د کاربن دوران
ځانګړې وېشنيزه |
---|
برخې |
---|
د کاربن دوران بیوجیو کیمیاوي دوران دی چې په مرسته یې کاربن د بایوسفیر، پيډوسفیر، جیوسفیر، هایډروسفیر او د ځمکې د اتوموسفیر تر منځ تبادله کېږي. کاربن د بیولوژیکي مرکباتو اصلي برخه ده او د چونې د ډبرې په څېر د اکثرو منرالونو لویه برخه جوړوي. د نایتروجن له دوران او د اوبو له دوران سره یوځای د کاربن په دوران کې د شرایطو یا پېښو یوه داسې لړۍ شاملېږي چې په ځمکه کې د ژوند د دوام لپاره د وړتیا په رامنځته کولو کې مهمه ده. دا شرایط د بیاموندنې او په ټول بایوسفیر کې د بیا کارونې پر مهال د کاربن حرکت تشرېح کوي؛ د دې تر څنګ د کاربن د جذب او له کاربني زېرمو څخه د را ایستلو اوږدمهالې پروسې هم تشرېح کوي. اوس مهال په وچه او سمندر کې د کاربن زېرمې هر کال د کاربن د انټروپولوژيک انتشار [یعنې د انساني فعالیتونو په پایله کې د خپاره شوي کاربن] شاوخوا څلورمه برخه کاربن جذبوي.
انسانانو څو پېړۍ د بیولوژیکي کاربن دوران ګډوډ کړی دی چې لامل یې د ځمکې د کارولو بڼه بدلول او پر دې سربېره له جیوسفیر څخه په صنعتي کچه د فوسیلي کاربن اوسنی استخراج دی (چې د ډبرو سکرو، پېټرولیمو او ګازو استخراج او د سمنټو تولید په کې راځي). په اتوموسفیر کې کاربن ډای اکسایډ تر ۲۰۲۰ ز کال پورې تر صنعتي کېدو د مخکې مهال په پرتله نږدې ۵۲ سلنه ډېروالی لري چې د لمر په واسطه د اتوموسفیر او د ځمکې د سطحې د ګرمېدو لامل شوی دی. د کاربن ډای اکسایډ زیاتوالي هم د منحل شوي کاربن ډای اکسایډ، کاربونیک اسید او نورو مرکباتو له امله د سمندر د سطحې تېزابیت ۳۹ سلنه ډېر کړی او په بنسټیز ډول سمندري کیمیا بدلوي. د فوسیلي کاربن ډېری برخه یوازې په تېره نیمه پېړۍ کې استخراج شوې او کچې یې په چټکۍ سره د لوړېدو په حال کې دي چې دا د انسان لهخوا د اقلیم له بدلون سره مرسته کوي. په دغه طبیعي سیستم کې د توازن بیارغونه یو نړیوال لومړیتوب دی چې د پاریس د اقلیمي تړون او د تلپاتې پراختیا په ۱۳مه موخه کې تشرېح شوی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
اصلي برخې
[سمول]د کاربن دوران د لومړي ځل لپاره «انټوین لاویسیر» او «جوزف پریسټلي» بیان کړ او د «همفري ډیوي» لهخوا مشهور کړل شو. د کاربن نړیوال دوران اوس مهال د کاربن پر لاندې لویو زېرمو وېشل کېږي چې د تبادلې د لارو په مرسته له یو بل سره وصل شوي دي: [۱۱][۱۲]
- اتومسفیر
- د ځمکې بایوسفیر
- سمندر، چې منحل شوی غیر عضوي کاربن او ژوندي او مړه سمندري موجودات په کې راځي
- رسوبات، چې فوسیلي سون توکي، د خوږو اوبو سیستمونه او غیر عضوي مواد په کې راځي.
- د ځمکې داخلي برخه (مینټل او کرسټ). د کاربن دا زېرمه د جیولوژیکي پروسو له لارې له نورو برخو سره تعامل کوي.
د زېرمو تر منځ د کاربن تبادله د بېلابېلو کیمیاوي، فزیکي، جیولوژیکي او بیولوژیکي پروسو په پایله کې رامنځته کېږي. سمندر د ځمکې سطحې ته نږدې د کاربن تر ټولو لوی فعال حوض لري. د اتوموسفیر، سمندرونو، ځمکنیو ایکوسیستمونو او رسوباتو تر منځ د کاربن طبیعي جریانونه نسبتاً متعادل دي. نو ځکه به د کاربن کچې د انسان له نفوذ پرته تقربیاً با ثباته وي.[۱۳][۱۴][۱۵]
اتومسفیر
[سمول]د ځمکې په اتوموسفیر کې کاربن په دوو اصلي ډولونو موجود دی چې یو یې کاربن ډای اکسایډ او بل یې میتان دی. دا دواړه ګازونه په اتوموسفیر کې تودوخه جذبوي او ساتي یې او تر ډېره پورې د ګلخانهیي ګازونو د تولید مسؤل دي. میتان د کاربن ډای اکسایډ په پرتله په هر حجم کې د ګلخانهیي ګازونو لوی اغېز تولیدوي، خو دا په ډېر ټيټ غلظت کې موجود دی او د کاربن ډای اکسایډ په پرتله ډېر لنډ عمر لري چې کاربن ډای اکسایډ پر مهم ګلخانهيي ګاز بدلوي.[۱۶][۱۷]
کاربن ډای اکسایډ په ابتدايي ډول له اتوموسفیر څخه د فوټوسنټېز له لارې حذپېږي او ځمکنيو او سمندري بایوسفیرونو ته ننوځي. کاربن ډای اکسایډ هم په مستقیم ډول له اتوموسفیر څخه په اوبو (سمندرونو، جهیلونو او نورو) کې منحلېږي او کله چې د باران څاڅکي د اتوموسفیر له لارې تېرېږي، په باران کې منحلېږي. کله چې په اوبو کې منحل شي، کاربن ډای اکسایډ د اوبو له مالیکولونو سره تعامل کوي او کاربونیک اسید جوړوي چې د سمندر په تېزابیت کې مرسته کوي. بیا وروسته یې چې کله هوا ووهي، ښايي ډبرې یې جذب کړي. د دې تر څنګ ښايي په سمندر کې نورې هغه سطحې هم تېزابي کړي چې ورسره لګېږي یا وینځل کېږي.[۱۸]
په تېرو دوو پېړیو کې انساني فعالیتونو تر ۲۰۲۰ کال پورې په اتوموسفیر کې د کاربن اندازه نږدې ۵۰ سلنه لوړه کړې ده چې تر ډېره د کاربن ډای اکسایډ په بڼه ده. دغه ډېروالی هم له اتوموسفیر څخه د کاربن ډای اکسایډ د استخراج لپاره د ایکوسیستم د وړتیا د اصلاح له لارې او هم په مستقیم ډول د کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو له لارې رامنځته شوی دی چې د بېلګې په توګه د فوسیلي سون توکو سوځول او د کانکرېټ تولید یادولی شو.[۱۹][۲۰]
ځمکنی بایوسفیر
[سمول]د ځمکې بایوسفیر د ځمکې په ټولو ژوندیو موجوداتو کې شته عضوي کاربن رانغاړي چې په دواړو یعنې ژوندیو او مړو ارګانېزمونو او خاوره کې زېرمه شوی کاربن دی. شاوخوا ۵۰۰ ګېګا ټنه کاربن له ځمکې څخه پورته په نباتاتو او نورو ژوندیو موجوداتو کې زېرمه شوی دی، په داسې حال کې چې خاوره نږدې ۱۵۰۰ ګېګا ټنه کاربن لري. د ځمکې په بایوسفیر کې ډېره برخه کاربن عضوي کاربن دی. په داسې حال کې چې د خاورې کاربن کابو درېیمه برخه په غیر عضوي شکلونو لکه کلسیم کاربونېټ کې زېرمه کېږي. عضوي کاربن په ځمکه کې د ټولو ژوندیو موجواتو لویه برخه ده. اټوټروفونه يې له هوا څخه د کاربن ډای اکسایډ په بڼه استخراجوي او پر عضوي کاربن یې بدلوي، په داسې حال کې چې هېټروټروفونه کاربن د نورو ژوندیو موجوداتو په مصرفولو سره ترلاسه کوي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
کاربن د ځمکې له بایوسفیر څخه په بېلابېلو لارو او په بېلابېلو وختونو کې وځي. د عضوي کاربن سوځېدل یا تنفس یې په چټکۍ سره فضا ته خپروي. د سیندونو له لارې سمندر ته هم صادرېدای شي یا د غیر فعال کاربن په بڼه په خاورو کې په خنثا یا بې اثره ډول پاتې کېدای شي. په خاوره کې زېرمه شوی کاربن وړاندې له دې چې د توږل کېدو له لارې په سیندونو کې ووینځل شي یا د خاورې د تنفس له لارې اتوموسفیر ته ازاد شي، ښايي د زرګونو کلونو لپاره هلته پاتې شي. د ۱۹۸۹ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ د خاورې تنفس په کال کې نږدې ۰.۱ سلنه ډېر شوی دی. په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ ټول کاربن ډای اکسایډ د خاورې د تنفس له لارې خپور شوی دی چې شاوخوا ۹۸ ملیارده ټنه و، له هغه کاربن څخه نږدې ۱۰ برابره ډېر اوس مهال انسانان هر کال د فوسیلي سون توکو په سوځولو سره اتوموسفیر ته ازادوي (دا له خاورې څخه اتوموسفیر ته د کاربن د خالص لېږد ښکارندويي نه کوي، ځکه چې تنفس په لویه کچه د خاورې کاربن ته د داخلېدو له لارې تنظیمېږي). د دې پروسې لپاره یو څو د منلو وړ تشرېحات موجود دي، خو تر ټولو احتمالي تشرېحات یې دا دي چې د تودوخې زیاتوالی د خاورې د هغو عضوي موادو د ویجاړۍ کچه لوړوي چې د کابن ډای اکسایډ جریان یې زیات کړی دی. په خاوره کې د کاربن د جذبېدو اوږدوالی د ځايي اقلیم په شرایطو پورې اړه لري او په دې توګه د اقلیم د بدلون په جریان کې بدلونونه راځي.[۲۵][۲۶][۲۷]
سمندر
[سمول]سمندر له مفهومي نظره په سطحي پوړونو وېشلی شو چې په کې اوبه په پرلهپسې ډول له اتوموسفیر سره اړیکه ټینګوي او یو لاندې ژور پوړ دی چې څو سوه متره یا لږ ژوروالی لري چې د هغه تر منځ ښايي پېړۍ پېړۍ اړیکه موجوده وي. منحل غیر عضوي کاربن په سطحي پوړ کې په چټکۍ سره له اتوموسفیر سره تبادله کېږي او خپل تعادل ساتي. تر یوه حده یې دلیل دا دی چې د منحل غیر عضوي کاربن غلظت ۱۵ سلنه لوړ دی، خو تر ډېره د لوی حجم له امله ژور سمندر خورا ډېر کاربن لري، دا په نړۍ کې د فعال کاربن تر ټولو لویه زېرمه ده چې د اتوموسفیر په پرتله ۵۰ ځله ډېر کاربن لري، خو له اتوموسفیر سره تعادل ته د رسېدو وخت یې سل کاله دی: د دوو پوړونو تر منځ د کاربن هغه تبادله ټکنۍ ده چې د تودوخې جریان يې پر مخ بیایي.[۲۸][۲۹]
د کاربن ډای اکسایډ سمندري جذب د کاربن د زېرمه کولو له ډېرو مهم ډولونو څخه دی چې په اتوموسفیر کې د انسان لهخوا د کاربن ډای اکسایډ زیاتوالی محدودوي. دا پروسه د ځینو فکتورونو له امله محدوده شوې ده. د کاربن ډای اکسایډ جذب اوبه ډېرې تیزابي کوي او د سمندر پر بایو سیستم اغېز کوي. د سمندري تېزابیت د زیاتوالي اټکل شوې بیه ښايي د کلسیم کاربونیټ بیولوژیکي ورښت ټکنی کړي او په دې توګه د کاربن ډای اکسایډ د جذبولو لپاره د سمندر ظرفیت کم شي. [۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Riebeek, Holli (16 جون 2011). "The Carbon Cycle". Earth Observatory. NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 مارچ 2016. بياځلي په 5 اپرېل 2018.
- ↑ Friedlingstein, P., Jones, M., O'Sullivan, M., Andrew, R., Hauck, J., Peters, G., Peters, W., Pongratz, J., Sitch, S., Le Quéré, C. and 66 others (2019) "Global carbon budget 2019". Earth System Science Data, 11(4): 1783–1838. doi:10.5194/essd-11-1783-2019. Material was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
- ↑ Prentice, I.C. (2001). "The carbon cycle and atmospheric carbon dioxide". In Houghton, J.T. (ed.). Climate change 2001: the scientific basis: contribution of Working Group I to the Third Assessment Report of the Intergouvernmental Panel on Climate Change. hdl:10067/381670151162165141.
- ↑ "The NOAA Annual Greenhouse Gas Index (AGGI) - An Introduction". NOAA Global Monitoring Laboratory/Earth System Research Laboratories. بياځلي په 2020-10-30.
- ↑ "What is Ocean Acidification?". National Ocean Service, National Oceanic and Atmospheric Administration. بياځلي په 2020-10-30.
- ↑ "Report of the Ocean Acidification and Oxygen Working Group, SCOR Biological Observatories Workshop" (PDF). scor-int.org/. International Council for Science's Scientific Committee on Ocean Research (SCOR). 2009-09-30.
- ↑ Heede, R. (2014). "Tracing anthropogenic carbon dioxide and methane emissions to fossil fuel and cement producers, 1854–2010". Climatic Change. 122 (1–2): 229–241. Bibcode:2014ClCh..122..229H. doi:10.1007/s10584-013-0986-y.
- ↑ Ritchie, Hannah; Roser, Max (2020). "CO₂ and Greenhouse Gas Emissions: CO₂ Emissions by Fuel". Our World in Data. Published online at OurWorldInData.org. بياځلي په 2020-10-30.
- ↑ Rockström, Johan; et al. (2009). "Planetary Boundaries: Exploring the Safe Operating Space for Humanity". Ecology and Society. 14 (2). doi:10.5751/ES-03180-140232.
- ↑ Steffen, W.; et al. (2015). "Planetary boundaries: Guiding human development on a changing planet". Science. 347 (6223): 1259855. doi:10.1126/science.1259855. PMID 25592418.
- ↑ Holmes, Richard (2008). "The Age Of Wonder", Pantheon Books. ISBN 978-0-375-42222-5.
- ↑ Archer, David (2010). The global carbon cycle. Princeton: Princeton University Press. ISBN 9781400837076.
- ↑ Prentice, I.C. (2001). "The carbon cycle and atmospheric carbon dioxide". In Houghton, J.T. (ed.). Climate change 2001: the scientific basis: contribution of Working Group I to the Third Assessment Report of the Intergouvernmental Panel on Climate Change. hdl:10067/381670151162165141.
- ↑ "An Introduction to the Global Carbon Cycle" (PDF). University of New Hampshire. 2009. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 8 اکتوبر 2016. بياځلي په 6 فبروري 2016.
- ↑ Falkowski, P.; Scholes, R. J.; Boyle, E.; Canadell, J.; Canfield, D.; Elser, J.; Gruber, N.; Hibbard, K.; Högberg, P.; Linder, S.; MacKenzie, F. T.; Moore, III, B.; Pedersen, T.; Rosenthal, Y.; Seitzinger, S.; Smetacek, V.; Steffen, W. (2000). "The Global Carbon Cycle: A Test of Our Knowledge of Earth as a System". Science. 290 (5490): 291–296. Bibcode:2000Sci...290..291F. doi:10.1126/science.290.5490.291. PMID 11030643.
- ↑ Forster, P.; Ramawamy, V.; Artaxo, P.; Berntsen, T.; Betts, R.; Fahey, D.W.; Haywood, J.; Lean, J.; Lowe, D.C.; Myhre, G.; Nganga, J.; Prinn, R.; Raga, G.; Schulz, M.; Van Dorland, R. (2007). "Changes in atmospheric constituents and in radiative forcing". Climate Change 2007: The Physical Basis. Contribution of Working Group I to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change.
- ↑ Falkowski, P.; Scholes, R. J.; Boyle, E.; Canadell, J.; Canfield, D.; Elser, J.; Gruber, N.; Hibbard, K.; Högberg, P.; Linder, S.; MacKenzie, F. T.; Moore, III, B.; Pedersen, T.; Rosenthal, Y.; Seitzinger, S.; Smetacek, V.; Steffen, W. (2000). "The Global Carbon Cycle: A Test of Our Knowledge of Earth as a System". Science. 290 (5490): 291–296. Bibcode:2000Sci...290..291F. doi:10.1126/science.290.5490.291. PMID 11030643.
- ↑ "Many Planets, One Earth // Section 4: Carbon Cycling and Earth's Climate". Many Planets, One Earth. 4. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 اپرېل 2012. بياځلي په 24 جون 2012.
- ↑ "The NOAA Annual Greenhouse Gas Index (AGGI) - An Introduction". NOAA Global Monitoring Laboratory/Earth System Research Laboratories. بياځلي په 2020-10-30.
- ↑ Falkowski, P.; Scholes, R. J.; Boyle, E.; Canadell, J.; Canfield, D.; Elser, J.; Gruber, N.; Hibbard, K.; Högberg, P.; Linder, S.; MacKenzie, F. T.; Moore, III, B.; Pedersen, T.; Rosenthal, Y.; Seitzinger, S.; Smetacek, V.; Steffen, W. (2000). "The Global Carbon Cycle: A Test of Our Knowledge of Earth as a System". Science. 290 (5490): 291–296. Bibcode:2000Sci...290..291F. doi:10.1126/science.290.5490.291. PMID 11030643.
- ↑ Prentice, I.C. (2001). "The carbon cycle and atmospheric carbon dioxide". In Houghton, J.T. (ed.). Climate change 2001: the scientific basis: contribution of Working Group I to the Third Assessment Report of the Intergouvernmental Panel on Climate Change. hdl:10067/381670151162165141.
- ↑ Rice, Charles W. (جنوري 2002). "Storing carbon in soil: Why and how?". Geotimes. 47 (1): 14–17. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 اپرېل 2018. بياځلي په 5 اپرېل 2018.
- ↑ Yousaf, Balal; Liu, Guijian; Wang, Ruwei; Abbas, Qumber; Imtiaz, Muhammad; Liu, Ruijia (2016). "Investigating the biochar effects on C-mineralization and sequestration of carbon in soil compared with conventional amendments using the stable isotope (δ13C) approach". GCB Bioenergy. 9 (6): 1085–1099. doi:10.1111/gcbb.12401.
- ↑ Lal, Rattan (2008). "Sequestration of atmospheric CO2 in global carbon pools". Energy and Environmental Science. 1: 86–100. doi:10.1039/b809492f.
- ↑ Li, Mingxu; Peng, Changhui; Wang, Meng; Xue, Wei; Zhang, Kerou; Wang, Kefeng; Shi, Guohua; Zhu, Qiuan (2017). "The carbon flux of global rivers: A re-evaluation of amount and spatial patterns". Ecological Indicators. 80: 40–51. doi:10.1016/j.ecolind.2017.04.049.
- ↑ Bond-Lamberty, Ben; Thomson, Allison (2010). "Temperature-associated increases in the global soil respiration record". Nature. 464 (7288): 579–582. Bibcode:2010Natur.464..579B. doi:10.1038/nature08930. PMID 20336143. S2CID 4412623.
- ↑ Varney, Rebecca M.; Chadburn, Sarah E.; Friedlingstein, Pierre; Burke, Eleanor J.; Koven, Charles D.; Hugelius, Gustaf; Cox, Peter M. (2020-11-02). "A spatial emergent constraint on the sensitivity of soil carbon turnover to global warming". Nature Communications (in انګليسي). 11 (1): 5544. Bibcode:2020NatCo..11.5544V. doi:10.1038/s41467-020-19208-8. ISSN 2041-1723. PMC 7608627. PMID 33139706.
- ↑ Sarmiento, J.L.; Gruber, N. (2006). Ocean Biogeochemical Dynamics. Princeton University Press, Princeton, New Jersey, USA.