د کارن خبرې اترې:Osman ghani zabuli

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

{{ښه راغلئ|realName=|nمختلط اقتصادي سيستم (Mixed economics system)

  مختلط اقتصادي نظام داـسي يو سيستم دي چي د سرمــــايه داري  او سوسيالستي اقتصاد ي نظامونو څخه ترکيب شوي ودى.

پدي معني چي پدي نظام کي د سرمايه داري او سوسيالستي اقتصادي نظامونو د ښه والي او برياليتوب د پيداکولو کوښښ کيږي اوهمدارنګه په نوموړي نظام کي د سرمايه داري اوسوسيالستي اقتصادي نظامونو د نيمګړتياوو اوعيبونو څخه مخنيوىکيږي همدارنګه پدي سيستم کي دوه سکتورونه چي عبارت دي له خصوصي سکتور اودولتي سکتور څخه فعاليت کوي دمختلط اقتصادي سيستم اساسي خصوصيات د مختلط اقتصادي سيستم اساسي خصوصيات په لاندي ډول دي (١) دوه ګوني اقتصادي ملکيت : په مختلف اقتصادي سيستم دوه سکتورونه چي يو يي خصوصي سکتور اوبل يي دولتي سکتوريعني فردي ملکيت اوعامه ملکيت موجوددي دادواړه سکتورونه يو دبل سره رابطه لري په مختلط اقتصادي سيستم کي صنعتونه په دوه برخوويشل شوي دي چي يوډول يي اساسي اوخاص صنعتونه چي ددولت لخوا تر سره کيږي د مثال په توګه ددفاعي سامان الاتو توليد ، اټومي انرژي ، فولاد ، درانده ماشينونه ، دالوتکوتوليد ، د بحري بيړيو جوړول صادرول او واردول او همدارنګه په لويه پيمانه جنګي سامان الات اوداسي نور توليدول اوصادرول ددولت لخوا صورت نيسي ددي څخه علاوه نو ر صنعتونه او تصد يګاني د خصوصي افرادو په واک کي وي لکه د شکري توليد ، غوړيو توليد ، د ټوکرتوليد ، د موټروجوړول فابريکي اوبرقي سامان الاتو توليد او داسي نور . خوبايد وويل شي چي په مختلط اقتصادي سيستم کي دولت خصوصي تصديګاني په بشپړه توګه ازادي نه پريږدي بلکه په مختلفو ميتودونو سره يي پدي خاطرکنټرولوي چي د تصدي مالک ته د زياتي ګټي په ځاي ټولني ته زياته ګټه ورسيږي . (٢) دقيمتونو رول :

پدي سيستم کي د مختلفو طريقو څخه کاراخستل کيږي په دولتي تصديګانو کي داجناسو توليد ، د قيمتونو معيار اود پانګي اچوني لپاره پريکړه ددولت د لارښوونو په اساس صورت نيسي مګرپه خصوصي تصديګانوکي پس انداز، پانګه اچونه توليد اود قيمتونو ټاکل دازادنظام د قيمتونو په اساس صورت نيسي .

داقتصادي ګډوډي مخنيوي : په سرمايه داري اقتصادي سيستم کي د عايد د غيرعادلانه توزيع په وجه اقتصادي ګډوډي راپيدا کيږي غريب اوسرمايه دارپه دوه طبقو ويشل کيږي غريبي طبقي ته د تعليم او پرمختګ مساوي مواقع نه ورکول کيږي چي پدي وجه د اقتصادي پرمختګ معيار ټيټيږي او په خلکو کي د بدناميۍاو نفرت جذبات راپيدا کيږي . مګر په مختلط اقتصادي سيستم کي د ګټو او عايد په تو زيع کي ګډوډي نه رامنځته کيږي د اجتماعي عدل او سو کالۍ غوښتنه پو ره کيږي همدارنګه غريبي اوسرمايه داري طبقي ته د يو نوعه پرمختګ مواقع په لاس ورځي دولت په سرمايه داره طبقه لکه سوداګرو ، متصديانو ، او سرمايه دارانو باندي زيات ټکسونه وضع کوي چي ددغي ټکسونو څخه لاس ته راغلي عوايد دغريبي طبقي دسوکالي لپاره مصرفوي مثلا تعليم او تربيه طبعي او صحي چارو کي ورسره په وړيا توګه مرسته کوي . (٤)- دمارکيټ په انحصاراتو باندي کنترول : په سرمايه داري اقتصادي سيستم کي عموما لو ي ،لوي اقتصادي فعاليتونه د دمارکيټ د انحصار شکل غوره کوي مګر په مختلط اقتصادي سيستم کي د هغو اجناسو توليد چي ټولني ته ګټور نه وي د هغو ي د توليد مقدار ،قيمت ،ګټه او نور نقاط د اجتماعي مفاد په خاطر کنټروليږي . (٥) – د ګارګرانو د حقوقو ساتنه : حکومت دتصديګانودکارګرانو د حقوقواو مفاداتو ساتنه کوي اوددي هدف لپاره قوانين جوړوي ترڅو توليدونکي دکارګرڅخه ناجايزه استفاده ونکړي اودهغوي حق تلف نشي پدي لړ کي حکومت ځيني قوانين جوړوي لکه د مزدورانو دمزد ومعاش ټاکل ، دکار وختونه . دکارکولو ساعتونه ، د هفتي رخصتي او حوادثو په صورت کي معافيه ورکول .

دمختلط اقتصادي سيستم ښيګڼي : (١) دفردي ملکيت ازادي (٢) داقتصادي فعاليت ازادي (٣) پدي سيستم کي دکوښښ کولو ترغيب صورت نيسي (٤) اقتصادي پرمختيالپاره صحيح دى (٥) د توليدعوامل پدي سيستم کي په ښه توګه استعماليږي (٦) پدي سيستم کي پس انداز او پانګه اچونه پرمختګ کوي (٧) داقتصادي پلان جوړوني په واسطه اقتصادي پرمختګ تيزيږي (٨) دغريبي طبقي مفادات ساتل کيږي (٩) دولتي تصديګاني ديو څو افرادو اقتصادي پرمختګ پرځاي اجتماعي پرمختګ او انکشاف ته تو جه کوي (١٠) د ګټو او عايد اتو په ويش کي تفاوت نه پيداکيږي د مختلط اقتصادي سيستم نيمګړتياوي. دمختلط سيستم نيمګړتياوي په لاندي ډول دي (١) پدي نظام کي د مستهلکينوګټي او مفادات نه ساتل کيږي (٢) پدي نظام کي مولدين د خلکو لپاره د اجناسو دمشهورتياپه خاطر ډيري پيسي مصرفوي مستهلکين دوکه کوي او د غيرمعياري اشياوو په خرڅلاو پري کاميابيږي پدي لړکي حکومت مداخله نه کوي چي پدي ډول په اشتهاراتو باندي د مصرف شوي پيسومقدار د مستهلک څخه اخستل کيږي . (٣) پدي نظام کي طبقاتي سيستم رامنځته کيږي دسرمايه دار او کارګرو دواړو طبقوګټي په ټکر کي واقع کيږي اوکلا ناکله په جنګ هم بدليږي (٤) په خصوصي سکتور کي توليدي عوامل د اجتماعي ګټو په نظر کي نيولو سره په کار نه وړل کيږي (٥) شخصي تصدي او فابريکي ډيره ګټه لاسته راوړي او د ډيري پانګي لاسته راوړلو په وجه د مارکيټ په انحصار لاس پوري کوي پدغه نظام کي نوساني تغيرات رامنځته کيږي چي دهغي په وجه په ملي اقتصاد کي توازن له مينځه ځي (١) ددي څخه مخکي مونږدسرمايه داري او سوسيالستي نظامونو په هکله په تفصيل سره بحث وکړ اودنوموړو دواړو نظامونو ښه والي او بدوالي مووڅيړه . د څيړني څخه معلومه شوه چي دادواړه سيستمونه دانفرادي او ټولنيزاقتصاداو همدارنګه د ټو لني د سو کالۍ او فلاح لپاره کامل او اطمينان بخش نه دي ځکه په دواړو نظامونو کي ډيري نيمګړتياوي موجوددي په همدي تر تيب مختلط اقتصادي نظام چي نسبت سرمايه داري او سوسيالستي نظامونو ته يو څه ښه والي لري هغه هم نيمګړتياوي لري چي ددغو نيمګړتياوو دلري کولو لپاره تراوسه کومه طريقه پرمخ رانغله ددغو نيمګړتياوو دلري کولو په خاطر يو بهترين ، مکمل او انکشاف پذير اقتصادي نظام ته ضرورت محسوسيږي چي دا ضرورت داسلام دسپيڅلي اقتصادي نظام په خپلولو سره پوره کيږي .

په درنښت عثمان غني ـ زابلي

امریکا[سمول]

امریکا د پور لپاره پیسې په جیب کي ګرځوي. چي کوم هیواد به پور وغواړي. کله چې پور ورکړي نو د هیواد حالت ته ګوري که افغانستان غوندي یي د دوی په لاس جوړ سوی نظام دوی ته لکه اوس غوندې وفادار وو. نو بیا یوه بله د فریب لومه هم لري هغه دا چي د پور د بښنې خبره کوي خو په دې شرط چي لوی کارونه به ټول خصوصي کوي چې دي ته یی دښې حکومتولی نوم هم ورکړی . دوی پوهیږي چي خصوصي کارونه بیرته زموږ شرکتونه کوي دا په عین حال کي خپلو شرکتونو ته کار پیدا کول او قرار داد ورکول دي. خو کله چي دولت لږ د دوی د کړنو خلاف غږ وکړي سمدستي یی شرکتونه دبیو لوړوالی راولي او بیرته د هیواد دبیوزلۍ اوږه یی تر خپل لاس لاندي سي. دا کړني امریکا په نورو هیوادونو کي هم تکرار کړي دي. لکه بولویا. تنزانیا .... غني Osman ghani zabuli (خبرې اترې) ۱۰:۳۶, ۲۱ اگسټ ۲۰۲۰ (ہ ن و)