منځپانگې ته ورتلل

د ښځو نړیواله ورځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښځو نړیواله ورځ په نړیواله کچه یوه ځانګړې ورځ ده چې هر کال د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه د ښځو حقونو ته د اړوندو خوځښتونو د کانوني ټکي په توګه لمانځل کېږي او یو شمېر مسایلو لکه جنسیتي مساوات، د نسل د تولید حقونو او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي یا ناوړې ګټنې ته د نړۍ پام اړوي. د ښځو نړیواله ورځ چې د ښځو د رایو ورکولو د حق غوښتنې د خوځښت له خوا تحریک شوه د شلمې پېړۍ پر مهال د شمالي امریکا او اروپا له کارګري خوځښتونو سره هم ریښه لري. [۱][۲][۳][۴][۵]

د «ښځو د نړیوالې ورځې» لومړنۍ ثبت شوې لمانځنه د ۱۹۰۹ زکال د فبروي په ۲۸ مه نېټه په نیویارک ښار کې د امریکا د سوسیالېست ګوند له خوا ترتیب شوه. دغه چاره د سوسیالېستو ښځو په نړیوال کنفرانس کې د جرمني استازو لپاره الهام بخښونکې شوه څو وړانډیز وکړي چې دغه ورځ هر کال له کومې ځانګړې نېټې پرته ولمانځل شي؛ راتلونکی کال په ټوله اروپا کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. هغه مهال چې ښځو په شوروي روسیه کې د ۱۹۱۷ زکال پر مهال (د فبروري د انقلاب په پیل کې) د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړ د مارچ میاشتې ۸مه نېټه د ملي ځانګړې ورځې په توګه په پام کې ونیول شوه؛ دغه ورځ د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې د نړیوال فیمینېستي خوځښت له خوا د هغو د تصویب تر مهاله کیڼ اړخو خوځښتونو او حکومتونو ته اړونده وه. په ۱۹۷۷ زکال کې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د دغې ورځې په تصویب سره، یاده ورځ په نړیوالې ځانګړې ورځې واوښته. [۶][۷][۸]

د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو ډولونو لمانځل کېږي؛ په یو شمېر هېوادونو کې په دغې ورځې عمومي رخصتي وي او په یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا په ټولنیزه یا سیمه ییزه کچه په کې د ښځو لاسته راوړنې ستایل کېږي او د لا ترویج په موخه یې هڅه کېږي.[۹]

ملګري ملتونه دغه ځانګړې ورځ له یو شمېر ځانګړو موضوعاتو، تبلیغاتو یا هم د ښځو له حقونو سره په اړیکه کې بولي. د نړۍ په یو شمېر برخو کې د ښځو نړیواله ورځ لا هم د هغو سیاسي ریښې منعکسوي او د لاریونو څخه په کار اخیستو د راډیکال بدلونونو د غوښتنې له مخې مشخصه کېږي؛ په یو شمېر برخو په ځانګړې توګه په لویدیځ کې دغه ورځ تر ډېره ټولنیزه کلتوري ده او د ښځتوب په لمانځنه تمرکز لري. [۱۰]

تاریخچه

[سمول]

ریښه

[سمول]

د «ښځو د ملي ورځې» په نامه د ښځو د ورځې لومړۍ ثبت شوې لمانځنه د ۱۹۰۹ زکال د فبروري په ۲۸مه په نیویارک ښار کې د فعالې ترزامالکیل په وړاندیز د امریکا د سوسیالېست ګوند له خوا ترسره شوه. داسې ادعاوې شتون لري چې دغه ورځ د ۱۸۵۷ زکال د مارچ په ۸مه په نیویارک ښار کې د جامو ګڼدونکو ښځینه کارګرانو د لاریون لمانځنه ده، خو څېړونکو ادعا کړې چې دا یوه افسانه ده او د دې لپاره جوړه شوې څو د ښځو نړیواله ورځ د هغو له سوسیالېستي ریښې جلا کړای شي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ۱۹۱۰ زکال په اګست میاشت کې د سوسیالېستي ښځو نړیوال کنفرانس د ډنمارک په کوپنهاګن کې د نړیوال دویم سوسیالېزم له عمومي غونډې وړاندې ترتیب شوی و. له دې سربېره هغه څه چې د ښځو د ورځې د معاصرې لمانځنې تاریخ یې جوړ کړ، د کارګرو د نړیوال سازمان پر باور د ۱۹۱۱ زکال د مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه په نیویارک ښار کې د ټري انګل کالیو ګڼدنې په فابریکه (Triangle Shirtwaist factory) کې اورلګېدنه وه چې له امله یې ۱۴۶ ځوان کارګران چې ډېری یې کډوال و مړه شول. [۱۷][۱۸]

په شوروي اتحاد او نورو کمونېستي هېوادونو کې لومړني پرمختګونه

[سمول]

د ۱۹۱۷ زکال د مارچ په ۸مه (د ژولین کالیزې له مخې د ۱۹۱۷ زکال د فبروري ۲۳مه) په پتروګراد ښار کې د نساجۍ د کارخونو کارکوونکو په لاریونونو پیل وکړ چې بالاخره یې ټول ښار ته پراختیا ومونده؛ لاریون کوونکو د «ډوډۍ او سولې» په شعار ورکولو سره - د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله د خوړو کمښت او سزارېزم ته د پای ټکي اېښودو غوښتنه لرله. دغه ګام د فبروري د انقلاب بنسټ کېښود چې د اکتوبر د انقلاب په خوا کې یې د روسیې دویم انقلاب رامنځته کړ. د انقلاب رهبر لئون تروتسکي لیکلي: «د فبروري ۲۳مه (د مارچ ۸مه) د ښځو نړیواله ورځ وه او د هغو اړوندې ناستې او چارې له وړاندې تنظیم وې. خو موږ دا نه انګېرله چې د «ښځو ورځ» دې د انقلاب پیلامه وي. انقلابي اقدامات اټکل شوي و، خو نېټه یې نه وه مالومه. خو پر سهار یې له دستوراتو سره پر خلاف، د نساجي کارکوونکو په څو کارخونو کې خپلې دندې پرېښودې او له دغه اعتصاب څخه یې د ملاتړ په موخه هر لوري ته استازي ولېږل... چې د ټولیز اعتصاب لامل وګرځېدل... ټول سړکونو ته راووتل». اووه ورځې وروسته تزار دویم نیکولاس استعفا ورکړه او لنډ مهالي حکومت هم ښځو ته د رایو د ورکړې حق ورکړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۹۱۷ زکال کې بلشویکانو الکساندرا کولونتای او ولادمیر لینېن د ښځو نړیواله ورځ په شوروي اتحاد کې رسمي ځانګړې ورځ اعلان کړه. د ۱۹۶۵ زکال د مۍ میاشتې په ۸مه نېټه د شوروي د عالي شورا مشرتابه پلاوي د ښځو نړیواله ورځ « د شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې غیر کاري ورځ (عمومي رخصتي) اعلان کړه.[۲۴][۲۵]

په شوروي روسیه کې د دغې ورځې له رسمي کېدو وروسته نور نو د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په ګڼ شمېر کمونیستي هېوادونو او همدارنګه د کمونیستي خوځښتونو له خوا لمانځل کېدله. هسپانوۍ کمونېستې مشرې دولورس ایباروی د هسپانیا د کورنۍ جګړې په درشل کې د ۱۹۳۶ زکال پر همدغه نېټه په مادرید ښار کې د ښځو لاریون رهبري کړ. چیني کمونېستانو هم د ۱۹۲۲ زکال له پیل راهیسې دغه ورځ ځانګړې وبلله او ډېر ژر د سیاسونو پام یې ځانته واړاوه: په ۱۹۲۷ زکال کې ګوانګژو ښار د ۲۵ زره نارینه او ښځینه ملاتړو د لاریون شاهد و چې د کومینتانګ (ملت پاله ګوند)، YWCA (د ځوانو ښځینه و عیسوي ټولنه) او کارګري بنسټونو استازو هم په کې شتون درلود. د ۱۹۴۹ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چین د خلکو د جمهوریت له رامنځته کېدو وروسته، دولتي شورا د ډسمبر په ۲۳مه اعلان وکړ چې د مارچ اتمه رسمي ځانګړې ورځ ده او ښځو ته په کې نیمه کاري ورځ رخصتي ورکول کېږي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ملګرو ملتونو له خوا تصویب کېدل

[سمول]

د ښځو نړیواله ورځ نږدې تر ۱۹۶۷زکال پورې هغه مهال چې د فیمینېستانو دویمې څپې ترې ګټنه وکړه یوه کمونېستي ځانګړې ورځ وه. دغه ورځ بیاځلي د فعالتوب د یوې ورځې په توګه راڅرګنده شوه او ځینې وختونه هم په اروپا کې «د ښځو د مبارزې د نړیوالې ورځې» په توګه پېژندل کېږي. د ۱۹۷۰مې او ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال کیڼ اړخي او کارګري سازمانونه د ښځو له ډلو سره مل شول او په ګډه سره یې د مساوي معاش، مساوي اقتصادي فرصتونو، مساوي قانوني حقونو، د نسل د تولید د حقونو، د ماشوم پالنې د ملاتړیزو خدمتونو او د ښځو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کوله. [۳۰][۳۱][۳۲]

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۷۵ زکال کې چې د ښځو لپاره نړیوال کال بلل شوی و؛ د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځنه پیل کړه. په ۱۹۷۷ زکال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له غړو هېوادونو وغوښتل څو د مارچ اتمه د ښځو د حقونو او نړیوالې سولې لپاره د ملګرو ملتونو د رسمي ځانګړې ورځې په توګه اعلان کړي. له دغه مهال راهیسې دغه ورځ د ملګرو ملتونو او د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو له خوا د پورته یادو شوو موضوع ګانو یا هم د ښځو د حقونو په برخه کې د بلې ځانګړې موضوع په محوریت لمانځل کېږي. [۳۳]

د ۲۰۰۷ زکال د مارچ په ۴مه هغه مهال چې په ایران کې په سلګونو تنه چې د لاریون په موخه یې چمتووالی نیو د پولیسو له خوا ووهل شول، له امله یې په تهران کې د ښځو نړیواله ورځ په تاوتریخوالي واوښته. (د دغې موضوع اړوند بل لاریون په ۲۰۰۳ زکال کې په تهران کې شوی و). پولیسو په لسګونو ښځې ونیولې چې یو شمېر یې له څو ورځو بند او څېړنو وروسته بېرته راخوشې شوې. شادي صدر، محبوبه عباسقلي او څو نورې ټولنیزې فعالانې د نه خوړلو له پنځلس ورځني اعتصاب وروسته د ۲۰۰۷ زکال د مارچ په ۱۹ مه راخوشې شوې.[۳۴][۳۵][۳۶]

په نړیواله کچه

[سمول]

د ښځو نړیواله ورځ په یو شمېر هېوادونو له دې ډلې په افغانستان، انګولا، ارمنستان، اذربایجان، بلاروس، بورکینافاسو، کمبودیا، چین (یوازې د ښځو لپاره)، کیوبا، ګرجستان، جرمني (په برلین او مکلنبورګ – یوازې په لویدیځ پومراني کې)، ګینه – بیسائو، اریتریا، قزاقستان، قرغزستان، لائوس، ماداګاسکار (یوازې د ښځو لپاره)، مولداوي، منګولیا، مونټینګرو، نیپال، روسیه، تاجکستان، ترکمنستان، یوګاندا، اوکراین، ازبکستان او زامبیا کې رسمي ځانګړې ورځ ده. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

په یو شمېر نورو هېوادونو لکه اسټرالیا، کامرون، کرواسیا، رومانیا، بوسنیا او هرزګوین، بلغاریا، ویتنام او چلي کې بیا له دې سره چې رسمي ځانګړې ورځ نه ده خو په پراخه کچه لمانځل کېږي. [۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴]

سرچينې

[سمول]
  1. "About International Women's Day". International Women's Day (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په June 3, 2016. بياځلي په March 8, 2021.
  2. "International Women's Day". United Nations (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په March 7, 2021. بياځلي په March 8, 2021.
  3. "History of International Women's Day". International Women's Day (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په March 7, 2021. بياځلي په March 8, 2021.
  4. Nations, United. "Background | International Women's Day". United Nations (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په March 8, 2020. بياځلي په March 8, 2021.
  5. "Stories of women's activism". nzhistory.govt.nz (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په February 18, 2022. بياځلي په February 18, 2022.
  6. ""International Socialist Congress, 1910; Second International Conference of Socialist Women". p. 21. بياځلي په March 7, 2020.
  7. Cheah, S. G. (March 8, 2020). "Women In Red: The Surprising History Of International Women's Day". Evie Magazine. خوندي شوی له the original on March 9, 2020. بياځلي په March 9, 2020. statement made by Vladimir Lenin, who presided over the first official March 8th celebration of this day in Russia: "For under capitalism the female half of the human race is doubly oppressed. The working woman and the peasant woman are oppressed by capital [...] "The second and most important step is the abolition of the private ownership of land and the factories. This and this alone opens up the way towards complete and actual emancipation of woman
  8. "International Women's Day, 8 March". United Nations (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په March 8, 2020. بياځلي په March 7, 2020.
  9. Sindelar, Daisy. "Women's Day Largely Forgotten in West, Where It Got Its Start". Radio Free Europe. Radio Free Europe. خوندي شوی له اصلي څخه په March 18, 2021. بياځلي په March 8, 2011.
  10. "International Women's Day – March 8, 2020". National Today (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په March 9, 2022. بياځلي په March 6, 2020.
  11. "International Women's Day History | International Women's Day | The University of Chicago". iwd.uchicago.edu (in انګليسي). خوندي شوی له the original on April 8, 2017. بياځلي په April 7, 2017.
  12. "United Nations page on the background of the IWD". Un.org. خوندي شوی له اصلي څخه په March 8, 2020. بياځلي په March 8, 2012.
  13. Miller, Sally M. (December 1978). "From Sweatshop Worker to Labor Leader: Theresa Malkiel, A Case Study". American Jewish History. 68 (2): 197. JSTOR 23881894.
  14. Kaplan, Temma (1985). "On the Socialist Origins of International Women's Day". Feminist Studies. 11 (1): 163–171. doi:10.2307/3180144. JSTOR 3180144.
  15. Kandel, Liliane; Picq, Françoise (1982). "Le Mythe des origines à propos de la journée internationale des femmes". La Revue d'en face. 12: 67–80. خوندي شوی له the original on September 27, 2013. بياځلي په April 29, 2023. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  16. Zophy, Angela Howard (1991). Handbook of American Women's History. Garland. p. 187. ISBN 0-8240-8744-5.
  17. Rochelle Goldberg Ruthchild, "From West to East: International Women's Day, the First Decade", Aspasia: The International Yearbook of Central, Eastern, and Southeastern European Women's and Gender History, vol. 6 (2012): 1–24.
  18. "The Triangle Shirtwaist Fire and International Women's Day: 100 years on". March 8, 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په March 6, 2023. بياځلي په March 7, 2023.
  19. "8th of March – International woman's day: in search of lost memory". خوندي شوی له the original on March 13, 2011. بياځلي په March 14, 2014.
  20. "International Women's Day". United Nations (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په March 7, 2021. بياځلي په March 8, 2021.
  21. "February Revolution". RIA Novosti. March 6, 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په March 2, 2022. بياځلي په March 7, 2017.
  22. "8th of March – International woman's day: in search of lost memory". خوندي شوی له the original on March 13, 2011. بياځلي په March 14, 2014.
  23. "United Nations page on the background of the IWD". Un.org. خوندي شوی له اصلي څخه په March 8, 2020. بياځلي په March 8, 2012.
  24. "How Lenin and Russian Revolution in 1917 played a role in the origin of Women's Day". www.dailyo.in. خوندي شوی له اصلي څخه په March 31, 2018. بياځلي په March 7, 2021.
  25. "How Lenin and Russian Revolution in 1917 played a role in the origin of Women's Day". www.dailyo.in. خوندي شوی له اصلي څخه په March 31, 2018. بياځلي په March 7, 2021.
  26. Kaplan, Temma (1985). "On the Socialist Origins of International Women's Day". Feminist Studies. 11 (1): 163–171. doi:10.2307/3180144. JSTOR 3180144.
  27. Kaplan, Temma (1985). "On the Socialist Origins of International Women's Day". Feminist Studies. 11 (1): 163–171. doi:10.2307/3180144. JSTOR 3180144.
  28. Yau Tsit Law (June–July 1927). "International Women's Day in Canton March 8, 1927". News Bulletin (Institute of Pacific Relations).
  29. "Anniversaries of important events". China Factfile. Chinese Government. خوندي شوی له the original on September 13, 2019. بياځلي په August 28, 2011.
  30. Kaplan, Temma (1985). "On the Socialist Origins of International Women's Day". Feminist Studies. 11 (1): 163–171. doi:10.2307/3180144. JSTOR 3180144.
  31. Søland, Birgitte (March 4, 2019). "International Women's Day". Origins. خوندي شوی له اصلي څخه په March 2, 2022. بياځلي په March 10, 2019.
  32. Gillis, Elizabeth (January 20, 2017). "Ahead Of The Boston Women's March, A Look Back 47 Years Ago". WBUR. خوندي شوی له اصلي څخه په March 2, 2022. بياځلي په July 22, 2019.
  33. "International Women's Day". United Nations. خوندي شوی له اصلي څخه په May 12, 2021. بياځلي په February 13, 2014.
  34. "Iranian Women Rally to Demand Equal Social, Political Rights" Archived March 9, 2016, at the Wayback Machine. Index-Journal (March 9, 2003): 9. via Newspapers.comکينډۍ:Open access
  35. Harrison, Frances (March 8, 2007). "Middle East | Iranian women struggle for equality". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په April 13, 2012. بياځلي په March 8, 2012.
  36. "Iran: Release Women's Rights Advocates | Human Rights Watch". Hrw.org. March 8, 2007. خوندي شوی له the original on November 2, 2008. بياځلي په March 8, 2012.
  37. "Armenian Holidays – Armenia Information". Armeniainfo.am. July 5, 1995. خوندي شوی له the original on May 12, 2012. بياځلي په March 8, 2012.
  38. Azerbaijan.msntour.az Archived September 12, 2008, at the Wayback Machine.
  39. "Public Holidays in Azerbaijan – International Women's Day". advantour.com. خوندي شوی له اصلي څخه په August 16, 2017. بياځلي په March 9, 2016.
  40. "Национальный правовой Интернет-портал Республики Беларусь". wayback.archive-it.org. له اصلي څخه خوندي شوی په July 5, 2017. بياځلي په February 5, 2018.{{cite web}}: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link)
  41. Coordination Team (May 22, 2011). "Taking International Women's Day Seriously in Burkina Faso". capacity4dev.ec.europa.eu. Development and Cooperation – EuropeAid. خوندي شوی له اصلي څخه په March 9, 2014. بياځلي په March 8, 2014.
  42. "2007 Cambodia Public Holiday – Cambodia e-Visa Blog". Cambodiaevisa.com. August 4, 2007. خوندي شوی له the original on April 25, 2012. بياځلي په March 8, 2012.
  43. Saul, Heather (March 8, 2018). "International Women's Day around the world: from sex worker strikes to women-only public holidays". News The Essential Daily Briefing. خوندي شوی له اصلي څخه په March 20, 2018. بياځلي په March 20, 2018.
  44. "Public holidays in the People's Republic of China". Sg2.mofcom.gov.cn. January 9, 2008. خوندي شوی له the original on September 3, 2014. بياځلي په March 8, 2013.
  45. "Ministerio de Relaciones Exteriores de Cuba". Cubaminrex.cu. March 8, 2011. خوندي شوی له the original on March 16, 2012. بياځلي په March 8, 2012.
  46. "დღესასწაულები". Embassy.mfa.gov.ge. خوندي شوی له the original on March 6, 2012. بياځلي په March 8, 2012.
  47. "Why Wednesday is a public holiday in only two German states including Berlin". thelocal.de. خوندي شوی له the original on March 7, 2023. بياځلي په March 8, 2023.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link)
  48. "Holidays and weekends in the Republic of Kazakhstan in 2014 year". E.gov.kz. خوندي شوی له اصلي څخه په March 5, 2017. بياځلي په March 7, 2014.
  49. "Kyrgyz and American Holidays (In Russian)". US Embassy Bishkek. خوندي شوی له the original on May 9, 2012. بياځلي په March 7, 2012.
  50. "Lao Cultural Events / Public Holidays". laoyp.com. خوندي شوی له the original on August 29, 2008. بياځلي په March 7, 2014.
  51. "Madagascar 2009 Public Holidays". Qppstudio.net. خوندي شوی له the original on April 19, 2012. بياځلي په March 8, 2012.
  52. (په رومانيايي) Article 111 (1c) of the work codex of Moldova Archived March 3, 2016, at the Wayback Machine., PDF, page 53 "Article 111. Non-working holidays. (1) in Moldova, non-working holidays, maintaining the average salary, are: (…) c) March 8 – International Women's Day; (…)".
  53. "Mongolia Web News". Mongolia-web.com. خوندي شوی له the original on April 2, 2015. بياځلي په March 8, 2012.
  54. Women Demand Equal Rights In Kyiv March Archived April 23, 2018, at the Wayback Machine., RFE/RL (March 8, 2018)
  55. "National Holidays (In Russian)". Ministry of Foreign Affairs of the Republic of Uzbekistan. خوندي شوی له the original on March 8, 2012. بياځلي په March 7, 2012.
  56. "Zambia 2009 Public Holidays". Qppstudio.net. خوندي شوی له the original on April 19, 2012. بياځلي په March 8, 2012.
  57. "International Womens Development Agency (in English)". خوندي شوی له اصلي څخه په March 8, 2021. بياځلي په March 8, 2021.
  58. "QPPstudio.net". QPPstudio.net. خوندي شوی له the original on April 19, 2012. بياځلي په March 8, 2012.
  59. "Zakon o blagdanima, spomendanima i neradnim danima u Republici Hrvatskoj (pročišćeni tekst)". narodne-novine.nn.hr. خوندي شوی له اصلي څخه په November 16, 2020. بياځلي په March 8, 2023.
  60. "Ziua Internațională a Femeii. De 8 martie Google posteaza un desen pentru acest eveniment". Agentia.org. November 24, 2010. خوندي شوی له the original on March 11, 2011. بياځلي په March 8, 2012.
  61. "Žene su heroji ovog društva (in Bosnian)". Oslobodjenje. March 8, 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په October 18, 2012. بياځلي په March 8, 2012.
  62. "Bulgarian national radio". Bulgarian national radio. خوندي شوی له اصلي څخه په July 14, 2015. بياځلي په July 14, 2015.
  63. "Hanoi streets jammed on Int'l Day for Women | Vietnam News & Information Portal". En.www.info.vn. March 9, 2011. خوندي شوی له the original on March 12, 2011. بياځلي په March 8, 2012.
  64. "Días Nacionales en Chile (in Spanish)". feriadoschilenos.cl. March 8, 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په January 7, 2019. بياځلي په March 8, 2012.