د کامياب شخص ١٠ ورځني عادتونه!

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کامیاب شخص ۱۰ ورځني عادونه

ژباړه: نوراحمد شاکر

که چیرته تاسو غواړئ چې ستر شخصیت جوړ شئ؛ نو تاسو د هغه افرادو په تاریخ نظر واچوئ، چې هغوی پدې کار کې بریالي شوي او ستر اشخاص ترې جوړ شوي دي.

موږ دلته د هغه اشخاصو عادتونه درپه ګوته کوو چې هغوی د خپل کوشش او محنت په وجه لوی او ستر شخصیات جوړ شوي دي، دوی دا پیژندلي ده چې د کامیابۍ لپاره په ژوند کې چاودیدونکو بدلونونو ته اړتیا نشته، بلکې بعضې معمولي شیان دي، چې که هغه ورځني عادتونه جوړ شي؛ نو په اسانۍ سره کولای شو چې د ژوند ریښتیني محتوا ته ورسیږو.

دلته په دې لیکنه کې د موفق شخص ۱۰ داسې عادتونه ستاسو په مخ کې ږدو، چې د دې په خپلو سره تاسو د بریا تر پولو رسیدلی شئ.

۱ ـ ارام او ژور فکر کول

ساینسي څیړنو ښودلي ده، چې دارام او ژور تفکر په توسط بې شمیره ذهني او جسماني فایدې حاصلیدلای شي، مثلا د یادښت د ښه والي نه واخله د جسماني قوت د دفاعي نظام تر زیاتوالي پورې، ځکه خو له جیک ډورسي څخه واخله تر میرمن اوپرا وانفري پورې، چې دوی اوس مهال په امریکایي میډیا کې د موفقو اشخاصو د نوملړ په سر کې قرار لري، د دوی له ورځنیو عادتونو څخه یې یو دادی چې د مراقبې مشق ترسره کوي او دوی دا کار د خپل پرمختګ او کامیابۍ لپاره یوه اړینه ذریعه بولي.

۲ ـ ګټور فعالیتونه

د مختلفو ماهرینو په اند، زیاتره مالداره کسان د خپل دولت په وجه په نړۍ باندې اثرات غورځوي، خو ځینې نور بیا دا چاره د کاروبار او مالیاتي ادارو په مرسته سرته رسوي.

د مثال په توګه بل ګیټس او نورو ډیرو کسانو خپل دولت د بشري نیکمرغۍ د خرچه کولو لپاره ځانګړی کړی دی، چې مارک زوکربرګ، وارن بفټ، یو سعودي شهزاده او نور ډیر کسان په دغه جدول کې شامل دي.

۳ ـ د سهار وختي پاڅیدل

دا خبره په خپل ځای ډیره ښه ثابته شوي، چې "کومه مرغۍ د سهار وختي په کار پسې ووتله، هغې ښایسته غذا لاسته راوړه".

د دنیا شتمن او موفق خلک د سهار د وختي پورته کیدو عادت لري، د ټویټر جوړونکی جیک ډورسي به د خپل کار لپاره هر وخت د سهار په ۵ بجو پورته کیده، د ګروپ ایجاد کوونکی رچرډ برانسن به د خپل کار کولو په موخه د سهار ۵:۴۵ بجو باندې پورته کیده، همداسې نور زیات شمیر چې هغوی موفق کسان دي، د خپل کار لپاره د سهار وختي پورته کیدل.

۴ ـ د یو معمول مطابق زندګي کول

بې حده کامیاب کسان یو مشترک عادت دا هم لري، چې دوی د یوه معمول مطابق زندګي تیروي، دوی وایې لکه څنګه چې موږ په کور کې یو، همداسې باید په هوټل، دفتر وغیره ځایونو هم وواسو، مطلب دا چې د کور د مصرف په څیر باید په هوټل او دفتر کې مصرف وکړو، نه له کور څخه زیات، چې دا عمل د کامیاب شخص له ورځني عادت څخه دی.

۵ ـ د عامو خلکو په څیر زندګي تیرول

په بینک کې د ملیاردونو پیسو لرل په دې معنی نه دي، چې تاسو د زیات اسراف وکړئ، په حقیقت کې د دنیا ډیر کامیاب کسان خوښوي، چې څومره مصرف ته اړتیا لیدل کیږي، باید چې همدومره مصرف وشي، د مثال په توګه د فیسبوک ادارې رایئس مارک زکربرګ په خپل لباس او سپرلۍ باندې خرچه کول نه خوښوي، بلکې یو ساده قمیص او کړچن موټر لري چې پرې تګ راتګ کوي، بل ګیټس بیا له کالونو راپدې خوا هیڅ کله په شخصي پراوز په سفر ندی تللی، بلکې په عامو پروازنو کې سفر کوي.

۶ ـ د خپل مسلک سره مینه کول

د ایپل شرکت بانې "اسټیو جابز" یو ځل وویل، چې له کوم هدف سره چې تاسو مینه لرئ، هغه به تر لاسه کوی هم، خو د دې لپاره د زیات زیار ویستلو اړتیا ده، ځکه ویل شوي دي چې " تاسو به هغه څه تر لاسه کوئ کوم چې تاسو غواړئ" خو که کله تاسو یو هدف نشئ موندلی؛ نو لاس تر زنې مه کینئ، بلکې د هغې د لاس ته راوړلو لپاره کوشش وکړئ او هیڅ کله یې مه پریږدئ!.

همدا ډول ځینې نور پوهان وایي چې هغه کس به په خپل ژوند کې هیڅ کله کامیاب نشي، چې هغه د خپل هدف د لاس ته راړلو څخه زړه ماتی وي او یا هم مینه ورسره ونه لري.

۷ ـ مطالعه خوښول

د دنیا زیات کامیاب شخصیاتونه له مطالعې سره مینه او شوق لري، د مثال په توګه "مارک زکربرګ" یادولی شو، چې هغه ۲۰۱۵ کال یواځې د مطالعې لپاره ځانګړی کړی وه، هغه پدې کال کې نور هیڅ کوم کار نه کاوه، ځکه هغه پوهیده چې مطالعه د کامیابۍ تر ټولو اړین توکی دی، همداسې "بل ګیټس" هم در واخله چې هغه له کم عمرۍ څخه د مطالعې عادت په ځان کې ایجاد کړی وه، چې دا کار د ده لپاره د کامیابۍ په نتیجه پای ته هم رسیدلی، د دوی په څیر نورې ډېرې موفقې څیرې شته چې یاد کار د دوی له ورځنیو عادتونو څخه دی.

۸ ـ له خپل کاروبار څخه څه درته جلا کړئ

ملیاردر کسان د خپل کاروبار د یو کارګر کیدلو عادت له ځانه سره لري او له خپل کاروبار څخه ځانته تنخوا مقرروي.

د خبرې د ښې سمې په خاطر مارک زوکربرګ یادولای شو، هغه چې کله په ۲۰۰۴م کال کې فیسبوک جوړ کړ؛ نو دی د خپل کاروبار له کارګرانو څخه یو وو او ځان ته یې د خپل کاروبار څخه تنخوا مقرره کړي وه، د ده په څیر سنیپ چیټ، CIO او ایون اسپیګل هم د دې جدول برخه دي.

۹ ـ هغوی ورزش تر سره کوي

زیات کامیاب کسان خپله زندګي په سستۍ او نغیړۍ کې نه رانغاړي، بلکې دوی چست او چابک اوسیدل خوښوي، هغوی په ورځ کې کم تر کمه یو ساعت یو نا یو قسم ورزش تر سره کوي، ځکه د دوی په ګمان ،چې پدې سره د دوی پیدایشې صلاحیت لا پسې لوړیږي.

۱۰ ـ د کامیابو کسانو سره ناسته پاسته

کامیاب کسان له  هغو کسانو سره ناسته پاسته خوښوي ،چې هغوی د یو ښه ذهن خاوندان وي، ځکه د پوهانو په ګمان چې "د انسان د پوهې حیثیت له خپلو نږدې ملګرو سره د ناسې پاستې څخه انعاکس اخلي او اثر یې قبلوي"؛ نو ځکه خو اړینه ده، د موفقو کسان سره راشه درشه ولرې، تر څو موفقیت ترې انعکاس کړې.

تلک عشرة کاملة