د ښځو حقوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښځو اوچت مقام د نبوي احاديثو په رڼا کې


دنبوی احاديثو په ذخيره کې داسې ډير روايتونه موجود دي چې په هغې کې دښځو اوچت مقام ذکر شوی دی خو زه په دغه لويه ذخيره کې صرف يو څو روايتونه ذکر کوم چې دهغې څخه دښځو اوچت مقام په اسلام کې ډير ښه معلوميږي چې هغه په لاندې ډول دى: ١-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت کړی چې هغه ويلی دي : (( اتی جبريل النبی صلی الله عليه وسلم فقال يا رسول الله هذه خديجة قد اتت معها اناء فيه ادام وطعام فاذا اتتک فاقرا عليه السلام من ربها ومني وبشرها ببيت فی الجنة من قصب لا صخب فيه ولا نصب )) ( متفق عليه مشكوة صفحه ٥٧٣ ) ژباړه : جبريل عليه السلام نبی عليه السلام ته راغی او هغه ته يې وويلې چې ای رسول الله صلی الله عليه وسلم خديجة تاته راتلونکې ده او دهغې سره يو لوښی دی چې په هغه کې قتغ او دخوراک څه شی دی نو چې کله تاته راغله نو په هغې باندې دهغې درب له طرفه او ځما له طرفه سلام ووايه او هغې ته زيری ورکړه په يو کور سره په جنت کې چې دمرغلرو څخه جوړ دی او په هغه کې شور او تکليف نشته سبحان الله ! يوه ښځه په اسلام کې دومره اوچتې مرتبې ته رسيږي چې رب العالمين او دهغه مقرب ملائک جبريل عليه السلام په هغې باندې سلام وائی او هغې ته په دنيا کې دجنت زيری ورکوي . يقينا دغه ټولو ښځو ته لوې افتخار او دير لوې عزت دی . ٢-امام ترمذي رحمه الله دانس رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( حسبک من نساء العالمين مريم بنت عمران وخديجة بنت خويلد وفاطمة بنت محمد وآسية امراة فرعون ) (مشكوة صفحه ٥٧٣) ژباړه : کافي ده تاته پيژندل دفضيلت دمريم لور دعمران او دخديجې لور دخويلد او دفاطمې لور دمحمد صلی الله عليه وسلم او داسيه ښځه دفرعون . يعنې دغې ښځې داسې اوچتو مرتبو ته رسيدلي دي چې ډير نارينه هغې ته نه دی رسيدلي . ٣-امام بخاري او امام مسلم رحمه ا الله دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( يا عائشة هذا جبريل يقرئک السلام قالت وعليه السلام ورحمة الله قالت وهو يری مالا اری )) (مشكوة صفحه ٥٧٣ ) ژباړه : ای عائشې دغه جبريل دی او پرتا سلام وائی نو عائشة رضي الله عنها وويلې چې په هغه دې سلام او رحمت دالله وي او بيائې وويلې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم جبريل ليده او مانه ليده . ٤-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړيدي چې هغې فرمائلی دی : (( کان رسول الله صلی الله عليه وسلم يکثرذکرها( خديجة) وربما ذبح الشاة ثم يقطعها اعضاء ثم يبعثها في صدائق خديجة )) (متفق علیه مشكوة صفحه ٥٧٣ ) ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به خديجة رضي الله عنها ډيره يادوله او ډير کرتې به يې چې کله ګډ حلاله کړه نو دهغه اندامونه به ئې جداجدا کړله او بيا به ئې دخديجې رضي الله عنها په دوستانو تقسيموله . ٥-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دعلي رضي الله عنه څخه روايت کړيدي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( خير نسائها مريم بنت عمران وخير نسائها خديجة بنت خويلد )) (متفق علیه مشكوة صفحه ٥٧٣) ژباړه : مريم لور دعمران د خپلې زمانې بهتره ښځه وه او خديجه لور دخويلد دخپلې زمانې بهتره ښځه ده . ٦-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فاطمه رضي الله عنها ته وويل : (( يا فاطمة الا ترضين ان تکوني سيدة نساء اهل الجنة )) (مشكوة صفحۀ ٥٦٨ ) ژباړه : ای فاطمې ايا ته نه خوشحاليږی چې دجنت دښځو سرداره شی. او په بل روايت کې امام ترمذی دعائشة رضي الله عنها روايت کړي دی چې فاطمة رضي الله عنها داسې فرمائلی دی : (( واخبرنی انی سيدة نساء اهل الجنه )) (متفق علیه مشكوة صفحه ٥٧٤ ) ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته خبر راکړه چې زه دجنت دښځوسرداره يم . ٧-امام بخاري او امام مسلم دعمروبن العاص رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويلې : ((ای الناس احب اليک ؟ قال عائشة )) (متفق علیه ? مشكوة صفحه ۵۵۵) ژباړه : په خلکو کې څوک تاته ډير خوښ دی نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمائل چې عائشة رضي الله عنها . ٨-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله دمسوربن مخرمة رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (فاطمة بضعة منی فمن اغضبها اغضبنی وفی رواية يريبنی ما ارابها ويوذيني ما آذاها ) ( متفق علیه ? مشكوة صفحه ۵۶۸ ) ژباړه : فاطمه ځما دبدن ټوټه ده او چاچې هغه په غصه کړله نو زه ئې په غصه کړلم او په بل روايت کې ئې داسې ويلی دی : (( ما خفه کوی هغه شی چې فاطمه خفه کوی او ماته تکليف او ضرر رسوی هغه شی چې فاطمه ته تکليف او ضرر رسوی . دپورتنې احاديثو څخه دا معلومه شوه چې داسلام مقدس دين پرښځو څومره زيات اهتمام کړی دی او دا چې ښځې کولای شي هغه اوچتو درجو او مرتبو ته ورسيږي کوم چې دير سړي ورته نه شي رسيدلای البته دغو او چتو مرتبو ته به دتقوی او ديانتداری او خوش اخلاقې له لارې رسيږي . ٩-امام احمدبن حنبل او امام نسائی رحمهما الله دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( حبب الی من الدنيا النساء والطيب وجعلت قرة عينی فی الصلاة )) (مشكوة صفحه ٤٤٩ ) ژباړه : ددنيا څخه ماته ښځې او خوشبويې محبوب شويدی او ځما دسترګو يخوالي په لمانځه کې ګرځول شوي دي . ١٠-همدارنګې امام نسائی دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې هغه ويلی دی : (( لم يکن شی احب الی رسول الله صلی الله عليه وسلم بعد النساء من الخيل ) ( نسائی صفحه ٩٤ جلد ٢ ) ژباړه : داسې شی چې رسول الله صلی اله عليه وسلم ته پس له ښځو دير خوښ وه هغه اسونه وه ، يعنې په اوله درجه کې ئې دښځو سره مينه زياته وه او دهغوې نه وروسته ئې داسونو سره مينه زياته وه ١١-امام مسلم رحمه الله دعبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( الدنيا متاع وخير متاعها المراة الصالحة)) ( مشكوة صفحه ٢٦٧ ) ژباړه : دنيا يوه شتمنې ده او غوره شتمنى ددنيا صالحه ښځه ده . ١٢-امام ابوداود رحمه الله دابوالطفيل غنوی رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې هغه ويلی دی : (( کنت جالسا مع النبی صلی الله عليه وسلم اذاقبلت امراة فبسط النبی صلی الله عليه وسلم رادءه حتی قعدت فلما ذهبت قيل هذه ارضعت النبی صلی الله عليه وسلم )) ( مشكوة ٢٧٤ ) ژباړه : زه دنبی عليه السلام سره ناست وم چې يوه ښځه راغله نو نبی عليه السلام خپل څادر هغې ته هواره کړه او هغه ورباندې کښيناستله نو هرکله چې دغه ښځه لاړله نويو چا وويلې چې دا هغه ښځه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ئې شيدې ورکړيده . يعنې دهغه رضاعی مور وه . ١٣-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله دام هانی بنت ابی طالب رضي الله عنها نه چې درسول الله صی الله عليه وسلم دتره لور روايت کړي دی چې هغې په فتح دمکې کې دوو مشرکانو ته چې دده دميړه خپلوان وو امان ورکړې وه او علی رضي الله عنه غوښتل چې دغه کسان ووژنې نو ام هاني رضي الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دغه خبره وکړله نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل :( قداجرنا من اجرت يا ام هانئ ) ( مشكوة صفحه ٣٤٧ ) ژباړه : مونږ امان ورکړيدی هغه چاته چې تاورته امان ورکړيدی ای ام هانئ . سبحان الله ! داسلام په مقدس دين کې دښځې دتصميم او نظر څومره زيات احترام شويدی او په هغه باندې څومره زيات اهتمام شويدی چې يوه مسلمانه ښځه دوو کافرانو ته امان ورکوي او دالله تعالی رسول دغه امان ورکول قبول او نافذوي . ١٤-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله د ابو هريره رضی الله عنه نه روايت کړيدی چې يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل : (من احق الناس بحسن صحابتی ؟ قال امک قال ثم من ؟قال امک .قال ثم من ؟ قال امک . قال ثم من ؟ قال ابوک ) (مشكوة صفحه ٤١٨) ترجمه : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل چې څوک پر ما باندې ډیر حقدار دی په ښه ملگرتيا کې ؟ نو رسول الله صلی عليه وسلم ورته وويل ستا مور هغه سړی بيا وويل څوک ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل ستا مور هغه سړی وويل بيا څوک ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل چې ستا مور هغه سړی وويل بيا څوک ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل ستا پلار . سبحان الله . دا يو لوې شرف عزت او افتخار دی د ټولو ښځو دپاره چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی دری ځلی مکرر زيات حقدار د ښه ملگرتيا او ښې معاملی بولی او نارينه يې په څلورمه درجه کې حقدار گڼلی دی . ١٥-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله دابو هريرة رضي الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( استوصوا بالنساء خيرا )) (مشكوة صفحه ٢٨٠ ) ژباړه : ترجمه : يو بل ته دښځو په هکله ښه وصيت او سپارښتنه وکړی . سبحان الله : وګورئ داسلام د مقدس دين کمال ته چې دښځو په خيراو صلاح باندې څومره زيات اهتمام کوی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل ټول امت ته امر کوي چې يو بل ته دښځو په باره کې ښه وصيت وکړئ يعنې يو بل ته پرښځو باندې درحم او دهغوې سره دنيکې رويې په باره کې وصيت وکړئ . ١٦-امام احمدبن حنبل او امام نسائی او امام بيهقی رحمهم الله دمعاويه بن جاهمه رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې جاهمه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی نو هغه ته يې وويل چې( يا رسول الله صلی الله عليه وسلم اردت ان اغزو وقد جئتک استشيرک فقال هل لک من ام ؟قال نعم قال فالزمها فان الجنة عند رجلها ) ( مشكوة صفحه ٤٢١ ) ژباړه : ای رسول الله ما اراده کړې چې غزا ته لاړ شم او تاته راغلی يم چې ماته مشوره راکړئ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل ايا مور دې شته ؟ نو هغه وويل هو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې دهغې سره دخدمت لپاره اوسیږه ځکه جنت دهغې دخپو سره دی . ١۷-امام خطيب بغدادی په خپل کتاب الجامع لاخلاق الراوي کې د انس رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمائلی دی : (( الجنة تحت اقدام الامهات )) ( رواه احمد و النسايی و ابن ماجه و الحاکم والقضاعی فی مسنده مشكوة صفحه ٤٢١ حاشيه ٤ واورده الذهبی فی الکبائر و ذکره الساعاتی فی بلوغ الامانی شرح الفتح الربانی جلد ۱۴ صفحه ۵۸ الفتح الربانی ج ۱۴ صفحه ۵۸ کشف الخفاج 1 ص ۳۳۵ ) ژباړه : جنت دمورګانو دقدمونو لاندې دی .

سبحان الله ! دايولوې افتخار او عزت دی ټولو ښځو ته چې جنت ته تلل دمورګانو په خدمت او پالنه پورې تړل شوي دي. ١۸-امام مسلم او امام بخاری او امام ترمذي دانس رضي الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( من عال جار يتين حتی تبلغا جاء يوم القيامة انا وهو کهاتين واشار بالسبابه والوسطی )) (رياض الصالحين صفحه ١٥٥ مشكوة صفحه ٤٢١ الادب المفرد جلد ١ صقحه ٤١ ) ژباړه : چاچې ددوو جنکيانو خدمت او پالنه دهغوې تربالغيدو پورې وکړلو نو په ورځ دقيامت کې به ځما سره دومره نزدې وي لکه څنګه چې منځنی ګوته دشهادت د ګوتی سره نزدی دی . ددغه حديث څخه معلومه شوه چې دښځو خدمت او پالنه او پرهغوی شفقت درسول الله صلی الله عليه وسلم دخوشحاليدو او دجنت دداخليدو سبب دی . ١٨-امام احمدبن حنبل او امام نسائی او امام ابن ماجه رحمه الله د ابوهريرة رضي الله عنه او دابو شريح خزاعی رضي الله عنه څخه روايت کړي دی چې رسول الله صلی اله عليه وسلم فرمائلی دی : (( اللهم اني احرج حق الضعيفين اليتيم والمراة )) (الفتح الربانی ج ١٦ صفحه ٢٣٢ رياض الصالحین صفحه ١٥٦ ) ژباړه : ای الله زه په سختی سره منع کوم ددوو ضعيفانو يتيم او ښځه دحق دتلفولو څخه يعنې ديتيم او ښځې دحق دپيمالولو څخه خلک سخت ويروم او سخت منع کوم او ديتيم او ښځې دحق پيمالونکې ګنهګار ګڼم .

سبحان الله ! وګورئ داسلام مقدس دين ته چې څومره زيات اهتمام کوی دښځو په حقونو باندې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دهغوې دحقوقو دضائع کولو څخه څومره په سختی سره خلک منع کوي . ١٩-امام بخاري او امام مسلم دعائشی رضي الله عنها نه روايت کړي دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( من ابتلی من هذه البنات بشئ فاحسن اليهن کن له سترا من النار ) (مشكوة صفحه ٤٢١ الادب المفرد صفحه ٤١ جلد ١) ژباړه : چاته چې لورګانې ورکړی شوی وي او دې ورسره احسان وکړي ( يعنې دهغوې ښه خدمت او پالنه او تربيه وکړي ) نو دغه لورګانې به دده او ددوزخ داور ترمنځه به ديوې پردی په شان وي يعنې دغه لورګانې بۀ دده دنجات سبب شی ددوزخ داور څخه . ٢٠-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دابو هريرة رضي الله عنه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( الساعی علی الارملة والمسکين کالمجاهد في سبيل الله وکالقائم الذي لا يفتر وکالصائم الذي لا يفطر )) ( مشكوة صفحه ٤٢٢ رياض الصالحين صفحه ١٥٥ ) ژباړه : څوک چې دکونډو ښځو او مسکينانو په مرسته او خدمت او پالنه کې کوشش کوي په درجه او ثواب کې دهغه چاسره برابر دی چې دالله تعالی په لار کې جهاد کوي او دهغه چاسره چې هميشه به لمانځه ولاړ وي او نه ستړي كيږي او دهغه چاسره چې هميشه روژه نيسي او نه بوزه كيږي . سبحان الله ! وګورئ داسلام مقدس دين ته چې دښځو خدمت او پالنی ته ئې څومره اوچته مرتبه ورکړيدی چې دهغوې دخدمت او پالنې ثواب ئې دجهاد او دایمی تهجد او روژه دارې دثواب سره برابر کړی دی حال دا چې جهاد او هميشه تهجد او روژه نيول سخت عبادت دي . ٢١-امام احمد بن حنبل او امام ابو داود او امام ابن ماجه او امام دارمی د اسماء بنت يزيد رضی الله عنها نه روايت کړيدی چه هغې ويلی دی (مر علينا رسول الله صل الله عليه وسلم ونحن فی نسوه فسلم علينا ) (الفتح الربانی ج ۱۶ ص ۲۲۹ مشکاه ص ۴۰۰ ) ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم د ښځو پر یوه ډله تیریده چې زه هم پکی ووم نو پرمونږ يې سلام واچاوه. يقينا دا دټولو ښځو دپاره يو لوې عزت او افتخار دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم پر دوی باندې سلام اچوی . ٢٣-امام ابو داود او امام نسائی د ابو هريره رضی الله عنه نه روايت کړيدی چې رسول الله صلی عليه وسلم فرمائلی دی : رحم الله امراة قامت من اليل فصلت و ايقظت زوجها فصلی فان ابی نضحت فی وجهه الماء) (مشكوة صفحه ۱۰۹) ترجمه : الله تعالی دی رحم کړی په هغه ښځه باندې چې دشپې دخوبه پاڅيږی او لمونځ کوی او خپل خاوند هم پاڅوی او که خاوند يې پانڅید نو د هغه په مخ اوبه شيندی . په دغه حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ښځې ته چې خپل رب سره مينه لری او دهغه تابعدارى کوی په خصوصی توگه درحمت دعا کوی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم هره دعا مقبوله ده . ٢٤-امام بخاری او امام مسلم رحمها الله د عبدالله بن عباس نه روايت کړيدی چې يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل :( يا رسول الله امراتی خرجت حاجه واکتتبت فی غزوة کذا و کذا قال ارجع فحج مع امراتک ) (مسلم صفحه ۴۳۴ جلد ۱ ، بخاری صفحه ۷۸۷ جلد ۲ ) ترجمه : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ځما ښځه حج ته روانه ده او زه د فلانی غزا په لښکر کې ليکلی شوی يم نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل غزا پريږده او ښځې سره حج ته لاړ شه . سبحان الله ! دغه دي په اسلام كې د ښځو اوچت مقام چې د حج په سفر كې د هغې د ملګرتيا او د هغې د ځان او عزت د ساتنې لپاره فرضى جهاد د خاوند څخه ساقطيږي او په هغه باندې دا لازميږي چې جهاد پريږدى او د هغې سره حج ته لاړ شي. ٢٥-امام ترمذی د عائشه رضی الله عنها نه روايت کړيدی چه رسول الله صلۍ الله عليه وسلم فرمائلی دی : (ان من اکمل المومنين ايمانا احسنهم خلقا والطفهم باهله ) (مشكوة صفحه ٢٨٢) ترجمه : په مومنانو کې پوره ايمان والا هغه څوک دی چې دډيرو ښو اخلاقو خاوند وی او په خپله ښځه باندې ډير شفقت کونکی وی . ٢٦-امام ترمذی د ابوهريره نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی (اکمل المومنين ايمانا احسنهم خلقا وخيارکم خيارکم لنسائهم )) (مشكوة ٢٨٢) ترجمه: په مومنانو کې پوره ايمان والا هغه څوک دی چه دډيرو ښو اخلاقو خاوند وی او په تاسو کې غوره خلق هغه دی چه د خپلو ښځو سره غوره معامله او چلند كوي. ٢٧-همدارنگی امام ترمذی او ابن ماجه د عايشه رضی الله عنها نه روايت کړی دی چې رسول الله فرمائلی (خيرکم خيرکم لاهله) ( مشكوة ٢٨١) ترجمه : په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې د خپلې ښځې سره غوره اخلاق او معامله ولرى. ٢٨-امام ترمذی او ابوداود او نسائی د سعيد بن زيد رضی الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی (( من قتل دون اهله فهو شهيد )) (مشكوة ۳۰۶) ترجمه : څوک چې دخپلې ښځې او محارمو څخه په دفاع کې ووژل شی نو هغه شهيد دی نو ددغه حديث څخه معلومه شوه چې ښځه په اسلام کې‌ دومره او چته مرتبه لری چې دهغې د عفت نه دفاع په هر مسلمان باندې فرض کړی شويدی او هر مسلمان ته امر شويدی چې د خپل عفت او ناموس نه په دفاع کې تر مرگه وجنگيږ‌ی او که په دفاع کې ووژل شی نو شهيد دی يقينا دا د ښځو د پاره لوې عزت دی مو نږ بايد زرکرته د اسلام مقدس دين باندې شکر وباسو او په هغه باندې افتخار وکړو خصوصا د اناثو طبقه . ٢٩-امام ابو داود د ابوهريره نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی (( ليس منی من خبب امراة علی زوجها )) ترجمه : هغه کس ځما دډلی څخه نه دی چې د ښځې او خاوند ترمنځ علاقات خرابوی يعنې حرام دی چې يو کس دی د ښځې او خاوند تر منځ شيطانت وکړی تر څو هغوی سره جدا کړی . يقينا دغه فرمان کمال ترحم او شفقت دی پر ټولو مسلمانو ښځو باندې . ٣٠-امام مسلم (رح) د ابو هريره نه روايت کوی چې رسول الله صلی عليه وسلم فرمائلی دی چې (( لا يفرک مومن مومنة ان کره منها خلقا رضی الله منها آخر) )) (مشكوة ٢٨٠) ترجمه : مومن سړی دی د مؤمنې ښځې سره بغض نه کوی که د هغې کوم خصلت يې خوښ نه شی نو بل خصلت به يې خوښ شی . ددغه حديث څخه معلومه شوه چې دښځې د يو بد خصلت په وجه د هغې نور ښه خصلتونه باید نظر انداز نه کړی شي يعنې دښځې يو بدخصلت بايد دهغې سره دبغض سبب نه شي حال دا چې نور ښه خصلتونه هم ولري چې دا يو کمال ترحم او شفقت دی پر ښځو باندې . ٣١-امام ابوداوداو ترمذي او نسائي او ابن ماجه دانس بن مالک الکعبي رضي الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي : (( ان الله وضع عن المسافر الصوم و شطر الصلاة و عن الحبلى و المرضع الصوم ) (مشكوة ۱۷۸) ژباړه : الله تعالی مسافر ته دفرضې څلور رکعتې لمونځ نيمائی معاف کړی دی او همدارنګه روژه ئې مسافر ته او هغې ښځې ته چې ماشوم ته شيدی ورکوي او حامله ښځې ته معاف کړی دی . وګورئ داسلام دمقدس دين دغه ترحم او شفقت ته پرښځو باندې چې هغې ته ئې دحمل او ماشوم ته دتی ورکولو په حالت کې روژه معاف کړی دی البته دحمل او دماشوم درضاعت دمودې څخه وروسته يې ورباندې قضا لازمه کړيده. ٣٢-امام احمدبن حنبل او امام نسائی دعبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( ثلاثة قد حرم الله عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر اهله الخبث )) (مشكوة ٣١٨ ) ژباړه : د دريو کسانو الله تعالی جنت حرام کړی دی شراب خور او هغه کس چې مور اوپلار خفه کوي او هغه ديوث چې دخپلې ښځې او محارمو عفت ته توجه نه کوي سبحان الله ! وګورئ داسلام دمقدس دين دغه عظيم اهتمام ته دښځو دشرف او عزت په باره کې چې څوک دښځې او محارمو دعفت څخه دفاع نه کوي اودهغوې په ساتنه او خدمت کې کوشش نه کوي او هغوې خفه کوي او هغوې ته ضرر رسوي هغه دالله تعالی درحمت او دجنت څخه محروم دي . ٣٣-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله تعالی دعبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( المراة راعية علی بيت زوجها وولده وهي مسئولة عنهم )) (مشكوة ٣٢٠ ) ژباړه : ښځه دخپل خاوند دکور او اولاد ساتونکې ده او دهغوې په باره کې ورڅخه پوښتنه كيږي يعنې ښځه دخپل خاوند په کور کې دهغه څخه وروسته دمسئوليت مرتبه لري دا دټولو ښځو لپاره يو شرف او عزت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوې ته دمسئوول خطاب کړی دی او دا هم معلومه شوه چې ښځې کولای شي دداسې کاروو مسئوليت په غاړه واخلي چې دهغوې دطبيعت او فطرت سره برابروي او دهغوې دتحمل وړ وي . ٣٤- انس رضي الله عنه داسې روايت کوي : (( کان النبی صلي الله عليه وسلم يجلس عند بعيره فينصب رکبته فتضع صفية رجلها علی رکبته حتی ترکب )) (متفق عليه فتح الباري صفحه ٥٣٢ جلد ٤ کتاب البیوع و مسلم صفحه ۷۷۵ جلد ۲) ژباړه : نبي عليه السلام به دخپل اوښ سره کښيناست او بيا به يې خپل مبارک زنګون ودراوه نو صفية بی بی رضي الله عنها به خپله خپه دده په زنګون باندې ايښودله چې په اوښ باندې سوره شي . سبحان الله ! وګورئ داسلام د ستر پيغمبر دغه شفقت او ترحم ته چې يوې ښځې ته یې خپل مبارک زنګون زينه جوړه کړه ترڅو په اوښ باندې سوره شي . ٣٥-يوبل صحابي رضي الله عنه روايت کوي : (( کانت زوجة عثمان بن عفان رقية بنت رسول الله صلی الله عليه وسلم مريضة في غزوة بدر فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم : اقم معها ولک اجر من شهد بدرا و سهمه )) (بخاري صفحه ٥٧٤ جلد ٢ ) ژباړه : بي بي رقية رضي الله عنها چې دعثمان رضي الله عنه ښځه وه او درسول الله صلي الله عليه وسلم لور وه د بدر د غزا په وخت کې مريضه وه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم عثمان رضي الله عنه ته وفرمایل چې ته دخپلې ښځې سره اوسيږه او غزا ته مه ځه او تاته به دهغه چا په اندازه ثواب او د غنیمت برخه ورکول كيږي چې څوک دبدر په غزا کې شريک شوی وي. وګورئ په اسلام کې دښځې دغه عظمت او عزت ته چې دهغې دخدمت ثواب دجهاد دثواپ يو برابر ګرځولی شوی دی . ٣٦-امام بخاري او امام مسلم دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( لا يخلون رجل بامراة ولا تسافرن امراة الا ومعها محرم )) ( مشكوة صفحه ٢٢١ ) ژباړه : هيڅکله دې اجنبی سړی داجنبي ښځې سره يوازی والی ونکړي او هيڅکله دې کومه ښځه سفرونکړي مګر چې محرم ورسره وي ، وګورئ چې د اسلام مقدس دین دښځو په عفت او شرف او عزت باندې څومره اهتمام کړی دی او دکوم عمل نه ئې چې په دغه حديث کې منع فرمائلي دي دا ددې لپاره نه دی چې په ښځو سختي راولې بلکه دا ددې لپاره دی چې دښځو عزت او عفت ته څوک ضرر ونه رسوي چې دا پر ښځو باندې كمال ترحم او شفقت دى. ٣٧-امام احمدبن حنبل رحمه الله دعرباض بن سارية رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( ان الرجل اذا سقی امراته من الماء اجر )) (الفتح الربانی جلد ١٦ صفحه ٢٢٣ ) ژباړه : سړی چې کله خپلې ښځې ته اوبه ورکړي نو هغه ته اجر ورکول كيږي . ددغه حديث څخه معلومه شوه چې دښځو خدمت د الله تعالی په نزد يو ښه عمل دی او ډير ثوابونه لري . ٣٨-امام ابن ماجه دسراقة بن مالک رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( الا ادلکم علی افضل الصدقة ابنتک مردوده اليک ليس لها کاسب غيرک )) (مشكوة صفحه ٤٢٥) ژباړه : آيا زه تاسې ته بهترينه صدقه ونه ښايم بهترينه صدقة داده چې ستا لور دخاوند دکور څخه ستا کور ته راغلی وي او بل کوم کسب ګرونه لري او ته ئې خدمت او پالنه کوي او نفقه ورکوي يعنې ستا لور کونډه شوی وي او يا خاوند طلاقه کړی وي او ته يې ساتنه او خدمت کوی . ددغه حديث نه معلومه شوه چې خيرات پرښځو پاندې دبل هر خيرات څخه غوره ده . ٣٩-امام مسلم رحمه الله دابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( دينارا نفقته في سبيل الله ودينار انفقته في رقبة و دينار تصدقت به علی مسکين ودينار انفقته علی اهلک اعظمها اجرا الذين انفقته عی اهلک )) ( رياض الصالحين صفحه ١٦٨ ) ژباړه : هغه دينار ( اشرفی ) چې ته دالله په لار کې خرچ کوی او هغه دينار چې ته ديو مريې دازادولو لپاره خرچ کوي او هغه دينار چې ته يو مسکين ته صدقه ورکوی او هغه دينار چې ته پخپل ښځه او اولاد باندې خرچ کوی په دې ټولو کې هغه دينار ډير زيات ثواب لري چې کوم دې پخپل ښځه او اولاد باندې خرچ کړی وي . سبحان الله ! دغه دی داسلام دمقدس دين ترحم او شفقت پر ښځو پاندې چې که څوک سخاوت کوي نو اول دې پخپله ښځه او اولاد باندې وکړي . ٤٠-امام حاکم دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغه ويلی دی : (( جاءت عجوز الی النبی صلی الله عليه وسلم فقال : کيف انتم ؟کيف حالکم ؟ کيف انتم بعدنا ؟ فقالت بخيربابي انت وامي يا رسول الله )) ( رواه الحاکم في المستدرک والبيهقي فی السنن الکبری ) ژباړه : يوه بوډ‌‌‌ۍ ښځه نبي عليه السلام ته راغله نو نبي عليه السلام هغې ته وويل : تاسو څنګه ياستئ؟ستاسو حال څنګه دی ؟ ددې نه مخکې تاسو څنګه وی ؟ نو هغې وويلې زه ښه يم ځما دې مور او پلار درنه قربان شي يا رسول الله صلی الله عليه وسلم . ددغه حديث نه معلومه شوه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم څومره زيات متواضع او خوش اخلاقه او مهربان وه چې ديوې عادي بوډۍ ښځې سره ئې داسې يو رفتار وکړلو چې داحترام او محبت او شفقت څخه ډکه وه چې دغه ټولو ښځو ته يو لوې عزت او لوې افتخار دی همدارنګې ددغه حديث معلومه شوه چې زنانه لکه دنارينه و غوندې لائق داحترام دی او بايد دهغوې عزت او احترام وشي او دهغوې بې احترامي ونشي او دهغوې سره ښه رفتار وشي . ٤١-امام مسلم او امام ابوداوددعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغې ويلي دي : (( کنت اشرب وانا حائض فيضع رسول الله صلی الله عليه وسلم فاه علی موضع في فيشرب واتعرق العرق ثم اناوله النبي صلی الله عليه وسلم فيضع فاه علی موضع فی )) (صحيح مسلم صفحه ١٤٣جلد ١ سنن ابي داود صفحه ٣٤) ژباړه : زه به دحيض په حالت کې وم او چې کله به مې په کوم لوښي کې اوبه وڅښلې نورسول الله صلی الله عليه وسلم به خپله خوله ځما دخولې په ځاې کيښوده او دهغه لوښي څخه به يې اوبه وڅښلې او چې کله به ما په يوه غوښه لرونکی هډوکې باندې خوله ووهله نو بيا په مې هغه هډوکی رسول اله صلی الله عليه وسلم ته ورکوله نو هغه به خپله خوله ځما دخولې په ځاې ايښوده . سبحان الله ! داسلام ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم ديوې ښځې پس خورده په کمال محبت او لذت او تواضع سره خوري نو معلومه شوه چې ښځه په اسلام كې څومره اوچته مرتبه لري . ٤٢-امام احمدبن حنبل رحمه الله دربيع بنت معوذ رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغې ويلي دي (( دخل علي رسول الله صلی الله عليه وسلم يوم عرسی فقعد في موضع فراشي هذا وعندی جاريتان تضربان بالدف)) (الفتح الرباني صفحه ٢١٤ جلد ١٦ ) ژباړه : زما دواده په ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ کور ته راغی او ځما سره نژدې کښيناست او لما سره دوه جينکی وې چې هغوې به داريا وهلې. دغه دی داسلام دستر پيغمبر تواضع او شفقت چې جينکی دهغه په وړاندې په کمال جرئت او خوښې سره داريا وهي .. ٤٣-امام ابوداود رحمه الله دعوف بن مالک الاشجعي رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي (( انا وامراة سفعاء الخدين في الجنة کهاتين وجمع بين اصبعيه السبابه والوسطی امراة ذات منصب وجمال آمت من زوجها حبست نفسها علی ايتامها حتی ماتوا اوباتوا )) ( مشكوة صفحه ٤٢٣) ژباړه : هغه کونډه ښځه چې خاونده دمنصب او ښائست وي اودخپلو يتيمو بچيانو دډيرخدمت له وجې نه ئې پرمخ باندې توروالی پيدا شوی وي او دخپلو يتيمو بچيانو په خدمت کې ئې دهغوې تروفات يا جدایې پورې صبر کړی وي نو دغه کونډه به لما سره په جنت کې داسې نزدې وي لکه چې منځنی ګوته او دشهادت ګوته سره نزدې دی وګورئ دښځې عظمت ته په اسلام کې چې ديو نيک عمل په وجه داسې اوچتې درجې ته رسيږي چې درسول الله صلی الله عليه وسلم سره به په جنت کې نزدی وي . ٤٤-امام ابوداود او امام ترمذي وغيره دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( ان النساء شقائق الرجال )) (مشكوة صفحه ٤٨) ژباړه : ښځې دسړو پشان دي په پيدائش او طبيعت کې . يعنې ښځې او نارينه ټول دادم او حواء عليهما السلام څخه پيدا شويدي نو نارينه و ته روا نه دي چې پرښځو کبر او لوئی وکړی او هغوې ته په سپک نظر وګوري بلکه زنانه هم لکه دنارينه و غوندې دقدراو احترام وړ او مستحق دي . ٤٥-امام ابونعيم په حلیه الاولياء کې دانس رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دی : (( المراة اذا صلت خمسها وصامت شهرها واحصنت فرجها واطاعت بعلها فلتدخل من ای ابواب الجنة شاءت )) (مشكوة صفحه ٢٨١) ژباړه : کومه ښځه چې خپل پنځه وخته لمونځ اداء کړی وي او خپل عورت یې ساتلی وي ( دحرامو څخه ) او دخپل خاوند تابعداری ئې کړی وي ( په نيکو کارونو کې ) نو په ورځ دقيامت کې به هغې ته اختيار ورکړی شي چې جنت ته په کومه دروازه داخليږی داخله دې شي . وګورئ چې داسلام مقدس دين د ښځې په عزت او شرف باندې څومره تاکيد کړی دی چې ښځو ته ئې دخپل عفت او عزت ساتل دجنت دداخليدو يو سبب ګرځولی دی يعنې کومه ښځه چې دخپل عفت او شرف او عزت خيال نه ساتي هغه جنت ته نشي داخليدی ٤٦-امام ابوداود دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( من کان له انثی فلم يادها ولم يهنها ولم يوثرولده يعنې الذکور، عليها ادخلها الله الجنة )) (مشكوة صفحه ٤٢٣ ) ژباړه : دچاچې لور وه او هغه ئې ژوندی ښځه نه کړه او دهغې سپکاوی ئې ونکړلو او خپل ځامن یې ورباندې غوره ونه ګڼلو نو الله تعالی به ئې جنت ته دا خل کړي . دغه دي دښځې اوچت مقام په اسلام کې چې دهغې احترام او پرهغې شفقت کول ئې دجنت دداخليدو سبب ګرځولی دی . نو هرهغه څوک چې ځامنو ته پر لورګانو باندې غوره والی ورکوي او هغوې ته ميراث نه ورکوي نو هغه ظالم دی او دالله تعالی درحمت نه به محروم وي او ددۀ دغه کار دجاهليت دزمانې دخلکو د کار سره مشابه دی . چې هغوې به خپلې لورګانې ژوندی ښخول ځکه خو الله تعالی دهغوې په باره کې داسې فرمائلي دي : (( واذا الموءودة سئلت بای ذنب قتلت )) ( سورة التکويرایت ٨-٩) ژباړه : او کله چې د ژوندی ښخې شوې جينکو څخه پوښتنه وشي چې دوي په کومه ګناه وژلي شوي وو . ٤٧-امام بخاري او امام مسلم دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې نبي عليه السلام په يو سفر کې خپلې بيبيانې په اوښانو سورې کړی وې او يو صحابي چې انجشه نوميده دغه اوښان چوکاوه نو نبي عليه السلام دغه صحابي ته وويلې (( يا انجشه رويدک سوقا بالقوارير )) (صحيح مسلم صفحه ٢٥٥ جلد ٢ مشكوة صفحه ٤١٠) ژباړه : ای نجشه په ارام سره دغه اوښان چو کوه او په دغه ښځو باندې چې دشيشې غوندې نازک دي شفقت وکړه . نو په دغه حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ښځې دشيشې سره مشابه کړيدی يعنې لکه څرنګه چې شيشه يو نازک شی دی همدارنګې ښځې هم يو نازک مخلوق دی نو بايد دهغوې سره زياته نرمي وشي او دهغوې په حفاظت کې دې زياته پاملرنه وشي همدارنګې لکه څرنګه چې شيشه يو ښائسته او صفاشی دی او درڼا لپاره استعماليږي نو ښځې هم يوصفا او ښائسته مخلوق دی اوپه هريو کور کې ديوې ډيوی مثال لري چې کور والا ئې درڼا څخه ګټه اخلي او چې په کوم کور کې ښځه نه وي نو هغه کور برباد او په تيارو کې ډوب وي . ٤٨-امام مسلم او امام احمداو امام ترمذي داسماء بنت يزيد رضي الله عنه څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( لا يحل الکذب الا في ثلاث کذب الرجل امراته ليرضيها والکذب فی الحرب والکذب ليصلح بين الناس )) (مشكوة صفحه ٤٢٨) ژباړه : دروغ ويل روا نه دی مګر په دريو شيانو کې يو دميړه دروغ ويل دخپلې ښځې دخوشحالولو لپاره او بل کافرانو سره دجنګ په حالت کې دروغ ويل او بل دخلکو ترمنځ داصلاح لپاره دروغ ويل سبحان الله ! سره ددې نه چې دروغ ويل په اسلام کې يوه لويه ګناه ده خو د ښځې دخوشحالولولپاره روا شوی دی چې ددې څخه په اسلام کې دښځو اوچت مقام او لوې عزت دير ښۀ معلوميږي . ۴۹ : جلیل القدر صحابی سعد بن ابی وقاص رضی الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله علیه و سلم نه روایت کړیدی چې هغه فرمایلی دی : (( اربع من السعاده المراه الصالحه و المسکن الواسع والجار الصالح والمرکب الهنیء )) ( رواه الحاکم فی مستدرکه و ابو نعیم فی الحلیه و البیهقی. کشف الخفاء ج ۱ ص ۱۰۷ ) ژباړه : څلور شیان د نیکبختی شیان دی دینداره ښځه، پراخ کور نیک ګاونډی او د سورلی ښه وسیله. نو د د غه حدیث څخه معلومه شوه چې د ښځو نه بغیر نارینه نیکبخت کیدی نشی او د نارینه و سعادت د ښځو پوری مربو‌ط دی چې دا د ټولو ښځو د پاره د عزت او شرف خبره ده .




د ښځو حقوق پر نارينه و باندې د قران او سنت په رڼا كې


ښځه پر خپل خاوندې باندې يو څه حقوق لرى چې بايد د هغې رعايت وشى چې هغه په لاندې ډول دى: ١- دمهر حق : مهر هغه يو اندازه معلوم مال دی که منقول (د يو ځاې څخه بل ځاې ته نقل كيداې شي لكه نقدي پيسې،سره زر، سپين زر) وی او که غير منقول (چې د يو ځاې څخه بل ځاې ته نه نقل كيږي لكه ځمكه، كور) چه د نکاح دعقد په وخت کې د ميړه له طرفه ښځې ته معجل (سمدستى) یا مؤجل (راتلونکی) کې ورکول كيږى. دمهر دواجبوالی دلائل : الف : الله تعالی فرمائی ((وآتوا النساء صدقاتهن نحلة )) (سورة النساء ايت ١٩) ترجمه: تا سو ښځو ته مهرونه په خوښی سره ورکړى. ب: همدارنگه الله تعالی فرمائى(( فما استمعتم به منهن فاتوهن اجورهن فريضة)) (سورة النساءايت ٩) ترجمه: پس هغه ښځې چې تاسې ورڅخه فائده اخلی (کوروالى وکړی ورسره) نو هغوی ته خپل مقرر مهر ورکړی . ج: ابو سلمه رضی الله عنها روايت کوی چې ((سالت عائشه رضی الله عنها عن صداق رسول الله صلی عليه وسلم فقال ثنتا عشرة اوقية ونش) (ابوداود٢٨٧و رواه مسلم بلوغ المرام١٨) ترجمه. ابو سلمه رضی الله عنه فرمائی ما دعائشی رضی الله عنه څخه پوښتنه وکړه چه رسول الله صلی عليه وسلم خپلو بيبيانو ته څومره مهر ورکړی وه نو هغې وويل چې دولس نيم اوقيه . اوقيه: مفرد د اواق دی او هر يو اوقيه څلويښت درهمه وی چې دا ټول پنځه سوه درهمه کيږی . د-عمر بن الخطاب رضی الله عنها فرمائى: (( ما اصدق رسول الله صلی الله عليه وسلم امراة من نسائه ولا اصدقت امرة من بناته اکثر من ثنتی عشرة اوقية )) (ابوداود صفحه ٢٨٧) ژباړه : درسول الله صلی الله عليه وسلم بيبيانو او لورګانو ته ددولسو اوقيو ( ٤٨٠درهمه ) څخه زيات مهر نه دی ورکړی شوی . پټه دې نه وې چې درسول الله صلی الله عليه وسلم دښځو او لورګانو مهرونه دولس نيم اوقيي وي لکه چې دابو سلمه په حديث کې وويل شو خو عمر رضی الله عنه پخپل حديث کې صرف هغه کسر ( نيم ) ندی ذکر کړی همدارنګې درسول الله صلی الله عليه وسلم په بيبيانو کې دام حبيبيه رضی الله عنها مهر څلورزره درهمه وه خو دغه مهر نجاشی رضي الله عنه ورکړې وه . ر: عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه روايت کوی چې ما د يوې ښځې سره واده وكړه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويلی : (( ما اصدقتها ؟ قال : وزن نواة من ذهب )) ( ابو داود صفحه ٢٨٧ ) ژباړه : تاسو خپلې ښځې ته څومره مهر وکړی دی نو هغه وويل چې دخرما دزړی په اندازه سره زر می ورکړی دی . دغه وه دمهر دوجوب دلائل دقرآن او حديث څخه او اګر چې په دغه موضوع کې نور زيات احاديث شته دی خو داختصار له خاطره مونږه هغه نه ذکر کوو

دمهر اندازه : په قرآن او حديث کې د مهر لپاره کومه اندازه نه دی تعيين شوی بلکه طرفين ( ښځه او خاوند ) چې په هرڅه باندې راضی شی ( چې حرام نه وی ) صحيح دی چې مهر شي اودغه نظر دليل له مخې زيات قوي دی چې مونږ ددغه نظر دلائل په لاندې ډول ذکر کوو . اول دليل : هغه اياتونه چې مخکې ذکر شو چې په هغې کې دمهر اندازه نه دي تعيين شوې . دوهم دليل : جليل القدر صحابی سهل بن سعد رضی الله عنه روايت کوي چې يو سړی وغوښت چې يوه ښځه په نکاح واخلي نورسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويلې : (( هل عندک من شی تصدقها ؟ قال : ماعندي الا ازاري هذا . قال : فالتمس ولوخاتما من حديد فالتمس فلم يجد شيئاً فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم : هل معک من القرآن شـئ ؟ قال : نعم سورة کذا . فقال : قدزوجتکها بما معک من القرآن )) (متفق عليه مشكوة صفحه ٢٧٧ ابوداود صفحه٢٨٧) ژباړه : آيا ته څه لرې چې هغې ښځې ته په مهر کې ورکړى؟ نو هغه سړي وويلې چې زه دخپل لنګ نه بغير بل څه نه لرم نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل چې ولټوه که داوسپنې يوه ګوته هم وي راوړه نو هغه سړی داوسپنی ګوته هم پيدا نکړلو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې دقرآن څخه څه برخه درته په ياد دی ؟ نو هغه سړی وويلو چې هو فلانی سورة مې ياد دی نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې دغه سورة ونه دغه ښځې ته وښايه همدغه ئې مهر شو . ددې حديث څخه معلوم شو چې داوسپنې يوه ګوته او دقرآن تعليم هم مهر کې صحيح كيږي خو چې طرفين ورباندې راضي وي او همدارنګې ددغه حديث څخه دعلم او عالم شرف او اهميت هم ښه معلوميږي چې که عالم مال ونه لري نو دهغه علم هم دمهر لپاره کافي كيږي . دريم دليل : جليل القدر صحابي عامر بن ربيعة رضی الله عنه داسې روايت کوي : (( ان امراة من بني فزارة تزوجت علی نعلين فقال لها رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ا رضيت من نفسک ومالک بنعلين ؟ قالت : نعم فاجازه )) (رواه الترمذي مشكوة صفحه ٢٧٧ ) ژباړه : دفزاره دقبيلې يوه ښځه ديو سړي سره نکاح وکړلو او مهر ئې دوه پڼې وي نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دغې ښځې ته وويلې : ايا ته خوښه ئې چې خپل ځان دغه سړي ته وسپارې سره ددې چې ته مال هم لری په مقابل ديو جوړه پڼو کې ؟ نو هغې ښځې وويلې چې هو نورسول الله صلی الله عليه وسلم ددغې ښځې نکاح جائزوګڼله نوددغه حديث څخه معلوم شو چې يوه جوړه پڼې هم مهر کيدای شي چې طرفين راضي وي . څلورم دليل : جليل القدر صحابي انس رضي الله عنه روایت کوي چې : (( اسلمت ام سليم قبل ابي طلحة فخطبها فقالت اني قد اسلمت فان اسلمت نکحتک فاسلم فکان صداق ما بينهما )) (رواه النسائی مشكوة صفحه ٢٧٧ ) ژباړه : ام سليم رضي الله عنها دابو طلحة رضي الله عنه څخه مخکې مسلمانه شوې وه نو ابوطلحه لا اسلام نه وه قبول کړی چې په ام سليم باندې ئې مرکه وکړله دنکاح لپاره نوم ام سليم ورته وويلی کچيرته ته مسلمان شي نوزه به لتا سره نکاح وکړم نو ابوطلحة مسلمان شو او دابو طلحه مسلمانيدل دهغې مهر شو . نو ددغه حديث څخه معلوم شو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دابو طلحة او ام سليم دغه عمل رد نکړلو بلکه سکوت ئې ورباندې کړي وه چې دا دليل دصحی والې ددغه عمل دی نو معلوم شو چې اسلام راوړل هم په مهر کې صحيح کيږى چې طرفين ورباندې راضى وى . پنځم دليل : جليل القدر تابعي سعيدبن المسيب رحمه الله تعالی دخپلې لور مهر دوه درهمه ټاکلي وه کله ئې چې يو عالم ته په نکاح کړې وه . ( فقه السنة صفحه ٢٩٣ جلد ٢ تحفة العروس صفحه ٨٠) بعضې علماء وائې چې مهر بايد دلسو درهمو څخه کم نه وي او په دغه راتلونکې حديث باندې استدلال کوي چې : (( لا مهر اقل من عشرة دراهم )) ( رواه الدارقطني موقوفا بلوغ المرام صفحه ١٨٢ ) ژباړه : مهر به دلسو درهمو څخه کم نه وي . لکن دغه حديث ضعيف دی ځکه چې دغه حديث امام دارقطنی روايت کړی دی اوسره ددې نه چې دغه حديث په علی رضي الله عنه باندې موقوف دی ( يعنې دعلی رضي الله عنه خبره ده اود رسول الله صلی الله عليه وسلم خبره نه ده ) بيا هم اسناد ئې ضعيف دي ځکه چې ددغه حديث په سند کې یو ضعيف راوي دي چې مبشر بن عبيدنوميږي امام احمدبن حنبل او امام دارقطنی او امام ابن حبان ددغه راوي په باره کې فرمائلی چې دا دروغجن وه . ( تهذيب التهذيب صفحه ١٦٦ جلد ٦ ) همدارنګه امام ابن حجر عسقلاني فرمائلی : ((احاديث اقل الصداق لا يثبت منهاشی )) (بلوغ المرام صفحه ١٨٢ ) ژباړه : کوم احاديث چې دمهر دکمی اندازي دتعيين په باره کې راغلی دی صحيح او ثابت نه دی . او امام ابن القيم رحمه الله داسې وائی : (( ان الصداق لا يتقدر اقله وان قبضة السويق وخاتم الحديد والنعلين يصح تسميتها مهرا )) (بلوغ المرام صفحه ١٨١ حاشيه ٤ ) ژباړه : دمهر کمه اندازه په شريعت کې مقرره نه ده بلکه يوه لپه ستوان يا يوه داوسپنې ګوته يا يوه جوړه پڼی هم مهر کې صحيح كيږي .


د مهر احکام ١-دمهرډيروالی روا دی خو کموالی ئې مستحب دی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( ان اعظم النکاح برکة ايسره مونة )) ( رواه احمد والحاکم والبيهقي مشكوة صفحه ٢٦٨) ژباړه : هغه نکاح ډير برکت والا دی چې دهغه مهر کم تکليفه وي . او په بل حديث ئې داسې فرمائلی : (( اکثر النساء برکة ايسرهن مونة )) ( اخرجه الطبرانی فی الاوسط فقه السنة صفحه ٢٩٤ ) ژباړه : هغه ښځې ډير برکت والا دي چې دهغي دمهر او نکاح تکليف کم وي ددغو احاديثو څخه معلوم شوه چې دمهر ديروالي کوم عزت نه دی بلکه کموالي يې دبرکت سبب دی . داسلام دوهم خليفة عمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمائلی : (( لا تغالوا صدقة النساء فانها لوکانت مکرمة فی الدنيا وتقوی عندالله لکان اولاکم بها نبي الله )). ( رواه احمدوابوداود والترمذي وابن ماجه والدارمي مشكوة صفحه ٢٧٧ ) ژباړه : دښځو په مهرونو کې ډيروالی مکوئ ځکه چې که ډير مهر په دنيا کې کوم عزت واې او يا دالله په نزد تقوی واې نو دالله پيغمبر به دير حقدار واې چې دغه کار وکړي ، خو هغه نه دی کړی . همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم په بل حديث کې فرمائلي دي : (( ان من يمن المرأة تيسير خطبتها وتيسيرصداقها وتيسيررحمها )) ( رواه احمد والنسائی الفتح الرباني صفحه ١٦٩ جلد ١٦ ) ژباړه : هغه ښځه برکتي ده چې په هغې باندې مرکه کول ( يعنې دهغې غوښتل ) او دهغې مهر او دهغې زيږونه آسانه وي. ددغو ټولو أحاديثو څخه معلومه شوه چې دمهر ډيروالی کوم ښه کار نه دی لکن متاسفانه چې زمونږ په ټولنه کې دمهر زياتوالی دښځې او دهغې دکورنی لپاره عزت ګنل كيږي چې دا يو غلط نظر او دشريعت مخالف دی بلکه دمهر ډيروالی په ډير وختونو کې دښځې او دخاوند تر منځ دارتباطاتو دخرابيدو سبب كيږي بلکه دښځې دکورنی او دهغې دخاوند دکورنی ترمنځ دمناسباتو دخرابيدو سبب هم كيږي . همدارنګې په ډيروحالاتو کې نارينه مجبوريږي چې دډير مهر دورکولو لپاره قرضداري وکړي چې بيا دهميش لپاره دقرضداري په مشکلاتو کې اخته وي او دهغه اقتصادي حالت نه ښه كيږي او په دې وجه دهغه ښځه هم ضرر ويني او په کور کې مشکلات پيدا كيږي . همدرانګې که خاوند دخپلې ښځې مهر ادا نکړي نو د غه مهر په هغه باندې يو قرض دی او بايد هغه خپلې ښځې ته ورکړي اوډير وختونه خاوند ئې مړ شي او دښځې مهر ئې ورباندې قرض پاتې شي چې دغه کار په ورځ دقيامت کې دهغه دجنت دداخليدو مانع ګرځي ځکه په حديث کې راغلي دي چې په چا باندې قرض وي او مړ شي نو هغه جنت ته نه شي داخليدای . ( رواه أحمد الفتح الربانی ص۹۰-۹۱ ج ۱۵) ٢-که دنکاح دتړلو په وخت کې مهرونه ټاکل شی نو نکاح كيږي خو ښځې ته بيا مهر مثل يعنې دتره دلورګانو دمهرپشان مهر ورکول كيږي ٣-مهر که دنکاح دتړلو په وخت کې ټاکل شوی نه وي او سړی دخپلې ښځې سره کور واله يا خلوت صحيحه(په پټ ځاې كې يوازې والۍ) کړی وي نو په دغه صورت کې ښځې ته به کامل مهر ورکول كيږي. ٤-که دنکاح دتړلو په و خت کې مهر نه وي ټاکل شوی او ښځه يا خاوند ئې مخکې دکورالي څخه وفات شي نو په دغه صورت کې هم ښځې ته پوره مهر ورکول كيږي . ٥-که مهر ټاکل شوی وي خو سړی خپلې ښځې ته مخکې له کوروالې طلاق ورکړي نو په دغه صورت کې ښځې ته نيمائی مهر ورکول كيږي . ٦-که مهر نه وي ټاکل شوی او سړی خپلې ښځې ته مخکې له کوروالی نه طلاق ورکړي نو په دغه صورت کې ښځې ته متعه ورکول كيږي او متعه هغه شی ته ويل كيږي چې سړی ئې دخپل وس مطابق خپلې ښځې ته ورکوي او بعضې علماء وائي چې متعه يو څادر اويو کمیس او يو لنګ يا پرتوګ ته وائی . ٧-ښځه کولای شي خپل ټول مهر يا يوه برخه دهغه پخپله خوښه خاوند ته بخشش کړي . ٢-د نفقې حق : داسلام مقدس دين دښځې نفقة په نارينه باندې فرض کړی دی چې دا دټولو ښځو لپاره کمال ، عزت او پرهغوې باندې کمال ترحم او شفقت دی چې نارينه ئې ددوي خادمان ګرځولي دي . دښځې نفقه دواده څخه مخکې پر پلار يا نيکه يا ورور باندې فرض وي خو دواده څخه وروسته دهغې نفقه پر خاوند ئې فرض شي او دغه نفقه بۀ دخاوند د وس او طاقت په اندازه وي او دغه نفقه يو څه شرطونه لري چې وروسته به ذکر شي . الله تعالی فرمائی : (( وعلی المولود له رزقهن وکسوتهن بالمعروف )) (سورة البقرة ايت ٢٣٣) ژباړه : او دماشوم پر پلار باندې دهغه دشيدې ورکوونکی مور نفقة او جامې لازم دی په نيکې طريقې سره . همدارنګه الله تعالی فرمائی : (( لينفقه ذوسعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما اتاه الله )) ( سورة الطلاق ايت ٧ ) ژباړه : خرچ دې کړي خاوند دفراخي دخپلې فراخي نه ( دمال په لحاظ سره ) او هغه څوک چې تنګه وه په هغه باندې روزي دهغه نو خرچ دې وکړي دهغه مال نه چې الله تعالی ده ته ورکړيدی . اورسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( ائت حرثک انی شئت واطعمها اذا طعمت واکسها اذا اکتسبت )) (ابوداود صفحه ٢٩١) ژباړه : دخپلې ښځې سره کوروالې وکړه په کومه طریقه چې دې خوښه وشي او کله چې ته خوراک کوی نو هغه ته هم خوراک ورکوه او چې کله ته جامه آغوندې نو هغې ته هم جامه ورواغوندوه . او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه سولم داسې فرمائی : (( اطعموهن مما تاکلون واکسوهن مما تکتسون )) (ابوداود صفحه ٢٩٢ ) ژباړه : خپلو ښځو ته خوراک ورکړئ دهغه شي څخه چې تاسو ئې خورئ اوددوي ته جامه ورواغوندوی د هغه شي څخه چې تاسو ئې اغوندئ. او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې فرمائی : (( وحقهن عليکم ان تحسنوا اليهن فی کسوتهن وطعامهن )) ( ترمذي صفحه ٢٢٠ جلد ١ ) ژباړه : ستاسو دښځو حق پر تاسې دادی چې هغي ته ښه جامه او ښه طعام ورکړئ . اوپه بل حديث کې راغلی چې جليل القدر صحابي معاويه بن حيدة رضي الله عنه درسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړله چې دښځې حق په نارينه باندې څه شی دی ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وفرمایل : (( ان تطعهما اذا طعمت و تکسوها اذا اکتسبت )) (ابوداود صفحه ٢٩١ ) ژباړه : دښځې دحقونو څخه دادی چې کله ته خوراک کوی نو هغه ته هم خوراک ورکړه او چې کله ته جامه آغوندې نو هغې ته هم جامه ورواغوندوه . او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي : (( وانفق علی عيالک من طولک )) ( رواه احمد مشكوة صفحه ١٨ ) ژباړه : خپلې ښځې او عيال ته دخپل وس مطابق نفقه ورکړه .


پر سړي باندې دخپلې ښځې دنفقې دفرضيت شرطونه : ١-دښځې او خاوند نکاح بايد په صحيح او شرعي طريقې سره سرته رسيدلی وي ٢-ښځه بايد ځان خاوند ته دکوروالي لپاره تسليم کړي او هغه به دشرعی عذر څخه بغير دکوروالې څخه نه منع کوي . ٣-ښځه به داسې وي چې کوروالې ورسره کيدای شي او داسې عيب ونلري چې دکوروالې مانع ګرځي . ٤-ښځه به د خپل خاوند تابعداري کوي په هغه کارونو کې دشريعت مخالف نه وي ٥-دښځې خاوند چې چيرته سفر کوي نو ښځه به ورسره ځی مګر په هغه صورت کې چې ښځې ته ضرر رسيږي نو بيا دا شرط ساقط دی . (فقه السنة جلد ٢ صفحه ٢٠٦ فتاوی النوازل صفحه ٢٢٤) ٣-دلباس ( جامه ) حق ښځه پرخاوند باندې حق لري چې هغې ته درواج مطابق داسې جامه برابرکړي چې دهغې ضرورت ورباندې پوره كيږي الله تعالی فرمائی : (( وعلی المولود رزقهن وکسوتهن بالمعروف )) ( سورة البقرة صفحه ٢٣٣ ) ژباړه : او دماشوم پر پلار باندې دهغه دشيدې ورکونکې مور نفقه او جامې لازم دی په نيکې طريقې سره . اورسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( واکسها اذا اکتسيت )) (ابوداود صفحه ٢٩١ ) ژباړه : چې کله ته جامه آغوندې نو ښځې ته هم جامه وروآغوندوه. او په بل حديث کې رسول اله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( واکسوهن مما تکتسون )) (ابوداود صفحه ٢٩٢ ) ژباړه : خپلو ښځو ته جامې ورواغوندوئ دهغه شي څخه چې تاسو ئې آغوندی . او همدارنګې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( وحقهن عليکم ان تحسنوا اليهن فی کسوتهن وطعامهن )) ( ترمذي صفحه ٢٢٠ جلد١ ) ژباړه : ستاسو دښځو حق پرتاسې دادی چې هغوې ته ښه جامه او ښه طعام برابر کړئ . دلباس بعضې احکام : ١-دښځې جامه بايد دهغې دټول بدن پټوونکې وي . ٢-جامه بايددښځې دخاوند دوس په اندازه وي . ٣-ښځې ته روا دی چې دخپل خاوند ټول بدن ته وګوري او سړي ته روادی چې دخپلې ښځې ټول بدن ته وګوري او د ښځې او دهغې دخاوند ترمنځ دعورت موضوع مطرح نه دی اوددغې خبرې دلائل وروسته راځي . ٤-دلمونځ داداء کولو په وخت کې بايد دښځې ټول بدن پټ وي بغیر د مخ او ورغوو او قدمو څخه او کچيرته دښځې ديو اندام څلورمه برخه په لمانځه کې ښکاره شو نو مونځ ئې نه كيږي . همدارنګه هغه جامې چې ډيرنری او باريکي وي او بدن په صحيح طريقې سره نه پټوي لکه دګاچ او جالي درختونو څخه جوړ شوي جامې دلمانځه په وخت کې ئې اغوستل روا نه دی ځکه چې لمونځ په داسې جامو کې نه كيږي امادلمانځه نه بغير په نورو حالاتو دداسې جامو اغوستل روا دی خو په دې شرط چې عورت ترې ښکاره نه شی او دنامحرمو نارينه و په وړاندې نه وی . ٥-دهرمودجامو اغوستل روا دی خو په دې شرط چې دعورت پټونکی وي او دکافرانو دجامو سره مشابۀ نه وي . ٧-پر سړی باندې لازم دی چې دواده دجامو څخه بغير په هرکال کې خپلې ښځې ته دوه جوړه نوې جامې وکړي . ( فتاوی النوازل صفحه ٢٢٤) او که سړی خپلې ښځې ته زياتې جامې اخلي نو روا دی خو په دې شرط چې داسراف او تکبر مرحلې ته ونه رسيږي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( لا يدخل الجنة من کان في قلبه مثقال ذرة من کبر )) (رواه مسلم مشكوة صفحه ٤٣٣) ژباړه : جنت ته نشی داخليدی هر هغه څوک چې دهغې په زړه کې دذرې په اندازه کبر موجود وي . او دا خبره مې ځکه وکړله چې زمونږ ډيرې مسلمانې خويندې خپل ټول مال دغير ضروري جامو په اخستلو کې مصرفوي او بيا بيچاره او مسکينانو ښځو باندې تکبر کوي چې دا يوه لويه ګناه ده . البته که ښځه نوی جامه دخپل خاوند دخوشحالولولپاره اخلي نو دا ښه کار دی او دشريعت امر دادی چې ښځه بايد خپلې ښائسته او نوې جامې دخپل خاوند دخوشحالولو لپاره پخپل کور کې واغوندي خو متاسفانه چې ډيرې مسلمانې خويندې خپلې نوې جامې دواده او کوژدې او سنت ګري وغيره مناسباتو لپاره ساتي او په کور کې یې نه آغوندي چې ددوې دغه کار نارينه خفه کوي او دښځې او خاوند ترمنځ دبغض او نفرت سبب كيږى.



٤-دمسکن ( داوسيدو ځاې ? کور ) حق


ښځه پر خپل خاوند حق لري چې دهغې لپاره داوسيدو داسې ځاې برابر کړي چې دهغې ضروريات پوره کوي خو دغه ځاې به دخاوند دوس مطابق وي او دا په دې خاطر چې دښځې اسباب او مالونه او دهغې عفت او عزت وساتلې شي او ددې لپاره چې دګرمي او ديخني څخه هم بچ وساتلی شي . الله تعالی فرمایی : (( اسکنوهن من حيث سکنتم من وجدکم)) (سورة الطلاق ایت ۶) ژباړه: او ووسوى خپلې ښځې چیر ته چې تاسو اوسیږی د خپل وس مطابق . دمسکن مواصفات : ١-داوسيدو ځاې بايد دخاوند دوس مطابق وي ٢-کور بايد يواځې دښځې لپاره وي او بل څوک به پکې نه وي مګر دضرورت په وخت کې او دا ددې لپاره چې ښځه او خاوند يو دبل څخه په صحيح طريقې سره جنسي استفاده وکړي شی . ٣-دکور لوازم او ضروريات بايد ښځې ته برابر وي لکه فرش ، چپرکت . اشپزخانه ، دخوراک او څښاک لوښې غسل خانه او نور اسباب چې په کور کې پکاريږي ( خلاصة الفتاوي صفحه ٦٤ جلد ٢ فتاوي النوازل صفحه ٢٢٥) ٥-دجماع ( کوروالې ) حق : ښځه پر خپل خاوند باندې حق لري چې دهغې دجنسی رغبت احترام وکړي او هغه په داسې طريقې سره ترسره کړي چې ښځه ورباندې خوشحاله شي او جنسی خواهش ئې پوره شي . الله تعالی فرمائی : (( فاتوهن من حيث امرکم الله )) ( سورة البقرة ايت ٢٢٢) ترجمه : تاسو کوروالې وکړئ خپلو ښځو سره دهغه لارې چې الله تاسو ته رواکړيدی ( مخکينې عورت ) . نو ښځه فطرتاً جنسي خواهش لري او دهغې دغه خواهش که دخپل خاوند په واسطه په شرعي طريقې سره پوره کړی شي نو ښځه به هيڅکله هم بداخلاقي ته اقدام ونکړي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( ان لزوجک عليک حقا )) ( بخاري صفحه ٧٨٣جلد ٢) ژباړه : ستا ښځه پرتا باندې دکوروالې حق لري . همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم په بل حديث کې داسې فرمائی : ( اذاجامع احدکم اهله فليصدقها فاذاقضی حاجته قبل ان تقضي حاجتها فلا يعجلها حتی تقضی حاجتها )) ( رواه ابويعلي في مسنده فقه السنة صفحه ٣٢٦ جلد ٢ ) ژباړه : کله چې لتاسو څخه کوم يو کس دخپلې ښځې سره کوروالې کوي نو هغې سره دې صادقانه او ريښتينی کوروالې وکړي ( يعنې دهغې خواهش دې پوره او هغه دې خوشحاله کړي ) او چې کله سړی خپل حاجت پوره کړي ( انزال وکړی او خوند واخلی ) نو دکوروالې معامله دې نه ختموي ترڅو چې ښځه ئې هم خپل حاجت پوره کړي ( انزال وکړي او خوند واخلی ) او خواهش يې پوره شی. ددغه حديث څخه معلوميږي چې دښځې انزال ( خلاصيدل ) دسړی دانزال څخه وروسته وي نو ځکه نارينه بايد زرمعامله ختم نکړي ترڅو دښځې انزال هم وشي او حاجت ئې پوره شي. او په بل حديث كې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : ((ولک فی جماع زوجتک اجر )) (رواه مسلم واحمد الفتح الربانی صفحه ٢٣٣جلد ١٦ ) ژباړه : ستا لپاره دخپلې ښځې سره په کوروالې کې اجر او ثواب دی . او دا په دې وجه چې کوروالې دښځې جنسی رغبت پوره کوي او دهغې عفت او شرف محفوظوي . دکوروالې آداب : ١-دکوروالې څخه مخکې بايد دښځې او خاوند ترمنځ ملاعبت ( لوبې او مستی ) وشي ترڅو دواړه په کمال رغبت او شوق سره کوروالې ته تيار شي او پوره خوند دواړو ته حاصل شي . رسول الله صلی الله عليه وسلم يو صحابي ته وفرمایل : (( فهلا جارية تلاعبها وتلاعبک )) (بخاري صفحه ٧٦جلد ٢ مسلم صفحه ٤٧٤ جلد ١ ) ژباړه : ولې دې پيغله په نکاح نکړه چې هغې به لتا سره لوبې کولې او تابه له هغې سره لوبې کولې . ٢-دکوروالې په وخت کې بايد ښځه او خاوند په پوره توګې سره ځانونه لوڅ کړي ترڅو د دواړو بدنونه يو بل سره په صحيح طريقې سره پيوست شي او دواړو ته پوره خوند او لذت حاصل شي او دښځې او دهغې دخاوند ترمنځ دعورت موضوع مطرح نه دی بلکه ښځه کولای شی چې دخپل خاوندعورت او ټول بدن ته وګوري او نارينه کولای شي چې د خپلې ښځې عورت او ټول بدن ته وګوري او دغه خبره په ډيرو احاديثو سره ثابته ده او ددې په خلاف خبره چې ګوندې ښځه او خاوند يو دبل عورت ته نشي کتلی غلطه ده او ثبوت نلري . نو ښځه او خاوند يو دبل عورت ته کتلی شي او په دغه خبره باندې زيات دلائل شته دي چې مونږ ئې يو څو دلته ذکر کوو . اول دليل : عائشة رضي الله عنها روايت کوي : (( کنت اغتسل انا والنبي صلی الله عليه وسلم من اناء واحدنغترف منه جميعا )) (بخاري صفحه ٣٩ جلد ١ مسلم صفحه ١٤٨ جلد ١ نسائی صفحه ٧١ جلد ١ ) ژباړه : ما او نبی عليه السلام به له يوې لوښې څخه په لپو باندې اوبه اخيستلې او يو ځاې به موغسل کاوه . امام ابن حجر ددغه حديث په شرحه کې وائی : (( استدل به الداودي علی جواز نظر الرجل الی عورة امراته وعکسه )) (فتح الباري صفحه ٤٧٩ جلد ١ ) ژباړه : امام داودی دغه حديث دليل نيولی ددې لپاره چې ښځه او خاوند کولای شي يو دبل عورت ته وګوري . او علامه ناصرالدين الباني رحمه الله ددغه حديث په شرحه كې داسې فرمايي : (( فيه اشارة لطيفة الي جواز نظر الزوج الي عورة زوجته بل صرحه بذلك ابن حبان في صحيحه في روايته لهذا الحديث و هو الذي يقتضيه النظر الصحيح و كل ما روي في النهي عن ذلك او كراهته لا يصح منه شيئ)) ( مشكاة بتحقيق الالباني طبع بيروت جلد ۱ صفحه ۱۷۲) ژباړه: په دغه حديث كې يوه باريكه اشاره ده دې خبرې ته چې سړى ته روا دي چې د خپلې ښځې عورت ته وګورې بلكې ابن حبان په خپل كتاب كې ددغه حديث د روايت كولو نه وروسته په دغه خبره باندې تصريح كړي دي،او صحيح نظر ددغې خبرې تقاضا كوى او چې كوم حديثونه ددې نه په منع يا كراهت كې راغلى دى هغه يو هم صحيح نه دي . دوهم دليل : امام ابن حبان رحمه الله روايت کوي : ((سال عتبة بن ابی حکيم سليمان بن موسی عن الرجل ينظر الی فرج امراته فقال سالت عطاء فقال سالت عائشة فقالت کنت اغتسل انا وحبی صلی الله عليه وسلم من الاناء الواحد تختلف فيه اکفنا ) ) (صحيح ابن حبان صفحه ٣٩٠ جلد ١٢ فتح الباري صفحه ٤٨٠ جلد ١ ) ژباړه : عتبة بن ابی حکيم دسليمان بن موسی څخه پوښتنه وکړلو چې آیا سړی کولاې شي دخپلې ښځې عورت ته وګوري نو هغه وويلي ما ددغه مسئلې پوښتنه دعطاء څخه کړيده او عطاء ويلي چې ما ددغې مسئلې پوښتنه دعائشې رضي الله عنها څخه کړې وه نو هغې راته وويل چې ما او ځما محبوب ( محمد صلی الله عليه وسلم ) به له يوه لوښی څخه يو ځاې غسل کولو چې کله به هغه دلوښی څخه اوبه اخيستلې او کله به مااخيستلی . دريم دليل : امام نسائی دعبدالرحمن بن هرمز الاعرج څخه روايت کړی دی چې : ((ان ام سلمة رضي الله عنها سئلت اتغتسل المراة مع الرجل ؟ قالت نعم اذا کانت کيسة رايتنی ورسول الله صلی الله عليه وسلم نغتسل من مرکن واحد نفيض علی ايدينا حتی تنقيها حتي نفيض عليها الماء ) ( مسلم صفحه ١٤٩ جلد ١ نسائی صفحه ٤٧ جلد ١ ) ژباړه : دام سلمة رضي الله عنها څخه پوښتنه وکړې شو چې آيا ښځه دخپل خاوند سره يو ځاې غسل کولای شی ؟ نوهغې په جواب کې وويلې چې هو هوښياره ښځه دا کار کوي ځکه ما او رسول الله صلی الله عليه وسلم به ديوه لوښی څخه غسل کاوه نو اول به مو په لاسو اوبه اچولې چې پاکې ئې کړو ددې لپاره چې په هغې باندې بيا نورې اوبه راواخلو . څلورم دليل : عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روايت کوي چې ((اخبرتني ميمونه انها کانت تغتسل هي والنبي صلی الله عليه وسلم فی اناء واحد )) ( مسلم جلد ١٤٨ جلد ١ نسائی صفحه ٤٧ جلد ١ ) ژباړه : ميمونه رضي الله عنها ماته خبر راکړی چې دې او رسول الله صلی الله عليه وسلم به په يوه لوښې څخه غسل کاوه . پنځم دليل : جليل القدر صحابی معاويه بن حيدة رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی : (( احفظ عورتک الا من زوجتک او ما ملکت يمينک )) (ترمذی ابوداود ابن ماجه مشكوة صفحه ٢٦٩ ) ژباړه : دخپلې ښځې او خپلې وينځې نه بغير نور دهرچا نه خپل عورت پټ ساته . د مشكاة محشي ددغه حديث په شرحه كې داسې فرمايى : (( هذا يدل علي ان الملك والنكاح يبيحان النظر الي السورتين من الجانبين)) ( مشكاة صفحه ۲۶۹ حاشيه ۶ ) ژباړه: دغه حديث په دې باندې دلالت كوى چې د وينځى ملكيت او د ښځې نكاح جانبينو ته دا روا كوى چې يو د بل عورت ته وګوري. شپږم دليل : امام مالک رحمهما الله او امام اصبغ بن الفرج رحمه الله فرمائلی : (( لاباس ان ينظرالرجل الی فرج زوجته )) (النوادر والزيادات صفحه ٦٢٥ جلد ٤ البيان والتحصيل صفحه ٨٠ جلد ٥ شقائق الاترج صفحه ١٠٨ مواهب الجليل صفحه ٤٠٦ جلد٣ الوشاح فی فوائد النکاح صفحه ٢٥٤ ) ژباړه : هيڅ باک نيشته چې سړی دخپلې ښځې عورت ته وګوري . همدارنګه امام مالک رحمه الله فرمائی : (( لا باس بالتجرد عند الجماع وان لم يکن بينه وبين زوجته ستر حينئذ وقد کان النبي صلی الله عليه وسلم يغتسل هو وعائشة عريانين والجماع اولی بالتجرد ولا باس ان ينظر الی الفرج فی الجماع )) (النظر فی احکام النظر صفحه ١٢٦ النوادر والزيادات صفحه ٦٢٦ جلد ٤ فن تعامل النبی الزوجیه صفحه ۷۹، مراقي الزلف) ژباړه : باک نشته چې ښځه او خاوند دکوروالې په وخت کې ځانونه بربنډ کړي اګر که ددواړو ترمنځ کومه پرده هم نه وي ځکه چې نبي صلی الله عليه وسلم او عائشة رضي الله عنها به دواړو يو ځاې بربنډ غسل کاوه نو دکوروالی په وخت کې بايد ښځه او سړی ځانونه بربنډ کړي او باک نشته چې ښځه او خاوند يو دبل عورت ته دکوروالی په وخت کې وګوري اووم دليل : امام ابن عروة حنبلي رحمه الله فرمائی : (( ومباح لکل من الزوجين النظر الی جميع بدن صاحبه ولمسه حتی الفرج لهذالحديث ( حديث معاوية بن حيدة )) ولان الفرج يحل له الاستمتاع به فجاز النظراليه ولمسه کبقية البدن )) ( کتاب الکواکب صفحه ٥٧٥ جلد ١ اداب الزفاف صفحه ٣٥ ) ژباړه : ښځه او خاوند ته روا دي چې يو دبل ټول بدن ته وګوري او هغه ته لاس وروړى ځکه چې حديث دمعاويه بن حيده ددې دليل دی او بله دا چې سړی ته روا دی چې دښځې دفرج څخه جنسىګټه واخلي نو دهغې فرج ته کتل او هغه مسح کول په لاس سره هم روا دی لکه دنور بدن غوندې . اتم دليل : امام برهان الدين مرغيناني حنفی مولف دهدايه فرمائی ((وينظرالرجل من امته التی تحل له وزوجته الی فرجها لان مافوق ذالک من المسيس والغشيان مباح فالنظر اولی وکان ابن عمر رضي الله عنه يقول : الاولی ان ينظر ليکون ابلغ في تحصيل معنی اللذة )) (هداية صفحه ٤٥٩ جلد ٢ فصل فی النظر ) ژباړه : سړی ته روا دی چې دخپلې وينځی او د خپلې ښځې عورت ته وګوري ځکه چې ښځې ته لاس وروړل او دهغې سره کوروالی کول روا دی نو دهغې عورت ته کتل خو په طريق اولی سره روا دی او عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به ويل چې ښه او غوره دادی چې سړی دخپلې ښځې عورت ته د کوروالې په وخت کې وګوری ددې لپاره چې ډير خوند ورته حاصل شي. نهم دليل : امام ابوالليث سمرقندي رحمه الله فرمائی : (( ويجوزللرجل ان ينظر الی فرج امراته وکذا نظر المراة الی فرج زوجها ) ) ( فتاوی النوازل صفحه ٢٧٤ کتاب الکراهية ) ژباړه : سړی ته روا دی چې دخپلې ښځې عورت ته وګوری او ښځې ته روا دی چې دخپل خاوند عورت ته وګوري . لسم دليل : امام بن خویزمنداد فرمایی : (( اما الزوج فيجوز له ان ينظر الی ساير الجسد و ظاهر الفرج و کذلک المراة يجوزلها ان تنظر الی عورة زوجها )) (تفسیر قرطبی صفحه ۲۱۱ جلد ۱۲) ترجمه: میړه ته روا دی چې د ښځې ټول بدن او عورت ته وګوری او ښځې ته روا دی چې د خپل میړه ټول بدن ته و ګوری یوولسم دلیل : امام قرطبی ویلی دی چې صحی خبره داده چې ښځه او خاوند یو د بل عورت ته کتلی شی. (تفسیر قرطبی جلد ۲۱۱ جلد ۱۲) يوه شبهه او د هغې جواب : بعضې خلک وائی چې دجماع ( کوروالی ) په وخت کې دښځې او خاوند ځانونه بربنډول اويو دبل عورت ته کتل او دکوروالی په وخت کې خبرې کول ناروا دي او دوي يو څو دروغ او ضعيف او بي ثبوته حديثونه په دليل کې پيش کوي چې مونږ هغه ذکر کوواو دهغې نه جواب کوو : اول : حديث دعائشة رضي الله عنها ( ما رايت عورة رسول الله صلی الله عليه وسلم قط )) (طبرانی فی المعجم الاوسط . صفحه ٢٧ ) جواب : دغه حديث دروغ او باطل دی ځکه چې ددې په سند کې يو راوي دی چې برکة بن محمد الحلبي نوميږي او هغه يو لوې دروغجن وه امام حافظ بن حجر په لسان الميزان کې ويلي دي چې دغه حديث باطل دی او امام بوصيری په زوائد ابن ماجه کې دغه حديث ته ضعيف ويلی دی )) (وګوره اداف الزفاف والباني صفه ٣٤ او تفسیر قرطبی جلد ۱۲ صفحه ۲۰۲ حاشیه ۱) دوهم : دغه حديث چې (( اذا اتی احدکم اهله فليستتر ولا يتجردا تجردالعيرين )) (رواه ابن ماجه صفحه ١٣٨) جواب : دغه حديث دسند له مخې ضعيف دی ځکه ددې په سند کې دوه ضعيف راويان دي يو الاحوص بن حکيم او بل وليد بن قاسم الهمداني نوميږي ځکه خو امام زين الدين العراقي او امام بوصيري ويلي دي چې ددغه حديث سند کمزوری دی او امام نسائی او امام بيهقي ويلي دي چې دغه حديث منکر دی . (اداب الزفاف صفحه ٣٤ ) دريم : دغه حديث چې : (( اذا جامع احدکم زوجته فلا ينظر الی فرجها فان ذلک يورث العمی ولا يکثر الکلام فانه يورث الخرس ) ) جواب : دغه حديث دروغ دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت ندی امام ابوحاتم الرازي او امام ابن حبان او امام ابن الحوزي او امام عبدالحق او امام ابن دقيق العيد او امام محمد طاهر فتني او علامه ناصرالدين الباني رحمهم الله فرمائلي دي چې دغه حديث دروغ تړل شوی په رسول الله باندې (اداب الزفاف صفحه ٣٥ تذکرة الموضوعات صفحه ١٢٦ ) دکوروالی دريم ادب : دکوروالی په وخت کې دې ښځه او خاوند دعشق او محبت نه ډکې خبرې وکړي او يو دبل دې ښه ښه ظاهري او معنوي صفتونه بيان کړي . دکوروالی په شروع کې بايدنارينه بسم الله ووائی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( اذا اراد ان ياتی اهله قال بسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا )) ( صحيح مسلم صفحه ٤٦٣ جلد ١ ) ژباړه :چې څوک غواړي دخپلې ميرمنې سره کوروالی وکړي نو ودې وائی چې دالله په نوم کوروالی شروع کوم ای الله مونږه دشيطن څخه وساته او شيطان لری وساته دهغه شی څخه چې تا مونږ ته راکړي دي . ٥-سړی بايد اقلاً پس له هرو دريو ورځو له خپلې ښځې سره کوروالی وکړي . ٦-ښڅه که مريضه وي نو خاوندئې بايد دهغې ترروغيدو پورې صبر وکړي . ٧-دحيض ( دښځې مياشتنی مرض ) او نفاس ( دولادت وينه ) په حالت کې دښځې سره کوروالی حرام دی ترڅو چې پاکه شي . الله تعالی فرمائی : (( فاعتزلوا النساء فی المحيض ولا تقربوهن حتی يطهرن فاذا تطهرن فاتوهن من حيث امرکم الله )) ( سورة البقرة ايه ٢٢٢) ترجمه : تاسو دخپلو ښځو نه جدا شۍ دحيض په حالت کې او هغوې ته مه نزدی کيږئ ( کوروالی مه کو‌ئ ) ترڅو چې پاکې شي ( دحيض نه ) نو چې کله دوي پاکې شوې نو تاسو ددوي سره کوروالې وکړئ دهغه لارې نه چې الله تعالی تاسو ته روا کړيده ( مخکينې نې عورت ) او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی ( اتق الدبر والحيضة ) (رواه الترمذي مشكوة صفحه ٢٦٧ ) ترجمه : دشاتنې عورت له لارې او دحيض په حالت کې دکوروالی څخه ځان وساته . ٨-دشاتنې عورت له لارې دښځې سره کوروالی کول حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( ملعون من اتی امراة في دبرها )) (رواه احمد وابوداودومشكوة ٢٦٧ ) ترجمه : ملعون دی هغه کس چې دخپلې ښځې سره دشا له لوري کوروالی کوي . ٩-دکوروالی رازونه بل چاته بيانول حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : ( ان شر الناس منزلة عندالله يوم القيامة الرجل يفضی الی المراة وتفضی اليه ثم ينشرسرها )) ( رواه مسلم واحمد مشكوة ٢٧٦ ) ترجمه : په خلکو کې بدترين کس دالله تعالی په نزد په ورځې دقيامت کې هغه سړی دی چې خپلې ښځې سره کوروالی وکړي او بيا دهغې رازونه افشا کوي . ١٠-کوروالې باید په پوره رڼائی کې وشی چې ښځه اوخاوند يو بل ښه ووينی ترڅو ددوي جنسی احساسات په صحيح طريقې سره راوپاريږي او دواړو ته پوره خوند حاصل شي . اودا خبره مې ځکه وکړه چې زمونږه په ټولنه کې يوخرافی رواج دی چې نارينه به دخپلو ښځو سره په تياره کې کوروالې کوي . دغه کار يو ډير بداوغلط او دشريعت دمقاصدوخلاف کاردی او دښځې او خاوند ترمنځ نفرت او بغض پيدا کوی ځکه چې دواړو د کوروالې څخه هيڅ خوند نه اخلی . ١١-کوروالی بايد په پټ او محفوظ ځاې کې وشی حتی چې دتی رودونکو ماشومانوپه وړاندې هم بايد ونشی . ١٢-دکوروالی په وجه په ښځه او نارينه باندې غسل فرض كيږي خو چې دغه غسل څومره زر وشي نو بهتره ده او دا ځکه چې دغسل په وجه د بدن سستی له منځه ځی او بله دا چې دبې اودسۍ په وخت کې دشيطان سلطه په انسان باندې زياتيږي او هغه ته ضرر رسوي نو ددغه ضرر څخه دځان ساتلو لپاره بايد په غسل کې چالاکی وکړی شی .

٦-د زينت ( ځان سينګارول ) حق : ښځه حق لري چې خاوند ئې ورته ځان ښائسته کړی لکه چې هغه پرهغې دغه حق لري الله تعالی فرمائی : (( ولهن مثل الذين عليهن بالمعروف )) (سورة البقرة اية ٢٢٨ ) ترجمه : دښځو لپاره حقوق دي لکه چې دخاوندانو پر دوي باندې حقوق دي او يو دبل حقوق به په نيکي طريقې سره ادا کوي . او جليل القدر صحابی عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمائی : (( انی لاحب ان اتزين لامراتی کما احب ان تتزين لی )) ( رواه ابن ابی حاتم وابن جريرالطبري تفسير قرطبی صفحه ١١٨ جزء٣ ) ترجمه : زه خوښوم چې خپلې ښځې ته ځان ښائسته کړم لکه چې خوښيږم چې هغه دې ماته ځان ښائسته کړی . او په يو روايت کې راغلي دی چې يو ګردوهلی او ببر سری سړی دخپلې ښځې سره عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته راغی نو دهغه ښځې وويل چې ای امير المومنين!ما دخپل خاوند څخه خلاصه کړه نو عمربن الخطاب رضي الله عنه ددغې ښځې خاوند ته امر وکړلو چې لاړشي او دخپل سرويښتان برابر او دګوتو نوکان پرې او ځان پاک او ښائسته کړي نو دغه سړی لاړ او ځان ئې ښه پاک او برابر او ښائسته کړ. او بيا راغی نو چې کله دهغې ښځې نظر په هغه ولګيده نو خوشحاله شوه او وې ويلې چې همدا مې قبول دی او دخلاصی د ارادې څخه بيرته وګرځيدله نو په دغه وخت کې عمررضي الله عنه وفرمایل (( وهکذا فاصنعوا لهن فوالله انهن ليحببن ان تتزينوا لهن کما تحبون ان يتزين لکم )) (منهاج العشرة الزوجية صفحه ٧٦ ) ترجمه : ددغه سړی غوندې تاسو هم خپلو ښځو ته ځانونه جوړوئ قسم دي په الله باندې چې ښځې په دې خوښيږي چې تاسو ورته ځانونه جوړ او ښائسته کړئ لکه چې تاسو خوښيږئ چې هغوې دې تاسې ته خپل ځانونه جوړ او سينګار کړی. او په بعضې رواياتو کې داسې راغلی دی : (( اغسلوا ثيابکم وخذوا من شعورکم واستاکوا وتزينوا وتنظفوا فان بني اسرائيل لم يکونوا يفعلون ذلک فزنت نساؤهم )) (منهاج العشرة الزوجية صفحه ٧٧) ترجمه : خپلې جامې پاکې کړئ او دسر او د ګيرې ويښتان جوړ کړئ ( دشريعت په حدودو کې ) او مسواک ووهئ او ځانونه ښائسته او پاک کړئ ځکه چې بني اسرائيلو به دغه کارونه نه کول نو دهغوې ښځې په زنا کې اخته شول يعنې دخپلو خاوندانو نه يې دناپاکې په وجه نفرت پيدا شو او دپردو سړو سره په زنا کې مبتلا شول . او جليل القدر صحابی جابربن عبدالله رضي الله عنه روايت کوي چې زه يو ځل درسول الله صلی الله عليه وسلم سره غزاته لاړم او چې کله بيرته دغزا څخه راوګرځيدو او مدينې ته نزدې شو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې تاسو تر شپې پورې صبر وکړئ او کورونو ته مه ورځئ ترڅو ستاسو ښڅې خپل ويښتان ګمنځ کړی او دخپلو تخرګونو او دنامه لاندې ويښتان لري کړي . (رواه البخاری صفحه ٧٨٩جلد ٢ ) نونارينه بايد په خپل کور کې داسې پاک اوښائسته او خوشبويه وي چې دهغه دښځې زړه ورباندې خوشحاله كيږي او مينه ئې ورسره زياتيږي. دپورتنيو رواياتو څخه دا معلومه شوه چې دخپل ځان او جامو دښائست او پاکوالی په باره کې دسړی اهتمام دهغه دښځې په عفت او ددواړو ترمنځ دلازيات تفاهم اومحبت په موضوع کې غټ رول لري نو ځکه داسلام مقدس دين په دغه موضوع باندې زيات اهتمام کړيدی . دسړي دزينت څخه دلته څه مراد دی ؟ دلته دزينت څخه لاندې شيان مراد دي : ١-دسرويښتانو او دګيری ګمنځول . ٢-دسردويښتانو او دګيری اصلاح کول ( دشريعت په حدودو کې ) ٣-دښائسته او پاكو جامو اغوستل چې دشريعت او دطاقت سره برابر وي . ٤-دمسواک استعمالول او دخولې پاکول . ٥-بدن پاکول او دتخرګونو او دنامه لاندې دويښتو لرې کول او دنوکانو کينچی کول ( پريکول ) ٦-دچرس او پوډراوسګرت او نسوار څخه پرهيزکول . ٧-دخام پياز او اوږې او هر هغه شی چې خوله بدبويه کوي دهغې څخه ډډه کول ( مګر که پوخ شي بيا پروا نلري ) ٨-عطر او خوشبوئی استعمالول . ٧-دعفت دساتلو حق : ښځه پرخپل خاوند باندې حق لري چې دهغې دعفت او شرف ساتنه وکړي او دهغې د عفت څخه دفاع وکړي ځکه چې د هغې دعفت څخه دفاع فرض ده او کوم سړی چې دخپلې ښځې دعفت څخه دفاع نه کوي او دخپلې ښځې دشرف ساتنه نه کوي هغه دووس دی . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( ثلاثة قدحرم الله عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر فی اهله الخبث )) ( رواه احمد والنسائی مشكوة صفحه ٣١٨ ) ترجمه : پر دريو کسانوباندې الله تعالی جنت حرام کړ ی دی دشرابو معتاد او دمور او پلار خفه کوونکی او دووس سړي چې دخپلې ښځې دعفت اهتمام نه کوي او پردو سړو ته اجازه ورکوی چې دهغه دښځې سره ناسته پاسته او راشه درشه وکړی. بلکې داسلام مقدس دين امر کړی دی چې نارينه دې دخپل عفت او ناموس څخه دفاع وکړي او که په دغه لار کې څوک ووژلی شی نوهغه شهيد دی . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( من قتل دون اهله فهو شهيد )) ( ترمذي ابوداود نسائی مشكوة صفحه ٣٠٦) ترجمه : څوک چې دخپلې ښځې دعفت نه په دفاع کې ووژلی شى نو هغه شهيد دی . دنارينه غيرت پخپله ښځه باندې يو فطری او طبعی خبره ده يوه ورځ جليل القدر صحابی سعدبن معاذرضي الله عنه وويل که ما دخپلې ښځې سره څوک وليدل نوپه تورې سره به ئې ووژنم نو دده دا خبره رسول الله صلی الله عليه سلم ته ورسيده نو هغه وويلې چې ايا تاسو دسعد د غيرت څخه تعجب کوئ ځما دې په الله قسم وي چې زه دسعد څخه زيات غيرتي يم او الله ځما څخه زيات غيرتي دی او الله تعالی دخپل غيرت له وجې نه دبد کارې ټول ښکاره او پت عملونه حرام کړيدي . (متفق عليه مشكوة صفحه ٢٨٦) اما متاسفانه چې په ډيرو بی دينو خلکواو خاص طور سره ډمانو او سندر غاړو ښځو او سړو کې دغه غيرت چې په انسانانواو حيواناتو کې يو فطري شی دی کم ليدل كيږي چې د دوې دغه بې غيرتي يو جرم او بدعمل دی چې دوي به دهغې جزا په دنيا او اخرت کې وګوري .

-داحترام او کرامت حق : سړی ته پکار دی چې دخپلې ښځې احترام وکړي او دهرهغه وينا او عمل څخه ځان وساتی چې دهغه دښځې دخفګان سبب ګرځي او دا ځکه چې ښځه يوه باعزته انسان ده او بايد دهغې سره ديوې مزدورې په څير معامله ونشي ، اونه دا چې صرف دجنسی لذت دحاصلولو لپاره ديوې وسيلې په څير ورته وکتلی شي . بلکه دښځو بې عزتی کول او هغوې ته په سپک نظر کتل دا دکم اصلو او کم عقلو نارينه و کار دی الله تعالی فرمائی (( ولقدکرمنا بني آدم ) ( سورة اسراء ايت ١٧ ) ترجمه : مونږه دآدم اولادې ته عزت او کرامت ورکړی دی نو ښځه هم دآدم له اولادې څخه ده او الله تعالی هغې ته دنارینه و غوندې عزت اوکرامت ورکړی دی . او په يو حديث کې داسې راغلی دی : (( ما اکرمهن الا کريم ولا اهانهن الا لئيم)) (رواه ابن ماجه وابن عساکر فی تاريخه منهاج العشره صفحه ٦ ) ترجمه : عزتمند سړی دښځو عزت کوي او سپک او رذيل سړي دښځو سپکاوی کوی . يعنې دښځو عزت کول دځان عزت کول دی او دښځو سپکاوی دځان سپکاوی دی. همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دی : (( بحسب امرئ من الشران يحقر اخاه المسلم )) ( رواه مسلم صفحه ٣١٧ جلد ٢ مشكوة صفحه ٤٢٢ ) ترجمه : دا ډير بدکار دی چې يو مسلمان دې خپل مسلمان ورو ر( ياخور ) ته په سپک نظر وګوري . همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( ولا تضرب الوجه ولا تقبح )) ( رواه احمد وابوداود وابن ماجه مشكوة صفحه ٢١٨ ) ترجمه : ښځې ته په مخ ګذار مه ورکوه او مه ورته بدې خبرې کوه. نو لکه څرنګه چې نارينه په خپل احترام باندې خوشحاليږي نو همدارنګې ښځې هم په خپل احترام خوشحاليږي او ديو مسلمان احترام کول اودهغه خوشحالول دوه نيک عملونه دي اوډير اجرونه او ثوابونه لري

+ نوشته شده در ساعت 3:15 PM توسط صبغت الله اسلمزي | نظر بدهید


دوه ودونه

سوال :-ځنی خلګ یوه ښځه لری خوبیابــله ښځه کوی چی په نتیـــجه کښی دې مختنی ښـځی ژوندډیرخـــراب شی له هغې ســره خپل میړه صحی وضع نکوی دهغی په مــال اونفقه اوتقــسیم کی کــمی کوی دشریعت محمدی له نظره دغه عمل څه حکم لری ؟ ځواب :-الله تعالی ﷻ فرمايي چی کـــه تاسوعدل اوانصاف دښځوپه مابین کی نشی کولای نوبیایوه ښځه وکــــړی اویامینځه وکړی چی ځکه چی هغه دومره زیات حقوق نلری لکه چی الله تعالی ﷻ فرمايي وان لاتعدلوافوا حدة اوماملکت ایمانـکم الخ اوهمدارنګه دی ابوهـریره (رض) صـــــحح حدیـــــث شریـــف ده چی رسـوال الله ﷺ فرمايي چـی کوم شخص چی دوه ښځی ولری اودده میـــــــــــلان یوطرف ته وی نودی بـــه راشی پـه ورځ دقیامت اوپه یوه خوابـه کوږوی اګرکه دزړه په مـــحبت چــی دیــوی سره زیات اوله بلی سره کم وی پـــه شریعت کی يي کومه ګـــناه اوماخذه نشته خـــــوالبتــــــه دهـــــغی په نفقه اوپه تقـسیم کـــی کـــمی کول ظلم ده لهذاله مسـلماننوسره ظـــلم کول بیاخاصـــکرله خپلی ښــځی ســـره چـی هغـــه دمیـــړه ډیرخـــــدمـــت کــــړی ډیربــــداونارواعمل اوظــــلم ده الله تعالی ﷻ فرمايي انااعتدناللظالمین نارا یعــنی مونــــږظالمـــانوتـــه اوربـرابـــرکړی ده

نوبهتره خبره داده چی هر انسان کوشش وکړی چی اول یو واده وکی اوکه ضرورت وشو نو بیا دی دالله حکم ته زیاته توجه وی اوپه مابین دودونو کی دی فرق نکوی ترحو دالله له عذابه په امن کی وی اوپه ورح دآخرت سرلوړ حساب ته حاضرشی الله دی تول مسلمانان له شرمنده کی داخرته وساتی .

+ نوشته شده در ساعت 10:37 AM توسط صبغت الله اسلمزي | نظر بدهید


اسلامی حجاب



داسلام هرحکم ته که ښه پام وشي دومره حکمتونه اوارزښتونه به پکې وي چه په ليکلو يې کتابونه ډک کيږی .

دښځی په اسلامې حجاب کې هم بې شميره حکمتونه اوګټی نغښتې دي چه ځینوته يې په لنډ ډول اشاره کوم.

اسلامی اخلاق دانسانی فطرت سره موافق دي د هرسالم فطرت غوښتنه داوي چه زما بی بی به يواځې له ماسره مينه لري له بيګانه خلکوسره به مينه اورابطه نه کوي او هيڅ څوک به زما بی بی ته نظر هم نه کوي .

همدارنګه دښځې دسالم فطرت غوښتنه هم همدا وي چه زه بايد يوننګيالی اوغيرتی خاوند ولرم داسې چه يواځی له ماسره مينه اورابطه ولري ،له پردی ښځی سره هيڅ مينه اورابطه ونه لري .

اسلام دانسان دسالم فطرت موافق اخلاق وړاندې کړي داسې چه دنظرساتل له نامحرمو اودنامحرمو اوبيګانه سره ټول مستقيم اوغيری مستقيم روابط دنرله پردی ښځی سره او دښځی له پردی سړی سره حرام اعلان کړي دي .

اسلام ديوی پاکدامنه ټولنی غوښتونکې دي اسلام دفحاشت اوزنا سخت مخالف دي اوهغه وسايل چه زناته دنږيديوالې سبب ګرځی هم منعه اعلان شوی لکه بی حجابې، هرډول فاحش تبليغات اوبی شرمه اوفاحشی خبری .

اسلام دانسانيت اوسړيتوب لپاره داسې اخلاق وړاندی کړي چه په هغه سره واقعاً يوه رښتنې انسانې ټولنه رامنځه ته کيږي انسان هغه وخت خپل شرافت او انسانيت ساتلی شي چه حيا ولري کله چه انسان بی حياشي نوبيا تريوحيوان هم بتره ځناور ورڅخه جوړ شي ځکه په حيواناتوکې هم څه قوانين شته خودابي حيا انسان کې هغه حيوانی قوانين هم نه وي نوحيا دانسان دشرافت ساتنه کوي په بي حجابی سره بي حيايې رامنځ ته کيږي چه اول ديدن بيا خبري بيا راشه درشه اوبيا---- نور نور څه ترې پيداکيږي .

اسلام ښځی ته په لوړمقام او ارزښت قائل دی ځکه چه مهم شی سړی له خلکوپټ ساتی اوهغه دخلکولپاره په لارو اوکوچوکې نه ږدي ،ښځه خوپه اسلام کې مور ده ناموس دی خدای مکړه که دچا موراوناموس ته په سپک نظروکتل شي څومره بده خبره ده نودښځی حجاب حکمت دادی چه خداي مه کړه دکوم ناولې اوفاسق انسان لخوا ضرر ورته ونه رسې ،طبعی خبره ده چه په هره ټولنه کې ښه اوبدخلک شته ، نوکله چه مسلمانه ښځه په حجاب کې وي دناولېو اوفاسقو انسانانو بدنظر اوتمه له منځه ځی