د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د عبدالکریم افغان، خبرو اترو مخ ته ښه راغلئ!
|
السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ!
موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو.
د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.
-- ستاسې د مرستې لپاره هر وخت خدمت کې يو 11:45, 10 مارچ 2016 (UTC)
قاضی نجیب الله جامع
قاضی نجیب الله جامع په انگریزی (Qazi Najibullah Jami)یو افغان اسلامپاله خپلواک لیکوال او د سیاسي اوضاع شنونکی دی، نوموړی د افغانستان په رسنیو کې په منظمه توګه لیکنې خپروي، د کتاب لیکلو په برخه کې د وړ صلاحيت لرونکی دی.
نیولیک
قاضی نجیب الله جامع د محمدزی زوی دی، په کال ۱۳۶۷ کې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د نظروالو په کلي کې په یوه روڼ انده او دینداره کورنۍ کې دنیا ته راغلی دی.
زدکړه
ښاغلي قاضی نجیب الله جامع خپلې لومړنۍ زده کړې د ملا مشک عالم په عالی ښونځي کې پېل کړي، منځنۍ زده کړې یې د کندهار د خرقه مبارکې په مدرسه کې وکړي او د غزني ولایت د جمع اولیا دارالعلوم څخه له دولسم ټولګي فارغ شوی دي نیمه لوړی زدکړې یې د همدی ولایت په جمع اولیا عربی دارالعلوم کې پایته ورسولی، د لوړو زدکړو له پاره د هیواد پلازمینۍ کابل ته لاړ او هلته یې د شرعیاتو په برخه کې د افغان پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو، دا ډول ښاغلی جامع د سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس تر کچې زدکړو لرونکی دی، نوموړي د اداره او مدیریت په برخه کې هم د ۲ کلنۍ نیمه لوړي زدکړي د ارمغان په انسټیټوټ کې پای ته رسولي دي. ددی ترڅنک ښاغلي جامع د تفسیر، حدیث، فقه، وینا او خطابت په برخو کې هم خصوصی زدکړي تعقیب کړی.
دندي
قاضي نجیب الله جامع د رسمی دندو په لړ کې دوه (۲) کاله د بهرنیو چارو په وزارت کې په کار بوخت ولو، وروسته له هغه د څه مهال لپاره د افغانستان د سولی عالي شورا په جوړښت کې د نړیوالو اړیکو ځانګړي سلاکار پاتی شوي.
سیاسی اړیکې او ژوند
د ښاغلی قاضي نجیب الله جامع لنډ سیاسی ژوند ته په کتنۍ سره ویلی شو، چه نوموړي ډیر فعال او خوځنده ځیره دی، ځکه هغه پدغه لنډ سیاسی ژوند کې تراوسه درې مطبوعاتي نوښتونه لرل، لکه د نوی فکر د مجلې تاسیس په کال ۱۳۹۰ کې، دا مجله ډیره فعاله وه، او هغه د سیاسی اصلاحاتو لیدلوری چې ښاغلي جامع ورته ټاکلې وو، په لږ وخت کې لاسته راوړل، اما یوشمیر متعصبو کړیو او ډلګيو هغه ونه زغملی شو، او ډیر ژر د درېو ۳ میاشتو په موده کې د فرهنګ وزارت له لوري وتړل شوه.
لدې سره هم هغه د خپلو وېښو مبارزاتو لړۍ ونه دروله بلکه د یوې میاشتۍ کم مهال کې یې بله اونېزه تاسیس کړله.
خو که له رسنیزو فعالیتونو یی راتیرشو، وبه وینو چه هغه د ډېرو ټولنېزو بنسټونو په جوړښت کې هم پراخه ونډه لرله، لکه د ځوان مسلمان نسل د سازمان غړې او په عین حال کې ددی جریان د فرهنګې فعالیتونو مسول، د افغاستان د سولۍ بنسټ غړي، د افغانستان د امت المسلمین د سازمان د جوړښت په لار کې هڅی چی ډیر ژر دی تر څو د خپلو سیاسی او دعوتې فکرې مبارزاتو لړي پیل کړی، لدینه ور اخواه نوموړي همداوس له یوشمیر فعالو مدنی فعالینو سره هم په گډه کار کوي، تر څو یو ټاکنيز اصلاحی او د څار سازمان رامنځته کړۍ.
لدېنه ور اخواه قاضی نجیب الله جامع د یو شمیر حیاتې ملی مسایلو اړوند هم د څرگند دریځ او خپلي خبرې لرونکي دې، لکه د امریکا له متحده ایالاتونو سره د امنیتې اوږدمهالو همکاریو د تړون سره ډیر توند او جدی غبرگون ښودلي کوم چی پدی اړوند دده هغه اصطلاح په اجتماعی رسنیو په ځانګړی ډول په فیسبوک پاڼه کې ډیره مشهوره دی هغه چی دا تړون( د دنیوی غلامې او اخروی ذلت) عامل بولې.
د ټاکنیزو مبارزاتو په لړ کې ښاغلي جامع د ډاکټر زلمي رسول، له ستاد سره ولو، او حتا د ډاکټر زلمی رسول د ټیم مطبوعاتی ډله تل دده بې کچی هڅی د دی ټیم په بریالیتوب او هغه ته د خپرونو په جوړه ولو کې خپل فکرې تیورسن معرفی کوي، مګر په دویم ځل ټاکنو چی د ډاکټر زلمی رسول ټیم د دوه، مخکښو ټیمونو ترمنځ وویشل شو، نوموړی دا پړاو د فتنې پېل وبلل، ولی داچی شخصا یی د هیڅ ډلی ملاتړ ونه کړل، اما خلک یی د خپلي خوښی سره سم نوماند ته د راییوو ورکولو په موخه وهڅول.
وروسته له ټاکنیزو منډو ترړو، هغه څوځلې د ولسمشر غنی نږدې څیرو ته پیغامونه ولیږل، او ورنه په کلکه یې غوښتنه وکړه ترڅو د نظام د مخالفو سیاسی وسلوالو، طالبانو سره د خبرو میز ته کښېنی او پری نږدی، تر څو شرارت خوښونکی او داخلی مفسدین د شخصی، تنظیمی، سمتی او نژادې ګټو په موخه د دغه ملت ښه سبا د پردیو د موخو ښکار کړي، لکه پدی اړوند له استاد سیاف او اجرایه ریاست سره چی د نظار شورا ګډ فرمول دی مخالفت لرل، او د هغوی په وړاندی یی توندی او انقلابی دریځونه لرل، اوس داسی ویلی کیږی داچی شاید هغه د راتلونکی ولسی جرګې ټاکنو ته له غزنی ولایت څخه یو مخکښ نوماند شی.
لیکلی او نا چاپه آثار
کتابونه:
۱. د پیغمبر(ص) بهرنی سیاست دا کتاب د تالیف په حال کې دی.
۲. د شانگهای په محور دشرقی اسیا هیوادونو جنبش او افغانستان، هغه کتاب چه ډیر ژر به چاپ او نشر شی.
۳. د بېلا بېلو سیاسي مقالو ټولگه
۴. د بېلابېلو ټولنیزو مقالو ټولگه.
|
|