د کابل زېرمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کابل زېرمه چې د چمن حضوري په نوم هم پېژندل کېږي، د سکو يوه زېرمه ده چې په 1933ز کال کې د افغانستان په کابل کې موندل شوې وه. په دې ټولګه کې د هخامنشي دورې ګڼې سکې، تر څنګ يې د پنځمې او څلورمې مخزېږدېزو پېړیو اړوند ډېرې يوناني سکې هم پکې شته. په دې زېرمه کې اټکلاً زر سکې شمېرل شوي دي. د دې زېرمې د پاسره کولو (زېرمه کولو) تاريځ شا اوخوا 380 مخزېږديز ته رسېږي، ځکه چې په دې زېرمه کې د نېټې څرګندېدو وړ موندل شوې تر ټولو لرغونې سکې احتمالي نېټه همدا ده (د اتن د کونګ تیتراډرام نقل) (owl tetradrachm په یونان کې لرغونې د سپينو زرو سکه وه چې د کونګ انځور پرې کېندل شوی و).[۱][۲][۳][۴]

د هندوستان د سکو د تاريخ او تاريخ موندنې په مطالعه کې د سکه پېژندنې دا کشف ډېر مهم دی، ځکه دا يوه ډېره کم پيدا بېلګه ده، په داسې حال کې چې په زېرمه کې د پېژندل شويو او تاريخ لرونکو يوناني او هخامنشي سکو سره د تړاو له امله، د کېندل شويو نښو لرونکو سکو (punch-marked coins هغه لرغونې سکې دي چې په سکه وهلو کې يې له يوې الې کار اخيستل شوې، او ورسره په سکه سوری يا بله نښه جوړه شوې) ته په حقيقت کې تاريخ ورکول کېدای شي. دا زېرمه ثابتوي چې د کېندل شويو نښو لرونکې سکې په 360 مخزېږديز کې موجودې وې، لکه چې ادبي شواهدو هم وړانديز کړی. د سکه پېژندونکي (جوی کرايب) په وينا، له دې څرګندېږي چې د سکه وهلو اند او د کېندل کېدونکو نښو د لارو چارو استعمال په هندوستان کې د څلورمې مخزېږديزې پېړۍ پر مهال له هخامنشي سترواکۍ څخه دود شوی و. په هر حال، ډيری هندوستاني پوهان د ګنګا په ميداني سيمو کې د سکه وهلو پرمختګ ته د سيمه ييز پرمختګ په سترګه ګوري.[۵][۶][۷]

تاریخي ليدلوری[سمول]

د کابل دره او د سند په لويديځ کې د ګندهارا سيمه د ستر کوروش (600-530 مخزېږديز) د حکومت پر مهال د هخامنشي واکمنۍ لاندې رالغه. په شريکه، دا سيمه په ايراني نوم پاروپاراسانا او په هندوستاني نوم ګندهارا پېژندل کېده. دا سيمه په لومړي سر کې د باختري څخه اداره کېده، خو په شا اوخوا 508 مخزېږديز کې په يوې جلا ساتراپي (ولايت) کې تنظيم شوه، چې مرکز يې اټکلاً له پشکلاوتي (اوسني پاکستان د چهارسدې سره نږدې) کې و. دا د اردشير (424 مخزېږديز) تر وخته پورې جزيه ورکونکې سيمه وه، خو بيا هم د سکندر تر فتحې (شا اوخوا 323 مخزېږديز) د سترواکۍ د شاهي تصور د يوې برخې په توګه په خپل ځای پاتې شوه. ويل کېږي چې د سکندر پر مهال، دا سیمه د هيپارکيانو (په يوناني کې د والي نايبان د هايپارک په نوم پېژندل کېدل) (دوی خپله واکمن و، خو د سترواک تابعداري يې درلوده) له خوا اداره کېده. د هخامنشيانو د واکمنۍ لاندې سيمه يیزه اداره څرګنده نه ده. ماګي او نور يادونه کوي چې نه په هخامنشي او نه لرغونو کلاسيکي سرچينو کې د ګندهارا د کومې سټراپي (ولايت) شتون ته اشاره نه ده شوې. په هر حال، د سکندر ملګري په دې ځای کې له رسمي مهمو شخصيتونو سره مخ شول.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د سکې وهل د کوچنۍ اسيا يونيانو جوړې کړې وې، کوم چې د اومې مخزېږديزې پېړۍ د ليديايي سکه وهلو څخه اغېزمن شوي وو. په راتلونکو دوه پېړيو کې، د سکو کارول د مديترانې په ټوله سيمه کې خپاره شول. په 540 مخزېږديز کې د هخامنشيانو له خوا د کوچنۍ اسيا نيول په دې وضعيت کې کوم سملاسي بدلون راونه وست: د هخامنشيانو تر واکمنې لاندې يوناني سکو دوام پیدا کړ، او ايراني مرکزي سيمو کې د پيسو استعمال ډېر کم و. لومړي داريس نوي هخامنشي سکې، د سرو زرو داريکونه او د سپینو زرو سيګلو دود کړل (داريک د سرو زرو او سيګلو د سپينو زرو سکې وې)، چې دا په بنسټيز ډول په کوچنۍ اسيا کې د ليديايي سکو بديل و. په داسې حال کې چې داريکونه ډېر مشهور شول، سيګلو هومره منښت تر لاسه نه کړ. يوناني ښارونو د سپينو زرو خپلو سکو ته دوام ورکړ. د دې يوناني سپينو زرو سکو او هخامنشي سګلو مرکب په همدې ډول په هخامنشي سترواکۍ کې جريان پیدا کړ، خو بيا هم يوناني سکې عموماً په اکثريت کې وې.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د زېرمې موندنه او ساتنه[سمول]

دا زېرمه په 1933ز کال کې د يوې ساختماني ډلې له خوا هغه مهال وموندل شوه، کله يې چې په مرکزي کابل د چمن حضوري د پارک سره نږدې د يو کور د بنسټ اېښودلو لپاره کيندنه کوله. هغه مهال د (Délégation Archéologique Française en Afghanistan (DAFA)) د رئيس په وينا، په دې زېرمه کې شا اوخوا 1000 د سپينو زرو سکې او يو څه ګاڼې موجودې وې. 127 سکې او د ګاڼو يو څو ټوټې د کابل موزيم ته ولېږدول شوې او نورې يې په برتانوي هند او نورو ځايونو کې بېلا بېلو موزيمونو ته ورسېدې. له نږدې دوه لسيزو وروسته، د DAFA ډينيل شلمبرګر په کابل کې د زېرمه شويو موندنو انځورونه او تفصيلات د (Trésors Monétaires d'Afghanistan) په نوم يو کتاب کې خپاره کړل.[۱۷][۱۸]

د چمن حضوري سکې تر 1992-1993ز کلونو پورې د کابل په موزيم کې باتې شوې، هغه مهال چې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې جنګېدونکو مجاهدينو موزيم لوټ کړ. دا ټولې سکې ورکې شوې (له بېلا بېلو نورو لاسي اثارو په ګډون). شا او خوا دوه کاله وروسته، په پاکستان کې په يوه خصوصي ټولګه (کوليکسون) کې د دې ټولګې 14 سکې وليدل شوې. (اوسمنډ بوپيراچي) او امان الرحمن د (Pre-Kushana Coins in Pakistan) (1995) په نوم کتاب کې د دې سکو تفصيلات خپاره کړل.[۱۹]

د زېرمې سپړاوی (تفصيلات)[سمول]

له دې زېرمې څرګندېږي چې د افغانستان او پاکستان له نورو سکو سره يوځای يوناني سکو د ستر سکندر له فتوحاتو مخکې، تر هندوستان پورې، لږ تر لږه تر سنده، لاره موندلې وه. دا د هخامنشي واکمنۍ پر مهال منځ ته راغلل. هخامنشي سيګلو خپله يوه کوچنۍ لږکي وو، کټ مټ هغه شان، څه ډول چې د سترواکۍ د نورو برخو په زېرمو کې موندل شوي دي.[۲۰][۲۱][۲۲]

ډينيل شلمبرژی (Daniel Schlumberger) د کابل په موزيم کې د شته 115 سکو تفصيلات خپاره کړل. په دوی کې د بېلا بېلو يوناني ښارونو 30 سکې، شا اوخوا 33 اتني سکې او د اتني سکې يو ايرانی نقل، 9 شاهي هخامنشي د سپینو زرو سکې (سيلګو)، 29 په سيمه يیزه کچه جوړې شوې سکې چې ويل کېږي د نوي ډول دي او 14 د کېندنې نښه لرونکې سکې چې د کات شويو سيخانو په توګه وې، موجودې وې. داسې برېښي چې کلاسيکي يوناني او هخامنشي سکې له لويديځ څخه واردې شوي دي.[۱][۲۱]

هخامنشي سيګلو سکې[سمول]

د کابل په زېرمه کې ګڼې هخامنشي سيګلو سکې موندل شوې وې (د زېرمه کولو نېټه يې د 350 مخزېږديز کال ده) او د ټيکسلا د بهير تپې زېرمه (د زېرمه کولو نېټه يې شا او خوا 300 مخزېږديز کال ده)، کومې چې په څرګند ډول د هخامنشي سترواکۍ د لويديځې برخې څخه رالېږدول شوې وې. عموماً په دې باندې يو تاج پر سر هخامنشي پاچا کيندل شوی و چې ښي لور ته په منډه دی، په لاس کې يې لیندۍ او نېزه ده (د غشي ويشتونکي پاچا په بڼه)، او په شا اړخ يې د کېندنې په نښه مستطيلي شکل دی. د هخامنشي سترواکۍ په ختيځ کې د موندل شويو ګڼو سکو زېرمو کې عموماً ډېرې کمې يې سيلګويي دي، کوم څه چې د دې ښودنه کوي چې د سترواکۍ په هغو برخو کې د يوناني سکو (لرغوني او لومړيو کلاسيکي دواړو) د جريان په پرتله د سلګويي سکو جريان په اصل کې ډېر کم و.[۲۳][۲۴][۲۵]

د دې ډول سکې د ټيکسلا د بهير تپې (غونډۍ) په زېرمه کې هم موندل شوي دي.[۲۶]

په دې زېرمه کې ثبت شوې يوناني سکې د بېلا بېلو يوناني ښارونو 30 او د اتن څخه نږدې 34 سکې دي، چې يوه پکې ايرانی نقل دی. عموماً، يوناني سکې (لرغونې او ابتدايي کلاسيکي دواړه) د هخامنشي سترواکۍ په ختيځ کې د موندل شويو هخامنشي سکو په زېرمو کې په پرتليز ډول ډېرې زياتې دي، چې د سيګلويی څخه ډېرې زياتې دي، د دې ښودنه کوي چې د يوناني سکو جريان د سترواکۍ د يادو برخو په مالياتي نظام کې مرکزي حيثيت درلود.[۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Bopearachchi, Coin Production and Circulation 2000، صص. 300-301.
  2. 106. Kabul: Chaman-i Hazouri Archived 2020-06-10 at the Wayback Machine., Center for Environmental Management of Military Lands (CEMML), Colorado State University and US Department of Defense, retrieved 26 October 2018.
  3. Bopearachchi & Cribb, Coins illustrating the History of the Crossroads of Asia 1992, pp. 57–59: "The most important and informative of these hoards is the Chaman Hazouri hoard from Kabul discovered in 1933, which contained royal Achaemenid sigloi from the western part of the Achaemenid Empire, together with a large number of Greek coins dating from the fifth and early fourth century BC, including a local imitation of an Athenian tetradrachm, all apparently taken from circulation in the region."
  4. Bopearachchi, Coin Production and Circulation 2000، ص. 309 and Note 65.
  5. Goyal, The Origin and Antiquity of Coinage in India 1999.
  6. Cribb, Investigating the introduction of coinage in India 1983، ص. 101.
  7. Cribb, Investigating the introduction of coinage in India 1983، صص. 85-86.
  8. Eggermont, Alexander's Campaigns in Sind and Baluchistan 1975, pp. 175–177: "One should...be careful to distinguish the limited geographical unit of Gandhāra from the political one bearing the same name."
  9. Magee et al., The Achaemenid Empire in South Asia and Recent Excavations 2005، footnote 35.
  10. Magee et al., The Achaemenid Empire in South Asia and Recent Excavations 2005، p. 714, col. 1.
  11. Olmstead, History of the Persian Empire 1948، ص. 292.
  12. Olmstead, History of the Persian Empire 1948، ص. 144.
  13. Alram, The Coinage of the Persian Empire 2016, pp. 61–62: "Neither the Egyptian nor the Mesopotamian civilizations had needed coinage as a form of money; further, the Achaemenids in the Iranian heartland remained attached to a barter and exchange economy throughout their reign, using commodities like corn, meat, and wine, as well as silver bullion."
  14. Graham, Coinage (Encyclopedia of Ancient Greece) 2013, p. 174, col. 1: "Ancient Greek coinage developed in Asia Minor, probably influenced by the circulation of Lydian coinage in the 7th century BC. The production of Greek coinage grew as the polis flourished and spread throughout the Mediterranean during the height of the colonization phase between c.700 and c.500 BC. As a result, coinage in antiquity was an essentially Greek phenomenon and became a medium of exchange, the legacy of which remains with us today."
  15. Alram, The Coinage of the Persian Empire 2016, pp. 69–71: "the tetradrachms of Athens, above all, had developed in the course of the fifth century to a kind of world trade currency" and "the Achaemenids had introduced their own distinctive currency in Asia Minor, which, however, formed only a small part of the monetary supply and circulated side by side with local and imported Greek coins."
  16. Alram, The Coinage of the Persian Empire 2016، صص. 64–65.
  17. Achaemenid Rule (550–330 BC) Archived 2018-09-06 at the Wayback Machine., Center for Environmental Management of Military Lands (CEMML), Colorado State University and US Department of Defense, retrieved 26 October 2018.
  18. Bopearachchi, Coin Production and Circulation 2000، صص. 300–301.
  19. Achaemenid Rule (550–330 BC) Archived 2018-09-06 at the Wayback Machine., Center for Environmental Management of Military Lands (CEMML), Colorado State University and US Department of Defense, retrieved 26 October 2018.
  20. Bopearachchi & Cribb, Coins illustrating the History of the Crossroads of Asia 1992, pp. 57–59: "The most important and informative of these hoards is the Chaman Hazouri hoard from Kabul discovered in 1933, which contained royal Achaemenid sigloi from the western part of the Achaemenid Empire, together with a large number of Greek coins dating from the fifth and early fourth century BC, including a local imitation of an Athenian tetradrachm, all apparently taken from circulation in the region."
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Bopearachchi, Coin Production and Circulation 2000، صص. 308-.
  22. Kagan, Archaic Greek Coins East of the Tigris 2009، صص. 230-231.
  23. "Kabul hoard, coins 65-72". مؤرشف من الأصل في ۳۱ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bopearachchi & Cribb, Coins illustrating the History of the Crossroads of Asia 1992, pp. 57–59: "The most important and informative of these hoards is the Chaman Hazouri hoard from Kabul discovered in 1933, which contained royal Achaemenid sigloi from the western part of the Achaemenid Empire, together with a large number of Greek coins dating from the fifth and early fourth century BC, including a local imitation of an Athenian tetradrachm, all apparently taken from circulation in the region."
  25. Kagan, Archaic Greek Coins East of the Tigris 2009
  26. Bopearachchi & Cribb, Coins illustrating the History of the Crossroads of Asia 1992, pp. 57–59: "Coins of this type found in Chaman Hazouri (deposited c.350 BC) and Bhir Mound hoards (deposited c.300 BC)."
  27. Kagan, Archaic Greek Coins East of the Tigris 2009