د ښیښې جوړولو لنډه تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښیښه د کانی موادو هغه ټولګه ده چې د تودوخې په ټاکلی درجه کې ویلی او په ځانګړو شرایطو کې وروسته له سړیدو څخه د امورف، رڼې اوکلکی، خو ماتیدونکی مادی په څیربدلېږی. په بل عبارت ښیښه د طبیعی یا مصنوعی موادو هغه مخلوط دی چې د یولړ تکنالوژیکی عملیو په پلی کولو سره وروسته له کیمیاوی او فزیکی بدلونونو څخه لاسته راځی. له تخنیکی پلوه ښیښه ډیره سریښناکه او بی شکله مایع چې ظاهری بڼه ئې جامده وی، ده. ښیښي معمولاْ شفافی، خو یو شمیر ئې(هغه چی ویلی شوی مواد ئې په ورو ډول ساړه شوی وی) نیمه شفافی یا مکدری هم وی. انسنانو ښیښه له پخوا راهیسی پیژندلی او کارول ئې لرغونې تاریخ لري. د مصر هېواد له میلاد څخه دمخه( ۳۰۰- ۱۵۰۰) کلونو کې د ښیښو جوړولو مرکز و. وروسته چینایانو دسینګار لپاره د ښیښه یی ګاڼو په جوړولو لاس پوری کړ. په اسلامي هېوادونو کې مسلمانانو ښیښي جوړول د سکندريي او سوريي له هنرمندانو څخه زده کړی چې وروسته ئې دمشق او حلب صنعتي مرکزونه ګرځیدلی دی. په ۱۱ او ۱۲ زیږدیزو پیړیو کې په مسلمانانو کې د ښیښو جوړولو صنعت اوج ته ورسید. د ۱۲ میلادی پیړۍ په وروستیو کې په غربی اروپا کې په کلیساګانوکې د رنګه ښیښو کارول رواج و موند. په ۱۶۸۸ ز. کال کې په فرانسه کی لومړني ښیښه یی لوښي جوړ شو او اوږده کلونه یاد هېواد د ښیښو په جوړولو کې لومړی ځای درلودلی دی. د ۱۷ زیږدیزی پیړۍ په وروستیو کې په انګلستان کې د ښیښو جوړول پیل شو چې په هغو کې د سربو د ځنو ترکیبونو د شته والی له امله ښیښو ځانګړی روڼتیا او ځلیدنه و موندله. په ۱۶۰۸ ز. کال کې د امریکی په متحده ایالاتو کې د ښیښو جوړولو لومړنی کارځای جوړ او په ۱۸۲۷ ز. کال کې د ښیښې د پرس کولو لومړنې ماشین هم په امریکا کې اختراع شو. سره له دی چې د ماشینی ښیښو په جوړولو کې ډیر پرمختګونه شوی دی، خو تراوسه هم د انسان په لاس جوړو شوو ښیښو خپل ځانګړی اهمیت او ارزښت ساتلی دی(899:2) . زمونږ په هېواد کې د ښیښې جوړول هم لرغونې تاریخ لری، چې د کوشانیانو، تیموریانو او غزنویانو د واکمنۍ په دورو کې ئې په هېواد او په ځانګړی توګه د هرات په ولایت کې رواج موندلې و. داسی نښي نښانی ترلاسه شوی چې کوشانیانو په ښيښو کې انځورونه کښل او ځرنګه چې ښیښي د لېږدونې په وخت کې د ماتیدو خطر لري نو د کوشانی چارواکو په غوښتنه ددی هنر کارپوهانو له یوی سیمی څخه بلی سیمی ته سفرونه کړی او هلته هم د ښیښو جوړولو صنعت رواج موندلی دی. ښیښي جوړول نه یوازی صنعت او هنر دی، بلکی د یو هېواد د فرهنګ ښکارندوی هم دی. اوس مهال هم په هرات کې د ښیښې جوړولو صنعت په دودیزډول شتون لری او ددی ښیښه یی توکو پیرودونکي اکثراْ بهرني سیلانیان دي، چې له ځانه سره ئې د یادګارپه توګه خپلو هېوادونو ته انتقالوی. هیره دی نه وی چې تراوسه زموږ په هېواد کې ښیښې جوړول د لاس پواسطه صورت مومی او د تولېد فابریکه ئې شتون نه لری. له نیکه مرغه زمونږ هېواد د ودانیزو اومو موادو کانونو د درلودلو له پلوه خورا شتمن دی. دا کانونه په بغلان ، سمنګان ، بلخ، تخار، بدخشان ، کابل، بامیان، او د هېواد په ډیرو نورو سیمو کې شتون لري. د بېلګی په توګه د البرز د غرونو له کان څخه چې دبلخ په ولایت کې دی، یادونه کوو . دا کان دچشمه شفا په سیمه کې پروت دی او د ډبرو ترکیب يي له کو ارتزی شګو چې د ښیښې جوړولو اساسی ماده ده، تشکیل شوي دی، مساحت ئې ۴۰۰۰متر مربع او پنډوالی ئې لس متره دی. ددی کان کیمیاوی ترکیب په لاندی ډول ښودل شوی دی: په سلو کې له ۸۶ څخه تر ۹۱ برخو پوري SiO2- په سلوکې له ۰،۴۵ څخه تر ۱،۴۱ برخوپورې AL2O3- په سلوکې له ۱،۵ څخه تر ۲،۵ بر خو پورې Fe2O3- په سلوکې له ۳،۵۳ څخه تر ۴،۷ سلنې پورېNa2O+ K2O- په سلوکې له ۱،۲۱ څخه تر۱،۹۶برخو پورې CaO - په سلوکې له ۰،۲۳ څخه تر ۱،۷۵ برخو پورې(9:1) MgO- پورتني مواد د ودانیو ښیښو اوهمدارنګه د ښيښه ئې بوتلونو ، مرتبانونواونورو ښیښه یی لوښو جوړولو کې په پراخه کچه کارول کېدای شی. ددې کان دزیرمو ټولیزه اندازه ۱۱۰ زره ټنه اټکل شوي ده(4). په بامیانو کې دحاجی ګک کان هم د ۵ مترو په پنډوالی دشګلنو کوارتزی ډبرو بډای زیرمی لري چې د ښیشې جوړولو لپاره لومړنۍ اساسی اومه ماده ده. په دې کان کې د سلیکان ډای اکساید SiO2) مقدار له ۹۳،۶۶ څخه تر ۹۷،۳۱ سلنې پوری دی او د زیرمو اندازه ئې ۶۵۰ زره ټنه اټکل شوی ده(3 ). ددې ډول کانونوشمیر په هېواد کې له لس ګونو څخه ډیردی. دا بېلګی په ډاګه کوی چې افغانستان د ډول ډول ودانیزو توکو لکه خښتو ، سرامیکو (کاشی)، ښيښو اونورو اړینو ودانیزو توکو د تولید لپاره داومو موادو پراخي او په زړه پورې زیرمي لري. لکه دمخه چې ورته ګوته ونیول شوه د ښیښې جوړولو لپاره دننه په هېواد کې د اومو موادو زیرمی موجودې دی، خو ددی صنعت د ودې او پراختیا لپاره تر ټولو لومړې سوله ایز شرایط او همدارنګه مادی- تخنیکي امکانات چې برښنا ئې په سرکې ده، اړین دي. په هېواد کی د سراسري سولی په رامنځته کېدو د ښیښي جوړولو صنعت د او پراختیا لپاره له طبیعی زیرمو څخه د گټی اخستنی په موخه په لومری گام کی علمی او مسلکی کادرونو ته چی د ملی اقتصاد په ټولو برخو کی لازمه مسلکی پوهه او تخصص ولری، اړتیا ده. پکار ده چی د یاد صنعت د رامنځته کولو او پراختیا لپاره د مسلکی کادرونو روزلو ته چی د معاصری تکنالوژی سره بشپړه آشنایی ولری، ځانګړی پاملرنه وشي.همدارنګه اړینه ده چې د ښبښی جوړولو او نورو ودانیزو توکو د تولېد لپاره د ځایی اومو موادو کانونه يوځل بیا په دقیقه توګه سروی او و ارزول شی او د اقتصادی اغیزمنتیا په صورت کې ئې د استخراج کار په فنی او مسلکی توګه په ممکن فرصت کې ترلاس لاندی ونیول شی. په دی توګه به د هېواد د اقتصادی ودی او غوړیدنې لپاره رغنده ګام اوچت او د بنسټیزو تاسیساتو په رامنځته کېدو سره به مو هېواد د صنعتي کېدو په لور لاره خپله کړی.

سرچینې[سمول]

1- احمدی، رحمت گل. تجزیه و تحلیل مواد خام محلی معادن ۰۰۰، اکادمی علوم، سال 1384، ص87.

2- دایرة المعارف اریانا، جلد دوم، اکادمی علوم، ریاست دایرة المعارف، مطبعۀ نبراسکا، کابل- افغانستان، تعداد صفحات961.

3- archive.mashal.org/content.php?c=helmi&id...

4- www.rta.org.af/index.php/.../19-2014-02-09-12-13-03