د ښکولولو ډولونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مېړه او مېرمن ترمنځ د مچکو Kiss ډولونه او ماناوې دانسانانو ترمنځ داړیکو مختلفې وسیلې شته، خو مهمه یې مچکه ده، چې داړیکو سربېره د احساسات او عاطفه څرګندوي، مچکه هم دغېږ په څېر خپل اغیز او ډولونه لري، هره مچکه خپله مانا او پیغام لري، هڅه به وکړو، چې خپلو لوستونکو ته دمچکې په اړه لنډ مالومات وړاندې کړو. د مخ ښکلول دا ډېره عامه او پاکه مچکه ده، دمېړه او مېرمن سربېره کېدای شي د دوو کسانو ترمنځ هم واخستل شي، دواړه اړخونه یې په حقیقي مانا نه پوهیږي، خو په ساده توګه یې مانا داده، چې زه درسره مېنه لرم ، درناوی مو کوم.

دتندي ښکلول:[سمول]

ښځه دا ډول مچکه ډېره خوښوي، دبلې هرې مچکې په پرتله دې ته ډېر ارزښت ورکوي، کله، چې مېړه خپله مېرمن پر تندي ښکل کړي پیغام یې دا وي، چې زما ملکه یې . ایا داسې کومه مېرمن به وي، چې دمېړه لخوا دا ډول کلیمه یا خبره یې خوښه نه شي.

دلاس ښکلول:[سمول]

دا هم دښځو له انده غوره مچکه ده، سړی دا پیغام لیږدوي، چې زما لپاره ډېره مهمه یې، د لاس دښکلولو مانا همدا ده، ځینې وخت مېرمن دخپل مېړه لاس ښکلوي، مانا یې درناوی او احترام وي.

د ورغوي ښکلول:[سمول]

دښځو دلاس ورغوی ډیر حساس وي، کله، چې سړی دښځې ورغوی ښکل کړي دا کټ مټ لکه له خولې یې، چې مچکه واخلي دلته یې مانا عاطفي وي او سړی ورڅخه غوښتنه کوي .....

دسترګو ښکلول:[سمول]

دکومې جوړې( مېړه او مېرمن)، چې اړیکې ډیرې پیاوړې وي نو دا ډول مچکه رامنځته کیږي، دا له رواني اړخه ډېر اغیز لري او مقابل لوري ته دا پیغام رسول وي، چې زما مېنه او ژوند یې .

دپوزې ښکلول:[سمول]

دا ډول مچکه یو ډول لوبه او ساتیري وي، مانا یې دمقابل لوري خندول وي.

دغاړې ښکلول:[سمول]

دا تر ټولو راپارونکې مچکه ده، ځکه له حساس ځای څخه اخستل کیږي، د غاړې( ورمېږ) ښکلول دا مانا لري، چې دواړه لوري به ښه وخت تیروي او په عامه توګه دکوروالي لپاره دسریزې په مانا ده.

دشونډو ښکلول:[سمول]

دا عادي او پسته مچکه ده، چې دواړه لوري یې له یو بل څخه اخلي، دمېړه او مېرمن ترمنځ یې مانا د ژورو اړیکو شتون دی. احترام ، باور او ځینې وخت د ځواک تر لاسه کولو لپاره سرچینه وي. فرانسوي مچکه : فرانسوۍ مچکه د شور او شوق نښه ده، جوړه( مېړه او مېرمن) دیوبل پر وړاندې خپله عاطفه او احساس څرګندوي، هیڅ شرم او خجالت په کې نه وي، هر حرکت او کړنه ددې مانا ورکوي، چې له تاسې سره ټینګ تړاو لرم. اوږده مچکه: اوږده مچکه دهغو مچکو له ډولونو څخه ده، چې له مقابل لوري سره د اړیکوان دفزیکي پیوستون په موخه په ټوله مانا شوق او لېوالتیا ده، دا دهغو جوړو تر منځ کیږي، چې عاشقان وي، ځینې وخت دومره وخت اوږده شي، چې نفس یې بند شي. له غاړې اخستې پرمهال مچکه: دا مچکه دشوق او مېنې نښه ده، کله، چې مېرمن او مېړه یو بل د ډیر وخت لپاره ونه ګوري نو له یو بل غاړه اخلي، دمچکو له لارې دپیوستون هڅه کوي، دغاړې او مچکې مانا داده، چې نور نه غواړي، چې سره جلا شي. د زړه ښکلول: کله، چې مېرمن یا مېړه د یو بل زړه ښکل کړي ، مانا یې داده، چې زړه او اروا دې زما خوښه ده، درباندې مین یم، د زړه ښکلول دښکاره مېنې اعتراف دی.