د کارتاژ دریمه جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کارتاژ دریمه جګړه (له میلاد وړاندې ۱۴۹ کال – ۱۴۶ کال) چې د دریمې فنیقي جګړې په نوم هم یادېږي د فنیقي جګړو دریمه او وروستۍ جګړه وه چې د روم او کارتاژ ترمنځ ترسره شوه. دغه جګړه په بشپړ ډول د کاتاژیانو په قلمرو کې ترسره شوه چې اوس مهال د تونس شمالي برخه ده. هغه مهال چې له میلاد وړاندې ۲۰۱ کال کې د کارتاژ دویمه جګړه پای ته ورسېده، د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې د تړون یو شرط دا و چې کارتاژ یې د روم له اجازې پرته د جګړې له پیل کولو څخه منع کړ. د روم متحد او د نومیدیا پاچا ماسینیسا له دغې موضوع څخه ناوړه ګټنه وکړه چې بېرته د کارتاژیانو په قلمرو برید وکړي او له کوم جنجال پرته هغه خپل کړي. له میلاد وړاندې ۱۴۹ کال کې کارتاژ د هسدروبال په مشرۍ یو پوځ د ماسینیسا پر ضد ولېږه او دغه هوکړه یې تر پښو لاندې کړه. دغه لښکرکشي کارتاژیانو ته په یوې فاجعې واوښته ځکه چې د اروسکو په جګړه کې د کارتاژي لوري په ماتې او تسلیمۍ سره پای ته ورسېده. په روم کې د کارتاژیانو ضد ډلې له دغه ناقانونه پوځي اقدام څخه د یوې تنبیهي لښکرکشۍ لپاره د بهانې په توګه ګټنه وکړه.

له میلاد وړاندې ۱۴۹ کال په وروستیو کې یو لوی رومي پوځ د افریقا د شمال یوټیکا سیمې ته ورسېد. کارتاژیانو هیله لرله چې دوی به رومیان راضي کړي، خو له دې سره چې ټولو کارتاژیانو خپلې وسلې تسلیم کړې، رومیانو د کارتاژ ښار کلابندۍ ته دوام ورکړ. د رومیانو لښکر د ۱۴۹ کال په اوږدو کې مکرر شاتګ وکړ، خو دغه شاتګ د منځنۍ رتبې لرونکي افسر سکیپیو امیلیانوس د هڅو له امله چې څو ځله ښه ځلېدلی و، راکم شو. له میلاد وړاندې ۱۴۸ کال کې دی نوی رومي قومندان وټاکل شو چې له پخواني څخه ډیر سخت دریځی و. د ۱۴۷ کال په لومړیو کې د رومي استازو د کلنیو ټاکنو پر مهال له سکیپیو څخه عمومي ملاتړ تر دې کچې زیات و چې له امله یې ټول معمول سني محدودیتونه له منځه ولاړل او هغه ته یې اجازه ورکړه چې په افریقا د روم کنسول او قومندان شي.

د سکیپیو دوره د کارتاژیانو په دوه بریاوو سره پیل شوه، هغه د کارتاژ کلابندۍ ته زور ورکړ او د داسې یو لوی ډبرین مخه نیونکي دیوال په جوړولو یې پیل وکړ چې کارتاژ ته یې د سوادګریزو بېړیو پر مټ د تجهیزاتو له رسېدو مخه نیوله. کارتاژیانو دغه مهال خپلې بېړۍ تر یوې کچې رغولې وې او دغې چارې رومیان حیران کړي و. له یوې سپکې نښتې وروسته کارتاژیانو خپل شاتګ په ناسمه توګه مدیریت کړ او زیاتې بېړۍ یې له لاسه ورکړې. له دې وروسته رومیانو په بندر کې یو لوی د خښتو دیوال جوړ کړ چې د ښار په دیوال باندې لوړ و. هغه مهال چې دغه چاره بشپړه شوه، سکیپیون د یو پیاوړي پوځ مشري وکړه چې د کارتاژیانو د صحرایي پوځ په قرارګاه یې برید وکړ او ډیری هغه ښارونه یې تسلیمۍ ته اړ کړل چې لا تر اوسه یې هم له کارتاژ څخه ملاتړ کاوه. له میلاد وړاندې ۱۴۶ کال په پسرلي کې رومیانو خپل وروستی برید پیل کړ او د شپږو ورځو پر مهال یې ښار په سیستماتیکه بڼه ړنګ او د هغو وګړي یې ووژل. یوازې په وروستۍ ورځ باندې یې ۵۰ زره کسان د اسیرانو په توګه ونیول چې بیا یې په غلامۍ وپلورل. د کارتاژیانو څخه نیول شوي قلمرونه د افریقا په رومي ایالت واوښتل چې پلازمېنه یې اوټیکا وټاکل شوه. یوه پېړۍ وخت یې ونیو چې کارتاژ د یو رومي ښار په توګه بېرته ورغول شو.

مخالف ځواکونه[سمول]

دغه مهال د کارتاژ ښار په غیرعادي بڼه ډېر لوی و: معاصر څېړونکو د دغه ښار د وګړو شمېر له ۹۰ زرو تنو څخه تر ۸۰۰ زرو پورې اټکل کړی. هرې یوې دغې شمېرې په دغه مهال کې کارتاژ د مدیترانې سیمې له ګڼې ګوڼې څخه د ډک ښار په توګه معرفي کاوه چې ۳۵ کیلومتره (۲۰ مایله) ساحه یې د دیوالونو پر مټ په کلکه سره ساتل کېده. د دغه قلمرو اصلي دفاعي کړنلار د دریو دفاعي کرښو پر مټ وه، چې تر ټولو پیاوړی یې د خښتو څخه جوړ د ۹ مترو (۳۰ فوټو) په پرېړوالي او له ۱۵ تر ۲۰ مترو (۵۰ – ۷۰ فوټه) په لوړوالي دیوال و چې مخې ته یې د ۲۰ مترو (۷۰ فوټه) په پلنوالي خندق شتون درلود. په دغه دیوال کې د سرتېرو د استوګن کېدو په موخه ځایونه جوړ شوي و چې ۲۴۰۰۰ سرتېرو ته یې ځای درلود. دغه ښار د ځمکې لاندې اوبو لږ منابع لرل، خو د باران د اوبو د هدایت او همدارنګه د هغو د اوبو د زیرمې کولو لپاره یې پیچلي سیسټم درلود. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

کارتاژیانو د ښار د دفاع په موخه د ښار د استوګنو وګړو او همدارنګه د ټولو هغو غلامانو په آزادولو سره چې له جګړې کولو سره یې لیوالتیا لرله یو پیاوړی پوځ جوړ کړ. هغوی همدارنګه یو ۲۰ زره کسیز صحرایي ځواک جوړ کړ چې قومنداني یې هسدروبال کوله او په تازګۍ سره له بند راخوشی شوی و. دغه پوځ په نفریس کې ځای پر ځای کړای شو چې د کارتاژ سویل لوري ته یې په ۲۵ کیلومترۍ (۱۶ مایله) فاصله کې موقعیت درلود. اپیان دغه مهال افریقا ته د رسېدلو رومي ځواکونو شمېر ۸۴۰۰۰ تنه ښوولی دی. معاصر تاریخ پوهان د هغو شمېر له ۴۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو پورې ښيي چې څلور زره یې سواره سرتېري وو. [۷][۸][۴][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

عواقب[سمول]

روم هوډ درلود چې کارتاژ همداسې ویجاړ پرېږدي. د روم سنا یو لس کسیز کمیسیون جوړ کړ او سکیپیو ته یې امر وکړ چې دغه ښار لا نور هم ویجاړ کړي. دوی له وړاندې څخه په ټولو هغو کسانو لعنت وایه چې کېدای شو په راتلونکي کې هڅه وکړي چې دغه ځای بیا د استوګنې وړ ځای وګرځوي. د دغه ښار پخوانۍ برخې د عامه ځمکو په توګه مصادره شوې. سکیپیو خپله بریا ولمانځله او ځانته یې د اګنومن «افریقايي» لقب وټاکه. د هسدروبال له برخلیک څخه معلومات شتون نه لري، په داسې حال کې چې هغه ته په یوه ایټالوي ملکیت کې د تقاعد ژمنه ورکړل شوې وه. د کارتاژیانو نور پخواني قلمروونه له روم سره الحاق کړای شول او بیاځلي د روم افریقايي ولایت رامنځته کړای شو چې پلازمېنه یې اوټیکا و. دغه ولایت د غله جاتو او نورو خوراکي توکو په اصلي منبع واوښت. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

هغه فنیقي ښارونه چې تر وروستیو پورې د کارتاژ په خوا کې ودرېدل، د عامه ځمکو په توګه روم ته اړوند شول او یا هم د بیزرت ښار په څېر ونړول شول. نورو پاتې ښارونو لږ تر لږه دا اجازه ترلاسه کړه چې د خپل سنتي حکومت یا کلتور یو شمېر عناصر وساتي. رومیانو د سیمه ییزو وګړو په شخصي ژوندانه کې لاسوهنه وه نه کړه او د هغوی کلتور، ژبه او مذهب یې د تېر په څېر پر خپل حال پرېښودل چې معاصر پوهان هغه د «نوي- فنیقي تمدن» په نامه یادوي. له همدې امله له میلاد وروسته اوومې پېړۍ پورې د افریقا په شمال کې په فنیقي یا کارتاژي ژبه خبرې کېدلې. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

له میلاد وړاندې ۱۲۳ کال کې په روم کې د ګایوس ګراکوس په مشرۍ یوې اصلاح غوښتونکې ډلې د ځمکو په ځانګړې توګه د دولتي ځمکو له بیاځلي ویش سره لېوالتیا ومونده. په دغو کې د کارتاژ سایت هم شامل و او له امله یې داسې یو بحث پارونکی قانون تصویب شو چې پر مټ یې هلته د جنونیا په نامه د نوي ښارګوټي د جوړولو امر صادر شو. محافظه کارانو د دغه قانون پر خلاف استدال وکړ او د هغه له تصویب وروسته یې داسې ګنګوسې خپرې کړې چې د نوي ښارګوټي حدود د لېوانو له خوا ټاکل شوي دي – چې دا د یو بد فال په توګه په پام کې نیول کېده. دغه ګنګوسې او نورې سیاسي دسیسې لامل وګرځېدې چې یاده طرحه لغو شي. له جګړې یوه پېړۍ وروسته ژولیوس سزار هوډ درلود کارتاژ د یو رومي ښار په توګه بېرته ورغوي، خو ډېر لږ اقدامات یې ترسره کړل. اګوستوس له میلاد وړاندې ۲۹م کال کې په دغه طرحه بیاکتنه وکړه او هغه یې پلې کړه. په دې سره رومي کارتاژ د روم د سترواکۍ پر مهال د رومي افریقا یو له مهمو ښارونو څخه شو. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

روم اوس مهال د ایټالیا پلازمېنه ښار دی، خو د کارتاژ ویجاړۍ د افریقا په شمالي سواحلو کې د معاصر تونس ختیځ ته په ۱۶ کیلومترۍ کې موقعیت لري. یوه سمبولیکه د سولې هوکړه له دغې جګړې څخه ۲۱۳۱ کاله وروسته د ۱۹۸۵ زکال د فبروري په ۵مه نېټه د روم او معاصر کارتاژ د ښاروالانو اوګو وتره او چدلي کلیبي ترمنځ لاسلیک شوه. له ۲۰۲۰ زکال را وروسته د کارتاژ معاصر استوګنځای د یو تونسي ښار په توګه رول لوبوي. [۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Hoyos 2005، ص. 225.
  2. Purcell 1995، ص. 134.
  3. Miles 2011، صص. 342–343.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Goldsworthy 2006، ص. 340.
  5. Bagnall 1999، ص. 313.
  6. Miles 2011، ص. 342.
  7. Goldsworthy 2006، ص. 339.
  8. Le Bohec 2015، صص. 438–439.
  9. Le Bohec 2015، ص. 436.
  10. Le Bohec 2015، ص. 439.
  11. Miles 2011، ص. 341.
  12. Harris 2006، ص. 159.
  13. Le Bohec 2015، ص. 442.
  14. Mitchell 2007، ص. 345.
  15. Scullard 2002، صص. 310, 316.
  16. Scullard 2002، ص. 316.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Le Bohec 2015، ص. 443.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Miles 2011، ص. 353.
  19. Fantar 2015، صص. 455–456.
  20. Le Bohec 2015، صص. 443–445.
  21. Jouhaud 1968، ص. 22.
  22. Scullard 1955، ص. 105.
  23. Fantar 2015، ص. 454.
  24. Pollard 2015، ص. 249.
  25. Richardson 2015، صص. 480–481.
  26. Miles 2011، ص. 448.
  27. Miles 2011، صص. 363–364.
  28. Miles 2011، صص. 354–355.
  29. "A PUNIC PEACE TREATY". Chicago Tribune. 1985-02-10. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Fakhri 1985.
  31. UNESCO 2020.