د کارن خبرې اترې:Saidwali hamdard

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د څاڅکو په طریقه ابول نوې او غوره اوبه لګونه! نباتات د اړتیا وړ اوبه د رېښو په وسله له خاورې څخه اخلي، چې د نباتاتو د اړتیا وړ اوبه د اورښت ( واورې او باران ) او یا د ابخور له لارې برابذیږي. د نړۍ په مختلفو برخو کې د نباتاتو د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په خاطر د اوبو لګولو د مختلفو طریقو څخه کار اخیستل کیږي. د اوبو لګولو په وخت کې د مناسبې طریقې ټاکل او استعماا ډیر مهم دی د غیری مناسبې طریقئ ټاکل او استعمال نه یوازې دا چې د اوبو لګولو موثریت کموي او د اوبو د بې ځایه ضایع کېدو سبب ګرځي بلکې د خاورې د تخریب Soil erosion په ځمکه کې د اوبو زیمیدو Logging water او په خاورې کې د مالګو د را ټولېدو Soil Salinization سبب ګرځي. دا چې د ابخور علم مختلف اړخونه او ډولونه لري، تاسو ته یې د هغو له مختلفو ډولونو څخه د څاڅکو یا دریپ Drip Irrigation عصري او نوې طریقه در پېژنم.

  1. Drip_Irrigation

د اوبولو نوموړې طریقه یوه نوې او عصري طریقه ده چې په کرنه کې ورځ په ورځ عمومیت پیدا کوي، په ځانګړي ډول په هغه ځایونو کې چې د اوبو کمی او مالګو ستونزه موجوده وي په ۱۹۴۰م کال کې د سیمچا بلاس په نامه یو اسرائیلی انجنیر متوجه شو چې د اوبو یوې لیک شوې چوسکې ته نژدې یوې ونې د نورو شاخوا ونو په پرتله ښه وده کړې وه تر ډیر غور وروسته نوموړی دې نتیجې ته ورسید، چې یادې ونې ته د لیک شوي پایپ له لارې په دوامداره توګه په مناسبه اندازه او رسیږي او په همدې خاطر لیک شوي پایپ ته نږدې ونې د نورو ونو په پرتله ښه وده کړې وه سیمچا بلاس په ۱۹۶۴م کال کې د ډریپ په طریقه د اوبو لګولو لومړنی سیستم مینځ ته راوړ. Drip irrigation د اوبو لګولو نسبآ نوې طریقه ده چې په تیرو دوو لسیزو کې یې زیاته پراختیا پیدا کړې په دې طریقه کې معمولأ د پولي ایتلین پایپونو په واسطه چې لیترالونه ورته ویل کیږي د یو ډول مخصوصو منفذ لرونکو جوړښتونو د لارې چې امیترونه دریپرونه یا تریکلرونه یي بولي په نسبتأ کم( ۰،۵ -۱،۰) فشار سره په کراره او دقیقه توګه د بیلو یا دوامداره څاڅکو یا د اوبو د کوچني جریان په شکل خاورې او د نبات ریښو ته اوبه ورکول کیږي

د څاڅکو په طریقه په اوبو لګولو کې اوبه د خاورې هغې برخې ته ورکول کیږي چیرې چې د نبات فعالې ریښې موجودې وي په دې طریقې سره زیات شمیر نباتات اوبه کیدای شي، خو د هغو نباتاتو لپاره چې په قطار کرل کیږي په تیره بیا د میوه لرونکو ونو او انګورو باغونه او یو شمیر سبزیجاتو لپاره زیاته مناسبه طریقه ګڼل کیږي. د شلمې پیړۍ تر پایه پورې د ډریپ په طریقه د اوبو لګولو مفکورې استرالیا او د امریکا متحده ایالاتو او په پای کې د نړۍ یو شمیر نورو هېوادونو ته پراختیا پیدا کړه په ۱۹۸۸م کال کې په نړۍ کې د ډریپ په طریقه د خړوبیدونکې ځمکې ټوله سیمه نږدې ۱۰۵۵۰۰۰ هکتاره وه. د امریکې متحده ایالاتونه د ډیرپ د خړوبیدونکې ساحې له پلوه په نړۍ کې لومړی مقام لري.

د څاڅکو په طریقه اوبه لګول د نورو ټولو طریقو په نسبت اغیزمنه او مؤثره طریقه شمیرل کیږي. د څاڅکو په طریقه کې د اوبو لګولو سیستم برخې عبارت دي له: د اوبو زیرمه، واټر پمپ، د وېش مرکزي سیستم، عمده پایپ، فرعي پایپونه، لیترالونه، او امیټرونه...

د څاڅکو په طریقه د اوبو لګولو ښیګڼې په لاندې ډول دي ۱- د څاڅکو په طریقه د اوبو لګول د اوبو سپما کې مهم رول لري ۲- په دې طریقه کې اوبه په ډیره دقیقه توګه د نبات د اړتیا مطابق ( نه ډیرې زیاتې او نه ډیرې کمې) خاورو ته ورکړل شي ۳- د ډریپ په طریقه اوبه لګول د نبات پاڼو، تنې او میوو سره د اوبو تماس کموي او په نتیجه کې په ناروغیو باندې د نبات د اخته کېدو چانس کمیږي ۴- کیمیاوي سرې، آفت وژونکي او د ډریپ د بندیو ضد کیمیاوي مواد د دریپ په طریقه د اوبو لګولو د لارې په ډېره اغیزمنه توګه استعمالیدای شي. ۵- د ډریپ په طریقه اوبه لګول د هرزه بوټو ستونزه کموي ۶- دا طریقه د زیاترو کرنیزو عملیو او فعالیتونو لکه د ماشین آلاتو تګ راتګ، د میوط د راټولولو، د سرې د ورکولو او داسې نورو کړنو په وړاندې نه خنډ کېږي. ۷- د څاڅکو یا ډریپ په طریقه کې د مالګینو اوبو څخه هم کار اخیستل کیدای شي

دا طریقه اوبه لګول یو لړ ستونزې هم لري چې دلته یې په لنډ ډول یادونه کوم ۱- دا طریقه اوبه لګول زیاتې پانګې اچونې ته اړتیا لري ۲- ددې سیستم نصب او ساتنه لوړې پوهې، ځانګړي مهارت او تجربې ته اړتیا لري ۳- وخت نا وخت د امیترونو بندیدل ۴- په دې طریقه کې مالګې له خاورې څخه نشي مینځل کیدای ۵- که چیرې د ډریپ اوبه لګولو سیستم سم ډیزاین نه شي د پتي ټولو برخو ته اوبه رسول ستونزمن تمامیږي ۶- د ډریپ په طریقه اوبولو کې د ریښو ساحه محدوده وي.

  1. نوټ: د څاڅکو په طریقه په اوبو لګولو کې د اوبو د وېش موثریت water Distribution Efficeincy تر ۹۰ سلنو هم لوړي دی، په داسې حال کې چې د سپرنکلر ( آبشاري) طریقې په واسطه د اوبو د ویش موثریت د ۶۵ څخه تر ۸۰ فیصدو پورې او د اوبو لګولو د مروجو سطحې طریقو د استعمال په صورت کې د اوبو د وېش موثریت د ۳۰ څخه تر ۶۰ سلنو پورې دی.

س.همدرد