د کاسیانو لړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاسیانو لړۍ چې د دریمې بابلي لړۍ په نوم هم پېژندل کیږي، د کاسي پاچایانو هغه لړۍ وه چې له میلاد وړاندې دویمې زریزې په وروستۍ نیمايي کې یې د بابل له ښار څخه حکومت کاوه. دا هغې کورنۍ ته اړونده وه چې له میلاد وړاندې ۱۵۹۵ کال څخه یې تر ۱۱۵۵ کال پورې له لومړنۍ بابلي لړۍ (پخوانۍ بابلي سترواکي؛ له میلاد وړاندې ۱۸۹۴ – ۱۵۹۵ زکال) وروسته یې د بابل پاچاهي مخته وړه. دا د بابل یو له هغو اوږد مهاله پېژندل شوو واکمنو لړیو څخه وه چې د منځنۍ بابلي دورې (له میلاد وړاندې ۱۵۹۵ کال – ۱۰۰۰ کال) په توګه پېژندل کېدونې دوره کې یې واکمني وکړه.

کاسیان له بین النهرین څخه بهر برخو ته اړوند قوم و چې ریښه یې ناڅرګنده ده، په داسې حال کې چې ډېری لیکوالان په دې نظر دي چې د هغو ریښه له زاګروس غرونو څخه ده. څه باندې یوه پېړۍ وخت یې ونیو چې پاچاهانو یې وشو کولای خپل قدرت په بابل کې په داسې شرایطو کې ټینګ کړي چې تر اوسه لا واضح نه دي. کاسي پاچایانو د خپلې بهرنۍ ریښۍ سربېره د بابل پخوانۍ دودونه بدل نه کړل، آن تر دې چې له هغو کړکېچونو وروسته یې په بابل کې نظم ټینګ کړ چې له امله یې د لومړۍ دورې حکومت پای ته ورسېد. هغوی له دې امله چې لوی فاتحان نه و، د نورو ځایونو د نیولو پر ځای یې په بابل کې پام وړ ودانیزې چارې ترسره کړې؛ په ځانګړې توګه یې لوی معبدونه جوړ کړل، د کرنیزو ځمکو له پراختیا سره یې مرسته وکړه او تر نظارت لاندې یې بابلي کلتور په دومره کچه وغوړېد چې ټول منځني ختیځ ته یې پراختیا ومونده. د کاسیانو دوره د هغو اړوند د خپرو شوو منابعو د کمښت له امله تر اوسه په ډېره لږ کچه واضح شوې ده. په ځانګړې توګه د هغو اقتصادي او ټولنیز اړخونه ډېر لږ مستند شوي دي، یوازې له هغو مواردو پرته چې سلطنتي مرستو ته اړوند دي او د هغې دورې د ځانګړې یادګاري ډبرې، کودورو پر مټ تائید شوي دي.

د دغې لړۍ د واکمنۍ پر مهال د سومر او اکد په ټولو لرغونو ولایتونو باندې د بابل واکمني په قطعي ډول ټینګه شوه چې د کاردونیاش په نامه هېواد یې جوړ کړ. له کاسیانو څخه وروسته هر چا چې غوښتل پر بین النهرین واک ومومي باید په بابل باندې واکمن شوی وای. دا یو پام وړ ثبات و، ځکه چې دا یوازنۍ بابلي لړۍ وه چې د بنسټګرو یو یا دوه سلطنتونو له میراث څخه وروسته یې ځواک لاهم په ځلانده بڼه شتون درلود او کوم تدریجي زوال یې نه درلود.

سیاسي تاریخچه[سمول]

ناڅرګند پیل[سمول]

له میلاد وړاندې ۱۵۹۵ زکال کې د بابل پاچا  سامسو – ډیټانا د هېتیانو د پاچا لومړي مورسیلي له خوا ماته وخوړه؛ مورسیلي د بابل په لوی معبد کې مردوک مجسمه چې په اساګیلا کې ساتل کېده ترلاسه او له ځانه سره یې یووړه. دغه ماته د بابلي آموریانو د لړۍ پای و چې له وړاندې څخه د کاسیانو په ګډون د بېلابېلو سیالانو له خوا ډېره کمزورې شوې وه. د بابل د سلطنتي نوملړ پر بنسټ دویم آګوم د هېتیانو له خوا د ښار له لوټ کولو وروسته بابل ونیو. د همدغې منبع پر بنسټ دویم آګوم د کاسیانو د لومړنۍ لړۍ لسم واکمن و چې له میلاد وړاندې اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې یې پاچاهي کوله خو د پاچاهۍ ځای یې چاته نه دی مالوم؛ په ډېر احتمال سره یې د کاسیانو او هېتیانو اتحاد رامنځته کړی و او د واک ترلاسه کولو په موخه یې د هغوی ملاتړ کاوه. [۱][۲][۳]

په لرغونو متونو کې د کاسیانو کره ریښې ته هېڅ کومه اشاره نه ده شوې. د هغوی لومړنی ځل یادونه له میلاد وړاندې ۱۸مې پېړۍ پر مهال په بابل کې شوې، خو په راتلونکو پېړیو کې بیا په سوریې او بین النهرین کې هم د هغوی د شتون ویل شوي. ورته مهال ډیری کارپوهان د هغوی ریښه د زاګروس غرونو لړۍ ته اړونده بولي، چېرې چې کاسیانو د میلاد څخه وړاندې لومړۍ زریزې په لومړۍ نیمايي کې ژوند کاوه. داسې ښکاري چې د کاسیانو لومړنی پاچا چې د بابل پاچا هم بلل کېږي، لومړی بورنا – بوریاش و. دغې لړۍ په سمندري هېواد (Sea Country) کې چې د بابل سویل لوري ته یې د اوروک، اور او لارسا ښارونو په نږدې فاصله کې موقعیت درلود، خپل سیالان لرل چې له میلاد وړاندې ۱۵مه پېړۍ کې د کاسي واکمنانو؛ اولامبوریاش او دریم اګوم له خوا یې ماته وخوړه. د دغې پوځي بریا وروسته د بابل ځواک نور د بین النهرین په سویلي برخه کې وه نه ننګول شو او همدارنګه کاسي واکمنانو د سومر او اکد په قلمروونو هم واک وموند چې له امله یې کاردونیاش (د بابل معادله کاسي اصطلاح ده) هېواد رامنځته شو چې د منځني ختیځ لوی ځواکمن هېواد و. [۴][۵]

له دغې چارې څخه وروسته د کاسي واکمنانو تر ټولو پام وړ ځمکنۍ لاسته راوړنه هم د بحرین د ټاپو نیول و چې هغه مهال د دیلموم په نامه بلل کېده، چېرې چې د بابلي والي په نامه مهر موندل شوی، په داسې حال کې چې په دغه ټاپو باندې د هغوی د واکمنۍ د مودې اړوند هېڅ مالومات نه دي وړاندې شوي. [۶]

دیپلماتیکې اړیکې[سمول]

له میلاد وړاندې ۱۴مه او ۱۳مه پېړۍ د بابلي کاسي لړۍ د غوړېدو دوره وه. د دوی پاچاهان د مصر، هاتي، میتاني او آشور له هم مهاله لویو واکمنانو سره برابر و؛ له هغوی سره یې اړیکې ټینګولې او د دغو اړیکو پر مهال د لویو پاچایانو (šarru rabû) له امتیاز څخه برخمن و چې په دغو کې پریمانه مکاتبات او د ډالیو (šulmānu) راکړه ورکړه شامله وه. دغه سیسټم چې په مصر او هاتوشا (د هېتیانو پلازمېنه) کې تر ډېره پورې د عمارنه لیکنو پر مټ و او د مارشېپري په نامه د قاصدینو له خوا مخته وړل کېده چې د ډالیو په مبادلاتو کې یې پام وړ زینتي وسایل لکه سره زر او نور قیمتي زیورات شامل وو چې آن ځینې وختونه به د یو شمېر پاچایانو له خوا چې د دواړو لورو ترمنځ به کومې ستونزې شتون درلود چندان پام ورته نه کېده. دغه مبادلات تر ډېره پورې د ملګرتیا د څرګندولو او یا هم واکمن پاچا ته د درناوي په موخه وو. د دوی دیپلماتیکه ژبه هم اکدي وه چې په اصطلاحي بڼه «منځنۍ بابلي» ژبه بلل کېده، هماغه ډول چې په پخوانۍ دوره کې هم وه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د سیمه ییزو قدرتونو دربارونه به د واکمنو لړیو ترمنځ د ودونو پر مټ له یو بل سره نږدې کېدل چې په دغه چارو کې کاسي پاچایانو فعاله ونډه لرله او د هېتیانو (چې په ډېر احتمال سره یې د بابل د ښار له نیولو وروسته له هغوی سره د څو نسلونو لپاره اړیکه ټینګه کړه) او ایلامیانو په څېر یې له ګڼ شمېر نورو دربارونو سره د خپلوۍ اړیکې جوړې کړې. دویم بورنا بوریاش (واکمني: له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۳۵۹ کال – ۱۳۳۳ کال) خپله یوه لور اخناتون فرعون (له میلاد وړاندې ۱۴مې پېړۍ په دریمه ربع کې) او بله یې هم د هېتیانو پاچا دویم سوپلیولیوما ته ورکړه، په داسې حال کې چې خپله یې د آشوریانو د پاچا، آشور لومړي اوبالیت له لور سره واده وکړ. ورته مهال یو شمېر بابلي شهزادګیو بیا له ایلامي حاکمانو سره واده وکړ. د دغې چارې موخه د سلطنتي کورنیو ترمنځ د اړیکو پراختیا وه چې دوه وروستي یې د یو بل څنګ ته ګاونډیان وو او غوښتل یې له سیاسي ناندریو مخه ونیسي. د هېتیانو په څېر له لږ لرې سیالانو سره بیا دغه چاره د یو ډول اعتبار او نفوذ په موخه وه ځکه هغه بابلي شهزادګۍ او متخصصینې (ډاکټرانې او کاتبانې) چې د هېتیانو دربار ته لېږل شوې وې؛ د هېتیانو په پاچاهۍ کې د بابلي کلتور د اغېزو اصلي اتلانې وې. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Harvtxt
  2. کينډۍ:Harvtxt
  3. کينډۍ:Harvtxt
  4. کينډۍ:Harvtxt
  5. کينډۍ:Harvc
  6. کينډۍ:Harvtxt
  7. کينډۍ:Harvtxt
  8. کينډۍ:Harvtxt
  9. کينډۍ:Harvtxt
  10. کينډۍ:Harvtxt
  11. کينډۍ:Harvc
  12. کينډۍ:Harvc.
  13. Amarna letters, EA 13 & EA 14.
  14. کينډۍ:Harvc
  15. کينډۍ:Harvtxt
  16. کينډۍ:Harvc.