د کارن خبرې اترې:شجاع الله امان

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


السلام علیکم، پښتو ویکیپېډیا ته ښه راغلئ! موږ تاسو ته د پښتو ويکيپېډيا د نوي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وایو او هرکلی مو کوو. موږ (د پښتو ويکيپېډيا ټيم) دلته ستاسو د همکاریو هیله من يو، او هیله لرو چې وکولای شو په ګډه پر دې پروژه کار وکړو. د لوړو څلورو بکسونو څخه چي هره پوښتنه لرئ، نو پر هغه بکس کليک کړئ تاسو به مرسته ترلاسه کړئ، ډاډه اوسئ له تاسې سره به خامخا مرسته کيږي.


-- بلوڅ خان اړیکه ۱۱:۳۸, ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۷ (UTC)

د ښاغلي شجاع الله امان لنډه پېژندنه پېژندنه : شجاع الله امان چې د ۱۳۶۲ هجري کال د ثور په ۳۰ مه نېټه د کابل ولایت ۱۵ ناحیې د قصبې سېمه کې دې نړۍ ته د معلم محمد امان یوې دینداره او علم پرورې کورنۍ کې سترګې غړولي دي . له آره د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ دی . زده کړې : خپلې لومړنۍ ، منځنۍ او ثانوي دورې زده کړې د پوهاند عبدالاحمد جاوید (قصبه ) عالي لېسه کې ترسره کړي او په اعلی درجه ترې په کال ۱۳۸۱ هـ ش فارغ شوی ، او په همدې کال د کانکور ازموینه کې د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته په ښو نومرو بریالی شو ، خو د ځینو ستونزو له امله یې لومړی کال یې ځنډ او تاجیل یې واخیست ، خو په دویم کال۱۳۸۳ هـ ش یې یاد پوهنځی شروع او په کادر کې ترې په ۱۳۸۷ هـ ش کې فارغ شو . د پوهنتون په جریان کې لنډ مهالې او یو کلنې زده کړې هم تر سره کړي دي ( انګلیسي ، کمپیوټر ، اداره او سوداګري کې یو کلنې ډیپلومې ) په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې د آزادې سیالۍ له لارې د دوست هیواد هندوستان د ماسترۍ کچې تحصیلي بورسیه کې بریالی او د پنجاب آیالت په (Panjab University) کې د ماسترۍ زده کړې د اقتصاد په برخه کې پیل کړې او د دوو کالو وروسته یې د یاد پوهنتون نه د (MA Economics) Master Of Arts Economics تحصیلي سند تر لاسه کړ . دندې :

1. د پوهنتون د زده کړو تر څنګ یې لنډ مهاله تعلیمي کورسونو کې د استاد په توګه دنده اجراء کړې . 2. د استادۍ تر څنګ یې د ننګرهار ولایت په یوې سیمه یزه راډیو کې د تعلیمي پروګرامونو پروډیوسر هم پاتې شوی . 3. د انتخاباتو پر مهال یې څارونکي په توګه دنده اجراء کړې (FEFA )، 4. د پوهنتون د فراغت وروسته د نورلام بابا ساختماني شرکت مالي او اداري مسؤل په توګه دنده اجراء کړې (۱۳۸۷) تر (۱۳۸۸). 5. (۱۳۸۸) هـ ش کال کې د آزادې سیالۍ له لارې د پوهنې وزارت ، تخنیکي او مسلکي معنینت کې د افغانستان د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټونو د څارنې او ارزونې لوی مدیر په توګه تقرر حاصل کړی ، او یو کال وروسته د ماستري دورې بشپړېدولپاره هندوستان هیواد ته لاړ او تر دوو کالو وروسته یې د دویم ځل لپاره خپلې دندې ته راستون شوی ، چې تر ۱۳۹۵ کال پورې د یاد وزارت سره همکار پاتې شوی ، همدارنګه د خپلې دندې تر څنګ د یاد معینیت د کیفیت تضمین آمریت سرپرستي هم تر غاړې وه او د علمي بورد غړی هم پاتې شوی دی . 6. د رسمیاتو تر خلاصېدو وروسته یې د خوارزمي او طلوع افتاب لوړو زده خصوصي موسیسو کې د استاد په توګه تدریس کړی . 7. د پوهنې وزارت علمي کادر غړي په توګه یې د کابل ادارې او حسابدارۍ ، سوداګرۍ ، مسلکي ښوونکو د زده کړو انسټیټوټونو کې د استاد په توګه تدریس کړی ، او د مسلک فهم علمي رتبه لري . 8. په (۱۳۹۵) هـ ش کال د آزادې سیالۍ له لارې د مالیې وزارت د ولایاتو مستوفیتونو ریاستونو په ازموینه کې ګډون وکړ ، او په یاده ازموینه کې د ښو نمرو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ د میدان وردګو ولایت مستوفي په توګه معرفي شوی او لا هم یاده دنده پر مخ وړي . سفرونه : د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت د څارنې او ارزونې مسؤل په توګه د افغانستان ۳۰ ولایاتو ته رسمي سفرونه کړي ، چې په یادو ولایاتو کې د ولسوالیو مسلکي ښوونځیو او انستیتونو څخه څارنه او لیدنه کړې او همدارنګه نوي مسلکي ښوونځي او انستیتونه یې پرانیستي دي . خارجي سفر :

د زده کړو لپاره هندوستان هیواد ته چې پورته یې یادونه شوې .

ژبې : مورني ژبه یې پښتو او په رسمي ژبه دري روانې خبرې او د لیکوالۍ په برخه کې برلاسه لیکوال دی . په انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي . چاپ شوي اثار : د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ، لپاره د احصائې اساسات ، مارکټینګ او ملي اقتصاد اساسات یې ژباړلي او د یاد وزارت له لوري چاپ شوي او په یاده برخه کې تدریسېږي . نا چاپ اثار : د مسلک تر څنګ یې د ادب برخه هم نه ده پریښې او ښکلي شعري ټولګه یې د چاپ ګاڼې ته اماده ده ، چې غزلې ، نظمونه ، څلوریزې او نور شعري فورمونه لري ، د شعرونو منځپانګه یې ملي ، رزمي او د وخت نا دودو انځورګري کوي .

لاسته راوړنې : د دندو پر مهال یې ګڼې رسمي تقدیر نامې ترلاسه کړي . د خپلو ښوو کړونو پر وخت له بېلابېلو ادارو لخوا ستایل شوی دی . Khalid Amani /Jalal Abad /Ningarhar