د کابل جګړه (۱۸۴۸ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کابل جګړه د هغو تنبیهي هڅو برخه وه چې بریتانویانو وغوښتل د انګلیس-افغان لومړۍ جګړې پر مهال په کابل کې د خپلې شرمناکې ماتې غچ له افغانانو واخلي. د بریتانیا او د ختیځ هند شرکت دوه لښکرو له کندهار او جلال آباد څخه د افغانستان د پلازمېنې کابل ښار پر لور مخکې تګ وکړ څو د ۱۸۴۲ زکال په جنوري کې د هغې ماتې غچ واخلي چې د بریتانیا – هند پوځي او ملکي د ملا تیر یې ورمات کړی و. بریتانویانو هند ته د دغه پرشاتګ پر مهال د خپلو بندیانو له راخوشي کولو وروسته د کابل یو شمېر برخې ړنګې کړې. دغه ماته د انګلیس- افغان لومړنۍ جګړې پای و.

مخینه[سمول]

د ۱۸۳۰مې لسیزې په وروستیو کې د بریتانیا دولت او د ختیځ هند بریتانوي شرکت په دې باوري شوي وو چې امیر دوست محمد د روسیې له سترواکۍ سره د اړیکو جوړولو په هڅه کې دی. دوی لار برابره کړه چې پوځونه یې له سند څخه په تېرېدو په افغانستان برید وکړي او پخوانی واکمن شاه شجاع چې د امیر دوست محمد خان له خوا دېرش کاله وړاندې له واکه ګوښه کړای شوی و او په هند کې یې د بندي په توګه ژوند کاوه بېرته واک ته ورسوي. هغوی همدارنګه د سکانو د سترواکۍ له مهاراجا رنجیت سنګ سره هوکړې ته ورسېدل چې دوی ته د تېرېدو خوندي لار برابره کړي او په بدل کې به یې دوی شاه شجاع اړباسي څو د پېښور لانجمنه سیمه ور وسپاري.[۱]

بریتانویانو کابل ونیو او دوست محمد خان د ۱۸۴۰ زکال په نومبر میاشت کې بریتانویانو ته تسلیم شو. راتلونکی کال یو شمېر بریتانوي قوماندانانو خپل ځواکونه په داسې حال کې وویستل چې د دوی پر ضد عامه مقاومت د جوړېدو په حال کې و. دوی همدارنګه غلجیانو ته مالي مرستې بندې کړې چې د کابل او پېښور ترمنځ یې د دوی د تګ راتګ لپاره لار خوندي ساتله. د ۱۸۴۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د قوماندان رابرټ سېل په مشرۍ یوه پوځي دلګۍ ولېږل شوه څو د خیبر دروازې له لارې تر هند پورې د لارې مسیر له ګواښونو څخه پاک کړي خو د لارې په اوږدو کې د غلجیانو قبیلې ته د اړوند کسانو له خوا له ستونزو سره مخ شول او د خیبر دروازې ته په نیمه لار کې پروت جلال اباد کې کلابند شول.

د ۱۸۴۱ زکال په نومبر میاشت کې په کابل کې خلکو پاڅون وکړ چې د دغه پاڅون په پایله کې په کابل کې د بریتانیا استوګن استازی الکساندر برنز ووژل شو. د کابل د ګارنیزون بریتانوي قومان ویلیام جورج کیث الفینسټون وه نشو کولای دغه پاڅون وځپي. دغه مهال د یاد پاڅون مشري د دوست محمد خان زوی غازي محمد اکبرخان پرغاړه واخیسته. الفینسټون د قندهار له قوماندان ویلیام ناټ څخه مرسته وغوښته. ناټ د قوماندان مک لارن تر مشرۍ لاندې پوځیان د مرستې په موخه ولېږل خو د شدیدې واورې ورېدنې له امله هغوی بېرته وګرځېدل.

د شاشجاع په دربار کې انګلیسي وزیر ویلیام هې مکناټن هڅه وکړه څو د پاڅون کوونکو په لیکو کې اختلافات رامنځته کړي او وکولای شي محمد اکبرخان ترور کړي، خو اکبرخان له دغه پلان څخه خبر شو او د همدغه کال د ډسمبر په ۲۳ مه یې د یوې ناستې په ترڅ کې مکناټن وواژه. بالاخره په یوه نه دفاع کېدونکې پوځي اډه کې د الفینسټون د ځواکونو له محاصره کېدو وروسته نوموړي له اکبرخان سره هوکړه لاسلیک کړه چې پوځ یې له کابل څخه وزي او هغوی ته یې اجازه ورکړه په خوندي توګه جلال آباد ته پر شاه شي. د دغې چارې پایله دا شوه چې ۴۵۰۰ بریتانوي او هندي پوځیان او همدارنګه د هغوی ۱۲۰۰۰ نور پلویان د افغانانو له خوا د ۱۸۴۲ زکال په جنوري میاشت کې ووژل شي. یوازې یو انګلیسي جراح او ډېر کم شمېر هندي سرتېرو وکولای شول ځانونه جلال آباد ته ورسوي. الفینسټون سره له خپلې کورنۍ او څو افسرانو ځانونه تسلیم کړل او بندیان شول. [۲]

د بریتانیا حالت[سمول]

د هند لپاره بریتانوي ګورنر لارډ اکلنډ چې دغه خبر واورېد؛ خور یې وايي چې داسې شو چې لس کاله یې عمر تېر شوی وي. له دې سره نوموړي د خپل سپهسالار جورج پولاک په مشرۍ کومکي ځواکونه پېښور ته ولېږل. دلته د قوماندان وایلډ په مشرۍ د بنګال د واحد پوځي ډلې د سکانو له یوې پوځي ډلې سره هڅه وکړه چې د ۱۸۴۱ زکال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې د خیبر لویه لار ونیسي خو پاتې راغلل. سیکان وتښتېدل او د بنګال پوځي واحد هم د یخنۍ، د جامو د کمښت او همدارنګه د الفینسټون پوځ ته د اوښتي حالت له وېرې خپله روحیه له لاسه ورکړې وه. پولاک یو شمېر قوماندې ورکړې څو په پېښور کې د ځواکونو اغېزمنتیا زیاته کړي او په جلال آباد کې د محاصره سرتېرو د زړه تسکین رامنځته کړي. ورته مهال د اکلنډ پر ځای لارډ النبرو د هند ګورنر ټاکل شوی و او د هغه کښتۍ د فبروري په ۲۱ مدراس ته ورسېده. وړاندې له دې چې النبرو په رسمي توګه خپله دنده پیل کړي وه یې لیکل چې غواړي د بریتانیا اعتبار او ویاړونه بېرته راوګرځوي. [۳]

بریتانیا لا هم په افغانستان کې پوځيان لرل: په کندهار کې د ناټ تر قوماندې، په غزني کې چې د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې پروت و د توماس پالمر تر قوماندې او په جلال آباد کې د سېل تر قوماندې لاندې بریتانوي ځواکونو لا شتون درلود. بندي جنرال الفینسټون د خپلو اډو ټولو قوماندانانو ته امر ورکړ چې خپل ځایونه د هغې هوکړې د شرایطو له مخې تخلیه کړي چې له محمد اکبرخان سره یې لاسلیک کړې. (الفینسټون په اپرېل میاشت کې چې لا هم بندي و ومړ.) ناټ او سېل د الفینسټون امر له پامه وغورځاوه، خو په غزني کې میشت بریتانوي قوماندان توماس پالمر د هغه څخه اطاعت وکړ خپل ځای یې خوشی کړ او لرې پرتو زیان منونکو سیمو ته پر شاه شول. شاشجاع لا هم د کابل بالاحصار په خپل واک کې درلود او هڅه یې کوله چې قبایلو او د پاڅون مخکښانو ته بډې ورکړې په داسې حال کې چې انګلیس یې هم نور ملاتړ نه کاوه. نوموړي آن هڅه وکړه چې په افغانستان کې د ځان لپاره ځایګی جوړ کړي او له بریتانویانو یې وغوښتل هغه شرایط ومني چې الفینسټون له اکبرخان سره پرې هوکړې ته رسېدلی و. [۴][۵]

په مارچ او اپرېل میاشتو کې پرمختګونه[سمول]

د ژمي په وروستیو او د پسرلي په لومړیو کې د بریتانیا تر کنټرول لاندې ټولو سیمو په شاوخوا کې نښتو شتون درلود.

د فبروري په ۱۰مه ناټ د هغو قبایلو پر ضد د خپلو ځواکونو رهبري وکړه چې دوی یې کلابند کړي و. د میرزا احمد تر مشرۍ لاندې د افغانانو یوې ډلې هغوی کلابند کړل او په ښار یې برید وکړ؛ هغوی د ښار دروازې ته اور واچوه او لار یې جوړه کړه چې ښار ته ننوزي. هغوی د ناټ د پاتې شوو کوچنیو پوځي ډلګیو د مقاومت له امله پر شاه شول او درانه تلفات یې وزغمل. د ناټ تجهیزات مخ پر کمېدو و؛ د ریچارډ انګلنډ په مشرۍ یوې ډلې چې هڅه یې کوله د کویټې له لارې تجهیزات ورسوي په هیکلزي سیمه کې یې مخه ونیول شوه. له دې امله چې کندهار نور په مستقیم ډول تر ګواښ لاندې نه و ناټ په پام وړ کچه یوه لویه ډله د انګلنډ سره د لیدنې په موخه ولېږله او هغه یې تر کندهار پورې راورساوه.[۶]

د مارچ په ۶ مه د غزني ځواکونه (د بنګال د بومي پیاده ځواکونو ۲۷مه ډلګۍ) په خپلو موقتو ځایونو کې تر برید لاندې راغلل. له دوه نیمو اونیو مقاومت وروسته دوی تسلیمۍ ته اړ شول. هغه سرتېري چې د اسلام له منلو یې انکار وکړ ووژل شول او ګڼ شمېر نور بریتانوي افسران د خپلو کورنیو سره د وزیر اکبرخان له خوا د بندیانو په توګه ونیول شول.[۷]

د مارچ په ۳۱مه پولاک په پېښور کې خپلو ځواکونو ته د روحیې ورکولو چارې بشپړې کړې او په ډېرۍ سختۍ د خیبر له لارې تېر شول. هغه خپل سرتېري د دروازې په دواړو غاړو کې لوړو څوکو ته ولېږل څو په افغان جنګیالو باندې د شا څخه برید وکړي د دوی توپخانو د لارې په اوږدو کې ټول سنګرونه په نښه کړل او په ډېرو لږ تلفاتو بریالي شول. نوموړی د اپرېل په ۱۴مه جلال آباد ته ورسېد څو له وړاندې پای ته رسېدلې کلابندي وګوري. له څو اونیو نازړه توب وروسته سېل د فبروري په ۱۹ مه د جلال اباد د ځواکونو د هغه چور مشري وکړه چې څرېدونکي حیوانات یې په کې ونیول او مرسته یې وکړه چې د خپلو خوړو زېرمې پرې ډکي کړي. هغه بیاځلي دغه چاره د اپرېل په اوومه ترسره کړه محاصره چیان یې پر شاه کړل او هغوی یې اړ کړل چې له لا زور څخه کار واخلي.

په داسې حال کې چې غازي اکبرخان د جلال اباد په محاصره کې د ونډې لرلو له امله له کابله لرې و، شاشجاع بېرته د کابل په چاپېر کې خپل واک رامنځته کړ. له څو اونیو وخت تېرولو او په پټه توګه له هند څخه د بریتانیا د مرستې د غوښتنې له امله هغه زړه ناړه له بالاحصار څخه بیرون ته راووت څو د غازي اکبرخان د اعلان شوي جهاد سره ځان مل وښيي. نوموړی د نواب زمان خان د پلویانو له خوا چې له نایب امین الله خان سره د شاشجاع د مرستو له امله ناخوښه وو؛ ووژل شو. د هغه په وژونکو کې د شجاع الدوله په نامه د هغه یو زوی بللی (بچه خوانده) هم شامل و. د شاشجاع زوی فتح جنګ ځان د خپل پلار ځای ناستی اعلان کړ، خو هغه له خپل پلار څخه هم لږ ملاتړ درلود.[۸]

سرچينې[سمول]

  1. Hopkirk (1990), p.189
  2. Dalrymple (2013), pp. 348–353
  3. Hopkirk (1990), p.270
  4. Forbes (1892), Chapter VIII
  5. Allen (2000), p.44
  6. Forbes (1892), p.107
  7. Allen (2000), pp.44–45
  8. Dalrymple (2013), pp.417–421