د کاریا لومړۍ آرتېمیسیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاریا لومړۍ آرتېمیسیا ( ۴۸۰ مخزېږدیز) د پخواني یونان د هالیکارنا سوس د ښارې دولت ملکه وه چې اوس د ترکیې بدروم بلل کېږي. هغه همدارنګه په ۴۸۰ مخزېږدیز کال کې  دې ځای ته د نژدې جزیرو کوس، نیسروس او کالیمنوس چې د کاریا د اچامېنېد کې پراته وه ملکه هم وه. هغه د پلار له خوا چې لیګدامیس نومېده د  کاریان ـ یونان د نژاد او د مور له خوا نیمایي کریتان له توکم څخه وه. هغه په  یونان  باندې د فارسیانو په دویم یرغل کې د خشاریارشا ( دا دفارسیانو یو پاچا و چې په یونان یې نا بریالی یرغل وکړ)  د متحدې په ټوګه د یونان د خپلواکو ښارونو د دولتونو په وړاندې وجنګېده. هغې په ۴۸۰ مخزیېږدیز کال کې  خپله د پنځو بېړیو د قوماندې له لارې د آرتیمیسیوم او سلامیس په سمندري جګړو کې برخه واخیسته. هغه تر ډېره د هېرودت له لیکنو پېژندل کېده چې پخپله د هالیکارنا سوس اوسېدونکی و، هرودت  پخپلو لیکنو کې د هغې زړورتیا ستایي او هغه درناوی چې خشایارشا هغې ته درلود بیانوي.  [۱][۲][۳][۴][۵]

کورنۍ او نوم[سمول]

د آرتیمیسیا پلار د هالیکامسوس ساتراپ ( په پخوانیو سترواکیوکې د څو ولایتونو والي ته ویل کېده) و او مور یې د کرېت د جزيرې وه. هغې د خپل مېړه تر مرګ وروسته تخت ترلاسه کړ ځکه هغې  د پیسیندلیس په نامه یوزوی درلود چې لا کوچنی و. د آرتیمیسیا لمسی دویم لیګدامیس د هالیکارناسوس ساتراپ وه چې هېرودت له دې ځای څخه وشړل شو اود پانیاسیس په نامه شاعر په دې اعدام شو چې لیګدامیس په وړاندې یې نابریالی پاڅون کړی و. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د آرتیمیسیا نوم له آرتیمیس څخه اخستل شوی دی ( چې په رومي ژبه کې له دیانا سره معادل دی)، دا نوم پخپله نامعلوم ريښه لري او د صرف علم له اړخه کومه ريښه نه لري که څه هم مختلفو کسانو مختلفې معناوي وړاندیز کړې دي، د مثال په توګه د جابلونسکي ( یوجرمنی ښوونکی او د چکي اصل لیکسی کوګرافر)  په وینا دا نوم فریګین ( فریګیا د اناتولیا په غرب کې یو سلطنت و)  نوم دی او د شاهي نوم ارتیماس چې د یوناني مؤرخ له خوا ذکر شوی دی وجه تسمیه ده، د چارلس انتون په وینا، د دې نوم لومړۍ ریښه د فارسي ریښې آرتا، آرت او آرتې دی چې ټول د ستر، عالي، سپېڅلي په معنا دي، نو آرتیمیس د طبیعت د سترې مور په نامه هم پېېژندل شوې چې حتی  په ايفیسوس کې یې عبادت کېده، انتون  ګویبل( جرمنی لیکوال  ) د دې نوم معنا ( ټکان ورکول بولي) او دې نوم ته د نیزې اچونکي یا ویشتونکي معنا  هم ورکوي، پلاټو ( یو یونانی فیلسوف) په کریتتلوس ( دا په پلاټو پورې اړوند دیالوګ دی) کې دا نوم د یوناني کلمې چې معنا یې (( خوندي))، ((نا زیانمن شوی))، (( نا ټپې شوی))، (( پاک)) او پاکه نجلۍ ده ريښه بولي. د بابینیوتیس ( دا یوناني ژبپوه، فیلولوجیست او د یونان د پوهنې او مذهبې چارو وزیر و) مني چې د دې کلمې ريښه پېژندنه نامعلومه ده او وایي چې دا نوم په میسنیني یونانۍ ( دا د یونان پخوانۍ ژبه وه)  کې تدیق شوې ده او له یونان څخه د مخه رېښه لري. [۱۳][۱۴][۱۵]

خشایارشا د تمیستوکلیس[سمول]

خشایارشا د تمیستوکلیس ( په آتن کې یو جنرال او سیاستوال و)  د پیغام په واسطه اړ کړل شو چې پېلېوپونېسس ( جنوبي یونان کې یوه سیمه وه)  ته دخپلو بېړیو د استولو او د یونان د پوځونو انحلال ته دا نتظار په ځای د یونان په بېړیو یرغل وکړي. آرتیمیسیا د خشایارشا د سمندرې ځواکونویوازينۍ قوماندانه وه چې د دې اقدام په وړاندې یې سپارښتنه وکړه او په پایله کې یې د پاچا شاباسی د سالامیس په جګړه کې ( سپتمبر ۴۸۰ مخزېږدیز) د یونانیانو له خوا د هغه د کښتیو د ماتې په مهال د هغې د رهبرۍ د عمل له امله لاس ته راووړ.

چمتو والي[سمول]

د سالامیس له جګړې دمخه، خشایارشا خپل سمندرې قوماندانان راټول کړل او مردونیوس ( له یونان سره د فارس  په جګړه کې یو ستر فارسی نظامي قوماندان و ) ته یې واستول تر څو وپوښتي آیا سمندري جګړه وکړي که نه. له آرتیمیسیا څخه پرته ټولو قوماندانانو مشوره ورکړه چې سمندري جګړه وکړي.[۱۶][۱۷]

لکه څنګه چې هیرودت لیکي ، آرتیمیسیا ماردونیوس ته وویل:

پاچا ته ووایه چې سمندرې جګړه ونه کړي، ځکه زمونږ غلیمان په سمندر کې له مونږ څخه هومره ډېر ځواکمن دي لکه څنګه چې نارینه له ښځو ځواکمن دي.  ولي دی اړ دی چې د  یوې سمندرې جګړې خطر په غاړه واخلي؟ آتن چې هلته دی ځای په ځای شو د ده دی او پاتې یونان هم د ده دی. هیڅ مېړه د ده په وړاندې درېدلای نه شي اوکله چې دوی یوځل مقاومت وکړ نو له منځه لاړل. [۱۸]

که خشار یارشا د یوه سمندري تقابل لپاره بيړه ونه کړي، او په ځای یې خپلې بېړۍ ساحل ته نژدې وساتي یا هلته پاتې شی او یا پلیپونیس په لور حرکت وکړي نو بری به د ده په برخه وي. یونانیان نشي کولای د ډېر وخت لپاره د ده په وړاندې خنډ شي، هغوي به خپلو ښارونو ته لاړ شي، ځکه هغوی په دې جزیره کې په خپلو ګودامونو کې خوراکي توکي نه لري، لکه څنګه چې زه پوهېږم، کله چې زمونږ پوځ د پلیپونیس په وړاندې مارش وکړي نو دوی چې له هغه ځایه راغلي وارخطا شي، هغوی به دلته د آتن د دفاع لپاره پاتې نه شي.  [۱۹]

خو که د ښکیل کېدو لپاره بيړه وکړي، زه وېرېږم چې سمندرې ځواک به ماته وخوري، او ځمکنۍ قواوې به هم کمزورې شي. سربېره پر دې، پاچا باید دا په پام کې ونیسی چې هغه ځيني متحدین لري چې د باور وړنه دي، لکه مصریان، قبرصیان، کیلیکیان او پامفیلیان، دا په بشپړه توګه بې ګټې دي.[۲۰]

خشایارشا د هغې له سلا څخه خوښ و، او دا چې هغې ته یې ډېر درناوی درلوده نو اوس یې هغه نوره هم تحسین کړه. له دې سره، پاچا امر وکړ چې د پاتې قوماندانانو سلاوې د هم تعقیب شي. خشا یارشا  فکر کاوه چې د آرتیمیسوم په سمندري  جګړه کې دهغه عسکرو د وېرېدونکو  په څیر عمل کاو ځکه دی هلته نه و چې د هغوی څارنه وکړي. خو دا ځل به دی پخپله د هغوی څارنه وکړي تر حو ډاډه شي چې هغوی په زړورتیا جګړه کوي. [۲۱]

پلوتارچ ( دپخواني یونان تاریخپوه ) د ( هېرودت د بدنیتۍ په اړوند ) مقاله کې په دې عقیده دی چې هیرودت دا ولیکل یوازې د دې لپاره چې آرتیمیسیا یو غیب ویونکې ښځي ته ورته وښیي چې د هغو پېښو وړاند وینه کوي چې راتلونکي کې پېښيږي.  [۲۲]

جګړه[سمول]

ارتیمیسیا د سالامیس په جګړه  چې په ۴۸۰ مخزېږدیز کې پېښه شوه د فارس د متحدې په توګه  کې برخه واخیسته . هغې د هالیکارنا سوس، کوس، نیسروس او کالندوس ځواکونه رهبرې کړل (کالندوس د رادوس د جزیرې ها غاړه د یوې شبې جزېرې په جنوب لویدیځه غاړه کې پروت و) او پنځه بېړۍ یې اکمال کړل. هغه بېړۍ چې دې راوستې وې په ټول سمندرې ځواک کې یې دویمه درجه غوره شهرت درلود او هغو بېړیو ته نژدې وې چې له صدان  ( په لینان کې ستر ښار دی) څخه وې. [۲۳]

په دې جګړه کې د هغې ښکېلتوب د هرودت له خوا داسې تشریح شوی:

آرتیمیسا  په نامه ښځې زه په ټینګه سره هک حیران کړم، هغه باید له وسلې سره د هېلاس مقابلې ته تللې وای ځکه د هغې مېړه مړ و اوهغې یو کوچنی زوی درلود خو هغې پخپله حا کمیت  درلود، او بې له دې چې د اندېښنې اړتیا ووینې په لښکر پسې تلله خو له ځواکمن جرئت سره. آرتمیسیا د هغې نوم و، هغه د لیګدامیس لور وه، او د پلار له خوا د هالیکاردنسن له نسب څخه وه، هغه د مور له خوا کریتانه  وه. هغه د هالیکارناسوس، کوس ، نایسروس او کالیدنوس د مېړو مشره وه او پنځه بېړۍ یې سنبال کړې. د هغې بېړیو  د سایدون له بېړیو څخه وروسته په ټول سمندرې ځواک کې خورا ښه شهرت درلود او هغه د ټولو په منځ کې د پاچا لپاره غوره سلا کاره وه. په هغو ښارونو کې  چې دې یې مشري خلک یې دوریاني، هالیکارنا سیننان چې د تروزین و او پاتې یې د اپیداوروس ( د یونان له بندرونو څخه یو بندر و) و.  هېرودت [۲۴]۷.۹۹

سرچينې[سمول]

  1. Enc. Britannica, "Artemisia I"
  2. Penrose, Walter Duvall (2016). Postcolonial Amazons: Female Masculinity and Courage in Ancient Greek and Sanskrit Literature (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 163. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-953337-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Polyaenus: Stratagems- Book 8, 53.5 "Artemisia, queen of Caria, fought as an ally of Xerxes against the Greeks."
  4. Herodotus Book 8: Urania, 68 "...which have been fought near Euboea and have displayed deeds not inferior to those of others, speak to him thus:..."
  5. passages: 7.99, 8.68–69, 8.87–88, 8.93.2, 8.101–103
  6. (په 3 March 2014 باندې). Swords-and-sandals epics? This classics lover is all for them. Telegraph.
  7. Polyaenus: Stratagems- Book 8, 53.2 "Artemisia, the daughter of Lygdamis,..."
  8. Artemisia in Herodotus Archived 2010-06-09 at the Wayback Machine. "Her name was Artemisia; she was the daughter of Lygdamis, and was of Halicarnassian stock on her father's side..."
  9. Artemisia in Herodotus Archived 2010-06-09 at the Wayback Machine. "Her name was Artemisia; she was the daughter of Lygdamis, and was of Halicarnassian stock on her father's side and Cretan on her mother's."
  10. Herodotus (1920) [c. 440 BC]. "Book 7, Chapter 99, Section 2". The Histories. A. D. Godley (translator). Cambridge: Harvard University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"Book 7, Chapter 99, Section 2". Ἱστορίαι (په یوناني ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) At the Perseus Project.
  11. Artemisia in Herodotus Archived 2010-06-09 at the Wayback Machine. "She took power on the death of her husband, as she had a son who was still a youth."
  12. "Herodotus". Suda. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) At the Suda On Line Project.
  13. "Artemis". Online Etymology Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lang, Andrew (1887). Myth, Ritual, and Religion. London: Longmans, Green and Co. د کتاب پاڼي 209–210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Anthon, Charles (1855). "Artemis". A Classical dictionary. New York: Harper & Brothers. 
  16. Herodotus Book 8: Urania, 67 "...when he had come and was set in a conspicuous place, then those who were despots of their own nations or commanders of divisions being sent for came before him from their ships, and took their seats as the king had assigned rank to each one, first the king of Sidon, then he of Tyre, and after them the rest: and when they were seated in due order, Xerxes sent Mardonios and inquired, making trial of each one, whether he should fight a battle by sea."
  17. Herodotus Book 8: Urania, 68 "So when Mardonios went round asking them, beginning with the king of Sidon, the others gave their opinions all to the same effect, advising him to fight a battle by sea, but Artemisia spoke these words:"
  18. "Herodotus Book 8: Urania, 68 (a)". Sacred-texts.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Herodotus Book 8: Urania, 68 (b)". Sacred-texts.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Herodotus Book 8: Urania, 68 (c)". Sacred-texts.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Herodotus Book 8: Urania, 69". Sacred-texts.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Plutarch, Of Herodotus's Malice, Moralia, 38
  23. Artemisia in Herodotus Archived 2010-06-09 at the Wayback Machine. "She led the forces of Halicarnassos, Cos, Nisyros and Calyndos, and supplied five ships. The ships she brought had the best reputation in the whole fleet, next to the ones from Sidon..."
  24. Herodotus Book 8.87.3 "I cannot say if she had some quarrel with him while they were still at the Hellespont, or whether she did this intentionally or if the ship of the Calyndians fell in her path by chance. "