د کارن خبرې اترې:Tawheedn

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سرليک[سمول]

نمونيا[سمول]

د سږو د پرانشمايي انساجو التهاب ته نمونيا ويل کيږي چي د اسهال څخه وروسته دويمه زياته ناروغي ده چي واړو حيوانات پري ډير اخته کيږي.

د نمونيا عاملونه ډير چي بکتريا، وايرس ، فنجيان ، پرازيتونه ، کيمياوي مواد ، فزيکي (زياد رطوبت ، د اوکسجن کمښت ، د کاربونيک او امونيا غاز ، د ځاي کمښت ، کثيفه هوا، تغذيه کي بدلون ، د حرارت درجه بدلون) دي . عوماً نمونيا په هغه سخيو کي چي د شيدو څخه بيل شي او نوي ځاي ته انتقال شي د ٣ – تر ٦ هفتو پوري په ناڅاپه ډول حيوان اخته کوي نو شيدو خوړونکي حيوان د شيدو نيولو څخه دمخه بايد د Pasteurellosis ، IBR ، PI3 په مقابل کي واکسين شي. د نمونيا علايم : • سريع او سپک تنفس • تنفس کي سختي (dyspnea) • وچ درد لرونکي ټوخي يا نجمن ټوخي • له پزي او سترګو اوبه تلل • سترګي خلاصي ساتل • د خولي بد بوي • بي اشتهايي Anorexia • تبه 104-106 F • Nostrils د پوزي سوريو ازاديدل • بعضي وخت د زهريت له وجي اسهال تداوي : که چيري نمونيا د وايرس له وجي وي نو تداوي نلري خو د Secondry infection لپاره بايد انتي بوتيک ورکړل شي . د تنفسي سيستم په تداوي کي د long acting انتي بوتيکو پر ځاي Short acting ډير ښه نتيجه ورکوي. 0- Oxytetracylline 1ml/10kg body wight دا چي حيوان تنفس صحيح نشي کولايي نو Broncho Dialture ، د التهاب ضد درمل او د انتي هستامين ورکړي يي شي تر څو برانکسونه ازاد شي او حيوان په اساني سره تنفس وکړي

افت وژونکي او د هغي دولونه[سمول]

افت وژونکي او د هغي دولونه[سمول]

د Pesticide کلمه د Pestپه معني د افت او cide د وژونکي معني لري. نو ټول هغه کيماوي مر کبونه چي د نباتاتو د حفاظت او افتونو د له منځه وړولو لپاره په کار وړل کيري Pesticides بلل کيري . ټول افت وژونکي د استعمال زهريت ،ثبات ،LD50 او داسي نورو خواصو له مخي طبقه بندي کيري چي مونر ورڅخه په لاندي دول يا دونه کوو. لومري د استعمال له مخي د ا فت وژونکو دولونه ذکر کوو. Insecticides -1:- هغه کيمياوي مرکبونه دي چي د حشراتو د مخنيوي او کنترول لپاره اسعماليري لکه . Delta.M,Cyper methrin,Methyle Parathion.

Herbicides -2 - هعه کيمياوي مرکبونه دي چي د هرزه ګياه Weeds) ) د کنترول لپاره استعماليري لکه Dinoseb,MCPA,2.4D او داسي نور .

Fungicides -3: - هعه کيمياوي مرکبونه دي چي د فنګسونود مخنيوي لپاره په کار وړل کيري لکه تيرام،منکوزيب،سلفر او نور . Bactericides -4 : - هعه کيمياوي مرکبونه دي چي د بکتريا د مخنيوي لپاره پکاريري لکه Antibiotics او داسي نور. 5-Nematocides هغه کيماوې مرکبونه دې چې دنيماتودونودمخنيوې دپاره استعماليږې لکه Nimagen,enzone 6کنه وژونکې – Acaricidesهغه کيمياوې مرکبونه دې چې دکنو دمخنيوې دپاره استعماليږې لکه

oxide,cyhexa,Azinphos Methyl Fenbu tatin

7-موږک وژونکې هغه کيمياوې مرکبونه دې چې دموږکانو دمخنيوې دپاره استعماليږې لکه zinc phosphates دا فت وژونکو دجوړښت شکلونه دشکل له مخې افت وژونکې په لاندې ډولونو ويشل کيږې ١-powder-دا بيا په دوه ډوله دې Wettable.p-aهغه دې چې داوبوسره يوځاې پاشل کيږې لکه ډايتينم 45 Dust.p –bهغه وچ استعماليدونکې پوډر دې چې په وچ شکل پاشل کيږې لکه swphare 2-Granuleهغه دې چې ددانې شکل لري 3-liquids:هغه دې چې دمايع شکل لري Fumigant-4هغه دې چې دګاز شکل لري او ياوروسته داستعمال نه دګاز په شکل بدليږې دضررونو او LD50په اساس دافت وژونکو ډولونه دضررونو او LD50په اساس افت وژونکې په څلور ډوله دې Dangerous poison-1داډير خطرناک قوې افت وژونکې دې چې وژونکې مقداريې 50mg/kgاوپه ډبې باندې د(x)علامه ليکل شوې وې لکه Adicarb,fhorate,demeton 2-قوې لږ خطرناک افت وژونکې :په ډبي باندي warning ليکل شوې وې او وژونکې مقدر يې 50-200mg/kgپوري وې 3-ضعيف افت وژونکې :هغه دې چې په ډبې باندي يې cationليکل شوې وې اووژونکې مقداريې 200-1000mg/kgپوري وې لکه 2,4D 4-غير زهري افت وژونکې: هغه دې چې وژونکې مقداريي د1000mg/kgڅخه لوړ وې لکه Nitrofen,thiobencarbنور دتاثير له مخې ددفت وژونکو دولونه

داپه لاندې ډول طبقه بندې کيږې 

Oral-1(خولې دلاري):دخولې دلاري تيريدوسره مشکلات منځ ته راوړې چې دا بيا په څلور ډوله دې Aشديد زهري:چې وژونکې 50%مقدار يې 1-50mg/kgوې B-زيات زهري: چې وژونکې 50%مقداريې 50-200mg/kgوې C-متوسط زهري: چې وژونکې 50%مقدارېې 300-1000mg/kgوې D-ضعيف زهري: هغه دې چې 50%وژونکې مقداريې 1000mg/kgڅخه زيات وې Dermal-2(دپوستکې سره دتماس دلاري ):چې داهم په دري دوله دې چې په ترتيب سره عبارت دې له Highly toxic-a:هغه افت وژونکې دې چې 50%وژونکې مقداريي د300mg/kg څخه کم وې Medium toxicbهغه افت وژونکې دې چې 50%وژونکې مقدارېي 300-1000mg /kg وې Light toxic –c:هغه افت وژونکې دې چې 50%وژونکې مقداريې 1000mg/kgڅخه زيات وې په خاوره کې دثبات اوپايداري له مخې دافت وژونکو ډولونه


1-ډير باثباته افت وژونکې : دا هغه افت وژونکې دې چې په خاوره کې يې تجزيه ددوه کالو نه زيات وخت ته ضرورت لري لکه D DT،Mercury 2-باثباته افت وژونکې :هغه افت وژونکې دې چې دتجزې وخت ېې دشپږمياشتو نه تردوه کالو پوري وخت غواړې لکه سيمازين 3-متوسط باثباته افت وژونکې :هغه دې چې دتجزې وخت ېې يو څخه تر شپږ مياشتو پوري وخت غواړي لکه carbophosاوداسې نور 4-کم باثباته افت وژونکې :هغه دې چې ديوې مياشتې څخه کم وخت کې تجزيه او اثر له منځه ځي لکه carbaryl,endosulfon,cyper methrinm,diazinonاو داسې نور دافت وژونکو کيمياوې جوړښتونه دافت وژونکو کيمياوې جوړښتونه په لاندې ډول د ې Chloronated hydrocarbon-1: داهغه افت وژونکې دې چې دchloren,oxygen,hydrogenڅخه جوړشوې وې او دځينو چنجيو او حشراتو له پاره استعاليږې اودلومړنې کيمياوې موادو څخه عبارت دې او دا مزمن(chronic)حالت لري اوپه انساجو کې ذخيره کيږۍ لکه DDT,BHC,Aldrin,chlordaneاو داسې نور Organo phosphates compounds-2: داهغه مرکبات دې چې دفاسفورس لرونکې دې او دا ډيري ښې دوګانې دې چې عبارت دې له Malathion, bromophos, azinphos methylاو داسې نور Organo sulfur compound -3: داهغه مرکبات دې چې خپل ترکيب کې سلفر ولري لکه tetradifon In organic compound -4: دا هغه مرکبا دې چې خپل ترکيب کې سيماب لرونکې مرکبات ولري لکه Paris green ,sulfurاو داسي نور

. دافت وژونکو دتخريب ډولونه 1مزمن (chronic)هغه حالت ته ويل کيږې چې افت وژونکې داستعمال نه وروسته په يوه حيوان يا انسان کې تجمع کوې او د 14-21ورځي وروسته خپل اثر ښاره کوې اما داستعمال وخت کې دومره خطر نه لري Acute-2(حاد) هغه حالت دې چې افت وژونکې داستعال سره سم خپل اثر ښکاره کوې اوسدستې انسان او يا حيوا ن وژنې او له منځه يې وړې دافت وژونکوپه وسيله ککړتيا دخاوري هوا او اوبوپه کيمياوې فزيکې او بيالوژيکې حالت کې غيرمساعد بدلو ن ته ککړتيا ويل کيږې چې دا دانسانې او طبعې پيښوله کبله منځ ته راځې چې دککړتيا عوامل په لاندي ډول دې 1- دهوا ککړتيا (air pollution) که چيري افت وژونکې په صحيح ډول استعال نه شې نو ډيري ناوړه اغيزې منځ ته راوړي ددي داستعمال په نتيجه کې داکسيجن کم والې داقليم بدلونونه، دتودوخي زياتوالي او دځمکې پرمخ دژونديوموجوداتوله منځه تلل اوداسي نور منځ ته راځې .دافت وژونکو ذرات په هوا کې تجمع کوې چې دقوې بادونو او بارانونو په وسيله انتقال مومې په خاوره او نبات باندي پريوځې هغه چې په خاوره باندې پريوځې دخاوري نه نبات ته دنبات نه حيوان اوانسان ته انتقال مومې او دمختلفو ناروعيو سبب ګرځي او دلمر خطر ناکې وړانګې ځمکې ته انتقال مومې ځنګلونه له افت وژونکو څخه 50%جذبوي چې 50% دهوا دتصفيې سبب ګرځې . -2دخاوري ککړتيا(soil pollution) کله چې دافت وژونکو په وسيله خاوره ککړه شې نو دنبات په وده او نمو باندي اغيزه کوي چې دډيري مودي لپاره پاتي کيدونکې افت وژونکې په خاوره،طبعې اوبو ،وحشې او کورنې حيواناتو او حتې په انسان کې راټوليږي . دافت وژونکو په وسيله دخاوري دککړ والې يو عمده خاصيت دادې چې غذايي ځنځير ته داخليږې او پاتي شونې کيمياوې مر کبات هلته راټوليږې په تيره بيا دDDTپه شآن مرکبونه دبدن په نسجونو کې ذخيره کيږې پاتې شونې افت وژونکې ژرنه حل کيږۍ او د فاسفيټ په شان دخاوري په کوچنيو ذراتو پوري نښلې اوس څيړنو ښودلي ده چې ددتخريب شوو خاورو په وسيله دوړل شوې افت وژونکې اندازه اوبو په نسبت دوه چنده زياته ده دافت وژونکو بل خاصيت دتجزيي په مقابل کې مقاومت او پاتې کيدل دي چې دخاوري په واسطه ساتل کيږې ځينو څيړنو ښودلې ده چې تر شل کالو وروسته دځينو افت وژونکو په سلو کې څلويښت فيصده پاتې وه په خاوره کې دافت وژونکو يو بل مهم ټکې دهغوې ثبات دې او هغه مواد چې زر تجزيه کيږې دخاوري دککړوالې سبب نه ګرځې خو ثبات لرومې مواد بيا دخارو تخريب څخه سيندونو او سمندرونو پوري دککړ والي سبب ګرځې.دافت وژونکو دجملې څخه چې خاوره ککړوې herbicideاو fungicide دومره خطرناک نه دې خو insecticideډير ډولونه ډير زيات خطرناک دې لکه chlorinated hydro carbonاو داسې نور داوبو ککړتيا (water pollution) داوبو په فزيکي ،کيمياوي او بيالوجيکي حالت کي غير مساعد بدلون ته داوبو ککړتيا ويل کيږي او اوبه دافت وژ ونکو دانتقال اساسي وسيله ده افت وژونکي داستعمال نه وروسته مينځل کيږي او اوبو ته داخليږي چه ډير زيات خطرات رامنځ ته کوي او کله کله ددي دزهرجنو موادو په وسيله ځيني مضره مکروبونه زياتيږي او چټکه وده کوي چه بالاخره دمضره مکروبونو دزياتوالي په وجه داوبو حيوانات دتهديد سره مخامخ کيږي اوددي څخه علاوه دانسانانو ناروغي تري پيداکيږي اونوري ډيرى ستونزى منځته راوړي DDT دسرطاني ناروغيو او mercury دماهيانو دمړينى سبب ګرځي همدارنګه ځيني افت وژونکي داستعمال نه وروسته ځان داوبو سطحى ته رسوي چه دڅاه ګانو اود چينو داوبو سره يو ځاي کيږي دافت وژونکو ضرريت اوکلنى مقدار دpesticides استعمال دوهمي نړيوالي جګړي نه وروسته زيات شو خصو صا دکيميا دپر مختګ نه وروسته کله چه انسان دښه ژوند شرايط وغو ښتل چه افت وژو نکي ناروغي کنټرولوي حاصلات لوړوي اما دډيرو تاوانونو لرونکي هم دي ځکه چه غلط استعمال يي دمحيط دککړتيا سبب ګرځي او انساني ژوند دستونزو سره مخامخ کوي همدا علت دي چه نړي اوس سرګر دانه ﻻ لهنده ده چه دککړتيا مخه ونيسي دFAO مسؤله منبع وايي چه دافت وژونکو په نه استعمال سره په فقر او لوږه رامنځ ته شي اومضره حشرات او مکروبونه او همدارنګه دانسانى او نباتى ناروغيو عاملين به زيات شي نو ددي لپاره ضروري ده چه دا استعمال شي همدارنګه دځينو چينجو اوهرزه بوټى چه داصلي نباتاتو سره په رڼا او غذايي موادو کي رقابت کوي او حاصلات فوق العاده ټيټوي نو دافت وژونکو استعمال يو ضروري امر دي pesticides په نړي کي په کال کي (٤) مليارده پونډه استعماليږي او (٩٠٠) نوعى مختلف کيمياوي افت وژونکي استعمال لري په يوه دقيقه کي يو نفر په نړۍ کښ مسموم کوي اوپه کال کي تري (٥٠٠٠) نفره خپل ژوند دﻻسه ورکوي او ځيني نور‌‌ئ په ناګواره ناروغيو اخته کيږي . دافت وژونکو دناوړه استعمال له کبله منځته راغلي ستونزي که چيري افت وژونکي په غلطه او غير فني ډول استعمال شي نو ﻻندي ستونزي منځ ته راوړي . _ تر ټولو لومړي اقتصادي زيان رامنځته کوي . _ ځيني قيمتي وحشي ژوي او نور شيان دمنځه وړي .مثﻻ دټولو حشراتو دجملي څخه 7% اقتصادي حشرات 90% غير اقتصادي او3% زيان رسوونکي حشرات دي چه دزيان رسونکو حشراتو دمخنيوي دپاره مونږ زيات شمير اقتصادي حشرات هم له مينځه وړو همدارنګه که په صحيح ډول استعمال نشي نو غذايي ځنځير کي داخليږي اوله يو څخه بل ته انتقال کوي مثﻻ First-Air-plant- soil Plant-Animals-Humans

او همدارنګه Soil-water –microorganism-Fishes-Humans 

- نبات او حشرات سره مقاومت حاصلوي چه په اسانۍ سره نشي کنټرول کيدايي - په مرغانو کى دهګۍ اچول ځنډوي اوهم دهګيو پوستکى نازکوي چه بچي نشي زيږولى . همدا علت دي چه اوس دنړۍ په مرغانو کى کمښت ليدل کيږي - دبحر حيواني او نباتي مو جودات له منځه وړي - داتومو سفير دککړتيا سبب ګرځي اود هغى قشر تخريبوي چه خطرناکى وړانګى ځمکى ته داخليږي اود مختلفو ناروغيوسبب ګرځي - همدارنګه دانساني ناروغيو سبب ګرځي لکه دسرطان ناروغۍ - دوحشي ژوودانقراض سبب ګرځي چه تقريبآ 7% انقراض رامنځ ته کوي - هغه افت وژونکي چه د(Pre planting Application) په ډول استعماليږي که چيرى دکرڅخه وروسته استعمال شي ډيرزيان لري لدي څخه علاوه بي شميره زيانونه اومشکلات منځته راوړي

دافت وژونکوپه وسيله انسان ته ورپيښى شوي ستونزي که چيري افت وژونکي په صحيح ډول استعمال نشي نوډيري زياتى ستونزى منځته راوړي په ځني هيوادونوکي دافت وژونکودتوليدلپاره خاص قوانين اواصول وضع شوي دي ترڅوچاپيريال ته ضررونه رسوي اوهم خلک ورڅخه متضرره نشي مخکى لدى چي دغه عوامل ذکر کړوپه لاندي ډول دځينومهموافت وژونکودضررڅخه يادونه کوود( Gramer) دراپورپه اساس په نړيواله سطحه هغه خسارات چي غله جاتوته ريسدلي دي دنباتي افاتوله امله د( 1973) کال په حدودوکي دي چي لدي جملي څخه ( 12%) دحشراتوله امله (14%) له امله اوباقي ( 9%) دهرزه ګياؤله امله تخمين شيوي دي ( FAO) دتخمين په اساس ( Miller 1975) دغه خساره ( 24- 28) مليارده امريکايي ډالروپه اندازه تخمين شوي دي چي په دغه مقدارپيسوباندي دنړۍ يوملياردخلکوته غذائي موادتهيه کيدل

                                     حشره وژونکي ( Insecticides) 

حشره وژونکي عضوي ثابت مواد دي چي ترډيري مودي پوري په محيط کى باقي پاتى کيږي مثلا ( DDT) پوډرد( 7- 100) کلونوپوري په محيط کي باقي پاتي کيږي داپوډرکولاي شي چي مختلف نباتي په متوسطه بوديجه دتولاني وخت لپاره رفع کړي دافت وژونکي دپنبى اوسبزيجاتوپه برخه کى خاص ارزښت لري اوددي ترڅنګ دملاريادناروغي دمخنيوي په منظورورڅخه استفاده کيږي . ولى اوس ورڅخه يوازي په وروسته پاتي ټولنوکي استفاده کيږي . ( DDT) داستعمال له امله دالوتونکواکثره نوعي له منځه تللي دي اودغه پوډرتقريبا( 20%) دالوتونکودهګيودپوستکي دنازکوالي سبب ګرځي چي بيادغه دپوستکي نازکوالى دماتيدلواوبچيانودزيګولوپه وخت کي دهغوي په نسل تاثيرکوي اواهغوي مقدار راکموي لدي څخه علاوه داپوډرپه هغه انساجوکي چي زيات مقدارشحم لري ( تخمدان) کي زخيره کيږي اودښځينه جنس دشنډيدلوباعث کيږي اوهمدارنګه هغه ( DDT) چي په فصلونو اومزرعوکي استعماليږ ي دغواګانودشيدودلاري دانسان وجودته داخليږي اوپه ښځوکي دجنسي اختلال باعث ګرځي فنګس وژونکي (Fungicides)

سيماب دمشهوروفنګس وژنکوله جملي څخه شميرل کيږي چي عاموحيواناتواونباتاتوته زهري وي اودلاندي خصوصياتوپه لرلوسره مضراوخطرناک ګڼل کيږي - په بيالوژيکي ډول دژونديواوګانيزمونو په وجودکي جمع کيږي - ترډيروخته پوري په محيط کي باقي پاتي کيږي په عصبي سيستم باندي تاثيرکوي چي ديته ( Murcuridlism) ويل کيږي اوپه عمومي ډول سيماب دکرل کيدونکوتخمونودپاسه شندل کيږي ترڅودفنګسونوپه واسطه دحملي لاندي ونه نيول شي امادپوهي دنشتوالي اودخلکودعدم خبرتياله امله په بعضي هيوادنوکي دغه شان تخمونه دمرګ باعث شوي دي مثلا په ( 1971-1972) کلونوکي دغه شان تخمونه په عراق کي دمرګ باعث شوي دي چي ( 500) نفروخپل ژونددلاسه ورکړو او( 6000) نفروپه شفاخانوکي بستراوتداوي لاندي شول همدارنګه ( 1349-1350) هغه تخمونه چي دزراعت دترويج له مديريت لخواتوزيع شووپه هزاره جاتوکي زيات تعدادخلکوخپل ژونددلاسه ورکړ

                      ګياه وژونکي (Herbicides)
مشهورګياه وژونکوله جملي څخه د( 2-4D) او( 2-4-5 T) څخه يادونه کوو دمشهورترينوګياه وژونکوله جملي څخه ( 2-4-5 T) په نوم چي ( 20%) زهري ماده د( Ditoxin) پنوم ياديږي دغه ګياوژونکي اثرات په لاندي ډول دي . دغه دپاڼي ضدماده يعني ( Defoliant) په پراخه پيمانه دويتنام په ځنګلونوکي استعمال شوه ( 1500km) کيلومتره مربع طبعي ځنګلونه له منځه يوړل دغه ماده ( Foetotoxic) خاصيت لري يعني دمورپه خيټه کي دجنين تسمم اويا( Teratogenic) ناقص العضوه کيدل منځته راوړي اوپه لويانوکي دځيګردسرطان باعث ګرځي . هغه وخت چي کيمياوي سري حيواني سري اوزراعتي افاتوضددرمل په فصلونوکي تطبيق اواستعمال شي نويوه برخه ددغه موادوپه نباتاتوکي ذخيره کيږي اوبيادغذائي ځنځيرله لاري دانسان بدن ته داخليږي هغه مهمه ماده چي زمونږ ګران هيوادکي دڅخلوداوبودککرتياباعث کيږي هغه عبارت دي ( No3) څخه اودغه نايتريت دانسان په لري کي په نايترايت باندي بدليږي اود مرۍ سرطان  باعث ګرځي . همدارنګه که چيرې افت وژونکي په سم ډول استعمال نشي نو انسان ته ﻻندي ستونزي ور پيښوي .

- دسردرد ،دسرګرځيدل او ضعف . - ستومانه کيدل چه دافت وژونکو داستعمال نه دفعتا وروسته پيښيږي . - دپوستکي سوزش اوسوځيدل . - دسترګو ، پوزي ،او ستوني خارښ . - اود اسهال پيداکيدل . - دډيرې خولې راتلل .بي اشتهايي پيداکيدل اود لوږي ختميدل - بي هوشه کيدل اوباالاخره مړينه منځ ته راوړي .


دافت وژونکو علاج

- افت وژونکي دمختلفو ﻻرو څخه په انسان باندي اغيزه کوي اودډيرو مشکلا تو باعث ګرځي لکه دخولي،پوزي اود پوستکي دﻻرو دانسان بدن ته داخليږي که چيري دوايي ئ دخولي دﻻري خوړلي وي نو په دي صورت کي بايد مريض ته لاندي سهو ليات برابرشي . 1. کوم ځاي کي چه دواي يي استعمال کړي وي بايد دهغه ځاي نه ليري بوتلل شي 2. – نوددي دپاره به لمړي په يو ګيلاس دايشيدلو اوبو کي دوه کاشوغي مالکه واچول شي مريض ته ورکړل شي نو مريض به کانګي وکړي . اوهغه څه يي چي څښلي وي نوټول به قي کړي که چيري دوايي دخاورودتيلوسره ګډه شوي وي اوڅښلي وي نوبياپرى کانګى مه کوۍ نومريض ته لومړى هګۍ دشېدوسره يوځاي ورکړۍ اوبياورته دمالګى اوبه ورکړۍ که چيري ډاکټرموجودنه وي اودمريض حالت ښه نه وي نوبياورته ( Charcoal) يعني دلاټين تورکى ورکړي شي که چيرى سړى بى هوشه شوو نوبيايي ډاکټرته ورسوۍ که چيرى دوايي يي دبدن سره په تماس کي شوى وي نوسمدستي ترى جامى بايدويستل شي بيابه يي ښه مزيدارپه صفااوبودسابون سره يوځاي ومينځۍ بيابه يي په څادرکى تاوکړۍ ښه ګرم به يي وساتۍ که چيرته دوايي ستر ګوته تللى وي هغه به مسلسل ترلسودقيقوپوري ومينځۍ اومريض به سترګى نه بندوي . ترڅوزهري اثريي له منځه لاړشي که چيرته سړى بي هوشه شوو نوسمدستي دي ډاکټرته ورسول شي اوخوله کى بايدورته دسمال ورکړل شي ترڅوژبه ونه خوري که چيرته ژبه يي نښتى وي نوبياترى ژبه په لاس راوباسۍ نوتنفس به يي جاري شي که چيرته ( Organo phosphate) يي خوړلي وي نوبياورته ( Atropine) او( 2PM injection) يوځاي وکړۍ . که چيرته ( Chloronated Hydro Carbons) يي خوړلي وي نودي ته ( Atropine) مه ورکوۍ ځکه دمرګ سبب يي ګرځي خوکه چيرته ( Carbamates) يي خوړلي وي نوديته صرف ( Atropine) استعماليږي که چيرته ( Chlorolated Hydro Carbon) يي خوړلي وي نوديدي لپاره ( Barbiturates) يا( Dizapam) استعماليږي که چيرته دمږودوايي خوړلي وي نوددي لپاره بيا( Vit k) ورکړۍ خوددى لپاره بايدهيڅکله نشئي موادلکه اپين وغيره استعمال نشي .


دافت وژونکودناوړه استعمال مخنيوى

دافت وژونکوناوړه اغيزى دهغي دخالي قطيو، بوريو اوبوتلونوله مخي هم زياتى رامنځته کيداى شي ددي لپاره په کارده چي ټول افت وژونکي په ډيراحتياط سره استعمال شي اوله ډبيوڅخه ويستل شي ددي لپاره چي چاپيريال اوخلک ددى بدواغيزوڅخه په امن شي ددي لپاره بايدتش بوتلونه ، کارتنونه ، بوجۍ اوډبي په ډيراحتياط سره خلاص اوضايع شي ځکه ډيروخت لويان اوکوچنيان ددى لو‌ښوپه وجه دډيروبدوپيښوسره مخامخ کيږي دافت وژونکوډبي هيڅکله په مکمل ډول نه پاکيږي نوداوبواوخوراکي شيانوپه منظوريي استعمال نکړۍ . اومخکى دضايع کولونه بايدصاف اوستره وي اودافت وژونکوخالي لوښي بايدپه داسي ځاي کى خښ کړاي شي چي ددي نه لاندي اوددي نه پورته اوبه موجودي نه وي ځکه داد اوبوسطحي ته ځان رسوي پريمنځل کيږ ي اودنورواوبوسره يوځاي کيږي اود اوبودککړتياسبب ګرځي کوښښ دي وکړاي شي چي دامکان ترحده پورى افت وژونکي بايدداسي استعمال نشي که بياهم ورته ضرورت وي نودفني کسانوڅخه دي مشوره واخستل شي اودهغي په هکله ترى معلومات واخستل شي اويادي ( 1600c) کى وسوځوي کوم چي نوموړي تودوخه کى لوګى اوګيس نه توليديږي اودچاپيريال دککړتياسبب نه ګرځي اوخالي ډبي دى ( 50cm- 18inch) په ژوروالي سره خښ کړاي شي

دافت وژونکواستعمال په وخت کى با يد لاندوټکوته پاملرنه وشي - لږتاثيرلرونکي دوابايداستعمال شي. - هغه دوايي بايد استعمال شي چي د( LD50) اندازه زياته وي . - ډيرى جذبونکي دواګاني بايداستعمال نشي . - پرته دضروت څخه بايددوايي استعمال نشي . - ددوا استعمال بايددفني اشخاصودمشورى سره سم اجراشي . - باغوان بايددحاصل راټولولوپه وخت کى خپلى سترګى ، خوله ، اولاسونه دحاصل سره ونه لګوي . - دخوراک نه مخکى بايدخپل لاسونه پاک پريمنځي - دحاصل راټولولوپه وخت کي بايدخوراک ونه شي ميوي اوسبزي بايددخوراک نه مخکى پريمنځل شي . - دواپاشۍ جامي بايدجداوي - دوايي بايددتيزلمرپه وخت کي استعمال نشي استعمال مناسب وخت يي سهاراومازيګردي . - په ګودامونوکي بايدافت وژونکي دبدواغيزونه دبچکيدولپاره اوابوسره نژدى نوي .په عمومي توګه داوبوسره ديوځاي کيدونه اوراخلي ددي لپاره چي دافت وژونکي دناوړه استعمال په وجه دزياتونارغيواومشکلاتوڅخه مخنيوي وکړو نوبايددلاندي طريقوڅخه ګټه واخستل شي

١-      بيالوژيکي طريقه ( Biological control) 

په بيالوژيکي کنترول کى دپتوجن اوافت په مقابل کي مقاومونباتاتواو ورايټيوکرل اوانتخابول دي چي په دي طريقه کى دمايکرسکوپي ژونديوموجوداتوڅخه اوهمدارنګه يوپتوجن دله منځه وړلولپاره دبل پتوجن څخه استفاده کووچي داعمليه ( Hyper parasitism ) نوميږي مثلامونږ بکتريادفنګس دوژلولپاره استعمالوو لکه ( Trichoderma lignurum ) څخه بيالوژيکي درمل جوړووچي ( Trichodermin) نوميږي يوکيلوګرام په في هکتاراستعماليږي . 2 - کرنيزه يازراعتي طريقه ( Agricultural method) داډول کنترل بي لدي نه چي کيمياوي بيالوژيکي اوفزيکي فکتورونه عملي شي دانسانانودفعاليت اوطريقودتنظيم په وسيله سرته رسيږي ددي طريقي په واسطه بعضي وختونه يوبوټي اويوساحي څخه دناروغي عاملين په مجمعي توګه دمنځه تللي شي . دميزبان نبات مقومت زياتوي اودپتوجن لپاره ناروړه شرايط رامنځته کوي اوپدي ترتيب دناروغيومخنيوي کيږي کرنېزکنترول په لاندي ډول خلاصه کيږي . - دکوربه بوټي دمنځه وړل - نوبتي کرنه ( Crop rotaion) - نيظافت مراعت کول - دنبات دودي لپاره شرايط برابرول - دافت اوپتوجن لپاره نامساعده شرايط بربرول - دانساجوکښت (Tissue culture) -3قانوني طريقه (قرنطين) ددي لپاره چي په يوهيواديايوولايت کي دنباتي افتونودننوتلوڅخه مخنيوي وشي نودقرنطين دڅارني لاندي کرنه اوساتنه اوځني وختونه دکوربه بوټودلمنځه وړلولپاره په کاروړل کيږي . کچيرى افتونه داسى منطقى ته داخل شي چي پخواهلته افتونووجودنه درلودنسبت افتونوته چي په منطقه کي موجودوي زيات زيان رسوي . نوددي لپاره دقرنطين عملي کول ضروري دي چي دباندني اوپردي افتونواوناروغيوڅخه مخنيوي وشي نوددي لپاره بايددهيواداوياسرحدي سيموبندرونوکى دقرنطين تجربه لرونکي وګمارل شي ترڅودناروغواوفت لرونکومحصولاتواونوروشيانومخنيوي اوڅارنه وکړي . اودهغوي داخليدوته اجازه ورنکړي چي پدي سره دډيروناروغيودخپريدومخنيوي کيږي اوهم ديوي سيمى افتونه بلى سيمى ته نشي داخليدى .

-4 ميخانيکي کنترول ( Mechanical control)

پدى طريقه کي دکيمياوي موادوڅخه استفاده نه کيږي . اودميخانيکي طريقوڅخه کاراخستل کيږي پدي طريقه کي مونږدحشراتودمخنيوي لپاره ذهبرونه اوباسوواوبياحشرات دلاس په ذريعه راټولوو اوپه هغوي کي اچوو اودخاوري لاندي کوويي اوياهم په تحقيقاتي فارمونوکي دحشراتوهګۍ راټولواوبيايي له منځه وړو.


-5 فزيکي کنترول (Physical control)

- په فزيکي شکل سره دناروغى برخي ټولول اوسوځول . - ديخي اوتودي هواسره دافت مخامخ کول - دحرارت په واسطه دخاوري تعقيم کول - دتودي هواپه وسيله دتکثري برخومعامله کول . - دشعاع په وسيله دافت مخنيوي . چي البته داطريقه دلومړي ځل لپاره دکابل پوهنتون استادپوهاندبازمحمد( شېرزاد) پوسيله ترسره شوه چي نوموړي دپيازواواوګانوکريټونه ترمطالعي لاندي ونيول اودګاماشعاع پوسيله يي يوشميرککړاويوشميرنوريي همداسي پريخودل دډيروخت څخه پس يي وکتل هغه چي دګاماشعاع پوسيله ککړشوي وه روغ رمټ اوخوساشوي نه وه اونورخوساشوي وه -6کيمياوي کنترول (Chemical control) که چيري افتونه اوامراض په نوروطريقوکنترول نشي نوبيامونږه دکيمياوي مرکباتوڅخه کاراخلوترڅودافتونومخنيوي وشي چي داترټولولنډه اواسانه طريقه ده خوپدي کي بايددډيراحتياط څخه کارواخستل شي اودوايي بي ځايه استعمال نشي ځکه دابياډيرزيانونه اومشکلات منځته راوړي .










                                 نتيجه ګيري

دپورته څرګندونوڅخه داسي نتيجه لاسته راځي چي صاف اوښکلي محيط دژوندي موجود دژونددبقالپاره ضروري شرط اوانسان ددي ماحول دسمسورتيااوککړتيالمړني عامل دي اوپه خپل لاس خپل ژوندپه خطرکي اچوي اوفت وژونکي هم دککړتياباعث ګرځي که ديوي خوامحصولاتوپه زياتيدوکي ونده اخلي بلي خواڅخه يي زيانونه هم ډيرزيات دي ځکه همدافت وژونکي په انسانانوکي داسي ناروغي منځته راوړي چي علاج يي ناممکن دي غذائي ځنځيرته داخليږ يااوانتقال کوي دوحشي ژوو دانقراض سبب ګرځي دحرارت د درجي دلوړيدوسبب ګرځي اقتصادي زيانونه رامنځته کوي دمحيط ککړتياباعث ګرځي خودبله پلوه ددي په نه استعمال سره ځني حشرات اوامراض زياتيږ ي حاصلات کميږي لوږه اوقحطي رامنځته کوي نوددي مشکلاتودحل لپاره بايدافت وژونکي په ټاکلي وخت اومقدارسره استعمال شي اودمسلکي کدرونوڅخه بايدمشوره واخستل شي


                                              سپارښتني 

دذکرشوومعلوماتوپه نظرکى نيولوسره دارنګه سپارښتني کولي شووچي ځني ستونزي چي دافت وژونکودناوړه استعمال څخه منځته راځي په لاندي ډول يي اصلاح کولي شوو -1 افت وژونکي بايددمسلکي اوفني اشخاصودمشوري سره سم استعمال شي -2 ددوايي استعمال په وخت کي بايدحفاظتي سامانالات لکه دسکشي ، عينکي ، خاصي جامي ، ماسک اونوراستعمال شي -3 ددوايي استعمال بايددسهاراومازيګرلخواترسره شي -4 دزهري دويانوداستعمال په خت کي بايددهرقسم خوارک نه ځان وساتل شي اوحتي سګريت هم ونه څښل شي. -5 بعضي داوګانونه زهري ګيس خارجيږي نوداډول دوايي ګاني بايددخوب کوونکوته نژدي اويادننه کوټه کـيښودل نه شي. -6 په کوم ځاي چي دوايي استعمال شي بايدمرغان اوحيوانات تردوه هفتوپوري هلته پريښودل نه شي اوهم پدي ډول سبزيجات اوميوه جات تر (15) ورځووروسته استعمال شي



                                 ماخذونه 

١-اندارابى ، احمدى ،محمد شعيب، مر ز ا ده عبدا لر زاق حفا ظت کيميا وى نبا تا ت نشرا ت پو هنتو ن کا بل ٢- صد يقى پو ها ند پير محمد (افات مهم زراعتى در افغا نستا ن )١٣٦٥ ه ش ٣-زراعتى ادويا ت اور ان کا محفوظ ا ستعما ل د صو به سرحد د محکمه زراعت نشرات ٢٠٠٤ م کا ل ٤-پروفيسور نصير حسين د کرنيز درملو لکچر نوټ ٢٠٠٥ م کا ل ٥-زراعت سرحد مجله پيښور ٢٠٠٥ م کا ل ٦-ايکا لوژى افغا نستا ن حسن يا ر پو ها ند امير شاه

په نباتاتو کي کم مصرفه عناصر اووظيفي[سمول]

  (١)   سريزه

(٢) دنباتاتو کم لګښته ضروري عناصر (٣) په انزايمونو باندې دلږ مصرفه عناصرو اغيز (٤) لږ مصرفه مثبت اومنفي ايونونه (٥) لږمصرفه عناصرو ځينې انتنګونيستيکې تعاملونه (٦) اوسپنه (٧) جست (٨) منګنيز

(٩)  مس 

(١٠)بوران (١١) موليبدينم (١٢) کلورين (١٣) کوبالت (١٤) ويناديم (١٥) سليکان (١٦) المونيم (١٧) سپارښتنې اونتيجه ګيري (١٨) ماْ خذونه


بسم الله الرحمن الرحيم

ســــــــريــــــــزه

دشلمې پيړۍ د نيمايې راپديخوادکرنيزو نباتاتو او سبزيجا تو په کروندو کې په ميوه جاتواوځنګلدارۍکې اوددې ترڅنګ دحيواناتو په ساتنه کې ،تغذيه اوحيواني حفظه الصحه کې زياته توجو لږ مصرفه عنصروته شوې .

 ورځ په ورځ دلوړو توليد سره کيداى شي دخاورې ځخه دنوموړي غذايې عناصرو مصرف سره هم هغوي لږوالي سره مخامخ شي لږ لګښته ضروري عناصر له يوې خوا پدې خاطرزيات ارزښتناک دي چي په نباتي وده کې په کافي اندازه ميتابوليزم کې درول لرونکو انزايمونو په فعاليتونوباندې اغيزې لري له بلې خوا داچې نباتات ورته په ډيره کمه اړتيا لري  (              ) نو قوي فزيالوژيکي اغيزې بښي .

دنباتاتوکم لګښته ضروري عناصر

هغه عناصر چې پدې ډله کې شامل دي د نايتروجن ،پوتاشيم ،کلسيم،منګنيزم اوسلفر په پرتله دنبات دعادي ودې لپاره په کمه پيمانه ضروري دي . داچې نوموړي عناصر په لږ پيمانه ضروري دي ،دا معنىْ لري چې هغه په بيولوژيکې کتلستي تعاملونوکې برخه اخلي .( همدارنګه نوموړي عناصر دځينو عضوي ماليکولونو دهورمونونو انزايمونو اوداسې نورو ) په کيمياوي جوړښت کې برخه اخلي . که چيرې دالږ مصرفه عناصر نبات ته ونه رسيږي .نبات خپله عادي وده نشى کولاى .


په انزايمونو باندې دلږ معرفه عناصرو اغيزى


(١) دانزايمونو فعاليت دهغو په لږ مصرفه عناصرو کوم چې ددوۍ په کيميا وي جوړښت کې برخه لري تړلى دى (٢)هغه انزايمونه چې ريډاکس په عمليه کې کارکوې اکثره دمس ،جست ،مولبيدينم اومنګنيز په واسطه فعاليږي

دلږ مصرفه عناصرو دلږوالي غوره نښې (١) دپاڼود رګونو ترمنځ کلوروسيز چې داوسپنې منګنيز جست اوبوران دلږوالې په وخت ليدل کيږي (٢) دنبا تاتو دساقو نه اوږديدل روښانه زيړ رنګ ،زيړ بښن شين پورې داوسپنې دلږوالي نښه ده مګر سور چک زيړ اويا سور چک نارنجي رنګ دبوران دلږوالي نشه ده اکثره يا ځينې وختونه سپين رنګ دجست اومنګنيز دلږوالې په وخت کې ليدل کيږي کله چې داوسپنې لږوالې زياتوالې ومومي نو په ځينو نباتاتو کې دسپين رنګ دپيدايښت سبب ګرځي . دلږ مصرفه عناصرو دکيمياوي دسرو استعمال دلږ مصرفه عناصرو سرې عموماْ دنباتاتو دپاڼو په سر باندې شيندل کيږي کله کله لږ مصرفه عناصر دکيماوي سرو او يا دځينو نورو دخاورو سموونکو موادو سره هم ګډيږي اوبيا خاوري ته اچول کيږي دلږ مصرفه عناصرو کيمياوي سرې : په درې ډوله دي (١) اسانه منحلې غيرې عضوي مالګې (٢) مصنوعي کليتي مرکبونه (٣) فرايت شوي مواد : fritted )دلته لږ مصرفه مرکبونه په يو شيشي جوړښت کې موجود وي چې دنوموړي شيشي دميده کيدو ځخه وروسته په خاورو کې اچول کيږي دمثال په ډول دبوران فرايت شوي سره يو ډول ډيره ميده شوې شيشه ده چې ډير ورو ورو دنبات دګټې وړ کرځې او په سلو کې ځلور بر خې بوران لري همدارنګه داوسپنې فرايت شوي سري په تيزابي خاوره کې استعماليږي مګر په قلوي اواهکي خاورو کي استعمال ښه ندى همدارنګه داوسپنې فرايت شوي مرکبونه ا وس دومره نه جوړيږي


لږ مصرفه مثبت ايونونه

اوسپنه ،جست ،منګنيز اومس دلږ مصرفه مثبت عناصر دي چې په خاورو کې په تيره بيا په اهکې خاوروکې ډير ژر خپل حليدل له لاسه ورکوې اورسوب کوي

دا به ډيره ښه وي چې دنوموړو عناصرو عضوي مالګې دليکې (               ) په ځير (       ) او يا سلفر سره يو ځاي استعمالولې شو 
 کليتي مثبت لږمصرفه عناصر په نسپي توګه په خاورو کې رسوب نه کوي او حرکت کونکي پاتې کيږي 

لږ مصرفه منفي ايونونه

په دې ډله کې يواځي بوران اوموليبدينم مهم بريښي ځکه چې په ډيرو ځايونو کې دکلورين لږوالي نه ليدل کيږي بوران اوموليپد ينيم دمنحلو غير عضوي مالګو په ډول استعماليږي

بوران عموماً دبوراکس (سوديم بوريت ) په ډول ډير شهرت لري اوسوديم يا امونيم موليبډيت دموليبدينم ډيري ښې سري دي .

دلږ مصرفه عناصرو ځينې انتيګو نيستيکې تعاملونه

مصرفه عناصرو انتيګونيستيکي تعاملونه په لاندې ډول دي (١) هر کله چې چونه په تيزابي خاوره کې واچول شي نو په نپاتاتو کې دبوران لږوالى ليدل کيږي (٢) دفاسفورسي سرو زيات استعمال دمنګنيز ،جست اواوسپنې دلږوالي دنښو سبب ګرځي (٣)داوسپنې لږوالي دمنګنيز دډيرې زياتې اويا ډير لږ اندازې په وخت کې ليدل کيږي (٤) هرکله جې زيات مس استعمال شي داوسپنې لږوالې ليدل کيږي

کم لګښته عناصر کم لګښته عناصر په لاندې ډول دي

اوسپنه د تړن سرليک(fe)

اوسپنه يو له هغو لږ مصرفه عناصرو ځخه دى چې په خپله ډله کې يې مصرف زيات دى

اوسپنه په خاورو کې داوکسايدونو هايدرواوکسايدونو فاسفيټونو داوسپنې اومنګنيشيم منرال همدارنګه له سلکييټ او کلى سره يوځاى ليدل کيږي 
داوسپنې اندازه دافعانستان په خاوروکې دومره لږه نده خو بيا هم په سيتروس دنارنج کورنۍ کې کله کله داوسپنې دلږوالي نښې ښکاري

داوسپنې وظيفي الف : اوسپنه دکلوروفيل جوړيدو لپاره ضرورې ده ب : اوسپنه دځينو انزايمونو دفعاليت لپاره پکار ده ج : اوسپنه دنايترايت په ارجاع کيدو کې چې امونيا جوړيږي دکتلست وظيفه اجراکوي په نباتاتو کې داوسپني دلږوالي نښے

داوسپنې دلږوالي نښې هفه وخت ښې معلوميږي چې نبات يواځې داوسپنې په لږوالي اخته وې داوسپنې دلږوالي نښې لومړې په پاڼو کې ښکاري

داوسپنې دلږوالې نښې دفيرس سفلفيت (                         ) په شيندلو سره اصلاح کيږي 

فيرس سلفيت په خپلو سلو برخو کې شل برخې اوسپنې لري . همدارنګه داوسپنې ځينې کليټونه هم داوسپنې دلږوالي دسمون لپاره استعماليږي

دفيرس سلفيت او کيلت محلولونه په خپلو سلو برخو کې يو برخه فيرس سلفيت يا کيلت لري 

که چيري اوسپته د فيرس په شکل په يو هوا لرونکي خاوره کې استعمال شي ډير ژر په فيريک چې نسبتا غير منحل دي بدليږي داوسپنې ځينې غوره کيليتونه ( )په دې ډول دي

الف : داکيليت خپلو سلو برخو کې نهه برخې اوسپنه لري ب  : داکليت په سلو کې لس برخې اوسپنه لري ج  : اوهمدارنګه دي

    پورتني ټول کليتونه په اوبو کې منحل دي چې هم په خاورو کې او هم دنبات دپاڼو په سر استعماليږي

سرليک[سمول]

جست



په خاوروکې داکسايد،سلفايد اوپه ځينو پيچلو منرالو کې پيداکيږي دخاوري دجست ګتورتوب دخاورې په دخاورې دفاسفورس اوعضوي موادو په اندازو پورې تړلى دى دجستو ګټورتوپ په تيزابي خاورو کې زيات دى شګلنې اوهفه خاورې چې دعضوي موادو اندازه يې لږه وي دجستو لږوالې ښيې .

دجستو وظيفي

الف : جست دانزايم کاربونيک ان هايدريز يو مهم جز دى او همدارنګه دځينو نورو انزايمونو دفعاليت لپاره ضروري دي 

پ : جست د( ) په جوړيدوکې برخه اخلي که چيرې دجستو لږوالى وليدل شي نباتات داکسيجن دلږوالي له کبله اوبه په ښه توګه نشي ساتلى ج : جست دتريپتوفين اسيتيک اسيد دجوړيدو لپاره ضروري دي په نباتاتو کې دجستو دلږوالي نښے

الف : دجستو لږوالى دنباتاتو دغير عادي شکلونو سپب ګرځي ب : دجستو لږوالى دکلورو پلاسټونو شمير لږه وي

لاندې مرکبونه جست لري 

الف : دجستو اکسايد ( ) ب : دجستو کلورايد ( ) ج : دجستو سلفيت ( ) د : ه: يانې دجستو ايتلين ډاي امين تترااسيتک اسيد و: يانې دجستو ډاي ايتلين تراي امين پيتا اپتيک اسيد


منګنيز

  منګنيز يو بل ضروري عنصر دى چې په شان ديوه کتلست او اکسيجن دبرابرولو وظيفه په نباتاتو کې اجراکوې منګنيز په نباتاتو کې غير متحرک دى په دې مانا چې دزړو پاڼو منګنيز دځوانو پاڼو ته دهغه دلږوالي په وخت کې نه ورځي .

دمنګنيز وظيفي

الف : منګنيز په ځينو کيماوي اوفزيالوژيکې تعاملونو کې وظيفه اجراکوي ب  : منګنيز دکلوروفيل دجوړيدو سبب ګرځي ج : منګنيز داکسيجن په وړلو کې يو خاص ارزښت لري د: منګنيز په ضيايې ترکيب کې دکتلست وظيفه په مخ بيايې

( په ضيايې ترکيب کې داوبو ځخه داکسيجن په جوړيدوکې )
ه : دنايترايت بدلون په امونيا باندې منګنيز ته اړتيا لري 

دمنګنيز دلږوالي نښې

په نباتاتو کې دمنګنيز لږوالى دپاڼو درګونو ترمنځ دکلوروسيز (                         ) يا يو ژيړ رنګ دپيداکيدو سبب ګرځي پداسې حال کې چې دپاڼې رګونه لا شنه وي 

دمنګنيز زياته اندازه په تيزابي خاورو کې دنبات لپاره ډيره زهرناکه وي همدارنګه دمنګنيز زياته اندازه نبات ته داوسپنې جزبيدل لږه وي او په پاي کې دمنګنيز زياتې اندازي دنبات دسوزيدلو قد اولږ حاصل سبب ګرځي

دمنګنيز دلږوالي سمون لپاره منګنيز سلفنت ( ) يو ډير ښه مرکب دي

هم  همدارنګه ځينې کليتونه هم په دې ډول دمنګنيز دلږ والي دسمون لپاره په کا ريږي 
            

مـــــــــــــــــس

سرليک[سمول]

مس په (١٩٢٧ع) کال کې دنباتاتو ديو ضروري عنصر په حيث ثابت شو

مس دنباتاتو پواسطه دکيو پريک (   ) دايون په دول جز بيږي  
 همدارنګه نباتات کولاي شي چې دمسو ځينې پيچلي مرکبونه  لکه (                    ) هم جذب کړي 
دمسو ځينې مالګې دنبات دپاڼو په واسطه جذبيږي 
مس عموما دسلفايد ،اکسايد ،هايدرواکسايد ،فاسفيت ،  کاربونيت اوځينو نورو پيچلو مرکبونو په ډول ليدل کيږي  
 مس په خاورو کې په تعويزې اوغير تعويزي تو ګه پيداکيږي 
کلى کولاى شي چې مس ټينګ ونيسي دمثال په ډول مانت موريلونايت دکلسيم اومنګنيشم په پرتله مس ټينګ نيسي حال داچه نور  کلى منرالونه بيا کلشيم اومنګنيشم دمس په پرتله ټينګ نيسي 
په خاوروکې دمسو ګټورتوب دخاورو په               عضوي موادو اوځينو نورو ايونو لکه اوسپنه ، منګنيز او المونيم پورې اړه لري .

دمسو يو کمه اندازه په ځينو خنثى مالګو يا منرالونو کې شته

شګلنې خاورې په عمومي توګه دمسو دلږوالي نښې ښې  
                           


دمسو وظيفې[سمول]

   مس دنورواويونوپه جذبيدو باندې اغيزه لري 
     مس دکلوروفيل جوړښت لپاره ضروري دى 
       مس دځينو انزايمونو لکه تنفسي انزايمونو دفعاليت لپاره ضروري دې 
      مس داسکاربيک اسيد اوځينې فينولي مرکبونو داکسيديشن لپاره ضروري دې
      مس په اوربشو اوغنمو کې دکلسيم حرکت زياتوي 


               دمسو دلږ والي نښي 
       دمسو دلږوالي نښې په هغه ځايونو اوخاورو کې ليدل کيږي چې دعضوي موادو اندازه يې لوړه وي 

دمسو لږوالى دپاڼو اوميوو دعادي رنګ دمنځه وړلوسبپ ګرځي همدارنګه دمسو دلږوالى په نباتاتو کې داوبو دلږوالي نښو ته ورته ښکاري خو هر ځومره چې اوپه زياتې شي نبا ت خپله عادي وده نشي کولاى

 په ځينو نباتاتو کې دمسو لږوالي دنبات سم دريدل له منځه بيايې او دنبآت  چپه کيږي 
 دمسو دلږوالي نښې دمسو دمرکبونو دسمدلاسې سميږي 

دمسو دلږوالي سمون لپاره کاپر سلفيت ( ) يا( )په خاورو کي استعماليږي همدارنګه مسي اکسايدونه ( )دواړه دکاپر سلفيت غوندې دمسو لږوالى سموي ځينې کتلستونه هم دمسو دلږوالي دسمون لپاره په کار لويږي


بوران

    بوران د(١٩١٠) عيسوي کال ځخه راپديخو دنباتاتو ديو ضروري عنصر په تو ګه ثابت شوي 
بوران دلږمصرفه عناصرو په ډله کې يو غير فلزي عنصر دي 

دټول بوران اندازه دخاورو په يو ميلون کې له ٢٠ څخه ٢٠٠ پوري اټکل شوي ده

په لمدو ځايو کې دبوران يو ه برخه په تورملين منرال کې چې يو باروسليکيت دې شته دۍ

باروسليکيت برسيره پر بوران يوه اندازه اوسپنه ،منګنيشيم ،منګنيز، کلسيم ،ليتيم ،سوديم اوپوتاشيم هم لري 

نوموړې منرال په وچو ځايو کې هم ليدل کيږي

 په لمدو ځايو کې دبوران يو زياته اندازه دعضوي موادو په شکل ليدل کيږي  
 دبوران يو ه لږۀ اندازه دګټور بوران په شکل موجوده ده 

په ډيرو ځايو کې دټول بوران په سلوکې يواځي پنځۀ برخې دنبات دګټې وړدي الکينې شګلنې خاورې چې پې ايج يې ٢-٧ ځخه تر ٨-٥ پورې اود عضوې موادو اندازه يې ټيتوي دبوران په لږوالي اخته ښکاري په خاوروکې دبوران نسبيدل

دکلير دمنرالونو اوداوسپنې اوالمونيم داکسايد په واسطه دبوران نيول دخاورې په پي ايچ پورې اړه لري 
چې زياته اندازه نيولې له ٧-٩ پې ايج پورې صورت نيسي    
همدارنګه دبوران نيول داوسپنې اوالمونيم داکسايد په واسطه دکلير دمنرالو په پرتله زيات دي 
اود(                 ) په واسطه دبوران نسبيدل (             ) په پرتله زيآت وي 

دبورآن وظيفي الف : بوران دنايتروجن دنسبيدو لپاره ضرورې بريښې ب : بوران دحجرې دويش لپاره يو خاص ارزښت لري


ج : بوران په غير مستقيم ډول دپروتين دجوړيدو لپاره پکاردې د: بوران دقندونو په جوړيدو او انتقال کې برخه اخلي

ۀ : بوران ښايې د (            ) دجوړيدو لپاره پکاردي 

و : بوران دنبات دتکثر او ټوکيدو لپاره ضروري دي ز: بوران دتښم اوميوي دښه جنسيت لپاره ضروري دى

دبوران دلږوالي نښي

    الف : دبوران لږوالى دځينو فزيالوژيکې مرضونو سبب ګرځي  لکه :
 دمڼوداخلي کارک                                               ) اودتمباکو دپاڼو ورستيدل 
ب : دبوران لږوالي درشپيشتو دګلانو دکميدو سبب کيږي 
بوران دنباتاتو دزړو برخو ځخه ځوانو برخو ته په اسانه ځي 
دبوران لږوالى لومړى په اخرني غوټۍ کې ښکاري اووروسته له هغه دځوانو پانو دمړينې سبب ګرځي 
دبوران لږوالى دکلسيم لږوالي ته ورته ښکارې ځکه بوران او کلسيم دواړه دحجرې دديوال دجوړيدو لپاره ضروري بريښې 
هغه نباتات چې زيات کلسيم ته اړتيا لري همدارنګه زيات بوران ته هم اړتيا لري 
دبوران دلږ والي لومړى پړاو په سترګو نه ليدل کيږي ځکه لومړنۍ پړاو يو ه داخلي مرحله ده 
په چغندرو کې دبوران لږوالى په ريښه کې دتورو داغونو سبب ګرځي  اوچغندر سوخت معلوميږي 
بوراکس (                       )دبوران دلږوالي دلرۍ کولو لپاره استعماليږي اوپه سلوکې ١٠\٦ برخې بورآن لري 

که چيري دخړوبولو آوبه په يو ميليون برخو کې يو برخه بورآن ولري نو په داسې ځايونو کې دبوران دسرو استعمال ضروري نه بريښي

 جوار دبوران سره ډير حساسيت لري خو دجغندرو مقاومت دبوران زياتوالي سره زياتيږي 
 

موليبدينم

  دخاورې دټول موليبدينم انداره په يو ميلون کې له ٠\٢ ځخه تر ٥ برخو پورې اټکل شوې ده 

په منځنې توګه دخاوري په يو ميلون کې يواځې دوه برخې موليبدينم اټکل کيداى شي

په ١٩٣٩ عيسوي کې موليبدينم دنباتاتو ديو ضرورې عنصر په ډول ثابت شو
دموليبدينم بيولوژيکې ارزښت وروسته له هغه ځخه چې موليبدينم (                                    ) لپاره ضروري ثابت شول 
دلومړي ځل لپاره دموليبدينم ضرورت دعالي نباتاتو لپاره راپور ورکړ 
دموليبدينم هغه اندازه چې په لومړي درجه منرالو کې موجوده ده دنبات دګټې وړنده 
همدارنګه يوه اندازه موليبدينم داوسپيې اوالمونيم داوبولرونکو هايدرواوکسايدونو په کرستلونو کې جذ ب شوي دي 
موليبدينم په خاوره کې په تعويزي توګه هم ليدل کيږي 
دموليبدينم هغه اندازه چې دکلى پواسطه نيول شوې منفې تعويزي تعاملونو کې برخه اخلي يانې دځينو نورو منفي ايونونو پواسطه بې ځايه کيداى شي 

دموليبدينم وظيفي

  الف :  موليبدينم دنايتروجن په نسبيدوکې مرسته کوي 
ب :  موليبدينم دنايتروجن په انتقال اواستعمال کې مهم رول لري 
ج : موليبدينم دنباتاتو مقاومت دمرضونو مقابل کې زياتوي 
د:   موليبدينم دفلوپروتين دانزايم چې دنايتريت دارجاع کولولپارپه کاريږي جزدى 



دموليبدينم دلږوالي نښي

ځرنګه چې دموليبدينم رابطه دنايتروجن سره ډيره زياته ده نو دموليبدينم لږوالې دنايتروجن دلږوالي سبب ګرځي 
دموليبدينم دلږوالي له کبله پانې دپيالې شکل غوره کوي 
په پاڼو کې درګونو تر منځ ژيړ رنګ پيداکيدل دموليبدينم دلږوالې دډيرو غوره نښو څخه دى 

همدارنګه دنباتاتو ټيټ قدونه هم دموليبدينم دلږوالي له کبله منځته راځي

دموليبدينم زياتوالى هم دنبات په ضرر تماميږي 


کلورين

  نباتات کلورين دايون په ډول جد بوي 
دکلورين زياتې اندازي دتمباکو ،پټاټو اوځينو نورو نباتاتو لپاره ضرر رسوي اودنوموړو نباتاتو پانې پلنې اوتاوې شوې معلوميږي دکلورين دلږوالې نښې په اسانۍ سره نه پيژندل کيږي  مګر په عمومي توګه کوم نباتات چه دکلورين په لږوالي اخته وي مړاوي اوژيړ بخن شکاري  
همدارنګه دنباتاتوپه پاڼو کې دځينو مړوبرخوليدل هم له امکان څخه ليري ندي 


ديوې کيمياوي سرې په توګه دکلورين استعمال

 تخميناْ يو کيلو ګرام کلورين په يو ه جريب ځمکه کې دنباتاتو ضرورت لپاره کولاى شي ، ځمکې نشي کولاۍ چې کلورين دخپلو منفي چارجوپواسطه ونيسي 
دباران اوبه دکلورنين يوه ښه منبع ده دباران اوبه ښا يې په يوه کال کې تخمينا دوه کيلو ګرامه کلورين يوه جريب ځمکې ته برابره کړى
 دکلورين رومي بانجانو،کاهو اوکرم دښې ودې لپاره ضر وروي  دکلورين په نشتوالي کې دنوموړو نباتاتويانې په لومړې مر حله کې ژيړيږي اوبيا داغ لرونکي اووچې وي اوهم نبات ميوي تشکيلولاۍ نشي 
 له بلې خوا ځينو نباتاتو لکه تمباکو ،ګازرې ،نخود ،چقندر اواوربشيي جوار پټاټې دکلورين په شتوالي کې ښه وده کړيده .
دکلورين زياته اندازه دنباتاتو په وده زياته اغيزه لري. 
 کلورين په ډيرو کمو سرو کې شامل دې نودکلورين لږوالې يه نباتاتو کې ښايې ډير کم وليدل شي 


کوبالت

 کوبالت دځارويو اوځيني زره بينې ژونديو شيآنو لکه دسمبيوتيکي نايتروجن نسبيدونکي بکترياوو لپاره ضروري دي 
په نباتاتو کې دکوبالت اندازه په يو ميلون کې له ٠\٢څخه تر ٧\٥ برخو پورې رسيږي 

په شوروي اتحاد کې مالوچو،لوبيا اوشړشم کيمياوي کوبالت لرونکي سري ته ښه عکس العمل ښودلې دي

همدارنګه کوبالت په نباتاتو کې دضيايې ترکيب تنفس اوودې اندازې زياتې کړيدي 


سوديم

  نباتات سوديم د            ايون په شکل له خاورو څخه دخپلو ريښو پو اسطه جذبوي 
دکيمياوي تجزيو څخه په ښکاره ډول څرګنديږي چې دسوديم عنصر په تولو نباتاتو کې شته  
ليکن بيا هم په نباتاتو کې دنوموړي عنصر فيزيالوژيکې عنصر وظيفې روښانه شوي ندې 

سوديم کولاى شي په ځينو نباتاتو کې دپوتاشيم لږوالۍ رفعه کړې چعندر دسوديم ځخه شه ګټه اخلي

ويناديم


   ويناديم دشنو وبړيو لپاره ضروري دې دويناديم ضرورت دعالي نباتاتو لپاره لاتراوسه پورې ندې ثابت شوې 
دازوتوبکتر لپاره ويناديم دموليبدينم ځينې و‌ظيفې اجرا کوي 
 ويناديم دشولو، کاهو ،اوربشو اوجوارو حاصلات زيات کړيدي 

سليکان

 دسليکان اندازه په خاوره کې زياته ده اوهمدارنګه نباتات هم يوه اندازه سليکان لري مګر بيا هم دنوموړي عنصر وظيفي په نباتاتو کې ثابت شوي ندي 
سليکان دمنګنيز جدب په شولو ،جوارو ،اوربشو اوځينو نورو کې کم کړې اوبنا پردې په نباتاتو کې دمنګنيز زهريت کموي 
                                                         المونيم 
  له سليکان څخه وروسته په خاوروکې المونيم په يو ه زياته اندازه ليدل کيږي 
هفه نباتات چې په تيزابي خاوروکې روزل کيږي دالکينو خاورو نباتاتو په پرتله ډير المونيم لري

دنباتاتوريښې دنباتاتودنورو برخو په نسبت ډير لري


سپارښتنې

    څرنګه چې نفوس ورځ په ورځ زياتيږي او په نړۍ کې غذايې موادو ته زيات ضرورت ليدل کيږي 
نوبايد چې دکمې ځمکې څخه زيات حاصل لاسته راوړو 
دکمې ځمکې څخه دزيات حاصل دلاسته راوړلو لپاره بايد ځمکې ته کافي غذايې مواد ورکړل شي نو کم مصرفه ضروري عناصر اګر که ډير لږ مقدار استعماليږي خو اهميت يې دير زيات دى 
بايد ځمکې ته خامخا علاوه کړل شي  
اودزراعت پوهانو له خوايې دهقانانو ته اهميت په ګوته شي 


ماْ خذونه


  ١    ثمين ،پوهاند دوکتور عبدالقهار ،زغرد ،پوهنمل محمد عالم 
 دخاورې کيميا اودنباتاتو تغذيه ،دکابل پوهنتون خپرونې  کال  ١٣٦٠صفحه ٣١٥-٣٢٠ 

٢ ثمين ،پوهانددوکتور عبدالقهار ،دخاورې پيژندنه ،کابل پوهنتون مطبعه کال ١٣٥٦

٣ توره کې پوهاند محمد طاهر ،خاورې حاصلخيزي اودنباتاتو تغذيه کال ١٣٨٤\٧٢


ومن الله التوفيق


































فـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــت

شماره موضوع صفحه ١ سرېزه ١ ٢ تاريخچه ٢ ٣ دچرګوړو دتوليد طرېقې ٣ ٤ دچرګوړو وېستلو د ماشېن ډولونه ٣ ٥ دچرګوړو وېستلو د ماشېن تخنيکي او وظېفوئ سامان الات ٤ ٦ دبچي وېستلو هګې ٦ ٧ دچوچه کشۍ د هګې انتخاب شرائط ٦ ٨ چرګوړو وېستلودهګې ذخېره اوساتنه ٨ ٩ دهغه هګېوتعقيم چه دبچيوپه خاطر استعمالېږي ٩ ١٠ دچرګانو ساتلو دځاي ضدعفونې کول ٩ ١١ دضدعفونې کولو مواد ١٠ ١٢ دچوچه کشې دهګېو بيولوژېکي ارزښت ١٣ ١٣ هغه عوامل چي په چوچه کشې باندي اغيزه لري ١٤ ١٤ په هګې کي دجنېن انکشاف ١٦ ١٥ وروسته د چوچه کشې څخه د ماشين تعقيم کول ١٨ ١٦ نتېجه ګېري ٢١ ١٧ ماخذونه ٢٢






بسم الله الرحمن الرحيم

سريزه څرنګه چي افغا نستان يو زراعتې هيواد دي او د هيواد (٨٠%-٨٥%) نفوس په زراعت او مالدارۍ باندي بوخت دي نو د يوڅه دهقانانو د پيداوار يواځيني لاره د چرګانو ساتل دي خو دا په ډيره ساده طريقه دي چي د چرګي څخه د هګي د لاندي کولو او دهغه څخه د چرګوړولاس ته راوړل دي نو د ساده طريقو د خلاصون په خاطر باندي کوشش وشولو چه په کم وخت کي کليوالو ته ډيره فايده او بديل معيشت لاس ته راوړل شي نو داسي ماشينونه مينځ ته راوړل شول چه د يو ځل بچي ويستلو څخه (١٠٠) نه تر (٢٠٠٠٠) پوري چرګوړي لاس ته راوړل کيږي نو دافغانستان کليوال هم ددي ټيکنالوژي سره بايد مخامخ شي او اشناشي چه ډيره ګټه اوفايده لاس ته راوړي نو ددي د معريفي کولو لپاره ما دا مناسبه وګڼله چي د (مصنوعي چوچه کشي ) تر عنوان لاندي دا موضوع ما انتخاب کړه چي د همدي سيمنار موضوع څخه معلوميږي چي د ماشين په واسطه د چرګوړو توليد ، هغه هګي چي د بچي په خاطر استعماليږي او بيا چه څنګه وساتل شي ، په هغه کي د جنين انکشاف او تر توليد پوري دا مراحل په تفصيل سره څيړل شويدي خداي دي وکړي چې ستاسو د پاملرني وړ وګرځي.


تارېخچه

دافغانستان عامو خلکو د چرګانو په روزنه باندي شروع کړي وه خو هغوي په ساده او کليواله طريقه سره روزل خو په پخواني چين کي څه د پاسه (٢٠٠٠)کاله مخکي د هيلي هګي د چرګوړو و يستلو په خاطر طبقه په طبقه په بيلرونو کي ايښودل کيدې او دحرارت ورکولو د پاره يې د اس د سرې او ذغال څخه يي استفاده کوله کوم حرارت چي د سري د تخمر څخه مينځ ته راتلو نو هغه د هګيود ګرموالي سبب کيده. د چينايانو څخه وروسته مصريانو په چوچه کشي پيل وکړه، هغوي به هګي په مخصوصو کوټو کي چي يو مشترک دهليز به يي درلوده اودپخو خښتو څخه به جوړشوي وواستفاړه کوله، هري کوټي به د (٦٠٠٠)هګيوظرفيت درلوده.د حرارت د توليد لپاره يې دوښو او داوښانو د کود څخه استفاده کوله ، د چوچه کشي په لومړيو يولس ورځو(١١)کي به هګي گرميدلي اود حرارت تنظيم يواځي د چوچه کشي مسؤل شخص د حس کولو په وسيله تر سره کول. لومړي ځل مصنوعي چوچه کشي د رامور (Reaumur)په وسيله په (١٧٥٠)کال کي ترسره شوه.نوموړي د اس پارو د حرارت توليدولو په منظور استعمالول او په موفقانه ډول يې چوچه کشې ترسره کړه. د چوچه کشۍ اولين ماشين د چارلس سفير (Charles cipher) په واسظه په (١٨٤٤)کال په امريکا کي جوړشو.په (١٩١٨)کال دوکتور اسميت (Dr-s-b-smith)د چوچه کشۍ ماشين يي په نوي اصولوجوړکړ. په (١٩٢٣)م کال کي د لومړي ځل لپاره د چوچه کشۍ برقي ماشين د امريکا د پترسن کمپني په وسيله جوړاو بازار ته عرضه شو، اوس په نړۍ کي د چرګوړو ايستلو ماشينونه په مختلفو ډولونو او ظرفيتونه موجود دي چي دا مکاناتو سره سم په هر هيواد کي ور څخه استفاده کيږي.


دچرګوړود توليد طريقي (Methods of Hatching eggs) زمونږ په وطن کي دچرګوړو توليد په دوه طريقو سره صورت نيسي ١: طبيعي طريقه يا Natural Method ٢: مصنوعي طريقه يا د ماشين په واسطه توليد(Artificial hatching or incubation) ١:طبيعي طريقه: په طبيعي طريقه کي د(١٠-١٢)هګي د کوړکي چرګي لاندي ايښودل کيږي او دهغه څخه بچي (٢٠-٢١) ورځو په موده کي لاس ته راځي. طبيعي طريقه زمونږ په وطن کي اوس هم ډيره معموله ده خوښاري سيموکي مصنوعي چوچه کۍ ته ورځ په ورځ ځاي پريږدي . ٢: مصنوعي طريقه: د ماشين په واسطه د چرګوړوتوليد څخه عبارت ده نن ورځ په ټوله پر مخ تللي نړۍ کي دا طريقه په کار وړل کيږي او په مختلف النوع ماشينونه په مختلف سايز او اندازي وجود لري. ددي ماشينونو ډير کوچني يي(١٠٠)او ډير غټ يي (٥٠٠٠٠) هګيو ګنجايش لري. د چرګوړو ويستلود ماشين ډولونه: په پخواني زمانه کي د چرګوړو ايستلو ماشينونو لپاره حرارت د عضوي موادو د سون په واسيله برابريده خو په اوسني زمانه کي د چرګوړو ايستلو لپاره داسي ماشينونه موجود دي چي په هغه کي د چرګوړو ويستلو د ماشين دننه ټول اقليمي شرايط لکه حرارت ، رطوبت ، تهويه اودهګي د خورول په اتوماتيک ډول کنټروليږي . د چرګوړو ويستلو ماشين بيلا بيل ډولونه لري او په لاندي توګه يي يادونه کوو. د ساختمان له مخي دچرګوړي ويستلو ماشينونه په دوه ډوله دي. ١: يو طبقه يي ماشينونه (sectional type incubator): په دغه ماشينونو کي حرارت او رطوبت په هغه طبقه کي چي هګي پکي ايښودل کيږي توليديږي . دغه ماشينونه د (٥٠-٥٠٠) هګيو د ځاي کيدو ظرفيت لري او معمولاَ په کليو کي ترينه استفاده کيږي . دغه ماشينونه په تيل خاک سوځولو سره حرارت ورکوي او دحرارت درجه د ترمو ستات په وسيله کنټروليږي رطوبت يي د اوبو د طشت په وسيله چي د ماشين په داخل کي ايښودل کيږي برابريږي تهويه د منفذونو په وسيله چي د ماشين په پورتني او لاندېنۍ برخه کي موجود دي صورت نيسي. ٢: څو طبقه يي يا دوه طبقه يي ماشين(Cabinet type incubator ): په دغه ماشينونو کي حرارت او رطوبت په يوه خانه کي توليديږي او هغو خانو ته رهنمايي کيږي چي هګي پکي ايښودل شوې وي د حرارت درجې، رطوبت ، تهويه د ترمو ستات او هيمي ستات (humistates) په وسيله کنتروليږي.او د مخصوصو سوريو په وسيله د هوا تبادله ترسره کيږي . د هګيو ښورول په ميخانيکي يا اتومات ډول سر ته رسيږي. ټول ماشينونه د تيل خاک ياد برق په ذريعه فعاليږي او حرارت يي د ګرمو موادو يا ګرمي هوا په وسيله پوره کيږي (Forced drought type) ماشين کي ګرمه هوا د هګي تشطونو ته د پکي پواسطه خپريږي. د هوا د جريان له مخي د چرګوړو ويستلو ماشينونه په لاندي ډول دي : ١: ميز شکله چرګوړي ويستونکي ماشينونه: په دغه ماشينونوکي د هوا جريان د ګرمې او سړې هوا د مخصوصه وزن د تفاوت له مخي صورت نيسي. ٢: موتور لرونکي ماشينونه: په دغه ماشينونو کي د هوا جريان د مخصوصه پکو په وسيله چه په داخل کي د ماشين نصب وي صورت نيسي . د چرګوړو ويستلو ماشينونه ددوو برخو څخه جوړ شويدي.

لومړي برخه يي چه هګي پکي ايښودل کيږي د(Incubator) پنامه ياديږي.او بله برخه چي ورته هګي انتقاليږي او چرګوړي د هګيوڅخه لاسته راوځي (Hatcher) پنوم ياديږي. په پخوا نيو ماشينونوکي د (Incubator   او Hatcher ) برخي سره جدا نه وي خو په اوسني ماشينونوکي د( Incubator) برخه بيله او د Hatcher  برخه بيله اوددواړو برخو تناسب (٣:١) دي چه په دي توګه د (Incubator د  Hatcher ) ١\٣برخه تشکيلوي.

دچرګوړو ويستلو د ماشين تخنيکي او وظيفوي سامان الات ماشينونه بايد لاندي وسايل ولري: ١: د هګي ايښودلو او تاوولو وسايل: هګي دچرګوړي ويستلو په ماشين کي دلرګي يا قلزي پتنوسونو کي په داسي ترتيب ايښودل کيږي چه پنډه څوکه يي پورته خواته وي . د پتنوسونو جوړښت بايد پداسي ډول وي چي د عمومي سطحي څخه د (٤٥-٥٠) زاويه تاو خوري او د (Incubator)په برخه کي نصب وي. دچرګي هګي په ماشين کي (Hatcher) (١٨)ورځي ، د فيل مرغ هګي او دهيلي تقريباَ (٢٤) ورځي او د قاز هګي (٢٦) ورځي ښورول کيږي . هګي بايد په هر (١\٢) الي(٢) ساعتونو کي يو ځل وښورول شي . په تيل خاک ماشينونو کي هګي سهار او ماذ يګر يعني په ورځ کي دوه ځلي ښورول کيږي . د چرګوړو ويستلو ماشين د (Hatcher)په برخه کي هګي نه ښورول کيږي ځکه چه جنين په کافي اندازه وده کړي وي اوهګي تاوولوته ضرورت نلري. ٢: د حرارت او رطوبت تنظيمونکي سامان الات: د چرګوړو ويستلو په ماشين کي حرارت د ترمو ستات پواسطه کنتروليږي د چرګوړوويستلود ماشين داطاق يا(کوټي)حرارت بايد د (١٠-١٢) سانتي ګراد ولري او دماشين داخلي حرارت د(٣٧.٥-٣٨) پوري وي . د چرګوړو ويستلو د ماشين د (Hatcher) د برخي حرارت د( ٠.١- ٠.٢) د (Incubator) د برخي څخه کم وي . په تيل خاک ماشينونوکي (٣٩)درجي سانتي ګراد حرارت د برقي ماشينونو د (٣٧.٥-٣٨) درجي دحرارت سره معادل دي نو بايد مونږ تيل خاک ماشينونو دننه حرارت (٣٩)سانتي ګراد کي عيار کړو ځکه چه د ماشين په ټولو برخو کي حرارت يوشان نه وي. د حرارت ددرجي د کموالي له امله جنين غير نورمال انکشاف کوي او چرګوړو ويستلو د مودي په دوهمه نيمايي برخه کي د حرارت ټيټوالي ډير مضر تماميږي ځکه چي د نطفي دودي د بطي کيدو سبب ګرځي او چرګوړي ناوخته د هګيو څخه راوزي د حرارت لوړوالي(٤١)سانتي ګراد د جنين دتلف کيدو سبب کيږي. د چرګوړو ويستلو د کوټي نسبتي رطوبت د (٧٠%-٧٥%) وي او د چرګوړو ويستلو په ماشين کي (٦٠%) (Incubator )او د (Hatcher) په برخه کي د (٧٠%-٧٥%) او د چرګوړو ويستلو په اخر کي (٩٠%) او يا د هغه نه ليږ زيات وي د رطوبت کم والي له امله و چوالي رامينځ ته کيږي اود جنين د قشر د معدني موادو څخه ښه استفاده نشي کولاي چي په نتيجه کي کمزورې چرګوړې لاس ته راځي ، زيات رطوبت هم د جين په وده باندي ناوړه اغيزه لري. ٣: دهوا تبادله (تهويه): د هوا جريان د چرګوړو ويستلو په ماشين کي د مخصوصو پکو پواسطه او يا د هغه منفذونو په وسيله صورت نيسي چي د هوا دداخليدو او خارجيدو دپاره په ماشين کي جوړ شويدي. ددغه منفذونو وظيفه نه يوازي د هوا تبادله ده بلکي د ګازاتو لکه کاربن ډاي اکسايد ، اکسيجن، امونيا او نورو کنترولولووظيفه هم په غاړه لري. ٤: د چرګوړو ويستلو داقليمي شرايطو کنترولونکي وسايل: ترماميتر او هايګرو ميتر د چرګوړو ويستلو د ماشين مخکي برخه کي نصب وي او د چرګوړو ويستلو د خاص کارګر چه موظف دي د پورته الو پواسطه کولاي شي چي دچرګوړو دويستلو د ماشين اقليمي شرايط کنترول کړي. ٥: د چرګوړو ويستلو د پاره د ماشين اقليمي شرايط: الف: دچرګو د هګيو څخه د بچيو ويستلو لپاره: ١: حرارت : حرارت د (١٨-١)ورځو پوري (٣٨.٨)سانتي ګراد اود (١٩-٢١) ورځي پوري حرارت (٣٧.٥) پوري وي. ٢: رطوبت : رطوبت د (١-١٨) ورځي پوري (٥٥%)او د(١٩-٢١)ورځي پوري (٨٠-٩٠%) پوري وي. ٣: دهګيو تاوول يا ښورول: په عصري ماشينونو کي په اتومات ډول هر يو نيم الي دوه ساعته کي يو ځل هګي تاويږي او په ساده ماشينونو کي د لاس په وسيله هر يو نيم ساعت وروسته دغه کار بايد تر سره شي. د بچي ويستلو هګي(Hatching egg) دچرګوړو ويستلو دماشين خام مواد د چرګوړو ويستلو هګي دي چي د بچي ويستلو هګي بايد د هغه نيژادو څخه راټولي شوي وي چي د هغوي نسلي ارزښت د توليداو تکثرله نظره د يو باصلاحيته کميسون له خوا تايد شوي وي. د چوچه کشي د هګي د انتخاب شرايط: α: خارجي علايم: هغه هګي چي دچوچه کشي لپاره استعماليږي بايد د(٥٥)ګرام څخه کم وزن ولري. ٢: د هګيو شکل: د شکل له مخي هګي بايد لاندي صفات ولري: الف: د هګيو شکل بايد نورمال ډول (بيضوي )وي . ب: د هګيو پوټکي بايد درزونه ونلري. ج:د هګيو پوټکي بايد زيږه او کلسيمي بر امدګي ونلري. د: د چرګانو او فيل مرغانو هګي بايد ونه مينځل شي او بايد په فارملينو تعقيم شي. ٣: د هګېو پوټکي(قشر): د هګيو پوټکي بايد نورمال وي نه ډير نازکه او نه ډير کلک وي ځکه چي نازکه پوټکي لرونکي هګي د چرګوړو ويستلو په دوران کي ماتيږي . د هګيو پوټکي بايد په فضله موادو باندي ککړ نه وي . سره لدي چي زيات تعداد محققين عقيده لري چي د چرګانو هګي که په کمه اندازه په خاورو او فضله موادو ککړ وي بايد ونه مينځل شي ځکه چي د مينځلو په وسېله د پوټکي محافظوي غشاله مينځه ځي اود ميکروبونو دداخليدو د پاره زمينه برابريږي ، اما که چيري هګي زياتي ککړي وي نو د هګي پوټکي د منفذونو د بنديدو سبب کيږي اود هوا او ګازاتو د تبادلي څخه مخنيوي کيږي . پدي صورت کي لازمه ده چي هګي ومينځل شي او بيا په ماشين کي کيښودل شي. ٤: د هګيو ذخيره: کومي هګي چي د چرګوړو ويستلو په منظور استعماليږي بايد (٧) ورځي څخه ډيره موده ورباندي نه وي تېره شوي.او تازه وي که چيري ورځي زياتيږي نو د بچيو ويستلو فيصدي يي کميږي. b: د چوچه کشي د هګيو داخلي علايم او نښي: ١: هوايي کڅوړي: دغه کڅوړي بايد دهګي په پنډه څوکه کي غير متحرکه او سالمه وي او دچرګي په هګي کي يي لوړوالي يا ضخامت (٥) ملي متر ته رسيږي. هوايي کڅوړه په تازه هګي کي وړوکي وي او په زړه هګي کي غټه او لوړوالي يي د پورته اندازي څخه زياتيږي . همدارنګه په ګرمه هواکي د هوايي کڅوړي ضخامت زياتيږي ځکه چي د هګي اوبه تبخيريږي او هوايي کڅوړه لويږي. ٢: د هګي ژيړ: د هګي ژيړ د هګي په مينځ کي واقع وي اود خو ځولو په وخت کي بايد ليږ حرکت وکړي . هرڅومره چي دژيړو او سپينو حرکت زيات وي په هماغه اندازه د چرګوړي ايستلو قدرت کم وي. ٣:د هګي سپين : د هګي سپين غليظ وي او په قاب کي د اچولو په وخت کي طبقه په طبقه توي شي همدارنګه د هګي په داخل کي لږ حرکت ولري اودهګيو سپين شفاف وي . دويني داغونه او اجنبي اجسام ونلري. د الوتونکو په بيلابيلو ډولونو کي د چرګوړو ويستلو (Incubation) وخت يا موده په لاندي توګه جدول کي ذکرکوو.


شماره دالوتونکومختلف انواع د چرګوړودويستلو وخت په ورځ باندي دهګيوښورول په ما شين کي په ورځ کي د هګي ا وسط وزن په ګرام ١: ٢: ٣: ٤: ٥: ٦: چرګه Hen مرغاوي Duck قاز Goose کوتره piogion فيل مرغ turkey شاخ لرونکي چرګ Guinea fowl ٢١ ٢٨

٣٨-٢٩ ٢٠-١٨ ٢٨ ٢٦-٢٨ ١٨ ٢٤

٣٠-٢٦ ٠ ٢٤ ١٤ ٥٨ ٨٠

٢٨٥ ١٨ ٨٥

٥٠

د چرګوړو ويستلو هګي زخيره او ساتنه: د چر ګانو هګي هر څومره چي د زيات وخت لپاره زخيره او وساتل شي په همغه اندازه يي د چرګوړو ايستلو خاصيت يا قدرت کميږي . د بچيو ويستلو هګي ذخيره او ساتني لپاره لاندي فکتورونه په نظر کي ونيول شي. ١: حرارت درجه: د هګيو د زخيري په وخت کي د حرارت درجي زياتوالي له امله د هګيو رطوبت کميږي او د چرګوړو ويستلو قدرت کميږي . د بچيو ويستلو هګي بايد د (٨-١٢)درجه حرارت کي وساتل شي. ٢: رطوبت : په کوم ځاي کي چي د بچيو ويستلو هګي زخيره کيږي هلته بايد رطوبت د(٥٥-٧٥%) وي . د رطوبت کموالي د بچيو ويستلو قدرت کموي. ٣: تهويه: په زخيره ځاي کي بايد تهويه صورت ونيسي او دلمر وړانګي مستقيماَ په هګيو باندي ونه لګيږي. ٤:د زخيرې موده: د بچي ويستلو په هګيو باندي (٧)ورځو پوري ډيره موده تيره نشي که له دي څخه ورځي زياتيږي د بچيو قدرت يي کميږي ،ويل شوي چه تر چلورو هفتو پوري د هګيو زخيره کول د چرګوړود وتلو قدرت له مينځه وړي. يادونه: که چيري يخچال وي نو بايد يخچال کي د (٤.٥) سانتي ګراد حرارت کي هګي زخيره شي اوکه يخچالونه نه وي لازمه ده چي د هګي د خاوري په کټو کي زخيره او کټوؤ شاوخوالمده تاري بوجي تاوکړاي شي او وخت په وخت بوجي د اوبو په وسيله مرطوبه وساتل شي. ٥: د زخيري په وخت کي د هګيو ښورول: که چيري هګي د زيات وخت لپاره په يو حالت کيښودل شي نو د هګيو ژيړ دهګي په يو طرف کي جمع کيږي او دوخت په تيريدو سره رطوبت د لاسه ورکوي او په نتيجه کي د چرګوړو ويستلو قدرت يي کميږي . د هګيود ساتلو په وخت کي هګي تر يوي هفتي پوري ښورولو ته ضرورت نلري اماکه ورځي يو ځل وښورول شي غوره ده که چيري د يوي هفتي څخه زياتي ورځي تيري شي نو حتمي ده چه هګي په ورځ کي څوځلي وښورول شي. د چرګوړو ويستلو د هګيو د سته بندي ، زخيره اوحمل ونقل: د چرګوړو ويستلوهګې په هغو مخصوصوځايو کي چه سر يي تړل کيږي او مخکي د هګي ايښودلو څخه پاک او تعقيم شوي وي ، ځاي په ځاي کيږي. په هغه وسايلو کي چي د بچيو ويستلو هګي اننقاليږي بايد فلزي وي تر څو وکولاي شي چي د بچي ويستلو هګي د سختو ټکانونو او نورو حوادثو څخه وساتي. د حمل و نقل و سايل هم بايد مخکي پاک اوتعقيم شوي وي: د هغه هګيو تعقيم چه د بچيو په خاطر استعماليږي: اکثر وخت د بچي ويستلوهګي په زيرمه ځاي کي د فارم الديهايد د بخارپه وسيله تعقيم کيږي او يا دا چه په مستقيم ډول د بچي ويستلو په ماشين کي ضد عفوني کيږي. اکثره مؤلفين د يو متر مکعب تعقيم کيدونکي ساحي د پاره (٢٠)ګرام پتاشيم پرمنګنات(k2Mno4) او (٣٠)سي سي فارم الديهايد (فارملين ) د يو کم مقدار اوبو سره توصيه کوي. ددغه موادو په استعمال سره د (٢٠-٣٠) د قيقو پوري هګي ضد عفوني کيږي. د چرګانو د ساتلو د ځاي ضد عفوني کول: د چرګانو د ځاي او وسايلو د ضد عفوني کولو څخه هدف د ناروغي د عامل اورګانيزم له مينځه وړل دي . د چرګانو ساتلو وسايلو ضد عفوني کول لکه، داوبو کالي يا لوښي ، دداني لوښي او نور سامانونه چي ساري ناروغي ولري بايد ضد عفوني شي . د ضدعفوني کولو په وخت کي بايد لاندي نقاطوته توجه وشي: ١:د کټۍ ټول ګرد او خاورې په مکمل ډول پاک شي تر څو ضد عفوني کول په ښه صورت اثر وکړي. ٢: ملوث(ککړ) بستر په کلي توګه لري وسوځول شي. ٣: فضله مواد او ټول په ناروغي ککړ مواد وسوزول شي. ٤: ټول دا وبو او دانو لوښي او نور وسايل لومړي ځل په اوبو ومينځل شي او وروسته دضد عفو ني کونکي مادي په وسيله ضد عقوني شي. ٥: په هغه کوټو کي چي د يوالونه يي د رزونه او سوري ولري ، بايد ضد عفوني کول ددواپاشۍ د پمپ په وسيله اسپري ترسره شي تر څو ضد عفوني ماده دديوالونو په درزونو او سوريو کي نفوزوکړي. ٦: د بچي ويستلو ماشين او مصنوعي مور د ضد عفوني کولو لپاره د فورملين بخار څخه استفاده وشي او نور کيمياوي مواد چي د بچي ويستلو ماشين او مصنوعي مور د خرابوالي سبب کيږي. ٧: دضد عفوني کولو څخه وروسته بايد کوټه د (١-٢) مياشتو پوري د چرګانو څخه خالي پاتي شي. د ضد عفوني کولو مواد(Disinfectiants) ضد عفوني کونکي مواد عموماَ په دوه ډوله دي. ١: کيمياوي ضد عفوني مواد. ٢: فزيکي ضد عفوني مواد. ١: کيمياوي ضد عفوني کونکي مواد: د کيمياوي ضد عفوني کولو او مختلف ډولونه په تجارتي شکل وجود لري چي د هغوي څخه په لازم وخت کي استفاده کيږي. يو ضد عفوني کيمياوي ماده بايد لاندي اوصاف ولري: ١: د قيمت له نظره ارزانه وي. ٢: په اوبو کي په اساني سره د حل کيدو وړوي. ٣: دانسان او حيوان لپاره بي ضرره وي . ٤: د چرګانو ساتلو په وسايلو باندي د تخريب اثرونلري. ٥: د هوا په داخليدو سره په چټکي خپل اثر د لاسه ورنکړي. ٦: مسموم کونکي نه وي. ٧:دهـګۍ او غوښې په انساجو کې داحساس وړ نه وي. ٨: داستعمال لپاره په اسانۍ اماده شي. ٩: بد بويه نه وي او ناروغيو په اکثره عواملو باندې موثروي. ١٠:د چټک اثر لرونکي وي او دهغوئ د نفوز قابليت زيات وي. د ضد عفوني ټول مواد چې په تجارت کې تهيه او مصرف کېږي له عيب څخه خالي نه وي،او پورته ټول اوصاف نه لري خو کوښښ بايد وشي چې داسې ماده انتخاب شي چې ذکر شوي اوصاف په اعظمي توګه ولري. د ضد عفوني کيمياوئ مواد په لاندې ډول ذکرکوو. ١: اوبه نارسيدلې چونه( کلسيم اوکسايد) اوبه نه رسيدلې چونه د ضد عفوني کولو ماده ده چي د چرګانو د وزن اکثره فارمونوکي د هغه څخه استفاده کېږي . دغه ماده د چرګانو د روزني په فارمونوکي په زياته اندازه دديوالونو په کنجونو کي ضد عفوني کول اوهم دکوټي ديوالونه او فرش د سپينولولپاره استعماليږي. داچې دغه ماده سوزنده ده چرګان په هغه وخت کي چي د کوټي ديوالونه او فرش د چوني په وسيله مرطوب وي ،لري وساتل شي. اوبه رسيدلي چونه (کلسيم هايدرو اوکسايد): په نسبي توګه ضد عفوني کونکي ده اوهغه وخت باکتريا وژونکي ارزښت لري چي سل کيلو ګرام د بستر په يو ټن موادو کي مخلوطه شي او دغه مخلوط د سپورليشن ، اسکاريد يا ګالي چينجي څخه مخنيوي کوي. ٢: سوديم هايدرو اوکسايد يا کاسټک سوډا(Na oH): يوه ښه ضد عفوني ماده ده د (٢-٥) فيصده محلول يي په ګرمو يا جوش اوبو کي مصرفيږي دغه ماده يو عالي باکتر يا وژونکي اثر لري او په مختلفو درجوپه سپورلرونکي باکترياواو اکثره ويروسونو باندي موثره ده. د چوني پودر د مرغانو ساتلو فارم په اکثره برخو اوهم د کوټي په فرش باندي استعماليږي –په اساني سره او ارزانه لاس ته راځي اما د غه د چوني پو ډر په سپور باکتريا ؤاو هم يو تعداد ويروسونه د مينځه وړي. ٣:سوديم کاربونيټ(Na co3): د مرغ ساتلو دوسايلو د ضد عفوني کولو لپاره معمولاَ د (٤%) په اندازه استعماليږي . ٤:کريزول (cresol): دغه ماده نسبت فينول ته کمه زهري ده او د ضد عفوني کولو قدرت يي د فينول دري برابره ده . دغه ماده په اوبوکي د (١:٢)په تناسب د حل کيدو وړ ده او معمولاَ د هغه دوه فيصده محلول د کوټي داحاطي د ضد عفوني کولو، د مرغانو د حمل و نقل وسايل د ضد عفوني کولو لپاره استعماليږي. ٥: فارم الديهايد(ch2o): فارم الديهايد هغه ګازدي چه په تجارت کي (٤٠%) محلول داوبو سره (٣٧%) وزن فارملين موجود دي. د (١٠%) فارملين محلول داوبو سره (٤%) دفارم الديهايد محلول د ضد عفوني کولو په منظورد اسپري په توګه استفاده کيږي . د فارم الديهايد په يو ليتر چي دوا پاشي کيږي د(٤-١٠) ميتر مربع ساحه ضد عفوني کوي. فارم الديهايد چې په تجارت کي د پارافارم الديهايد په نامه ياديږي اودپوډر په شکل وي هم داستفادي لاندي نيول کيږي. د فارم الديهايد په وسيله دود ورکول هغه محل ته چي تړلي (بند) ګرم او مرطوب وي ډير اغيزمن تماميږي په دي صورت کي په زړه پوري د حرارت درجه د(١٨-٢١) درجي سانتي ګراد اورطوبت نسبتي د(٧٠%) څخه زيات وي.فورمالين سوزنده بوي لري او د بدن په جلد باندي دوچوالي اثرلري. همدارنګه دمرغدارۍ په وسايلو باندي تخريشي اغيزه نلري. دفورمالين د ګاز په وسيله د چرګوړو وييستلو ماشين ،اوبه سکل ،البسه او هغه لوښي چي د نورودواګانو په وسيله نه ضد عفوني کيږي. ضد عفوني کول يي اغيزمن تماميږي . معمولاَ د چرګوړو ويستلو ماشين د فورمالين دبخار په وسيله ضد عفوني کيږي،داسي چه د فورمالين لازم مقدار د پتاشيم پر منګنات مناسب مقدارباندي علاوه کيږي اوهغه بخار چي ددي دوو مادو د ترکيب څخه پيداکيږي ، د ماشين داخلي فضا ضد عفوني کوي معمولا د فورمالين مقدار د پتاشيم پر منګنات دوه برابره دي. دفورمالين د بخار په وسيله د چرګوړو ويستلو د ماشين ضد عفوني کولو طريقه: ددي هدف لپاره (١٧.٥)ګرامه پتاشيم پرمنګنات د (٣٥)سي سي فورمالين سره په داسي ډول علاوه کووچه : لومړي پتاشيم پرمنګنايت د يو لوښ په داخل کي اچوواو وروسته د فورمالين لازم مقدار په هغه باندي ورعلاوه کوو، بيا ذکر شوي لوښي د ماشين په داخل کي ږدو او دماشين ټول منفذونه بندساتو . پورتني مقدار د(١٠٠)فټ مکعب يا (٢.٨)متر مکعب ساحي لپاره کفايت کوي. د بخار ورکولو کم وخت لس دقيقي بايد وي او زيات يي نيم ساعت دي ،وروسته د بخار ورکولو څخه خصوصا د چرګوړو ويستلو کوټه چي ټولي دروازي يي بندي وي ، د (٢٤) ساعتو لپاره او حتي ددوو ورځو لپاره بسته وي ، او وروسته د هغه يي تهويه تر سره شي. په هغه کوټي کي چې چرګوړي ساتل کيږي بايد د چرګوړودراوړلو څخه مخکي د فورمالين د ګاز په وسيله ضد عفني شي اود بخار ورکولو په وخت کي دروازي وتړل شي او دچرګوړو دراوړلو څخه دوه ورځي مخکي د کوټي دروازي خلاصي شي تر څو د کوټي داخلي هواد تهويي په وسيله پاکه شي. ٢:فزيکي ضد عفوني کونکي(Physical Agent): ١: دلمر د شعاع او ماورايي بنفش يا اولتراويو ليت (Ultra ulete ) د لمر د شعاع په مستقيمه توګه په ميکرو اورګانيزمونو باندي اغيزه کوي. بايد ټول وسايل او مواد د لمر شعاع ته د ضد عفوني کولولپاره کيښودل شي. دهمدي امله بايد دمرغ ساتلو ساختمان مخ په لمر جوړ شي تر څو وکولاي شي د ناروغي توليدونکي ميکرواورګانيزم ناوړه اثر کم کړي. ٢: حرارت (Heat): په زياتره وختونو کي دحرارت په وسيله ضد عفوني کول نسبت کيمياوي موادو ته ترجيح لري. د حرارت په وسيله ضد عفوني کول په دوو طريقو صورت نيسي. الف:د مرطوب حرارت په وسيله ضد عفوني کول: د ټولو ککړ شويو وسايلو جوشول د (١٥) درجي سانتي ګراد کي د(٢٠) دقيقو په موده کي ټول ژوندي موجودات اود ميکرمبونو سپورونه له مينځه وړي. ب:دوچ حرارت پوسيله ضد عفوني کول: دوچ حرارت په وسيله دککړ شووموادو سوزول او ناروغي توليدونکي عامل د مينځه ځي . ککړ شوي سامان الات چه داور اخيستلو وړنه وي د چراغ شغله پاستورکوره (کم تر کمه د يو ساعت لپاره د(١٦٠٠-١٨٠٠) حرارت درجه کي ذکر شوي وسايل ضدعفوني کيږي. دچوچه کشي د هګيو بيو لوژيکي ارزښت: د بچيو ويستونکي د هګي بيولوژيکي ارزښت معيار د نطفي درلودلو خاصيت ده چي د ايښودل شويو هګيو څخه د رڼا په وسيله د هګيود لومړني معايني په وخت کي د ژونديو نطفو د تعداد په وسيله ټاکل کيږي. د بچي کيدوفيصدي د چرګوړوشمير x ١٠٠ په ماشين کي دايښودل شووهګيو شمير د حقيقي بچي کيدو فيصدي د چرګوړو شمير x١٠٠ د نطفه لرونکو هګيو شمير ځيني خلک د بچي کيدلو فيصدي د چرګوړو د شمير او په ماشين کي د ايښودل شوؤ هګيوو د شمير د نسبت څخه محاسبه کوي چي دغه محاسبه دبچي کيدو فيصدي له نظره صحيح نه ده.ځکه چي يو شمير هګي چي اوله ورځ په محاسبي کي ايښودل کيږي نطفه نلري نو ددي دليل له مخي بايد دبچي ويستلو په اوومه ورځ د محاسبي په وخت کي د بي نطفي هګيو فيصدي يي وټاکل شي او په وروسپي مرحله کي د بچي کيدلو فيصدي د چرګوړو د شمير او په ماشين کي دايښودل شوؤنطفه لرونکو هګيو د شمير د نسبت څخه محاسبه کيږي چې دغه طريقه صحيح فيصدي راښي. په عمومي توګه د الوتونکو د مختلفو ډولونو لپاره دالقاح شوؤ هګيو د بچي کيدو قابليت د (٨٠-٩٠%) پوري ده. هغه عوامل چي په چوچه کشې باندي اغيزه لري: الف :هغه عوامل چي دبچي ويستلو په هګي باندي تاثير لري عبارت دي له: ١: دوالدينو صحت : دبچي ويستلو لپاره هګي د هغو چرګانو څخه لاس ته راځي چې هيڅ ډول ناروغي ونلري. د چرګانو په روزنه کي معمولا چرګان د پرازيتي ،بکتريايي ، ويروسي او داخلي طفيلي ناروغيو سره مخامخ کيږي. ددي ناروغي عمده تاثير د بچي ويستلو په هګي باندي داوي چه په دي ناروغيو کي د چرګانو د بدن حرارت درجه پورته کيږي اود تخمدان په مجراکي د مينځه تلو سبب ګرځي. ٢: وراثت : د بچيود هګيو کيفيت د وراثت تاثير لاند هم واقع کيږي ، ثابته شويده چه ددورګه چرګانو هګي د نطفه لرونکو او بچي کيدوزيات قدرت نسبت نورو ته نلري. ٣: دوالدينو عمر:دبچي ويستلو لپاره هګي اکثره ددوه کلنو چرګانو څخه لاس ته راځي ،همدارنګه هغه چرګي چي نوي په هګيو راغلي وي اود (٢-٣)مياشتو پوري يي هګي توليد کړي وي ،د هغوي هګي هم دبچي ويستلو په منظورښه نتيجه ورکوي. دنر چرګ عمر د بحث وړنه دي بلکه دبلوغيت نه وروسته چه هر عمر وي د هګي څخه د بچي ويستلو په قدرت منفي تاثير نلري. ٤:غذا او تغذيه: غذا او تغذيه د بچي ويستلو په هګي باندي زيات تاثير لري دپروتين په زياتوالي سره هګي او ساختمان تغير کوي، سپين يي زياتيږي اود بچي ويستلو پراخير ورځو کي چرګوړي خفه کيږي . په جيره کي د پروتين کم مقدار اودضروري امينو اسيدونو د ناموزنه موحوديت د چرګانو په پچيو ويستلو باندي منفي تاثيرات لري . په جيره کي داستقلاب وړ انر ژي زياتوالي د چرګي د چاغيدو سبب ګرځي او دهګيو په توليد اوبچي ويستلو قدرت يي کميږي ، په جيره کي د خراب شوي شحمياتو استعمال په صورت کي چرګانو ته هاضمي مشکلات پيداکوي او په شحم کي منحل ويټامينونه(A,D,E,K)د موثريت اندازي باندي منفي اغيزه لري. د ويټامينونو کموالي هم د هګيو په بچي ايستلو باندي زيات تاثير لري .همدارنګه ددانه خوړو دمقدار کموالي . اوبو خورو تعداد کموالي، غير منظمه تغذيه ،ککړو غذاګانو تغذيه ،د کوټي داخلي شرايط (حرارت ،رطوبت، د کاربن داي اکسايد او امونيا ګاز ، د هوا د جريان سرعت د رنا موده) د بچي ويستلو په قدرت باندي تاثيرلري. ب:هغه عوامل چي د چوچه کشي په هګيو د هګي ورکولو څخه وروسته اغيزه لري. دحمل و نقل نامناسبه شرايط دهګيو په جالي ،مرغانچي زيرمه ځاي او ساتنځاي کي دهګيو متضرره کيدل ، همدارنګه حرارت ،نسبي رطوبت ، تهويه او په ماشين کي دهګيو تاوول هم په هګيو باندي تاثير لري. د حرارت درجي د لوړوالي په صورت کي په لومړيو ورځو کي د معايني په وخت کي دويني يوه سره حلقه ليدل کيږي چي د نطفي د مړيني معني ورکوي. ثابته شوي ده چه په لوړ حرارت کي زړه ،ځيګراو معده په غير منظم ډول تشکليږي ، د ژيړ خلطه ( Yaik sac) په مکمل ډول بطن ته نه داخليږي دالنتايس(Allantios) غشا جذبيږي او زيات تعداد چرګوړي تلف کيږي ، که چيري د حرارت درجه ټيټه وي د بچي ويستلو موده شاته لويږي ، د جنين د تلفاتو شمير په اخيرو ورځو کي زياتيږي او د ژيړ وخلطه په مکمل ډول بطن ته داخليږي. د هګي پي ، ايچ (P,H). کله چي هګي د چرګي په وسيله توليد شي يعني واچول شي نو د هګي د سپينو پي ايچ (٧.٤) وي هر څومره چي د حرارت درجه زياتيږي د هګي د سپينو پي ايچ (٨.٥)ته پورته کيږي. د تازه هګي د ژيړوپي ايچ (٦-٦.٣ )وي ، دهګي د زخيره کولو په وخت کي دغه مقدار تغير کوي او (٦.٨)يا له همدي څخه زياتيږي. د هګي په سپينو کي د اوبو فيصدي (٨٨.٥) د ي او په ژيړو کي د اوبو فيصدي (٤٧.٥) دي. په هګي کي د جنين انکشاف. چرګان جنين لرونکي هګي د (Gastrula) په انکشافي مرحله کي وي اچوي . دهګي اچولو وروسته د جنين انکشافي مرحله توقف کوي تر هغه پوري چي د حرارت په معينه درجه کي دوباره هګي کيښودل شي. کله چي هګي په ماشين کي کيښودل شي په هغه کي تغيرات ليدل کيږي.(٧) ساعته وروسته ، هګي په عرضاني محور کي يوه روښانه کرښه ليدل کيږي ،(١٥) ساعته وروسته ددي کرښي په سر کي د (Hensen) غوټه ليدل کيږي چه په وروسته مرحلو کي د هغه څخه سر اوتنه انکشاف کوي.د( ١٨-٢٠) ساعته وروسته د اکتودرم او اندودرم طبقې تر مينځ د ميزو درم طبقه تشکليږي، د (Hensen) دغوټي څخه يو وتلي ساختمان چي د (corda mesoderm) په نوم ياديږي او وروسته په (chorda dorsalis)باندي انکشاف کوي . دبچي ويسلو د لومړي ورځي په پايي کي د (chorda dorsalis) شاو خواجوړه يي ښکرونه يا يګمنتونه چه د (Somite ) په نوم ياديږي منځ ته راځي. د (٤٥-٤٩) ساعته وروسته د جنين سر د نوموړي بندونو چپ خواته واقع وي او د (Allentias) غشا حوړوي ، د بچي ويستلو په څلورمه مرحله کي (ورځي) د (Allentias) غشا او دويني رګونه وده کوي او يو بطنه زړه په دوه بطنه زړه بد ليږي. د جنين سر د بطن خواته قاط کيږي اوپدي وخت کي يي پښتي د کبانو د لامبو وهلوالي په شان وي. د بچي ويستلو په پنځمه ورځ معده ، کولمي،ځيګر او پښتورګي جوړيږي او همدارنګه د جنين تغيرات هم صورت نيسي(نر او ښځه) .د النتايس غشا وده کوي او دهګيو د قشر تر سرحده پوري رسيږي د بچي ويستلو په شپږمه مرحله کي سترګي او مښوکه مينځ ته راځي غاړه يي اوږديږي د پښو او وزرونو په برخه کي يي تغيرات راځي او دسر په برخه کي يي دماغ مينځ ته راځي . د بچي وېستلو په اوومه ورځ سر د بدن په نسبت غټ وي ،مښوکه اوږديږي اود پوزي منفذونه په واضح توګه معلوميږي . د بچي ويستلو په (اتمه) ورځ ددماغ انساج د سر برخي ته داخليږي او د وزرونو انکشاف پيل کيږي. د بچي ويستلو د (٩) ورځ نه تر (١١) ورځي پوري د سترګو وده پوره کيږي، پښتورګي ، سږي ، اوځيګر په تيزي سره انکشاف کوي او دپښو په برخه کي غضروفي انساج مينځ ته راځي . د بچي ويستلو په ( ١٢) ورځ د جنين ټول بدن په نرمو بڼکو پوښل شوي وي د جنين مښوکه کلکيږي او د جنين وزن د( ٥-٦) ګرامه وي. د بچي ويستلو ( ١٣-١٥) ورځي پوري د جنين سر دهګي پنډي خواته وي د بڼکو وده توان پيداکوي او دلومړنيو پښتورګو وظيفه سر ته رسوي. د بچي ويستلو په ( ١٦) ورځ د ښي خوا پښتورګي په فعاليت شروع کوي، سپين يي جذبيږي اود ژيړو خلطه بطن ته په ننوتلو شروع کوي. دبچي ويستلود ( ١٧-١٩) ورځي پوري دسږوپه وسيله تنفس شروع کيږي ،د ټولو اعضاؤوده پوره کيږي اود ژيړو داخليدل بطن ته د داخليدو لار پيدا کوي. د بچي ويستلو په ( ٢٠)ورځ د هګي د قشر لاندي پرد‌ي څيري کيږي او چرګوړي په ازاده هواکي د اکسيجن څخه استفاده کوي . وروسته چرګوړې د مښوکيۍ په وسيله هګي ماتوي (د هګي پنډي خواته نږدي ) دغه ماتول په دايروي شکل وي تر څو دواړه ټوټي سره بيلي او چرګوړي د مخصوص حرکت په واسطه د هګي راووځي چه معمولاَ د بچي ويستلو په (٢١) ورځ سر ته رسيږي . په مختلفو الوتونکو کي دبچي ويستلو موده په لاندي ډول ده: الف: د کورني هګيو چرګان د(٢٠-٢١) ورځو کي د هګي څخه راووځي. ب: غوښين کورني چرګان د(٢٠-٢٢) ورځوکي د هګي څخه راوزي. ج: مرغاوي د (٢٦-٢٨) ورځو کي د هګي څخه راوځي. د: قازي کي د (٢٨-٣١) ورځو کي د هګي څخه راوځي. ه:فيل مرغ کي د(٢٥-٢٧)ورځو کي دهګي څخه راوځي. د جنين د غړو د تشکيل عمليه يا(Organi geneses) د جنين انکشاف په وخت کي دوه ډوله غړي انکشاف کوي: الف : اصلي غړي: ب: فرعي يا کمکي غړي: د بدن ټول غړي ددريو طبقو څخه مينځ ته راځي:. a: داکتودرم د طبقي څخه پوستکي ، بڼکي ، مښوکه د پښي پنجي ،عصبي سيستم د سترګي شبکه اوحسي غړي مينځ ته راځي. b: ميزودرم د طبقي څخه عضلات،پښتورګي ، جنسي غړي او ټول ارتباطي انساج د هډوکي ، غضروف ، وينه او شحمي انساج مينځ ته راوړي. c: اندو درم د طبقي څخه تنفس ، هاضمي او اطراحي سيستم مينځ ته راځي. کومکي غړي چه جنين د محيطي تصادماتو څخه ساتي په لاندي ډول دي: a: ژيړو خلطه (Yolk sac ) : دويني دوران اود ژيړ و څخه غذايي مواد و د اخيستلو وظيفه په غاړه لري. b: Amnionغشا:ددي غشا په داخل کي بي رنګه مايع ماده موجوده ده چي د فزيکي تصادماتو څخه جنين ساتي او همدارنګه جنين په هغه کي په ازاد ډول حرکت کوي. c: د(chorion) غشا: دا غشا د( Amnion) غشا او ژيړ و د غشا سره يو ځاي جنين احاطه کوي. d: Allantios ) غشا: دغه غشا لاندي وظيفي تر سره کوي: ١: د تنفسي غړي په حيث وظيفه اجراکوي. ٢: د جنين د ګردي دفع شوي مواد پکي راټوليږي. ٣: البومين جذبوي. ٤:جنين لپاره د هګي د قشر کلسيم جذبوي. پورته ټولي غشاوي د مښوکي وهلو څخه مخکي د جنين د نوم په برخه کي چوي اود هګي په قشر کي پاتي کيږي. وروسته د چوچه کشي څخه د ماشين تعقيم کول: د بچي ويستلو د ماشين د تعقيمولو لپاره په اوسني عصر کي ډيره مناسبه طريقه د فارم الديهايد د ګاز بخار ده ، په دغه طريقه کي لومړي د بچي ويستلو ماشين حرارت درجه (٣٨)سانتي ګراد او(٧٠%) رطوبت کي عياريږي او بيا وروسته په يومخصوصه لوښي کي د هر متر مکعب ساحي لپاره سنجول شوي کيمياوي مواد (٢٠)ګرام پتاشيم پر منګنات داوبو سره محلول کيږي او بيا وروسته فارم الديهايد په اهسته سره ددي لوښي په يوه څنډه کي اچول کيږي.لاس ته راغلي ترکيب څو لحظي وروسته حرارت توليدوي اوفارم الديهايدد ګاز په شکل ورڅخه خارجيږي او نوموړي لوښي د بچي ويستلو ماشين داخل ته دا خليږي اودماشين ټول منفذونه بنديږي . وروسته له هغه ماشين د (١٢-٢٤) ساعتوپوري بند ساتل کيږي ، د ګاز ورکولو ليږه موده (٣٠)دقيقي ده. د فارم الديهايد ګاز کولاي شي چه په (٣٨) سانتي ګرادحرارت کي د سپين اسهال (Pullorum) د ناروغي عامل له مينځه يوسي. وروسته د (٢٤) ساعتو د ماشين منفذونه خلاصيږي تر څو د فارمولين ګاز تري خارج شي . يادونه کيږي چه دا ډول تعقيم مخکي له دي چه هګي په ماشين کي کيښودل شي صورت نيسي.


د بچي ويستلو ماشين لپاره نور تعقيم کونکي کيماوي مواد:

کيمياوي مواد غلظت په (%) د محلول حرارت(%) NaoH ٢-٣ ٧٠-٨٠ KoH ٢-٣ ٧٠-٨٠ Chloramines ٣-٤ ٥٠-٦٠ Lastamix ٠.٠٨ ٣٠ K2Mmo4 ٢ ٢٥ کلورين داره چونه ١-٣ ١٥-٢٠


ومن الله التوفيق







ماخذونه ١:Das ،Dr.sunil Kumar،Poultry production،CBS. Publishers and Distributors، First edition 1994,Second edition 1999،صـــــفحه (40,41,42,43,). ٢:تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــسل ، پوهنيار محمد شفاء ،داهلې مرغانو دروزنې ليکچر نوټ، ننــــــــــــــــــګرهار پوهنتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــون،1385 صفحه(35-45). ٣: شاه،سيد اقبال شاه،Animal husbandry، USAID، ١٩٩٤، صــــــــفحه(305-309)





دغواګانو روزنه[سمول]

د کتاب نوم: دغواګانو روزنه لیکوال: دچاپ شمير:

دچاپ کال: ١٣٨٧هجري لمريز يا2008ميلاي

فهرست سريزه دشيدوغواګانوپيدايـښت او تاريخـچه اهميت د شيدوغواګانو روزنه شيدو دمحصولاتوغذائي ارزښت دصحي اوپاکو شيدولاسته راوړلولپاره لاندي ټکي بايد په نظرکي ونيول شي دشيدو غواګانو دنسل انتخاب دشيدو ورکونکي غوا انتخاب بلوغيت دغواګانو القاح دغويمتوب نښي دبلاربو غواګانو مراقبت اوساتنه د بلاربوغواګانو تغذيه دلنګوال په وخت کي دغوامرقبت دوړوخوسکيو ساتنه اومراقبت دشيدو لوشل حفظ الصحه دمارکيټونو اوکوپراتيفونو جوړول دشيدو اوکوچو لپاره مارکيټ د غواګانوځيني عامي ناروغۍ او د هغوي مخنيوي Anthrax ‌١-انتراکس Tuberculosis ٢-توبرکلوز Brucellosis ٣-بروسلوزيس F.M.D ٤-طبق يا افتوزتبه P.P.R ) ٥-رينډرپيسټ يا (وبا) ٦-دغولانځي پړسوب ٧-بليک ليګ يا تور لنګي

په غواګانو کي داخلي پرازيتونه ١-دځګر چينـجي ٢-دسږو چينـجي په غواګانو کي خارجي پرازيتونه Tick ١-کني Lice ٢-سپږي ٣-پم يا ګرک ناروغي

سريزه افغانستان يو زراعتي هيواد دى چې په سلو کي ٨٥ ℅ خلک يي په کرهڼه او ما لدارۍ بو خت دي چې ددي جملي څخه يواځي %٥٥ خلک يي په مالدارۍ بوخت دي.دايو څرګند حقيقت دي چې داوږدي مودي کورنۍ شخړې موهر څه له څيرمه لولپه کړل چې په همدې کشمکشونو کې مالدارۍ برخه هم ترډيره خواره پاتى شوه.اوس دنورو برخو ترڅنګ دغې برخې ته اساسي اوبنسـټيزه پاملرنه اوبيرته پـښودرولو ته اړتيا ليدل کيږي. زمونږ دهيواد ګڼ شمير بزګران اودهقانان دزراعت اومالدارۍ سره ډيره مينه لري،په تيره بيا دڅارويو دروزني سره چې دغه علاقه اودمينې تړښت دنارينه و په پرتله په ښځوکي زيات تر سترګو کيږي ،خوددي سره سره دڅارويو دروزنې په برخه کي دوي له ډيرو ستونـزو سره لاس اوګريوان دي ،چې په مسلکي توګه ګـټورو مشورو اولارښونو ته اړتيا لري.نوپه همدي موخه موغوره وگڼله چې د مالدارواوبزګرو سره دمرستې لپاره دغواګانو دروزني تر سر ليک لاندي يولارښودکتاب وليکو. چې دغه چاره دکرنې اومالدارۍ رياست په مرسته ترسره شوه،په دي کتاب کې هغه ضروري توکي په لنډ ډول تشريح شوي چې اوس مهال مو بزګران اومالداران ورسره مخ دي چې په لومړيو پاڼو کې دڅاروي دروزني په برخه کي لنډ توضيحات شوي او په وروستي برخه کي يې داړونده موضوع اوڅاروي په اړه دځينوخپريدونکو ناروغيو په اړه لنډ تشريحات شوي. محترمو لوستونکو: دغه کتاب کيداىشي ددغې موضوع په اړه ډيرکم معلومات ولري او ډيرئې برخې ترينه پاتي وي خو د ټاکلي حجم په نظر کي نيولو سره دغه څه تا سو ته وړاندې کړاىشوو،خداى(ج) د ي وکړي چې يو څه ترينه يادکړئ او ستاسو د ګټې وړو ګرځي . محترمو لوستوونکو: کيداى شي په دغه کتاب کي ډيري خطا وې و تير وتنې شوي وي، خو د اصلاح لپاره يې ستاسو نظريات په دواړسترګو منو. جمال الدين،روحاني، په درنښت دشيدوغواګانو پيدايښت او تاريخچه: تراوسه پوري داسى شواهد نشته چې په غوايانو تسلط او دهغوي اهلي(کورني) کيدل وښاي خو دهغه معلوماتو له مخي چي لرغون پيژندونکي يي ځيني شواهد په ګوته کوي .چي غوايان د ډيري پخوا زمانى څخه موجودؤچې لومړيو وختوکي په انسانانو د هغوى ښکار کوؤخووروسته بياپه مختلفوتاريخي دوروکي د غوايانو څخه مختلفي استفادي شويدي. دمثال په توګه په يوه دوره کي دبارکښ حيوان په توګه او په بله دوره کې د معتبرو مذهبي اقسامو په توګه . په دې وروستيو دوروکي د غوايانو څخه د لوړکيفيت لرونکي غذائي موادو په لاس ته راوړلو کي کار اخستل کيده اوس د غواګانو د شيدو او دهغه د محصولاتوڅخه او همدارنګه د غوايانود غوښي څخه مختلفي خوندوري غذاګاني برابريږي. له ميلاد څخه وړاندي (١٥٥٠ )په يونان او(٧٥٠) تر ميلاد وړاندي په روم کې دلبنياتو ښه توليد اوصنعت دغواګانو څخه لاسته راته،اوله شيدو سربيره يې دکوچ ،پنيراوغواړو څخه دخوارک په برخه کي گټه اخسته په يوناني دوروکي هم دشيدو استعمال ډيرؤ اوپه پورته يادوشويو داوړو هيوادونو کې له کوچو څخه دخوراک ترڅنگ دروغتيا په برخه کي هم گټه اخستل کيده دبيلگي په ډول دوي به دکورني يا يونانى طب له مخې دزخم (پرهر)دغوړولو اويا دسوځيدو پر وخت دکوچو څخه گټه اخيسته ددغه څه مشاهده دمشهور طبيب هيپوکراف په لارښونو کې ښه ترسترگو کيږي.

اهميت : Importance غواګانې په نړۍ کي دډيروخلکولپاره حيواني غذا برابروي نه يواځي داچې د غواګانو د شيدو څخه ګټه اخستل کيږي بلکي د هغوي دپوستکي،غوښې څخه هم ګټه ا خستل کيږي .ددي څخه سترګي نه شوپټولي چي اهلي(کورنۍ) حيوانات د انسانانو د ژوند ډيرې اړتياوې پوره کوي او انسانان دهغوى څخه د خپل اقتصادد تقويي،فزيکي قوې محافظوي مقاصدواو ديو شميراهلي حيواناتود محصولاتوڅخه دباکيفيته غذايي موادوپه توگه کاراخلي. غواګانې دوښواو علوفه جاتو څخه چې کم کيفيته مواددي استفاده کوي اودغه مواد په لوړکيفيته باندې بدلوي اوانسانان ورڅخه استفاده کوي.دکليوالوسيموخلکوپه ژوندکي مهم رول لوبوي اوزمونږد هيواد ډيرکم تعداد خلک به وي چي د شيدو غواګاني نه روزي.دشيدوغواګاني باکيفيته غذائي موادتهيه کوي اوهمدارنګه د اقتصاد له پلوه هم ددوى د ورځني ژوند سره تر ډيره حده مرسته کوي.شيدې او د شيدو څخه مختلف محصولات لکه پنير،کوچ،مستي،تروي يا شړامبي لاسته راځي او دشيدو ترڅنګ بچې هم لاسته راځي چي په خپل وار سره تر ډيره پوري د اهميت درلودونکي دي اوددي ترڅنګ په زياتره مواردو کي د غوښي د توليد په منظور ترينه ګټه اخستل کيږي.خودغه ټول څه هغه وخت لاسته راتلاى شي چي روزونکي شخص د روزني ،ناروغيواود غوا اوپه اړونده چارو باندي په ښه ډول وپوهيږي. که چيري زمونږدهقانان او بزګران د شيدو دغوا د روزني قصد کوي د خپلو امکاناتو په نظرکي نيولو سره دي داسې نسل انتخاب کړي چي دنوروپه پرتله ترينه زياته ګټه واخلي نوضروري بريښي چې د شيدو غواګانو په اړه معلومات ولري.

Dairy Cattle Cows rearing دشيدو غواګانو روزنه: د شيدو دغواګانود روزني ګټي: ١-غواګانې د علوفه جاتو(واښو) ښه مصرفونکي دي هغه ډول علوفي چې دانسانانو لپاره مستقيمآد استفادي وړنه وي په لوړباکيفيته او ارزښت لرونکي حيواني توليد يې لکه شيدې اوغوښه بدلوي. ٢-بې غوړه شيدې د چرګانو په تغذيه کې استعماليدې شي چې د پروتين ،معدني موادو او ويټامينونوښه منبع ده. ٣-د لبني محصولاتوغذايي ارزښت يې لوړوي. ٤-دخاورې دحاصلخيزئ لپاره حيواني سره برابروي ٥-څو ډوله محصولات ورکوي لکه (شيدي،پنير،مستي)او داسي نور. دشيدو دغواګانو د روزني تاوانونه: ١-زيات کار ته ضرورت لري. ٢-ډيري سرمايې ته اړتيا لري. ٣-د ناروغيو په خاصه توګه توبرکلوزخپريدل زيات تاوان مينځ ته راوړي. د شيدو دمحصولاتوغذايې ارزښت: سربيره پردي چې د شيدو څخه په تازه ډول استفاده کيږي د هغه څخه يو تعداد نور محصولات هم جوړيږي چې لوړغذائي ارزښت لري ځيني يې په لاندي ډول دي . ١-کوچ:دامعمولآ دځينوخوراکونود خوندد زياتوالي لپاره علاوه کيږي او همدارنګه د انرژۍ يوښه منبع هم ده چې په زياته اندازه ويټامين( اے )لري کوچ تقريبآ %٨٠ خالص غوړ لري. ٢-پنېر:دامعمولآ په دوه ګروپونو ويشل شوي دي. • کلک پنيرونه: کلک پنيرونه عينآ لکه د غوښې په شان غذايې ارزښت لري او په زياته اندازه پروتين لري او په ځينووختونو کې د غوښي پرځاي په مصرف رسيږي او همدارنګه د ډيرې مودې لپاره پرته لدې چې خراب شي ساتل کيږي. • نرم پنيرونه:دا هم زيات غذايې ارزښت لري او په زياته اندازه پروتين لري. ٣-تبخير شوي شيدي: عبارت د هغه شيدو څخه دي چې تقريبآ %٥٠ اوبه يې تبخير شوي وي چه د اډول شيدې معمولآ په سفرونوکي د انتقال د سهولت له امله استفاده کيږي او همدارنګه د شيريخ په جوړولو کې هم استعماليږي. ٤-چکه : دامعمولآ د ځينو خوراکونو د خوند د زياتوالي لپاره علاوه کيږي چې يو قسم خواړه هم دي او همدارنګه په کليوالي ژوند کې غوره خواړه اوډيرمعمول دي. دصحي اوپاکو شيدو دلاسته راوړلو لپاره لاندي ټکي بايد په نظرکي ونيول شي: ١-دسالم اوتندروست حيوان ساتنه: کوم حيوانات چې دشيدو د توليد په منظور ساتل کيږي بايد د ناروغيوڅخه وساتل شي ځکه چه ځينى ناروغۍ د حيواناتو څخه مستقيمآ انسان ته سرايت کوي .لکه تبرکلوزاو بروسلوز. ٢-دشيدو لوشونکي شخص نظافت او صحي حالت: داشخص بايد کاملآ صحتمند وي او هيڅ ډول ساري ناروغي ونه لري. ٣-د پاکواوتعقيم شوو ساما ن آلاتو استعمال: څرنګه چې شيدي د ميکروبونو پواسطه ژرککړيږى نود شيدو لپاره بايد فولادي يا المونيمي ظروف يا سامان آ لات استعمال شي. ٤-د شيدو فلتر کول: په هغه ځايونو کې چې غواګانې د ماشين پواسطه لوشل کيږي فلتر کولو ته اړتيا نشته خو په هغه ځايونوکي چه غواګاني د لاس پواسطه لوشل کيږي بايد فلتر شي ځکه يو تعداد مواد لکه دحيواناتوفضله مواد،ويښته،اودعلوفه جاتوټوټې پکې لويږي نود فلتر کولو پواسطه ورڅخه نوموړي مواد لري کيږي.

هغه عوامل چې دحيوان په انتخاب کې رول لري په لاندي ډول دي :

١-د حيواناتو نژاد ٢-فزيکي ساختمان ٣-شجره ٤-ريکارډ ٥-د حيوان صحت دشيدوغواګانو د نسل انتخاب: Breeds selection of Diary cattle که څه هم غواګانې مختلف وطني يا داخلي او خارجي يا(بهرني) نسلونه لري چې په دې ځاي کې به يې څيړنه زيات وخت ونيسي خو دځينوغواګانو نسلونه او نمونې په لاندې ډول څيړو. ١-وطني يا داخلي نسلونه: ديادوني وړده چې زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې هم يو تعداد د شيدو غواګاني موجودېدي چې ډيرې مشهورې يې په لاندي ډول دي . • قندهاري نسل: اصلي وطن يې قندهار دې رنګ يې تور،سپين اوآن تربشپړه توررنگ پوري وي او ځيني يي دتور اوسپين داغونو په مينځ کي تياره داغونه هم لري.د غوا وزن ئي Lb٥٥٢د قد لوړوالى يي inch٤٧دې او اوږد بوقان لري او همدارنګه د شيدو ورځنى توليد يې ٨-٦ليتره او په يوه دوره کې ١٨٢٢ليتره شيدې ورکوي .او په درې کاله کې بلوغ ته رسيږي او ٢٨٣ورځې شيدې ورکوي او همدارنګه د غوړوفيصديې په شيدو کي %٣.٣ يا%٣،٥ ده.

• کونړي نسل: ددې غواګانواصلي ځاي د کنړولايت دې رنګ يې تور،سپين،نصوار ،سور او برګ د ي او ظاهرى شکل يې وړوکي د ي چې په اوسط ډول Lb ٣٩٨ وزن لري قد يې Inch ٣٩ دى او بوکان ئي بر جسته نه دي ورځيني توليد ئي د شيد و٤-٥ ليتره او په يوه دوره کې ١٠٨٣ليتره شيدې ورکولاى شي او د غوړوفيصدي يې په شيدوکي %٤.٥ دي.

• سستاني نسل: دغه نسل غواګانې د افغانستان او ايران تر مينځه د سستان د جهيل په شاوخوا کي ژوند درلوده او له سستان څخه يې منشآ اخستى ده اوورځنى توليد يې د شيدو( ٣ )ليتره دي بوکان لري د غاړي او نوم په برخه کي ئي پوستکى ځوړنده وي .

٢-بهرني يا خارجي نسلونه:Imported breeds په دنيا کې د شيدو غواګانو ډير نسلونه موجود دي خو د هغوى د جملې څخه د هغو غواګانو يادونه کوؤ چي په نړۍ کي ډير شهرت لري.

• جرسي نسل : Jersey ددي نژاد اصلي وطن د جرسى جزيره ده چي په مينځ د فرانسي او انګلستان کي واقع دې چي په دې کې نژدي ٨٠٠٠ رمۍ وجود لري –اوچکليټي يا تور ته نژدي قهوايي او په ځينو کې سپين داغونه هم تر سترګو کيږي او په آ سانۍ سره د شرايطو سره ځان عادت کولى شي وړوکى سر لري او نسبتآ نورو ته يې ظاهري شکل وړوکې دي د بالغي غوا وزن يې ٣٩٠-٥٠٠ کيلو ګرامه دى.او دتوليد په وخت کې د خوسکي وزن ٢٣ کيلو ګرامه دى په يوه دوره کي د شيدو منځني اندازه يې٤٠٠٠ -٤٠٤٧ليتره ده او په شيدو کې يې د غوړوفيصدي ئي%٣.٥ده د شيدو د توليد اندازه يې دنوروخارجي نسلونو په پرتله کمه وي.

• گرانسي نسل : Guarancy ددي نژاد اصلى وطن گرانسى دي چه د جرسى دجزيري سره نژدي سيمه ده چې نوموړى نژاد کم رنګه قهوايي او سپين داغونه لري دبالغې غوا وزن يې ٥٠٠ کيلو ګرامه دى او دتوليد په وخت کې د خوسکي وزن ٣٢کيلو ګرامه او په يوه دوره کي يې د شيدو اوسط اندازه ٣٦٠٠ کيلو ګرامه ده د شيدو رنګ يې ژيړ او په شيدو کي يې د غوړو فيصدي %٨.٤ ده او نسبتآ آرامه خاصيت لري.

• هولسټن يا فريزن نسل: Holstein or Freeze ددې نژاد اصلي وطن ها لينډاونيوزلينډ دى توراوسپين رنګونه لري،چې تقريبآ توراو سپين رنګونه پکې مساوي دي او په ځينو هيوادونو کې په سرو او سپينو رنګونو هم پيدا کيږي.ظاهري شکل يې قوي دې د بالغې غوا وزن يې ٦٥٠ کيلو ګرامه او دتوليد په وخت کې د خوسکي وزن تقريبآ ٤١ کيلو ګرامه دى اوپه يوه دوره کې دشيدو اندازه يې٤٩٥٠ کيلو ګرامه ده. په شيدو کي يې دغوړو فيصدي %٥.٣ ده.

• براون سويس نسل :Brown Swiss ددې نژاد اصلي وطن سويس دي نصواري،نقره يې او قهوائي رنګونه لري اوظاهري شکل يې قوي دى.دخولى او پوزې شاو خوا يې توره ده اوآرامه خاصيت لري دبالغې غوا وزن يې ٦٠٠کيلو ګرامه دى او دتوليد په وخت کي د خوسکي وزن ٤٣کيلو ګرامه اوپه يوه دوره کې يې د شيدو اوسط وزن ٤٠٠ کيلو ګرامه په شيدو کې يې د غوړو فيصدي ئ %٣.٧ ده.

دشيدوورکونکي غوا انتخاب :Selection of Diary Cow په مخکى برخه کي د وطني يا محلي او خارجي يا بهرني نسلونو څخه يادونه وشوه. خودنسل انتخاب د حاصل په ورکولو کي ځانګړى رول لري خوزمونږ په هيواد کي د شيدو غواګانودانتخاب په برخه کي تر اوسه پوري دکوم ډول پرمخ تللي سيستم څخه کارنه دي اخستل شوي خوبزگران اوکروندگر بايددشيدوورکونکي غوا دانتخاب لپاره لاندي ټکي په پام کي ولري. ١-اوږده نرۍ غاړه ولري اوهمداراز اوږه اودسينې برخه يې سره په مساوي ډول نـښتي وي. ٢-ښه غولانځه ولري. ٣-ښه ظاهري جوړښـت ولري. ٤-ښه مور،پلار،نيکه،نيکه ګان اودتوليد ښه اندازه ولري. ٥-ښه اوسالم صحت ولري. پورته يادشوي صفتونه سل په سلو کې ښه نسل نه شي ټاکلى ،خو بيا هم تر ډيره دښه نسل په ټاکلو کې ورسره مرسته کوي.په مخکي برخه کي دخارجي نسلونو څخه يادونه وشوه خارجي نسلونه ښه توليد ورکوي خود قيمت،دساتني او مصرف له له مخې زمونږزيات شمير دهقانان اوبزګران ددې د ساتلو وس او توان نه لري اوهمدارنګه زمونږ دهيواد دکونړي غواګانو نسل د جسامت له لحاظه د شيدو دتوليد ښه ظرفيت لري،کم خواړه خوري اوزياتره کورنۍ د ساتلو توانايې لري،دخارجي جرسي نسل ديوځاى والي سره نورهم ښه کيداى شي. لنډ سر،جګه غاړه،لويه خيټه اوغټه غولانځه،دتيونو نه په مخکي برخه کې درګونوموجوديت د يوې غوا ظاهري او بيروني صفتونه دي.کله چې د شيدوغوا اخلئ نوکوښښ وکړي چي دنژدي ګاونډيانو څخه يي واخلئ ځکه چه خصوصيات به يې درته ښه معلوم وي او دبلې خوا څخه به اقتصادي وي.

بلوغيت :Puberty بلوغيت ته رسيدل د غوا د نسل پورې اړه لري زياتره نسلونه په يو کلنۍ کې ځوانۍ يا بلوغيت ته رسيږي اوځينې نسلونه يې په زيات عمر کي بلوغ ته رسيږي.د غواګانو بلوغ ته رسيدل په تغذيه،ساتنې اونسل پورې اړه لري.لکه د مثال په ډول دبرون سويس نسل خوسکۍ چې ښه تغذيه شوي وي په ٨ مياشتو کي بلوغ ته رسيږي.دبوسټريس کراس Bos Taurus cross نسل خوسکۍ چې ښـه تـغذيه شوي وي په ١٤مياشتو کي بلوغ ته رسيږي.کله چه دغوا بدن پوره وده وکړى اودبدن ټولوبرخو يي پوره انکشاف کړي وي بايد د غوايي سره يو ځاى شي چي دزياتره نسلونو لپاره دغه مـوده ١٨مياشتي عمر ټاکل شوى خو ولې د شيدو د غواګانوپه مختلفو نژادو کې بلوغيت فرق کوي د جرسى اوګرانسى غوايان وروسته تر ٢٤مياشتو عمر پوري توليدي سن ته رسيږي .خو دځينو غټو نژادونو توليد ي سن ٢٨-٣٠مياشتو پوري دي. او ددې څخه په کم عمرکي دي خوسکي دغوايي څخه لرى وساتل شي ځکه چه ددي څخه په کم عمر کي دخوسکي دبدن ټولوبرخو وده او انکشاف نه وي کړي. دواړونـژادونو دسخوندرکو روزنه تر بلوغيت پوري لږ مصرف ته اړتيا لري دا چې دغټو نسلونو مصارف تر بلوغيت سن پوري زيات دي خو داهم بايد په ياد ولرو چې يو بالغ سخوندرد غټ نژاد څخه نسبت وړه نژاد ته زيات قيمت لري دسخوندرکو دبلوغيت په عمـر باندي د غذا تآثير: عموماً هغه خوسکي چې مناسبه غـذا اخلي نظر هغه خوسکيو ته چې کمه غـذا اخلي ژربلوغ ته رسيږي ښه غذا دشيدوخوړونکو خوسکيود ودي لپاره ډير مناسبه ده ځکه چه ژربلوغ ته رسيږي اوژرحامله کيږي او په کم وخت کي حاصل ورکوي. د غواګانو القاح:Insemination په عمومي ډول دغواګانو القاح په دوه ډوله ده: ١-طبعي القاح :Natural insemination طبعي القاح هغه ده چې مستقيمآ د غوايي په واسطه تر سره کيږي.هغه غوايان چې القاح لپاره ساتل کيږي بايد ١٨ مياشتې او يا ددې څخه زيات عمر ولري. هغه غوايي بايد دالقاح لپاره انتخاب شي چې دښه نسل څخه وي اوهيڅ ډول مرض ونه لري اوکه چيري غوايي دښه نسل څخه نه وي اومرض ولري نوښه پايله به هم ونه لري دغوايي سره دغوا ديوځايوالي وخت د غويمتوب وروستي موده ده. د يوځاى کيدو يا القاح لپاره دغوايي او غوايوځاي کيدل يو وار کفايت کوي.اوکه چيري دا کار څوواري تکرار شي نو په ځينو وختونو کي د ناوړه عواقبو درامينځته کيدو سبب ګرځي. د٤٠-٥٠ غواګانو د القاح لپاره د يوه کال په دوران کي يوغوايي په ښه ډول القاح کولاى شي دالقاح په وخت کي بايد غوايي ښه تغـذيه کړاي شي اوددي ترڅنگ ديو ځاي کيدو په وخت کي لازم احتياط ورسره وشي. دغوا او غوايي ديو ځاي کيدو لپاره بايد د يو مخصوص ځاي څخه کار واخستل شي.

٢- مصنوعي القاح :Artificial insemination نوموړي القاح په نيوزلينډ کي ډيره مروجه ده چې اکثره خلک يي ددي طريقي څخه کار اخلي ځکه چې نوموړي طريقه د نسل داصلاح يوه ښه طريقه ده اوهمدارنګه يو غوايي د( ٥٠٠٠)غواګانو لپاره کفايت کوي .دنوموړي القاح په واسطه مونږ کولاي شو د ناروغيو مخنيوي وکړو اودغوښتني سره سم نسل لاسته راوړو خو د مصنوعي القاح لپاره فني اومسلکي اشخاص پکار دي اوبل قيمتي وسايل ددي لپاره په کاردي چه دمصنوعي القاح لپاره تازه سيمين ( مني) اويا منجمد سيمين څخه کاراخستل کيږي.

دغويمتوب نښي :Signs of Estrus زياتره غواوي چې د تغذيي حالت يي ښه وي اوکومه ستونـزه ونه لري نو د ٢٠-٢٤ ورځو په موده کې يو ځل غويمتوب ښايي،اودا کار د کال په زياتره فصلونو کې تر سره کيږي.دغويمتوب د ځيني نښو څخه په لاندي ډول يادونه کوو. رمباړي وهل ،نارامي، د فرج څخه دصافۍ لزجي ما يع وتل ،په نورو غواګانو يا سړي باند ي ختل ، په ملا باندې د لکۍ غورځول او داسي نور .خو ددې سره سره که بيا هم د غه نښې ښئ څرګندي نه شوي نو نـيټه د ي وليکل شي او ٢١-٢٠ ورځي دي ورته وکتل شي تر څو بيـا پري وار راشي.دغه موده ١٩-٢١ ساعته دوام کوي اوښه به داوي چې دغويمتوب په وروستى وخت (دريمه نيمايي )کي غوا دغوايي سره يو ځاي شي.

دبلاربو غواګانو مراقبت او ساتنه : Care of Pregnant cows دبلاربوغواګانو د حاملګۍ دوره ٢٧٧-٢٨٤ ورځو څخه زياته اويا کمه کيداى شي.په دغه موده کي په خاصه توګه د حاملګۍ په وروستيو دريو مياشتوکې غوا دغذا اوساتنى په برخه کي ځانگړي پاملرني ته اړتيا لري.په دغه دوره کې بايد حيوان د نورو حيواناتو څخه په امن کې وې تر څو ضرر ورته ونه رسيږي . اوکه چيري غوا په ناروغۍ اخته شي نود ناروغيوضد دوا بايد په احتياط سره استعمال شي په هغه صورت کي چې کوم تاوان ورته ونه رسوي.ځيني غواګاني د غويمتوب نـښي ښکاره کوي اوکه ترڅومياشتو پوري دغويمتوب نـښي په غوا کي ښکاره نه شوي نو احتمال دې ولري چې غوا بلاربه شوي وي .اويا د دووڅخه تر دريو مياشتو وروسته دي په تجربه لرونکي وترنرډاکټر دې وکتل شي.اوځيني وخت داسي هم کيږي چې د غوا په رحم باند ناروغي راشي اورحم تر اغيزي لاندي راولي اوپه غواکي سقوط يا وقفـه رامينځته کړى. دبلاربو غـواګانـو تغـذيـه: هغه غواګانى چې ښي شيدي ورکوي که دلکتيشن (شيدو دوره) په اخره کې د٦-٨ اونيوڅخه مخکي د لنګيدوبايد استراحت ورکړل شي اوونه لوشل شي په بل لکتـيـشن کې به ښي شيدي ورکړي. دغوا وچوالي په استراحت کي د لنګوال په وخت کي غوا قوي کوي.داستراحت په وخت کي بايد غوا ښه تغـذيه کړاي شي ځکه چې په دي وخت کي دغوا بچې زيات غـذايې موادوته د بدن دجوړيدولپاره ضرورت لـري.کوشش دي وشي چې بلاربو غواوته يو مقدار ويټامين Aورکړل شي ځکه دويټامين Aد کموالي په صورت کي بچې ضعيفـه وي اوددى ويره هم وي چې بچې ضايع کړي اوهمدارنګـه کـه چيري دشيدو ورکولو په اخره دوره يا داستراحت په وخت کي حيوان ته ښـه غـذا ورنه کړل شي نوله يوي خوابه غوا دلنګوال پر مهال دستونزو سره مخ شي.اود بل لوري به يي دلوشلو پروخت شيدي هم کمـي وي.د يو څيړني له مخي که چيري يوه غوا(٦٠)ورځي مخکي وچه کړاي شي دهغي په پرتله چې تر اخره لوشل کيږي (٥،٧٤٨ )کيلو گرامه شيدې او٤فيصده زيات کوچ به په لاس راشي. دلنګوال په وخت کي د غوا مـراقبـت: ددې لپاره چې سالـم اوتندرست خوسکى لاسته راوړو د حاملدارۍ په دوره کې غوا ته بايدپه کافي اندازه غـذا ورکړل شي او دامراضو په مقابل کې تداوي يا وقايه وشي.دلنګوال څخه ٢-٣ ورځي وړاندي غوا بايد دګلي څخه بيله کړاى شي اوپه يو بيل ځاي کې چې آرام اومستريـح وې ښه بـيستر په کي خور وې يوړل شي ترڅوغوا پکي په آرام اوراحت سره ولادت وکړي.لنګوال په غوا کي يوه طبعي پـيښه ده په کومه کي چې بچى ديوي معيني مودې دتيرولوڅخه ورسته پيداکيږي. مخکي ددي څخه دلنګوال نـښې بايد وپيژنود لنګوال په رانژدي کيدو سره تيونه اوغولانـځه غټيږي او پوره کيږي.فرج پړسيږي دفرج څخه مايع وځي حيوان نارامـه وي غوا هردوه دقيقې وروسته زور وهي په نورمال حالت کې دبچې دوه مخکني پـښي اوسر راوزي اودبچې څخه وروسته پـيروان پاتي کيږي چې دڅه وخت تيريدوڅخه وروستـه راوزي.په دي وخت کي غوا کومک ته ضرورت لري.دکومک کوونـکي کـس نوکان بايد واړه وي اولاسونه بايد په صابـون وميـنځي اوکه دسکشي موجودي وي نو بايد په لاس شي بيا دي مداخله وکړي دکار په دوران کي حفظ الصحـه مراعـت کول ضروري خبره ده په دي وخت کي بايد غوا د ډيري کلکي پاملرني لاندي ونيول شي. دلنګوال څخه وروسته غـوا دخپل بـچى په څټلو پيل کوي اوخپل بـچى وچوي که چيري غوا ونه کړاى شو چې بـچې وڅټي نو بايد مالدارفوراً دپاکى اوصحي تکي(ټوکر) په واسطه خوسکۍ وچ کړي اودخوسکي دخولي اوپوزي شا او خوا پاکه کړي اوکه خوسکي په تنـفس پيل ونه کړي نو پوښتيوته دفشارورکولو اوخوشي کولو په واسطه په تنـفس کي ورسره مرسته وکړي اويا دي ورته پوزې وتخنول شي .اوکه بيايې هم مشکل درلوده نودخولي د لاري دې ورته مصنوعي تنـفس ورکړل شي.

دوړوخوسکيوسـاتنه اومراقبت :Care of Pregnant Cow وروسته ترلنګيدو کومي شيدي چې دغوا په واسطه توليديږي داورږو په نوم ياديږي. چې دعادي شيدو سره فرق لري واړه خوسکيان ٣-٤ ورځو پوري اورږه تـغذيه کوي چې اورږه په کافي مقدارسره پروتين،معدني مواد اوويټامينونه لري چې د وړو خوسکيانودکولمو توررنګه امراض پاکوي.که چيري واړه خوسکيان ونه کړاي شي چې داورږوڅخه استفاده وکړي نود عادي شيدو څخه هم تغـذيه کيداي شي.بايد خوسکي ته دبدن د وزن %١٠ په اندازه په ورځ کي اورږه ورکړل شي اويا په بله مانا که خوسکي دمور سره پاتي نه شو نوپه ورځ کي دري يا څلور ځلي اورږه ورکړل شي. ځکه چې اورږه دخوسکي يوه خاصه غـذا ده اوديوي اونۍ دتيريدو څخه وروسته دخوسکي مخ ته نرمه شفتله يا رشقه بايد واچول شي ترڅوپه نباتاتو عـادت شي. اوددي څخه مخکي دي دخوسکي نوم دپايوډين ياپتاشـيم پرمنګنايت محلول په وسيله پريـمنځل شي اوقطع دي کړاى شي. دچوشک په واسطه دمور دشيدو څخه دخوسکى تغـذيه: په اوسني عصرکي خوسکيانو ته دشيدو تغـذيه په چوشک لرونـکو سطلونواوشيدو چوشکونو کي زيات رواج لري. ځکه دغه ډول تغذيه دشيدو طبعي ډول تغذيي ته ورته ده اوهمدارنـګه نوموړي ښه طريقه ده خوسکي ښه وده کوي اود خوسکي دهاضمي مشکلات په دي طريقه کي نه ليدل کيږي.ولي اقتصادي نه ده ځکه که چيري يوخوسکي ٢-٣ مياشتو پوري په دي طريقه کي وروزل شي ٧٥٠-٨٠٠ پاوه شيدي مصرفوي چې البته وروسته له دريمي اونۍ يوه اندازه داني اواعلي بيده هم خوسکي ته تهيه اوورکول کيږي.

دشيدو لوشل :Milking شيدي يوه طاقتوره غذا ده چې دغولانـځي پوسيله تهيـه کيږي خوڅرنګه چې غوا دهمدي محصول په خاطر ساتل کيږي نوبايد چې دغه محصول په پوره پاملرني سره دغوا څخه واخستل شي.دشيدو لوشل په دوه ډوله دي. ١-دلاس په واسطه دغوا لوشل. ٢-دماشين په واسطه دغوا لوشل. ١-دلاس په واسطه د غوا لوشل: دشيدولوشونکي شخص نظافت او بدني حالت روغ رمټ وي اوهيڅ ډول خپريدونکي يا ساري ناروغي اخته نه وي . اودشيدو لوشلو څخه مخکي بايد خپل لاسونه په صابون ومينځي اوپاکي سپيني جامي واغوندي دحيوان تيونه پاک او ضدي عفوني شي اوهمدارنګه شيدي دمکروبونو په واسطه ژر ککړيږي نوهغه سامان آلات چې دشيدو سره په تماس کي وي مخکي د شيدو لوشلو څخه دي پاک اوتعقيم شي ددي لپاره چې پاکي اوصحي شيدي لاسته راوړو.

٢-دماشين په واسطه دغوا لوشل: په اوسني عصرکې په پرمخ تللي هيوادونو کې نوموړې طريقه ډير مروجه ده نوموړى ماشين څلور يا دوه خولې لري چې د غوا او اوزو اونورو ورته لوشونکو حيواناتو لپاره استعماليږي اوددي ترڅنـګ په ماشين کي يو جنراتور تړلي وي. چي شکل يي په لاندي ډول دي.

حفظ الصحه(پاکوالي ) :Hygiene لکه څرنګه چې انسان پاکۍ ته ضرورت لري نوغوا هم پاک ځاي،پاکي غـذا ،او پاک چاپيريال ته اړتيا لري حفظ الصحه دټولو هغوتدابيروپه کار اچول دي چې دصحت دساتنې لپاره ورڅخه کار اخستل کيږي ،که مراعت نه شي نوڅاروي به په بيلا بيلوتکليفونو اخته شي او حيوان به خوار ناتوانه اوممکن مړشي يا هم غـټ مصرف به پري وشي خو دحفظ الصحـه په مراعات سره په ډير کم مصرف سره دغټ تاوان څخه ځان وژغورلاي شو.دشيدو غوا دحفظ الصحي په برخه کي بايد لاندي ټکي په نظر کي ونيول شي. ١-دڅاريولپاره بايد ځاي مناسب پاک اووخت په وخت پاک کړاي شي. ٢-څارويو ته وخت په وخت پاکه غـذا او اوبه ورکړل شي. ٣-دحيوان بدن پاک اود پرازيتو موجوديت ته پکي نظر(پام)وشي. دمارکيټونو اوکوپراتيفونو جوړول: دمالدارانو دتشويق اوځيني سهولتونو داسانتيا وو دبرابرولو لپاره لبني محصولاتو په خرڅلاو کي کوپراتيفونه اومارکيټونه ډير خاص رول لري ترڅو مالداران وکړاي شي د خپلي اړتيا وړضروري مواد په مناسب وخت کي ترلاسه اوخپل توليد يي کار ته به په راتلونکي کي په ښه اطمنان سره دوام ورکړي. دشيدو اوکوچو لپاره مارکيټ: يو دډيرو مهمو فکتورونو څخه ديو نژاد په انتخاب کي دهغي څخه موارد نظر محصول دي که چيري مونږ ډيرښه مارکيټ د هغه شيدو لپاره ولرو چه دغوړو فيصدي يې زياته و ي نو هغه نژاد انتخابوؤ چې دشيدو دغوړو فيصدي ئي زياته وي که چيري شيدي يواځي په تازه ډول دمصرف لپاره وي اوهغه څخه دکوچو استحصال دنظر وړنه ؤنو په دې صورت کې هغه نژادونه انتخابوؤ چې دشيدو دغوړو فيصدي يې ټيـټه وي مثلاً دپنير جوړولو لپاره کم غوړلرونکې شيدي استعما ليږي .دشيدو دمقدار اود شيدو دغوړو فيصدۍ ترمينځ دشيدو په غواګانوکي معکوسه رابــطه مـوجوده ده دغواګانوځني عامي ناروغۍ اودهغوي مخنيوي: Some Common Disease of Cows and their Preventions: ١-انتراکس(تورټپ): Anthrax انتراکس يوه دڅارويو ډيره خطرناکه ناروغي ده چې بيلابيل څاروي پري اخته کيږي.په دغه ناروغۍ دټولو څخه زيات غواګاني،پسونه اواوزي اخته کيږي اوآسونه،اوښان خره اونور څاروي هم په دي ناروغۍ اخته کيدلاي شي.انتراکس د باسيلوس انتراسيس بکتريا څخه پيداکيږي. دناروغوڅارويو له پوزي ،خولي اومقعد څخه اکثرا وينه لرونکي افرازات راځي په دغو افرازاتو کي دباسيلوس انتراسيس باکتريا يو غټ مقدارموجود وي دغه باکتريا سپورمنځ ته راوړي چې دمځکي په نيالګيواوخاوره باندي لويږي هغه څاروي چې په دغه ځمکه باندي څريږي په دغه ناروغي باندي اخته کيږي ځکه ددي باکتريا سپورنه تر څوکالونو پوري فعال پاتي کيږي اودباران له کبله چې کله دغه خاوره بي ځايه شي نودغه ناروغي نوروځايونو ته هم خپريږي.په دي ناروغۍ انسانان هم اخته کيدلاي شي ځکه کله چې انسان دناروغوڅارويودپوستکي ،وړيو،هډوکو اويا ويني سره په تماس کي شي دتماس له کبله په دي ناروغۍ اخته کيږي. علايم : Clinical signs تبه، ړنګ بنګ کيدنه (کاواکي )،ريږديدنه،اوپه ساه ويستلوکي ستونزه،دخولي ،پوزي اومقعد څخه دوينې لرونکي افرازاتوراتلل دغه افرازت کيداي شي دڅاروي ترمړينې دمخه ونه ليدل شي ،پرځيدنه (لويدنه)،ټکان (تـشنج)اومړينه کله ناکله په رمه کي دڅارويو ناڅاپي مړينه ددي ناروغۍ يو اوزينۍ نـښـه وي.

مخينوى:Prophylaxis څاروي ته بايد واکسين و شي اوهغه څارو ي چې په انترکس ناروغۍ اخته وي بايد په خاروکې ژور ښخ شي اوياوسوځول شي اوهرهغه څيز چې دناروغوڅارويو افرازات پرې څيڅدلي وي بايد وسوځول شي.

تداوي: Treatment که څاروي څرګندي نښي وښايي نو تداوي يي ستونـزمنه ده خوبيا هم پنسلينونه او ستريپتو ما يسين يا هم تتراسيکلينونه تر يوې اندازې پوري مؤثردي.

٢-توبرکلوز(نرى رنـځ) : غواييز تبرکلوزدغواګانو يوه ساري ناروغي ده چې دمايکو بکتريم بويس څخه پيدا کيږي په دې ناروغۍ غواګانې اونور څاروي اخته کيږي اوهمدارنګه دغواوڅخه انسانانوته هم سرايت کوي کله چې انسانانو په واسطه دناروغوغواګانو اومې شيدې وڅـښل شي اويا داوموشيدو څخه جوړ شوي لبنيات وخوړل شي انسانان پري اخته کيږي.کيداى شي چې غواوي په غواييز توبرکلوز اخته وي خودناروغۍ نـښي ترډيرو مياشتو ياکلونو پوري څرګندي نه شي.فشاراوزړښت دناروغو څارويوغواييز توبرکلوتحريکوي چې له امله يې پراخته څاروي دناروغۍ نـښي ښکاره کوي اومري.

علايم :Clinical sign کمزورتيا ،ډنګرتيا ،دلمفاوي دغوټي لويدل (پړسيدل)،ټوخى اوپه ځينو څارويوکي ترڅو چې حلال نه شي اوپه سږو اود بدن په نورو غړوکې يې ټپونه ونه ليدل شي دناروغۍ هيڅ ډول نـښې نه څرګندوي .په څړځايونو کي دتوبرکلوز تشخيصول ګران اوستونزمن کاردي.

Prophylaxis : مخنيوى څاروي عمومآ دهغه غاز اومايع دتنفس کولوله امله،کوم چې دناروغه څارويو دټوخي يا ساه اخستلوله امله په هواکښې خپاره شوي وي،پردي ناروغۍ اخته کيږي. دتوبرکلوزڅخه دخپلوڅارويودساتنې لپاره بايد ټول ناروغه څاروي اوهغه څاروي چې په ناروغۍ اخته څارويو ته ورنږدي شوي وي مړه اوجسدونه يى بايد ښـخ ياوسوځول شي.اوټول هغه ځايونه چې په ناروغۍ اخته څاروي پکي ساتل شوي يا ګرځيدلي وي بايد پاک اوضدعفوني کړۍ شي.اوهمدارنګه هغه غواګاني چې په توبرکلوز ناروغۍ اخته وي دهغوي داوموشيدو دڅـښلواودهغوي دلبنياتوڅخه بايد ځان وساتل شي.ځکه دخوړو له امله انسانان هم په دې ناروغۍ اخته کيږي.

تداوي: Treatment نوموړې ناروغي يوه اوږده ناروغي ده چې تداوي يې اقتصادي نه بريـښي خو دناروغۍ دمخنيوي لپاره بايد ځيني دواګانې استعمال کړاى شي او يا دسختى ناروغۍ په صورت کي حيوان حلال اوژور ښخ کړاى شي.د ناروغۍ دتداوۍ لپاره بايدلاندي پينسلينونه دوترنر ډاکتر دهدايت يا لارښونې سره سم استعمال کړاي شي او دهغه سره پري مشوره وکړاي شي. ١-استرپتومايسين ٢-پنسلين ويال( ٢ )ميلونه ٣- تابليټ ايزونيازيد اوداسي نور.

Brucellosis ٣-بروسلوزيـس: بروسلوزيس يوه ساري ناروغي ده چې اکثره غواګاني ،پسونه اواوزي پري اخته کيږي بروسلوزيس دبروسيلادکورنۍ له ډول ډول بکترياو څخه پيدا کيږي اوپه مختلفو نومونو لکه څپه ييزې تبې ،دساري نقصان (دحمل زيانول )،اودبنګ د ناروغيوپه نومونو سره ياديږي.نوموړې ناروغي په غواګانو.پسونو اواوزو کي دنازيږيدلوبـچو (حمل)دزيان (سقط)يادمړه بچي د زيږيدني سبب ګرځي اودڅارويو څخه انسانانو ته هم انـتقاليداى شي اوهغوي په تبه،سرخوږي اودشپـې په خوله کيدواوستومانۍ اخته کوي. Clinical sign علايم: دبلاربوالي په اخره مرحله کي غوابـچي زيږوي اوکه نر غوايي پرې اخته شي نو خصيي يا هگۍ يې پړسيږي.په غواووکي زياتره پلاسينتا ياپيروان بند پاتي کيږي خوپه غواوو کي مشخصي نـښي نه ترسترګو کيږي.

Prophylaxis مخنيوي: دبروسيلا باکتريا دناروغوحيواناتو په شيدو،وينه اوبولو(ميتازو)کي هم موجود وي. شيدې بايد وايشول شي اوغوښـه مخکې له خوړلو څخه بايد ښـه پخـه شي.دبروسلوزيس دناروغۍ څخه دخپلو څارويو دساتني لپاره بايد هغه ټول ځايونه چې ناروغه څاروي په کي ساتل شوي ،ګرځيدلي يا پکــي دهغوي وينـه ،بولي(ميتازي) ياکومه بله مايـع څڅيدلي وي پاک اوضد ې عفوني کړئي اوپه دې ناروغۍ اخته څاروي بايد له نوروڅارويو څخه لرې وساتل شي. Treatment تداوي: تداوي يي کاميابه نه ده.

Food Moth Disease F.M.D٤-دافتوزتبه (طبق): دافتوزتـبه په غواګانو،پسونواوزو اوهغوڅارويو کي چې همدغه شان پـښې لري يوه ډيره ساري ناروغۍ ده دافتوز دتبي له ويروس څخه پيداکيږي طبق دايف –ايم –ډي اوفايبرافتوسا په نومونو سره ياديږي.نوموړي ناروغي په اسانۍ سره په ټوله رمه ياډله کي خپريږي په دي ناروغۍ اخته څاروي خپل وزن له لاسه ورکوي،په روانيدلو کي ستونزه لري اودشيد‌‌و توليد يې کميږي.اوپه اسانى سره په سيمه کې خپريدلاى شي اوکيداى شي دغه ويروس په انسانانوکر هم موجودوي اوله انسانانو څخه څارويو ته انـتقال شي.

Clinical sign علايم: په دې ناروغۍ اخته څاروي تبه، خوله ،ژبه،دغولانځوپه څوکو،اودپـښوپه منځ کې تڼاکې اوتوږنې،دخولې څخه دډيرو لاړوتلل،په ګرځيدلوکې ستونزه لرل،وزن بايلل اودشيدوپه توليد کې کموالى.غواګانې نسـبت پسونواواوزوته دناروغۍ نـښې ژرڅرګنده وي.

Prophylaxis مخنيوي دافتوزيا طبق له تبې څخه دخپلوڅارويودساتنې لپاره بايد ټول ناروغه څاروي له نوروڅارويوڅخه لري وساتل شي اوهغه ټول ځايونه چې ناروغه څاروي پکي ساتل شوي ياګرځيدلي وي ښـه پاک اوضدې عفوني کړى دطبق دتبې ويروس ډير ډولونه لري دښې نتيجي لپاره دواکسين ډول بايد دطبق دتبې دويروس دډول سره توافق ولري.که چيري دواکسين ډول اودناروغۍ دويروس ډول توپير ولري نوواکسين شوي څاروي به له ناروغۍ ونه وژغورل شي ددې دمخنيوي لپاره بايد لابراتواري آزموينې ترسره شي.اووروسته دهغې څخه دې ورته واکسين و شي .دواکسين دتطبيق ښه وخت دجوزا مياشت ده اودويم ځل دي دحوت په مياشت کې واکسين شي. Treatment تداوي: تداوي نه لري خو دنوروميکروبونودمداخلي څخه د مخنيوي په خاطرانتي بيوتيکونه ورکولاى شو.خوله اوپـښې دې دپوتاشيم پرمنګنات په محلول ومينځل شي دزخمونو دمينځلولپاره د مالګې څخه هم کاراخيستلاى شو. P.P.R ٥-رينډرپـيسټ (وبا): وبادغواګانو يوويروسي ساري ناروغي ده ،چې درينډرپيسټ يا وبا په نوم ياديږي، اوپه غونډه ډله کې په چابکۍ سره خپريږي په دي ناروغۍ داخته څارويو ډيره جګه يا لوړه تبه وي اووزن يي کميږي اواکثره څاروي سمدلاسه ورڅخه مري اودنوموړې ناروغۍ ويروس په انسانانوڅه اثرنه کوي. Clinical sign علايم: په يادي شويې ناروغۍ اخته څاروي جګـه تبه لري،له پوزي اوسترګوڅخه داوبولرونکوافراز توراتلل،دڅارويو په خوله کي ډيرځلي ټيونه ليدل کيږي اوپه اسهال اخته وي. Prophylaxis مخنيوى درينډرپـيسټ ياوبا له ناروغۍ څخه دخپلوڅارويود ساتنې لپاره بايدټول ناروغه څاروي اوهغوى ته ورنږدې شوي څاروي مړه اوجسدونـه يې ښـخ ياوسوځول شي. اوهغه ځايونه چې ناروغه څاروي پـه کي ساتل شوي يا ګرځيدلي وي بايد پاک اوضدى عفوني شي ددې لپاره چې څرګنده شي آيا څاروي درينډرپـيست يا وبا په ناروغۍ اخته دي اوکه نه؟ بايد لابراتواري آزمويني ترسره شي.

Treatment تداوي: رينډرپـيسټ يا وبا دتداوي لپاره بايدله واکسين څخه کار واخستل شي.

٦-دغولانځي پړسوب: که چيري دغولانځي يوه برخه دبلي په پرتله لويه شي دغه پـيښي ته دغولانځې پړسوب وايي.

Clinical sign علايم: پړسيدلي برخه توده سوررنګ لري يا هم شين رنګ غوره کوي دشيدو توليديې کميږي،په شيدوکې اوبه ياوينـه ليدل کيږي اوکه ډيروخت پرې تـيـرشي ممکن په شيدوکي زوه وليدل شي .زياتره غواګانې تبه هم ورسره لري. Prophylaxis مخنيوى دغه ناروغي زياتره دغولانځې سره دناپاکه ځاى اوناپاکه لاسونودتماس په وسيله پيدا کيږي نوبايد حفظ الصحه مراعات شي.دلوشلو په وخت کې لاسونه په صابون ومينځل شي اودغولانځي پريمينځل په پاکوګرمـواوبواو په پاکه ټوټه وچول يي مؤثردي .په غوجل کې دزياتوڅارويوتړل دناروغۍخپريدو لپاره زمينه بــرابـروي.

Treatment تداوي: مختلف انتي بيوتيکونه دتي له لاري دملهم يا محلول په شکل ياهم په پيچکارۍ (زرقي) شکل دتتراسيکلينو،سلفانامايدونو اودپنسلينونو تطبيق دتداوۍ لپاره په کار وړل کيږي .

Black Lag Disease ٧-بليک ليـګ ياتورلينګي: دعضلاتو يوډول پړسوب دى چې دګاز توليدونکو باکتريا وو په وسيله منځته راځي.

Clinical sign علايم: څاروي په پـښه ګوډوالي ښا يي او په پړسيدلي عضلاتو کي يي دترق تروق يا کړپ اوکړوپ اواز د فشار ورکولوپه وخت کي اوريدل کيږي کيداى شي څاروي ١٢-٢٤ ساعته په اوږدو کي له مينځه ولاړ شي.

Prophylaxis مخنيوى: دناروغۍ په مقابل کي دي دحمل او ثور په مياشتو کي واکسين و شي.

Treatment تداوي: دوترنر ډاکتر دهدايت يا لارښونې سره سم دي پنسلينونو ،ياهم تتراسکلينونو استعمال کړاي شي.

٨- په غواګانو کي داخلي پرازيتونه: داخلي پرازيتونه عبارت دهغه پرازيتونوڅخه دي چې دحيوان په داخل کي ژوند کوي او دحيوان په هاضمې سيستم، ځګر اوسږو باندې خپل ژوند سرته رسوي او دهغوى وده اوصحت زيامن کوي.

دځگر چينـجى: داچينـجي په ځګر اودصفر ا په ناليو کي ژوند کوي چې دپلنو چنـچيانو په نامه سره ياديږي دحيوان ځگر( ينـه) خرابوي. Clinical sign علايم: که په ډيرتعداد سره دغه چيـنجي دحيوان بدن ته داخل شي نوکيداى شي حيوان له مينځه يو سي که نه نو دوينې کموالىاومخاطي غشاوو کم رنګـه کيدل ،يا ژيړوالى ،دپوستکي خړوالى اسهال اود شيدوپه حيوان کې کمښت ليدل کيږي.

Prophylaxis مخنيوي نوموړې مرض په هغوځايونوکي پيدا کيږي چې جبه زارې يا زيم ناکې ځمکې وي دمرض دمخنيوي لپاره بايدهلته څاروي ونه څرول شي.

Treatment تداوي: ترايکلوبندازول ٢٥٠ملي ګرامه بولسونه. يو بولس په ٢٥کيلوژوندي وزن باندي. دمني اوپسرلي په وخت کې دچيـنجيوضد دواګانو استعمال.

دسږو چيـنجيان: نوموړي چينـجيان په سږو کي ژوند کوي چې په نتيـجه کې په حيواناتو کې تنفسي ستونزي پيداکيږي.

Clinical sign علايم: په حيواناتوکي ټوخى،وزن له لاسه ورکول اوکيداي شي نورې تنفسي ستونزې هم ورته پيدا شي.

Treatment تداوي: دوترنر ډاکترد هدايت سره سم يادحيوان ديو کيلو وزن په اندازه ٥.٧ګرامه ليواميزول استعمال شي.

٩-په غواګانو کې خارجي پرازيتونه: دا هغه پرازيتونه دي چې دحيوان په پوستکي او يا د پوستکي لاندې ژوند کوي په دغه ډله کې کونې، کنې، سپږې او جرب پم د ناروغۍ عامل شامل دي .

کنې: Tick داهغه پرازيت دى چې د يو حيوان څخه بل حيوان ته ناروغي انتقالوى.اودا پرازيت د حيوان څخه وينه زبيښي.

نښې:Clinical sign زياتره دغه پرازيتونه د حيوان په هغه ساحو کي وي چي ويښتان نه وي لکه د غوږونو داخلي برخه تخرګونه د لکۍ لاندې برخه کې ليدل کيږي حيوان نارامه وي او دوينې کموالى په کې ليدل کيږي.

درملنه :Treatment تراي کلوروفان(١٥ )ګرامه په لس ليتره اوبو کې د سپرې په شکل دي استعمال کړاى شي.

مخنيوي :Prophylaxis د غواګانو داوسيدو په ځاى کې بايد ذکرشوي دوا وپاشل شي اودغوجل چاوونه دې بند کړاى شي.

سپږې: Lice دا هغه پرازيت دى چې د څارويو او مرغانو په پو ستکي باندې ژوند کوي او ځيني يې په جلد يا پوستکي خوله لګوي او وينه يي زبـيښي.

نښې : Clinical sign زياتره څاروي ځان ګروي اوبدن يې خارښت کوي .ويښتان يې له منځه ځي اشتهايي کميږي دونې په ډډ يا ديوال پسې ځان مښي او په خوسکيوکې د کم خونۍ سبب ګرځي .

درملنه:Treatment نيګوان پوډر( ١٥) ګرامه په لس ليتره اوبو کي د سپري په شکل استعماليږي.او د درې اوينو په فاصلې سره بايد استعمال کړاى شي.

مخنيوى :Prophylaxis په منظم ډول د حشراتوضد دوا استعمالول.

پم ياګرک ناروغي: واړه پرازيتونه دي چې دپوستکي په داخل کې ژوند کوي دپوستکي دپړسوب او خارښت سبب ګرځي په سترګونه ليدل کيږي.

نښې : Clinical sign دبدن خارښـت ،دويښتانوله مينځه تلل ،جلدي پړسوب اودبڼي بدليدل يې څرگندي نـښي دي .

درملنه:Treatment نيګوان پوډر ١٥ګرامه په لس ليتره اوبوکې ددوو اونېو په فاصله دسپرې په شکل استعما ل کړاي شي. دخارجي پرازيتونو په مقابل کې دلتامترين په ټاکلي مقدار سره هم استعمالولي شو. . ماخذونه : References ١-احمد بايردرمل،عزيزاحمد کاکړ.د څارويو د روزني لنډ لارښود ٢-په افغانستان کي دڅاروودغټو(مهمو)ناروغيوپيژندل اوراپورورکونه. ٣-تيم استادان مرکز تربيوي وترنري چاريکار،کورس ريفريشر تشخيص تفريقي امراض-امراض فوق العاده ساري وزونوز( ١٣٨٦ )هـ ش. ٤-خوشدل معروف،چيـپـټر نوټ.(١٣٨٥) هـ ش. ٥-داکترمحمد جواد ضميري ،پرورش ګاو شيري (١٣٨٣) هـ ش.

کال :١٣٨٧هـ ش

ترین کوټ ولایت[سمول]

حمی 74.118.83.85 ۱۸:۰۳, ۶ مارچ ۲۰۲۴ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)