د کارن خبرې اترې:217.155.49.4
سکالو ورگډولقدرمنه تاسو چې داسې په ورکنومې توګه يو متن په څو څو وار په ويکيپېډيا کې خپروۍ نو په داسې کولو سره به بيا ستاسو آي پي پتې باندې بنديز ولګېږي. مهرباني وکړۍ او د معشوق شاداب په نامه په څو څو ځايو کې ليکنې مه کوی. زه تاسو ته بل دا هم وړانديز کوم چې که چېرته تاسو د معشوق شاداب په اړه نورې سرچينې هم راروښانه کړۍ چې آيا دا په رښتيا د فلمونو جوړونکی او يا هم لوبګر دی نو دا به ستاسو د متن ملاتړ وکړي. بله خبر دا چې په يوټيوب کې به د معشوق شاداب د فلم کومه بېلګه پرته وي مهرباني وکړۍ د همغې وېبځي تړنې وکاروۍ تر څو ستاسو متن د باور وړ وي. هېره دې نه وي چې ويکيپېډيا د ژوندليکونو يو توکبنسټ نه دی چې د هر چا ژوندليک پکې وکښلای شي. تاسو يواځې د هغو کسانو ژوندليکونه کښلی شی چې په ټولنه کې پېژندل شوي څېرې وي. بله خبر دا چې ستاسو په متن کې بايد د ډېرو صفتونو نه کار نه وي اخيستل شوی دا ځکه چې دا مسله د ويکيپېډيا د بې پريوالي او ناپېيلتوب تر پوښتنې لاندې راولي.
مهرباني وکړۍ د خپلو ليکنو نه دمخه همدا زما پيغام ولولۍ او که چېرته کومه پوښتنه لرۍ نو زما سره د برېښليک له لارې اړيکې ټينګې کړۍ.
--کابلی خان 18:24, 9 مارچ 2009 (UTC)
د خبرو اترو دې مخ ته ښه راغلاست
خبرو اترو مخونه هغه ځايونه دي چېرته چې خلک په ويکيپېډيا کې د منځپانگې د لاښه کولو په اړه خبرې اترې کوي. د دې وېبپتې څخه د شوو سمونونو په اړه د خبرو اترو پيلولو لپاره دا مخ وکاروئ. څه چې تاسو وايئ؛ نو هغه به د نورو کارنانو لپاره په ټوليزه توگه ښکاره شي. ډېری وېبپتې په دوره يي ډول بدلېږې او ډېری وختونه د بېلابېلو وگړو له خوا کارول کېږي.