د کاناډا او المان اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاناډا او المان اړیکې د کاناډا او د المان فدرالي جمهوریت ترمنځ اړیکو ته اشاره کوي، چې دا دواړه هېوادونه نږدې متحدین او د ناټو او G7 غړي دي.

تاريخ[سمول]

له ۱۷۷۶ز کال نه تر ۱۹۰۰ز کال پورې[سمول]

د امریکا له انقلاب نه وروسته د المان توکمیز مهاجرت کاناډا ته نور هم زیات شو. دغه راز د برتانیا له خوا ګومارل شوي ډیری الماني اجیرانو د برتانیا شمالي امریکا دفاع لپاره جنګیدل. د دغو اجیرانو نه ځینو پریکړه وکړه چې د دوی د مودې پای ته رسېدو وروسته په کاناډا کې میشت شي او په دې ډول یاد اجیران د مونټریال سویل لوېدیځ او د کیوبیک ښار سویل کې میشت شول. دغه راز له متحده ایالاتو نه تښتېدلي ترټولو لوی ګروپ مینونایټس و، چې په متحده ایالاتو کې د دوی د سوله اېزې عقیدې له امله له تبعیض سره مخ شوی و. دوی اوسني سویل لوېدیځ اونټاریو ته لاړل او د برلین اونټاریو (اوس د کچنر په نوم یادیږي) شاوخوا کې میشت شول. یادې لویې ډلې له المان نه نوي کډوال هم جذب کړل، چې په راتلونکو لسیزو کې یې شمېر شاوخوا ۵۰،۰۰۰ ته رسېدل. د ۱۸۹۶ز کال په پیل کې لوېدیځې کاناډا په لویه کچه د المان توکمیز کډوال جذب کړل، په ځانګړې توګه د ختیځې اروپا څخه.

له ۱۹۰۰ز کال نه تر اوسه پورې[سمول]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د برتانیا او المان سمندري سیال‍ۍ د کاناډا پر سیاست باندې ناوړه اغېزې درلودې ځکه چې د برتانیا شاهي سمندري ځواک د شمالي سمندر په اوږدو کې د المان د مخ پر زیاتېدونکو بیړیو په ځواب کې داخلي اوبو ته د نورو کښتیو استولو ته اړ شو. دغه راز د المان سمندري ځواکونو د احتمالي جګړو په اړه ډېری پلانونه جوړ کړل. د بیلګې په توګه له متحده ایالاتو سره د فرضي جګړې لپاره د OP III پلان، چې ځیني کاناډایي تاریخپوهانو لکه راجر سارتي او مایکل هارډلي د دویم امپراتور ویلهیم له خوا د متحده ایالاتو د نیواک لپاره د OP III برید پلان خیال باله، خو هغه دا په جدي توګه واخیست. د یاد پلان د یوې برخې په توګه د المان SMS Panther کښتۍ په ۱۹۰۵-۱۹۰۶ز کلونو کې د متحده ایالاتو او کاناډا د اتلانتیک او ارام سمندر ساحلونو په اوږدو کې اوږد سفر وکړ، تر څو د خپلو اشغالګرو ځواکونو لپاره د غوره ممکنه ځمکني ځایونه او پټ لنګرونه وپلټي. دغه راز په ۱۹۰۸ز کال کې د المان د سمندري پلان جوړونې راپور ورکړ چې په اتلانتیک ساحل کې هیلیفیکس د یرغلګرو ځواکونو لپاره ترټولو غوره ځای ده. په ورته راپور کې دا هم ویل شوي چې د کیوبیک ښار هم باید ونیول شي، په داسې حال کې چې د کاناډا حکومت له دې پلانونو خبر نه و، خو که کاناډايي چارواکي د امریکا پر ضد د جګړې د پلان له دې اړخه خبر وای، نو ډېر به اندېښمن شوی وای.[۱] [۲] [۳][۴][۵][۶][۷]

کاناډا د اروپایی ټولنې په وړاندې[سمول]

په ۱۹۵۷ز کال کې د اروپا اقتصادي ټولنې (EEC) جوړول د نوي کړکېچ لامل شو، چې د EEC بنسټ ایښودونکي غړي فرانسه، لوېدیځ المان، ایټالیا، بلجیم، هالنډ او لوګزامبورګ وو. EEC د محافظت تګلاره تعقیب کړه. دغه راز د کاناډا په مکرر ډول شکایت دا و چې د EEC تعرفو د کاناډا توکي د EEC بازارونو کې غیر سیاله کړي. په ۱۹۵۸ز کال په بن کې د کاناډا سفیر، چارلس ریچي د لوېدیځ المان چانسلر کونراډ اډیناور ته د EEC د محافظت تګلارې په وړاندې د اعتراض یو یادښت وړاندې کړ، چې د هغه په ​​​​وینا په کاناډا کې د ډېرې بدمرغۍ لامل کېدۍ شي او اډیناور نه یې وغوښتل چې له خپل نفوذ نه په EEC کې د کاناډایې توکو په وړاندې د تعرفو د کمولو لپاره کار واخلي. همدارنګه د کاناډا د دفاع وزیر جورج پیرکس په ۱۹۵۹ ز کال کې بن ته د سفر پر مهال ګواښ وکړ چې که اروپايي ټولنه پر کاناډايي توکو تعرفې کمې نه کړي، نو له لوېدیځې جرمني نه به د کاناډا لوا وباسي. په دې توګه د ۱۹۶۹ز کال د اپریل په درېیمه د کاناډا لومړي وزیر پییر ټروډو په اروپا کې د کاناډا د ناټو ځواکونه ۵۰ سلنه کم کړل.[۸][۹][۱۰]

د کاناډا او المان ترمنځ ښه شرایط[سمول]

په ۱۹۷۰ لسیزه کې د کاناډا او لوېدیځ المان ترمنځ اړیکې په غیر معمولي ډول دوستانه او د لومړي وزیر پییر ټروډو او چانسلر هیلمټ شمیت تر منځ نږدې ملګرتیا وه. دغه راز په بن کې د کاناډا سفیر جان جی ایچ هیلسټډ وویل چې په ۱۹۷۵ز کال په سرمشریزه کې د ټروډو او شمیت تر منځ رامنځته شوی شخړه یوازې یوه افسانه وه، خو په هرحال سرمشریزه په دې سره پای ته ورسېده چې شمیت ژمنه وکړه تر څو په کاناډایي توکو باندې د تعرفو د کمولو لپاره د EEC سره لابي وکړي ترڅو د ټروډو د ژمنې په بدل کې په ناټو کې ډېر لګښت وکړي. په ۱۹۷۰ لسیزه کې د ټروډو د بهرنۍ تګلارې لوی اړخ دا و، چې له اروپایی اتحادیې او جاپان سره د لوی تجارت له لارې د کاناډا اقتصاد «بیا توازن» ترلاسه کړي، تر څو وکولای شي چې په کاناډا باندې د متحده ایالاتو اقتصادي نفوذ کم کړي. په دې توګه د کاناډا اقتصاد د «بیا توازن» لپاره د شمیت د ملاتړ اعلان په اوټاوا کې په پراخه کچه هرکلی وشو. دغه راز ټروډو د کاناډا له پوځ نه هم وغوښتل چې د لوېدیځ المان د وسلو د صنعت د پیاوړتیا لپاره ۱۲۸ د لوېدیځ المان جوړ شوي لیوپرډ ټانکونه واخلي، د مالیې وزارت د مخالفت په سره سره چې د دې ټانکونو پیرود بې ځایه ګڼي. دغه راز کاناډا د ۱۹۷۵ز کال د اګست په لومړۍ نېټه د آلمان له دیموکراتیک جمهوریت سره دیپلوماتیکې اړیکې نورې هم ټینګې کړې.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۹۹۱ ز کال د سپتمبر په ۱۷مه د کاناډا د دفاع وزیر مارسیل ماس اعلان وکړ چې کاناډا به د ۱۹۹۵ز کال تر پایه خپل لوا له المان نه وباسي، که چیرې المان وغواړي نو یاده لوا به پاتې شي. په پای کې لوا له مهال وېش نه دوه کاله مخکې د کاناډا له ټولو ځواکونو سره د ۱۹۹۳ز کال د جولای په ۳۰مه له المان نه ووتله.[۱۵][۱۶]

وروسته له جګړې نه[سمول]

کاناډا له جګړې وروسته د المان په اشغال کې ډېر لږه وڼډه درلوده. کله چې برتانیا په ۱۹۴۸ز کال کې د برلین د محاصرې لپاره د ټرانسپورټي الوتکو او هوایی عملې چمتو کولو غوښتنه وکړه، خو کاناډا انکار وکړ. په هر حال د لیبرال لومړي وزیر، لویس سینټ د لیوالتیا مشرتابه لاندې په ۱۹۴۹ ز کال کې د ځینو روڼ اندو، کیڼ اړخو او ډېرو فرانسوي کاناډایانو له مخالفت سره سره له ناټو سره یوځای شو.[۱۷]

۱۹۵۰ او ۱۹۵۱ز کلونو تر منځ د کوریا د جګړې پیل د اتلانتیک په دواړو غاړو کې د لوی جګړې وېره رامنځته کړه. ځکه په هغه وخت کې په پراخه کچه داسې انګېرل کېده چې پر جنوبي کوریا د شمالي کوریا یرغل یو نمایش دی او موخه یې په کوریا کې د امریکايي ځواکونو ځپل و. ترڅو په لوېدیځ المان باندې د شوروي یرغل ته لاره هواره کړي. کله چې چین د کوریا جګړې ته ننوت په دې ډول یې د ملګرو ملتونو ځواکونه (چې تر ټولو لوی یې امریکايي ځواکونه وو) شاته وغورځول او وېره وه چې نړۍ د درېیمې نړیوالې جګړې په درشل کې ده. د ۱۹۵۱ز کال د جنورۍ په ۱۶مه د ناټو ستر متحد قومندان جنرال ډویټ ډي ایزن هاور له کاناډا نه د مرستې غوښتنه کولو لپاره اوټاوا ته لاړ. له جنرال ګی سیمونډز سره په خپلو خبرو اترو کې ایزنهاور د کوریا په پرتله د المان په اړه ډېر اندېښمن و. دغه راز سینټ له ایزنهاور سره له لیدنه وروسته ژمنه وکړه چې دوه کاناډايي لواګانې به لوېدیځ المان ته واستوي. سیمنډز په هغه وخت کې لیکلي و چې اروپا ته د دوو لښکرو د لېږلو لپاره هېڅ کښتۍ شتون نه درلود، خو دا غوره ده چې کاناډایان د درېیمې نړیوالې جګړې له پیل نه مخکې هلته وي، خو په پای کې د ځینو دلایلو له امله، کاناډا په لوېدیځ المان کې خپل ځواکونه د دوه لواګانو پر ځای یوې لوا ته راټیټ کړل او پرځای یې دا ژمنه وکړه چې د درېیمې نړیوالې جګړې په صورت کې به دوه فرقې لوېدیځ المان ته واستول شي، سره له دې چې سیمونډز ادعا کړې وه چې کاناډا لوېدیځ المان ته د دوو فرقو د لېږلو بیړۍ نه لري.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Sarty او Hadley 1991، ص. 15-16.
  2. Sarty او Hadley 1991، ص. 47.
  3. Sarty او Hadley 1991، ص. 29.
  4. Sarty او Hadley 1991، ص. 27-28.
  5. Sarty او Hadley 1991، ص. 25-26.
  6. Röhl 2013، ص. 598.
  7. Sarty او Hadley 1991، ص. 22-24.
  8. David Mackenzie, ed. Canada and the First World War (2005) p. 276
  9. Michael Digby, Burn, Bomb, Destroy: The German Sabotage Campaign in North America, 1914–1917 (Casemate, 2021).
  10. Bloch 1992، ص. 8.
  11. Bothwell او Granatstein 2017، ص. 108.
  12. Bothwell او Granatstein 1991، ص. 253-255.
  13. Bothwell او Granatstein 1991، ص. 253.
  14. MacMillan 2001، ص. 187.
  15. Morton 1999، ص. 277.
  16. Morton 1999، ص. 276.
  17. James Eayrs, In Defence of Canada: volume 4: Growing Up Allied (1980) pp 38-60
  18. Campbell 2013، ص. 64-65.
  19. Morton 1999، ص. 237.
  20. Morton 1999، ص. 236.