د کارن خبرې اترې:Abdulhaq faqirzada

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.

--دوتنه:Animalibrí.gifعثمان 21:20, 14 اگسټ 2015 (UTC)

عبدالحق فقیرزاده[سمول]

عبدالحق فقیرزاده شاوخوا 27 کاله وړاندې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ فقیرانو کلي په یوه دینداره او علم لرونکي کورنۍ کې نړۍ ته سترګي غړولي دي، لومړنۍ زده کړې یې په ارګون ولسوالۍ سرخت عالی لېسه کې تر سره کړې دې او د لیسې دوره یې په کابل عبدالرحیم غفورزی عالي لیسه کې تر سره کړې دي، له زراعت هرټیکلیچر او کمپیوټر ام سی آی ټي پي دغه راز د ژورنالیزم له یوشمېر لنډمهاله پروګرامونو څخه فارغ دی او اوس اقتصاد اداره او منجمنټ وایې، په پښتو، دری او انگلیسی ژبو ښي خبري کولی شي.

دا چې د فقیرزاده کورنۍ یوه ویښه او د سیاست په ډګر کې یې پلار ډيره برخه لرله د قومونو د مشر او بیا تر نظامي دندو قومندان او ولسوال پورې د پکتیکا ولایت په مختلیفو ولسوالیو کې پاتې شو او بیا ورسته د خلګو په مشوره او ملاتړ دوه ځلې د ولایتي شورا بریالی نوماند وو او د ولس د استازي په توګه یې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړې دي.

همدې ته په کتو زوی یې عبدالحق فقیرزاده یې هم په مختلیفو برخو کې د ټولنې د ښيګڼي او پرمختګ او په خاص ډول د ځوانانو د راویښیدو لپاره اړین کارونه ترسره کړې دي، هغه په ۱۳۹۴ کال کې د یوشمېر نورو ځوانانو سره چې مشري یې خپله فقیرزاده کوله د پکتیکا ځوان خوځښټ ټولنې په نوم یو مدني ټولنه جوړه کړه، چې په مختلیفو برخو کې یې د مثال په ‌ډول د ځوانانو ترمنځ ملی وحدت تامینولو، د قومونو تر منځ د شخړو، د ټولنیز عدالت تامینولو ، تعلمی کچی ظرفیت لوړولو او ځوان کهول ته د کاري فرصتونو برابرولو ، د تاوتیریخوالی مخنیوي ، په ټولنه کې د اخلاقی فساد مخدره توکو د کرکیلی قاچاق تولید پر خلاف پراخه مبارزه ، د ناوړه دودونو د مخنیوي ، د بې وزلو سره مرستې ، كلتوري ارزښتونو ساتلو او عامه پوهاوي په برخه کې بيلابیل پروګرامونه ترسره کړې دي. دا چې تر بل هر څه په ټولنه کې زیاته اړتیا علم او پوهې ته لیدل کیده په همدې تړاو یې بیلابیل پروګرامونه او کمپاینونه ترسره کړل. د مطالعې کمپاین لړۍ یې تر کلیو او بانډو وغځوله او د پکتیکا پوهنتون کتابتون لپاره یې پنځه زره جلده کتابونه د ملګرو په مرسته راټول کړل او د یوې غوڼډې په ترڅ کې یې ورته وسپارل.

دا چې په پکتیکا کې بې وزله وګړي زیات دي د همدې لپاره یې د ملګرو په مرسته مهربان خیریه بنسټ جوړ کړ او د پکتیکا په په بیلابیلو ولسوالیو کې له بې وزله وګرو سره د مرستې لړۍ پيل کړه چې اوس هم دوام لري.

په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان د ځوانانو ښوونیز پارلمان ته بریالی شو او د پکتیکا د ځوانانو په استازیتوب یې له حکومتي مشرانو سره ناستې وکړي او هغوی ته یې په روغتیا او د پوهنې په برخو کې طرحې وړاندې کړي.

په رسنیز بهیر کې فقیرزاده هم خپل مسولیت ادا کړی دی، د پکتیکا د ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمیټي غړی دی او د کار په جریان کې یې له بیلابیلو رسنیو سره همکاري ترسره کړي دی او ښه کاري تجربه لري.

لومړنۍ پیل یې په کابل کې له ورځپاڼي وکړ ورسته پکتیکا ته لاړ او هلته یې  له تلوسه راډیو سره نږدې  دوه کاله د ویاند په حیث دنده پيل کړه او په ژوندۍ بنه یې سیاسي او روغتیایي خپرونې پرمخ وړلي،  له ندای اګاه اژانس او یوشمېر نورو ورځپاڼو او ویب سایټونو سره خپله همکاري ښودلي دی.


وخت ناوخته فقیرزاده د هیواد په روان وضعیت تحلیلي لیکنې او لنډي کیسي لیکي چې اوس هم هیواد ته په خدمت مصروف دی...

دلته یې ټول تشریح کول لیږ ګران کار دی.

اوس مهال ښاغلی عبدالحق فقیرزاده له پکتیکا ولایت څخه د 1397 کال ولسي جرګې ټاکنو ته خپلواک نوماند دی.

د لا بریا په هیله!