د کارن خبرې اترې:61.5.198.115

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ![سمول]

د ويکيپېډيا د هر مخ د خبرې اترې مخ د هماغه ليکنې اړوند، نظرونو، پوښتنو او وړانديزونو او نيوکو لپاره دی، کوم اخبار نه دی چې يو څوک دې پرې هرڅه چې يې خوښه وي، هغه خپاره کړي، زما مطلب دا دی چې دلته يوازې د دې ليکنې اړوند خلک هغه وخت داخليږي چې له پورته حالتونو يو ولري، که تاسو غواړئ، چې په ويکيپېډيا کې ليکنئ، وکړئ، نو ستاسې ليکنې نه بايد د ورځپاڼې، تلوېزيون يا راديو د وينګ په څېر وي، بلکې د يو څېړنيز کتاب په څېر بايد تاسو مالومات په ترتيب سره وليکئ او د هغې سرچينې وښاياست، چې موضوع مو له کومه ځايه راخيستې ده، هرپاراګراف سره مل بايد د خپلې خبرې د تصديق لپاره يوه سرچينه ورکړئ،

تاسو بايد ليکنې په يو نوي مخ کې چې تاسو ورته سرليک ټاکلی دی، په هماغه سرليک يو نوی مخ جوړ کړئ او هلته خپله ليکنه وکړئ، او د دې لپاره تاسو بايد يو ګڼون جوړ کړئ، مننه. شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۰۶:۱۸, ۱۵ مارچ ۲۰۲۴ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)