د ښځو د ودې لپاره د ملګرو ملتونو پراختيايي صندوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښځو د ودې لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي صندوق (UNIFEM) د ۱۹۷۶ کال د ډسمبر په میاشت کې د ښځو په نړیوال کال کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د لسیزې د رضاکارانه صندوق په توګه تاسیس شو. لومړۍ مشره يې  «مارګریټ سی سنایډر» وه. UNIFEM  د نوښتګرو پروګرامونو او ستراتیژیو لپاره مالي او تخنیکي مرستې چمتو کړې، تر څو د ښځو بشري حقوقو، سیاسي ګډون او اقتصادي امنیت ته وده ورکوي. له ۱۹۷۶ز کال راهيسې دوې د خپلو پروګرامونو د دفترونو او د نړۍ په لویو سیمو کې د ښځو سازمانونو سره د اړیکو له لارې د ښځو ځواکمنتیا او د جنس د برابرۍ ملاتړ کړی. د جنسیتي ځواب ورکوونکي بودیجې په اړه یې کار په ۱۹۹۶ز کې په سویلي افریقا کې پیل او پراخ شو، چې ختیځه افریقا، سویل ختیځه آسیا، سویلي آسیا، مرکزي امریکا او د اندین سیمې پکې شاملې دي. دا په ټولو هیوادونو کې د اقتصادي حکومتدارۍ د پیاوړتیا لپاره د یوې وسیلې په توګه د جنس ځواب ویونکي بودیجې د ملګرو ملتونو په ټول نظام کې د پوهاوي لوړولو لپاره کار کوي. په ۲۰۱۱ز کال کې، UNIFEM د ځینو نورو کوچنیو ادارو سره یوځای شو، ترڅو «د ملګرو ملتونو مېرمنې» اداره ځينې منځ ته راشي. [۱][۲]

په اړه[سمول]

«یونیفیم» یوه خپلواکه اداره وه، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام سره يې نږدې کار کاوه، که څه هم پریکړه لیک دا هم په ډاګه کړې چې د صندوق سرچینې باید د ملګرو ملتونو د پراختیایي همکاریو د نورو ادارو مسؤلیتونو لپاره د مرستندوی په توګه وکارول شي، نه د بديل په توګه. یونیفیم د هغو پروژو تمویل سره مرسته وکړه چې د ښځو او د هغوی کورنیو سره مرسته کوي. یونیفیم د ښځو سره د مرستې یوه تګلاره جوړه کړه، څو «د بسپنې ترلاسه کولو پرځای، د بدلون لپاره د خپل ځان استازي شي». یونیفیم مرسته وکړه، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ملګرو ملتونو پروګرامونه د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو له منځه وړلو تړون له خوا جوړې شوې لارښوونې تعقیبوي. یونيفیم د بشري حقوقو په توګه د ښځو د حقوقو په پېژندلو کې هم شامل و. په ټوله نړۍ کې يې د جنسیت د برابرۍ ملاتړ وکړ. یونيفیم د ښځو حقوقو ته هم د سولې او امنیت د مسئلې په سترګه ګوري. [۳][۴][۵][۶][۷]

یونيفیم سازمان ته د رضاکارانه مرستو په بودیجه کې کار کار کړی. دا سازمان په نیویارک ښار کې موقیعت درلود. بېلا بېلو هېوادونو او سيمو په یونيفیم کې خپل خپل پلاوي درلودل. یونيفیم په ملګرو ملتونو کې یو له کوچنیو ادارو څخه و او د کاناډا د سیاستوال «سټیفن لیوس» په وینا: د ملګرو ملتونو په درجه بندۍ کې  یې ښکته موقعیت درلود.  [۸][۹][۱۰][۱۱]

تاریخچه[سمول]

په ۱۹۷۵ ز کې د ښځو په اړه لومړی نړیوال کنفرانس د یونيفیم په جوړولو اغېزه وکړه. د نړۍ حکومتونو له لومړي کنفرانس وروسته د ښځو د ستونزو د حل لپاره د سرچینو د لګولو اړتیا ولیده. د لسيزې په موخه د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو رضاکارانه صندوق د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا د ۱۹۷۶ز کال د ديسمبر په میاشت کې له همدې کنفرانس سملاسي وروسته تاسیس شو. «مارګریټ سنایډر» په ۱۹۷۸ز کې د دې سازمان د مشرې په توګه کار پیل کړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

۱۹۸۰ز لسيزه[سمول]

« UNVFDW » ته د عمومي اسامبلې له خوا د ۱۹۸۵ز په فبرورۍ مياشت کې مسئول وسپارل شو، په دې ډول دا اداره د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي صندوق وګرځېد (UNIFEM). د ۱۲۵/۳۹ پرېکړه لیک له مخې: نوی صندوق د نوښتګرو او چټکوونکو فعالیتونو د ملاتړ او دفاع لپاره غوښتل شوی و، کوم به چې د مخ پر وده نړۍ ښځو ته غږ او ليد ورکړي. [۱۶]

د ۱۹۸۵ز او ۱۹۸۸ز کلونو تر منځ موده کې د یونيفیم د پروژو لپاره بسپنه (د تمويل پيسې) دوه برابره شوې. [۵]

په ۱۹۹۰ ز لسيزه[سمول]

کې، یونيفیم د خپلو موخو په پراخولو بوخت شو. دې سازمان یو کمپاین پیل کړ چې "د ښځو حقونه د بشري حقونو په توګه" تعريف کړي او وښيي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ولې د اقتصادي ودې اړوند مسئله ده. یونيفیم د «روزانا کاریلو» په څېر څېړونکي وګومارل، تر څو وښيي چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی څنګه اقتصادي موکو ته د ښځو د لاسرسي له نه شتوالي سره تړاو لري. د "بشري حقوقو په توګه د ښځو حقونه" کمپاین په ځانګړې توګه اغېزناک و. یونيفیم په پروژو کار پیل کړ، څو د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی کم کړي او د ستونزې په اړه پوهاوی لوړ کړي. [۱۷][۱۸][۱۹]

همدا شان، په ۱۹۹۰ز کال کې، یونيفيم د «افریقايی مېرمنې په بحران کې» (AFWIC)  په نوم يوه څانګه جوړه کړه، تر څو په هغو ستونزو تمرکز ولري، چې په افريقا کې ورسره خلک مخامخ دي. AFWIC له هغو ښځو سره مرسته وکړه چې په خپلو هېوادونو کې د تاوتریخوالی یا بیړنیو پېښو له امله بې ځایه شوي. AFWIC په ختیځه افریقا کې د «لکیچ ډایراسی» له خوا پیل شوي کار ته پراختیا ورکړه.[۲۰][۵]

د یونيفیم فعاليتونو مرسته وکړه، هغو مسائلو ته بڼه ورکړي چې په ۱۹۹۵ز کې د ښځو په اړه په څلورم نړیوال کنفرانس کې په ګوته شوې وې. په کنفرانس کې مېرمنو پریکړه وکړه چې، دا مهمه ده چې دوی "د رسمي واک ادعا وکړي، تر څو وکولای شي، نېغ په نېغه عامه تګلاره جوړه کړي». [۲۱][۲۲]

یونيفیم د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي او د ښځو په وړاندې له جنګي جرمونو سره د مبارزې لپاره، له درويشتو پروژو سره د مرستې لپاره د باور صندوق رامنځ ته کړ. دې صندوق په ۱۹۹۷ز کال کې د پروژو تمویل پیل کړ. [۲۳][۲۴][۲۵]

۲۰۰۰ز لسيزه[سمول]

یونيفیم ته په ۲۰۰۰ز کال کې د یو ان ډی پی له خوا د "اجرائيه ادارې حیثیت" ورکړل شو. دغه کار سازمان ته اجازه ورکړه، چې د یو ان ډی پی لپاره د ښځو حقوقو او جنسيتي برابرۍ اړوند پروژو کار وکړي او بشپړې يې کړي.[۲۶]

یونيفیم«په ۲۰۰۱ کې د نړۍ د ښځو پرمختګ» تر عنوان لاندې يو نوی دوه کلن راپور خپور کړ. راپور په تیرو لسیزو کې د یونيفیم لاسته راوړنې په ګوته کړې وې. په ۲۰۰۱ز کال کې، د «نړیوالې خبرتیا» ادارې سره په ګډه، یونيفیم د ښځو لپاره د زریزې سولې جایزه پیل کړه. [۲۷]

د یونيفیم مشرې «نولین هیزر» د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د یوه نړیوال کمیسیون د جوړولو غوښتنه کړې. [۲۸]

د ۲۰۰۶ز کال د جنورۍ مياشتې په شپږ ويشتمه نېټه، یونيفیم «نیکول کډمن» د خپل نیک نیت سفیره وټاکله. [۲۹]

د یونفیم وروستی اجرائیوي رئیس انیس البردي و. [۳۰]

۲۰۱۰ز لسيزه[سمول]

د ۲۰۱۱ز کال په جنورۍ مياشت کې، یونيفیم د ملګرو ملتونو د مېرمنو په اداره کې مدغم شو، د ملګرو ملتونو د ښځو اداره، د پرمختګ لپاره د نړیوالې څېړنې او روزنې انسټیټیوټ (INSTRAW)، د جنسیتي موضوعاتو په اړه د ځانګړي سلاکار دفتر (OSAGI) او د ښځو د پرمختګ څانګې (DAW)، څخه جوړه يوه هسته ده. [۳۱][۳۲]

اجرائیوي رئیسان[سمول]

د دې ادارې اجرائيوي رئيسان په لاندې ډول دي:[۳۳]

شمېره رئيس هېواد موده
۴ Inés Alberdi اسپانيه ۲۰۰۷-۲۰۱۴
۳ Noeleen Heyzer سنګاپور ۱۹۹۴-۲۰۰۷
۲ Sharon Capeling-Alakija کاناډا ۱۹۸۹-۱۹۹۴
۱ Margaret C. Snyder متحده ايالات ۱۹۷۸-۱۹۸۹

سرچینې[سمول]

  1. (په 23 October 2009 باندې). Nicole Kidman, Ambassadrice de Bonne Volonté Pour l'Unifem, Devant Le Congrès Américain. Le Monde.
  2. Alberdi 2019، ص. 12.
  3. Service, UN-NGLS Non Governmental Liaison. "UN-NGLS Publications: NGLS Handbook". www.un-ngls.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hintjens, Helen (November 2008). "UNIFEM, CEDAW and the Human Rights-based Approach: Assessment: UNIFEM, CEDAW and the Human Rights-based Approach". Development and Change (په انګلیسي ژبه کي). 39 (6): 1181–1192. doi:10.1111/j.1467-7660.2008.00513.x. hdl:1765/17998. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Jain 2005، ص. 128.
  6. Hudson 2010، ص. 101-102.
  7. Jain 2005، ص. 127.
  8. (په 2006-01-09 باندې). To Get Women's Voices Into the UN, Start at the Top. The Ottawa Citizen.
  9. Stewart, Randa (1994). "UNIFEM Vows to Empower Women in Developing Countries". Herizons. 8 (1): 11 – عبر EBSCOhost. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "UNIFEM--United Nations Development Fund for Women". Women's International Network News. 24 (3): 3. Summer 1998 – عبر EBSCOhost. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Shahani, Leticia Ramos (2004). "The UN, Women, and Development: The World Conferences on Women". In Fraser, Arvonne S.; Tinker, Irene (المحررون). Developing Power: How Women Transformed International Development. New York: The Feminist Press. د کتاب پاڼي 30–31. OCLC 56214177. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-55861-485-0 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link)
  12. کينډۍ:UN document
  13. Stange, Mary Zeiss; Oyster, Carol K.; Sloan, Jane E. (2011-02-23). Encyclopedia of Women in Today's World (په انګلیسي ژبه کي). SAGE. د کتاب پاڼې 1496. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-7685-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Shahani, Leticia Ramos (2004). "The UN, Women, and Development: The World Conferences on Women". In Fraser, Arvonne S.; Tinker, Irene (المحررون). Developing Power: How Women Transformed International Development. New York: The Feminist Press. د کتاب پاڼي 30–31. OCLC 56214177. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-55861-485-0 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link)
  15. Snyder 2004، ص. 624.
  16. "UNIFEM--United Nations Development Fund for Women". Women's International Network News. 24 (3): 3. Summer 1998 – عبر EBSCOhost. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Heyzer 1998، ص. 22.
  18. Snyder 2004، ص. 628.
  19. Hudson 2010، ص. 99.
  20. Hudson 2010، ص. 99-100.
  21. Hudson 2010، ص. 101.
  22. Jain 2005، ص. 151.
  23. "UNIFEM Launches Trust Fund to Eliminate Violence against Women". Women's International Network News. 24 (2): 35. Spring 1998 – عبر EBSCOhost. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Heyzer 1998، ص. 20.
  25. Heyzer 1998، ص. 20-21.
  26. "UNIFEM Biennial Report: Progress of the World's Women 2000". Women's International Network News. 37 (1): 3. Winter 2001 – عبر EBSCOhost. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Bell, Imogen, المحرر (2003). Central and South-Eastern Europe 2004. (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 4th). Europa Publications. د کتاب پاڼې 699. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781857431865. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "UNIFEM: Director Heyzer Calls for Commission on Violence". Women's International Network News. 29 (3): 4. Summer 2003 – عبر EBSCOhost. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. BBC (په 2006-01-26 باندې). Kidman becomes ambassador for UN. BBC
  30. UNIFEM (2008). "Inés Alberdi Appointed as UNIFEM Executive Director". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر May 11, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 15, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  32. Alberdi 2019، ص. 10.
  33. "UNIFEM is now UN Women". www.unifem.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)