لومړۍ ښځه چې پارلمان ته وټاکل شوه په ۱۹۲۱ز کال کې له اونټاریو نه د اګنیس میکفیل په نوم وه.[۱۱]

لوی اقتصادي ناورین[سمول]

په ۱۹۲۹ز کال کې کاناډا د نړیوال لوی ناورین له امله سخته وځپل شوه. د ۱۹۲۹ز او ۱۹۳۳ز کلونو ترمنځ، د کاناډا ناخالص کورنې تولیدات ۴۰سلنې ته راټیټ شول. په ۱۹۳۳ز کال کې د بېکارۍ کچه ۲۷سلنې ته ورسېده. زیاتره کاروبارونه وتړل شول، ځکه چې په ۱۹۲۹ز کال کې د ۳۹۶میلیون ډالرو کارپوریټ ګټه په ۱۹۳۳ز کال کې ۹۸میلیون ډالرو ته په تاوان بدله شوه. د کاناډا صادرات د ۱۹۲۹ز نه تر ۱۹۳۳ز کاله پورې ۵۰سلنې ته راکم شول. ساختماني کارونه ټول وتړل شول او د عمده پلور بیې ۳۰سلنې ته راټیټې شوې.[۱۲]

په ټول هېواد کې د ښاري بېکارۍ کچه ۱۹سلنه وه. او د نفوس یو پر پنځمه برخه د دولت په مرستو پورې تړلې وه. معاشونه د نرخونو په څېر راټیټ شول. تر ټولو ډېر زیان هغو برخو ته ورسېد، چې په لومړنیو صنعتونو پورې تړلې وې؛ لکه کرنه، کان کیندنه ځکه چې بیې راټیټې شوې او بدیلې دندې هم لږ وې. ډېری کورنیو لږ او ډېر زیانونه ولیدل او د نرخونو له راټیټېدو سره د دوی پورونه خورا ګران شول. د ځینو کورنیو  ډېرې یا ټولې شتمنۍ له منځه لاړېاو سختې زیانمنې شوې.[۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۹۳۰ز کال کې د لوی ناورین په لومړي پړاو کې لومړی وزیر مکینزي کینګ په دې باور و چې بحران د سوداګرۍ دورې یا ګرځنده لنډ مهاله بدلون دی او اقتصاد به د حکومت له مداخلې پرته ژر تر ژره ښه شي. لومړي وزیر ایالتونو ته له بېکارۍ مرستې یا فډرالي مرستې ورکولو نه انکار وکړ او ویې ویل چې که محافظه کاره ایالتونه له حکومت نه د فډرالي ډالرو غوښتنه وکړي، نو هغه به دوی ته پینځه سینټه هم  ورنه کړي. د ۱۹۳۰ز کال د ټاکنو ګټونکي ریچارډ بیډفورډ بینیټ او محافظه کاران وو. بینیټ د لوړو تعرفو او پراخه فډرالي لګښتونو ژمنه کړې وه، خو هغه د بودیجې له کسر سره مخ شو، چې په دې توګه یې فډرالي لګښتونو کې کمښت راوست. د ملاتړ له کمېدو  او د ناورین له زیاتېدو سره بینیټ هڅه وکړه چې له ولسمشر فرانکلین ډی سره د نوو قراردادونو په اساس تګلارې پلې کړې. د بینیټ حکومت د خلکو ناخوښۍ راوپارولې. د بېلګې په توګه، د موټرو مالکینو د اسونو په کارولو سره له خپلو موټرو کار نه اخیست؛ ځکه پټرول یې خوندي کول. خلکو ته د سوکالۍ په راوستلو کې د محافظه کارانو ناکامي د ۱۹۳۵ز کال په ټاکنو کې د مکینزي کینګ لیبرالانو د راستنېدو لامل شوه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

لیبرالانو د ۱۹۳۵ز کال په ټاکنو کې د پراخ بریالیتوب لپاره د «پاچا که ګډوډي» شعار وکاراوه. د متحده ایالاتو سره د خورا مطلوبې سوداګرۍ تړون ژمنې سره سم د مکینزي حکومت د ۱۹۳۵ز کال دوه اړخیز سوداګریز تړون تصویب کړ. دا د کاناډا او امریکا په اقتصادي اړیکو کې د بدلون نقطه په نښه کړه، چې په پایله کې د ۱۹۳۰ز-۱۹۳۱ز کلونو ویجاړونکې سوداګریزې جګړې بېرته راوګرځول شوې، د تعرفو کمول او په سوداګرۍ کې د ډراماتیک زیاتوالي لامل شو. دا ناورین په ۱۹۳۵ز کال کې له منځ لاړ. د ټرانس کاناډا ایرلاینز په ۱۹۳۷ز کال کې جوړ شو،  په ۱۹۳۹ز کال کې د کاناډا ملي فلم بورډ هم جوړ شو، خو په لوېدیځه کاناډا کې اوضاع ډېره سخته وه، چېرته چې په ۱۹۳۹ز کال کې د دویمې نړیوالې جګړې تر پیل پورې بشپړه بیا رغونه رانغله. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

دویمه نړیواله جګړه[سمول]

په دویمه نړیواله جګړه کې د کاناډا ښکېلتیا هغه مهال پیل شوه کله چې کاناډا د نازي جرمني پر وړاندې د سپټمبر په ۱۰مه د  ۱۹۳۹ز کال کې د جګړې اعلان وکړ، دا یوه اونۍ وروسته له هغه وځنډول شوه کله چې بریتانیا په سمبولیک ډول د خپلواکۍ د ښودلو لپاره عمل وکړ. کاناډا د برتانیې اقتصاد ته چې تر سختو فشارونو لاندې و د خوراکي توکو، خامو موادو، مهماتو او پیسو په رسولو کې لوی ونډهلرلې او د مشترک المنافع هېوادونو لپاره د هوایي ځواک روزل، د المان د بېړیو پر وړاندې د شمالي اتلانتیک سمندر لوېدیځ نیمایي ساتنه، او  په ۱۹۴۳ز -۱۹۴۵ز کلونو کې د ایټالیا، فرانسې او جرمني یرغلونو پر وړاندې د جنګي سرتېرو چمتو کول یې ښه بېلګه ده.

له نږدې ۱۱.۵میلیون نفوس نه، ۱.۱میلیون کاناډایانو په دویمه نړیواله جګړه کې په وسله والو ځواکونو کې خدمت کاوه او په زرګونو نورو د کاناډا له سمندري ځواکونو سره خدمت کاوه. په ټوله کې، له ۴۵۰۰۰نه ډېر کسان مړه او ۵۵۰۰۰نور ټپیان شول. د برتانیا د ټولګټو هوايي روزنیز تړون، د۱۹۳۹ز کال په ډسمبر کې لاسلیک شو، چې کاناډا، بریتانیا، نیوزیلنډ او اسټرالیا یې یو داسې پروګرام ته اړ کړل، چې په پایله کې یې په دویمې نړیوالې جګړې کې د دغو څلورو هېوادونو نیمايي هوايي پوځیان وروزل.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

وروستنی تاریخ (له ۱۹۹۲ز کال نه تر اوسمهاله)[سمول]

په ۱۹۹۳ز کال کې د لومړي وزیر په توګه د مولروني له استعفا وروسته، کیم کمپبل د کاناډا لومړۍ ښځینه وزیره وټاکل شوه. کمپبل یوازې د څو میاشتو لپاره په دغه مقام کې پاتې شوه  د ۱۹۹۳ز کال په ټاکنو کې د محافظه کار ګوند دوه څوکیو ته راکم شو، په داسې حال کې چې په کیوبیک کې مېشت حاکمیت لرونکی بلاک د رسمي اپوزیسیون په توګه پاتې شو. لومړي وزیر ژان کریټین له لیبرال ګوند نه په ۱۹۹۳ز کال په نومبر کې له اکثریت حکومت سره د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او د ۱۹۹۷ز او ۲۰۰۰ز کلونو په ټاکنو کې بیا هم له اکثریت سره وټاکل شو.[۳۰][۳۱][۳۲]

په ۱۹۹۵ز کال کې، د کیوبیک حکومت، د حاکمیت په اړه دویمه ټولپوښتنه ترسره کړه چې د ۵۰سلنې او۴۹.۴سلنې په توپیر رد شوه. په ۱۹۹۸ز کال کې، د کاناډا سترې محکمې د یوه ولایت له خوا یو اړخیز جلا کېدل د اساسي قانون سره په ټکر کې وباله، په دې توګه پارلمان د وضاحت قانون تصویب کړ، چې د خبرو اترو له لارېیې د وتلو شرایط په ګوته کول. په دې دوره کې په کاناډا کې د چاپېریالې مسئلو ارزښت زیات شو، چې په پای کې یې په ۲۰۰۲ز کال کې د کاناډا د لیبرال حکومت له خوا د اقلیم د بدلون په اړه د کیوټو تړون لاسلیک کړ. دغه تړون په ۲۰۰۷ز کال کې د لومړي وزیر سټیفن هارپر د محافظه کار حکومت له خوا لغوه شو.[۳۳][۳۴]

د کاناډا اتحاد او پي سي (PC) ګوند په ۲۰۰۳ز کال کې د کاناډا له محافظه کار ګوند سره یوځای شول،  چې د محافظه کارو رایو په پایله کې ۱۳کلن ویش پای ته ورسېد. دا ګوند دوه ځلې د ۲۰۰۶ز کال په فډرالي ټاکنو او د ۲۰۰۸ز کال په فډرالي ټاکنو کې د سټیفن هارپر په مشرۍ د اقلیت حکومت په توګه وټاکل شو. د هارپر محافظه کار ګوند د ۲۰۱۱ز کال په فډرالي ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره د نوي ډیموکراټ ګوند د رسمي اپوزیسیون په جوړولو سره اکثریت وګاټه.[۳۵][۳۶]

له ۲۰۰۲ز نه تر ۲۰۱۱ز کاله پورې کاناډا د افغانستان په جګړه کې د امریکا او ناټو تر قوماندې لاندې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د یوې برخې په توګه ګډون کړی و. د ۲۰۱۰ز کال په جولای میاشت کې، د کاناډا په پوځي تاریخ کې ترټولو لوی پېرود، د ۹میلیارد ډالرو په ارزښت ۶۵اف-۳۵جنګي الوتکې وې. کاناډا یو له هغو هېوادونو نه ګڼل کېږي، چې د اف-۳۵ الوتکوپه پراختیا کې یې مرسته کړې او په دغه بهیر کې یې د ۱۶۸میلیون ډالرو پانګونه کړې ده.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ۲۰۱۵ز  کال د اکټوبر په ۱۹مه د محافظه کارانو  ګوند چې سټیفن هارپر یې مشري کوله او د لیبرال ګوند له خواچې جسټین ټروډو یې مشري کوله، له ماتې سره مخ شو.[۴۱][۴۲][۴۳]

سرچینې[سمول]

  1. Cook, Tim (1999). "'A Proper Slaughter': The March 1917 Gas Raid at Vimy" (PDF). Canadian Military History. 8 (2): 7–24. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 27, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 10, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  2. Bashow, David (Autumn 2002). "The Incomparable Billy Bishop: The Man and the Myths" (PDF). Canadian Military Journal. 3 (3): 55–60. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 2, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 1, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  3. The War Office (1922). Statistics of the Military Effort of the British Empire During the Great War 1914–1920. Reprinted by Naval & Military Press. د کتاب پاڼې 237. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84734-681-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Conscription Crisis of 1917". Historica Canada. د اصلي آرشيف څخه پر January 22, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 10, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Military History: First World War: Homefront, 1917". Lermuseum.org. د اصلي آرشيف څخه پر June 10, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 10, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bothwell, Robert (1998). Canada and Quebec: one country, two histories. University of British Columbia Press. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7748-0653-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Brown, Robert Craig; Cook, Ramsay (1974). Canada, 1896–1921 A Nation Transformed. McClelland & Stewart. د کتاب پاڼې ch 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7710-2268-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Women's Suffrage". The Canadian Encyclopedia (online). (March 4, 2015). Historica Canada.  Archived February 25, 2015, at the Wayback Machine.
  9. Thompson, John H. (1972). "'The Beginning of Our Regeneration': The Great War and Western Canadian Reform Movements" (PDF). Historical Papers. 7 (1): 231. doi:10.7202/030750ar. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Voisey, Paul (Summer 1975). "The "Votes For Women" Movement". Alberta History. 23 (3): 10–23. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Cleverdon, Catherine L. (1974). The Woman Suffrage Movement in Canada: The Start of Liberation, 1900–20 (الطبعة 2nd). University of Toronto. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-6218-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Urquhart, M.C., المحرر (1965). Historical Statistics of Canada. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Canada, Bureau of the Census, Unemployment Vol. VI (Ottawa 1931), pp. 1, 267
  14. Berton, Pierre (2012). The Great Depression: 1929–1939. Doubleday Canada. د کتاب پاڼي 2–613. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-307-37486-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Blair Neatby, H. (2003). The Politics of Chaos : Canada in the Thirties. Dundurn. د کتاب پاڼي 1–162. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-894908-01-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Neatby, William Lyon Mackenzie King, 2:312, 318
  17. Berton, Pierre (2012). The Great Depression: 1929–1939. Doubleday Canada. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-307-37486-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Morton, Desmond (1999). Working People: An Illustrated History of the Canadian Labour Movement. McGill-Queen's Press – MQUP. د کتاب پاڼې 139. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7735-7554-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wilbur, J. R. H. (1968). The Bennett New Deal: Fraud or Portent?. Copp Clark. د کتاب پاڼي 78–112, 147–90. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Boucher, Marc T. (1985–1986). "The Politics of Economic Depression: Canadian-American Relations in the Mid-1930s". International Journal. 41 (1): 3–36. doi:10.2307/40202349. JSTOR 40202349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. H. Blair Neatby, William Lyon Mackenzie King: 1932–1939 (1976) pp 143–48.
  22. "Who we are". Bank of Canada. د اصلي آرشيف څخه پر June 11, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 9, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bélanger, Claude. "Quebec History". faculty.marianopolis.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The On-to-Ottawa Trek". The University of Calgary (The Applied History Research Group). 1997. د اصلي آرشيف څخه پر September 23, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 12, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Littlewood, David (2020). "Conscription in Britain, New Zealand, Australia and Canada during the Second World War". History Compass. 18 (18#4 (2020)). doi:10.1111/hic3.12611. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Johnston, Mac (2008). Corvettes Canada: Convoy Veterans of WWII Tell Their True Stories. John Wiley and Sons. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-15698-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Sandler, Stanley (2002). Ground Warfare: H-Q. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-344-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Office of the Premier (2003). "PROVINCE DONATES $1 Million TO HONOUR WW II VETERANS". .news.gov.bc.ca. د اصلي آرشيف څخه پر May 28, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 8, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. C. P. Stacey, Arms, Men and Governments: The War Policies of Canada, 1939–1945 (1970) pp 17–31
  30. "Kim Campbell". Celebrating Women's Achievements – Canadian Women in Government. Library and Archives Canada. September 16, 2010. د لاسرسي‌نېټه January 17, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Moffat, Charles (November 2007). "The Roots of Quebec Separatism". The Lilith Gallery of Toronto. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 16, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Dyck, Rand (2011). Canadian Politics (الطبعة Concise fifth). Cengage Learning. د کتاب پاڼې 211. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-17-650343-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Dickinson, John A.; Young, Brian (2008). A Short History of Quebec. McGill-Queen's University Press. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7735-7726-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. کينډۍ:Cite report
  35. Pierceson, Jason; Piatti-Crocker, Adriana; Schulenberg, Shawn (2010). Same-Sex Marriage in the Americas: Policy Innovation for Same-Sex Relationships. Lexington Books. د کتاب پاڼې 169. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7391-4657-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. . Canada passes bill to legalize gay marriage. The New York Times Company
  37. (په July 16, 2010 باندې). Conservatives announce $9B purchase of military fighter jets. Vancouver Sun.
  38. (په July 16, 2010 باندې). Row over Canada F-35 fighter jet order. BBC News.
  39. Konrad, Victor; Nicol, Heather N. (2008). Beyond Walls: Re-inventing the Canada-United States Borderlands. Ashgate Publishing. د کتاب پاڼې 189. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-7202-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Preliminary Results". Elections Canada. د لاسرسي‌نېټه May 3, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. . A long-awaited apology for residential schools - CBC Archives.
  42. (په October 19, 2015 باندې). Justin Trudeau pledges 'real change' as Liberals leap ahead to majority government. CBC News.
  43. کينډۍ:Cite report