د ښو احساساتو دوران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښو احساساتو دوران د متحده ایالاتو په سیاسي تاریخ کې یوه دوره وه چې د ۱۸۱۲ز کال له جګړې وروسته د امریکایانو ترمنځ د ملي هدف احساس او د یووالي لپاره تنده منعکسوي. دا دوره د فدرالیست ګوند سقوط او د لومړي ګوندي سیستم په بهیرکې يې د دوی او د واکمن ډیموکراتیک جمهوریت ګوند تر منځ سختو ګوندي شخړو ته د پای ټکی کېښود. د وروستۍ موخې په توګه د ملي یووالی په تأمین او له ملي سیاست نه په بشپړ ډول د سیاسي ګوندونو په له منځه وړلو سره، ولسمشر جېمز مونرو هڅه وکړه چې په خپلو ګومارنو کې ګوندي تړاو راکم کړي. دا دوره د مونرو د ولسمشرۍ (۱۸۱۷-۱۸۲۵ز ) او د هغه له اداري هدفونو سره نږدې تړاو لري او په حقیقت کې د هغه نوم او دوره ورسره جوخت یادېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د ۱۸۲۴ز کال د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې او له هغه راوروسته، دموکراټیک جموریت غوښتونکی ګوند د جکسوني دموکراسۍ د پلویانو او مخالفینو ترمنځ ووېشل شو، چې د دویم ګوند سیستم (Second Party System) ته يې لاره پرانیسته.

تاریخ پوهان د ښو احساساتو په نامه د دې دورې نومولو ته ډېری مهال د طنز او شک په سترګه ګوري، ځکه چې دا یوه داسې تاریخي  دوره وه چې سیاسي فضا یې په ځانګړي توګه د مونرو ادارې او دموکراتیک جموریت غوښتونکی ګوند دننه ډلو ترمنځ تصنعي او منافقانه وه. [۸][۹]

د  ښو احساساتو دوران اصطلاح، د بېنجامین راسل له خوا د ۱۸۱۷ز کال د جولای میاشتې په ۱۲مه نېټه د باسټون فدرالیسټ په کولمبین سینټينل ورځپاڼه کې هغه مهال وپنځوله چې د امریکا د ښه نیت د سفر د یوې برخې په توګه د ماساچوسټ ایالت باسټن سیمې ته تللی و. [۱۰][۱۱]

له جګړې وروسته نیشنلیزم[سمول]

د ښو احساساتو دوران په ۱۸۱۵ ز کې وروسته له هغه پیل شو، چې ولس د ۱۸۱۲ ز جګړې د پای ته رسېدو د بریا نه خوند اخیست. خوشحالي، د فدرالیستانو او جمهوري غوښتونکو، شمال او جنوب او د ختیځ ساحلي ښارونو او د امریکا په پوله کې میشته اوسیدونکو ترمنځ د ترخو سیاسي اختلافونو ځای ونیو. سیاسي دښمنۍ کمې شوې، ځکه چې فدرالیسټ ګوند په ۱۸۱۵-۱۸۱۴ ز کې د هارټفورډ کنوانسیون له ناکامۍ وروسته تر ډېره منحل شوی و. د یوه ګوند په توګه، فدراليستان "د یوه ملي سیاسي ځواک په توګه له منځه تللی وو". ډموکراتیک جمهوریت غوښتونکی ګوند، ظاهراً واکمن و، خو په عمل کې په ملی کچه او په ډېرو ایالتونو کې غیر فعال و.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په دې دوران کې د ملي بنسټونو پرلور تمایل رامنځته شو او "د ملي پراختیا او ملي هوساینې په مهم ډګر کې د دایمي فدرالي رول" په اړه غوښتنې شتون لاره. د مونرو نه وړاندې، ولسمشر جیمز میډیسن او د جمهوري غوښتونکو ګوند د جګړې د تجربې له لارې د فدرالي بنسټونو او پروژو د غوره والي ستاینه وکړه چې جان سي کالهون او هنري کلې د امریکایی نظام تر سیوري لاندې قانون ورته جوړ کړی دی.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

میډیسن د ۱۸۱۵ز کال په دسمبر میاشت کې کانګرس ته د خپل اووم کلني پیغام په ترڅ کې په پالیسۍ کې دا بدلون اعلان کړ، وروسته یې د ملي بانک لپاره دکړنو او په تولیداتو باندې د محافظتي تعرفو اجازه ورکړه. د کانسټرکشنېسټي (constructionist) دلایلو پر بنسټ، د بونس قانون (Bonus Bill) په ویټو کولو سره میډیسن، د خپل سلف توماس جیفرسن په څېر ټینګ و چې د امریکا په اساسي قانون کې د تعدیل له لاري داخلي اصلاحات پلي کړي. مډېسن په  ۱۸۱۷ ز کال کې مونرو ته ولیکل چې: "هېڅکله داسې شېبه نه وه راغلې چې دولتونو ته ورکړل شوې دا ډول طرح دې ومنل شي." " د نوو جمهوري غوښتونکو" رامنځته کېدلو چې د نرمو نیشنلیسټي پالیسیو په سبب ترې لارورکه نه شوه، د مونرو " د ښو احساساتو دوران" وړاندوینه وکړه او د سیاسي پخلاینې له هیلو سره د خوشبینۍ عمومي حالت رامنځته شو.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د ۱۸۱۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د فدراليست روفوس کېنگ په وړاندې د مونرو د سترې بریا تمه کېده، ځکه په دې ټاکنو کې لږو رایه اچوونکو برخه اخیستې وه. کله چې د ۱۸۱۷ ز کال په مارچ میاشت کې مونرو د ولسمشرۍ په څوکۍ کېناست، نو د جمهوري غوښتونکو او فدراليستانو ترمنځ د پخلاینې ستره روحیه موجوده وه. [۲۷][۲۸][۲۹]

مونرو او سیاسي ګوندونه[سمول]

ولسمشر جیمز مونرو، د جان واندېرلین د لاس انځور، ۱۸۱۶ ز


د ولسمشر په توګه، له جیمز مونرو نه ډېره تمه کېده، چې د ګوندي ګټو پرځای د هېواد د ګډ ملي لید همغږي کولو لپاره د سیاسي ګوندونو د پخلاینې زمینه برابره کړي. دواړو ګوندونو هغه ته سپارښتنه وکړه چې، په خپله کابینه کې دې د "یووالي" د نوي دوران د نښې په توګه یو فدرالیسټ شامل کړي. هغه مهال "یووالي" په ټول ولس سیوری غوړولی و. [۳۰]

مونرو په خپل دې باور یوځل بیا ټینګار وکړ چې، فدرالیست ګوند په لومړۍ موکه کې د یوه پاچا د نصبولو او د حکومت د جمهوري بڼو د ړنګولو لپاره ژمن و. مونرو وویل چې: که یو فدراليست وګماري، نو هغه به د دوی د حتمي انحطاط او راپرځېدلو موده اوږده کړي. مونرو زیاته کړه: اداره به يې هېڅکله اجازه ورنه کړي چې په فدرالي ایډیالوژۍ ککړه شي. [۳۱][۳۲]

مونرو په ډاګه کړه چې، د فدرالیسټانو د له منځه وړلو هڅه له ملي سیاست نه د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند په ګډون د ټولو ګوندي ټولنو د له منځه وړلو د کمپاین برخه وه. مونرو ولیکل چې: ټول سیاسي ګوندونه، په خپل ذات کې،له  آزاد حکومت سره اړخ نه لګوي. مونرو کوښښ وکړ چې، د نه پاملرنې له لارې د فډرالیسټ ګوند څټه وروباسي. فدرالیسټان له سیاسي ملاتړ، اداري ګومارنو او فدرال حمایت نه محروم ول. مورو وښودله، چې غواړي هم په فډرال او هم په آیالتي کچه فدرالیستان د سیاسي واک له چوکیو لرې کړي، په ځانګړې توګه په نوي انګلېنډ کې. مونرو عقیده درلوده چې، هر ډول رسمي تایید به د فدرالیسټي بیاراپورته کېدو هیله رامنځته کړي او دی دغه کار زغملی نه شي. [۳۳]

ځینې تاریخپوهان په دې باور دي چې مونرو ګوندي سیاست راکم کړ، نو ځکه د ۱۸۲۰ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې يې هېڅ سیال نوماند نه درلود. فدرالیستانو د هغه په مقابل کې نوماند ونه دراوه، یوازې د مرستیال ولسمشرۍ لپاره يې ریچارډ سټاکټون رامخې ته کړ. که یو څو بې وفا رایه ورکوونکي نه وای،  مونرو او د هغه مرستیال ولسمشر ډانیال ډي ټامپکېنز کولای شوی، د الکټورال کالج (electoral college) په وسیله د رایو په اتفاق بیاځلي ټاکنې وګټي. د ولسمشرۍ یوه ټاکونکي (elector) جان کوېنسي آډمز ته رایه ورکړه او یو کم شمېر نورو ټاکونکو (چې ډېری یې پخواني فدرالیستان وو)، د مرستیال ولسمشرۍ لپاره ولاړو یو شمېر فدرالیسټ نوماندانو ته رایه ورکړه. دا د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې وې چې یوه نوماند په کې اساساً پرته له سیال نوماند نه برخه اخیسته. [سرچينې ته اړتیا لري]

د نیک نیت لوی سفر او د جمهوریت پالنې ملي غېږه

بنجامین راسل ته په ۱۸۱۷ز کال کې " د ښو احساساتو دوران" د اصطلاح رامنځته کولو امتیاز ورکولو کېږي

په ۱۸۱۷ ز او ۱۸۱۹ ز کې د هېواد په کچه د مونرو د نیک نیت سفر د ښو احساساتو دوران د بیان تر ټولو ښه بڼه ده. په ځانګړې توګه، نوی انګلند او د ماساچوسټ آیالت په باسټون کې د فدرالیسټانو مرکز ته د هغه ورتګ د دې سفر تر ټولو د پام وړ چاره وه. دلته "د ښو احساساتو دوران" تشرېحي عبارت، د یوه ځايي فدرالیسټ ژورنال له لوري وکارول شو. [۳۴]

د ولسمشر جسمي بڼه، جامې او ځاني ځانګړتیاوې په دې سفر کې د ښو احساساتو په راپارولو کې غوڅ اغېز درلود. هغه د انقلابي جګړې د صاحب منصب یونیفورم اغوستی و او د اتلسمې پېړۍ له پخواني سټایل سره سم یې خپل اوږده او توني ببر ویښتان کوڅۍ کړي وو.[۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. Ammon 1971, p. 366
  2. Wilentz 2008, p. 181
  3. Ammon 1971, p. 4
  4. Brown 1970, p. 23
  5. Ammon 1971, p. 6
  6. Dangerfield 1965, p. 24
  7. Dangerfield 1965, p. 35
  8. Remini 2002, p. 77
  9. Dangerfield 1965, p. 32,35
  10. Unger 2009, p. 271
  11. Patricia L. Dooley, ed. (2004). The Early Republic: Primary Documents on Events from 1799 to 1820. Greenwood. د کتاب پاڼي 298ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313320842. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  12. Wilentz 2008, p. 42
  13. Ammon 1971, p. 5
  14. Schlesinger 1953, p. 9
  15. McCormick, p. 14–16
  16. Berstein & Issenberg 2010, p. 564
  17. Remini 2002, p. 27
  18. Dangerfield 1965, p. 5
  19. Reynolds, David S. (2008). Waking Giant: America in the Age of Jackson. New York: Harper Collins. د کتاب پاڼې 9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Wilentz 2008, p. 243
  21. Dangerfield 1965, p. 5,6,20
  22. Dangerfield 1965, p. 18
  23. Schlesinger 1953, p. 19
  24. Ammon 1971, p. 387
  25. Dangerfield 1965, p. 19,20
  26. Dangerfield 1965, p. 20
  27. McCormick, p. 102
  28. Burns 1982, p. 264
  29. Dangerfield 1965, p. 143
  30. Ammon 1971, p. 4
  31. Dangerfield 1965, p. 3
  32. Ammon 1971, p. 5,6
  33. Ammon 1971, p. 6,7
  34. Ammon 1971, p. 7
  35. Dangerfield 1965, p. 22
  36. Ammon 1971, p. 8
  37. Wilentz 2008, p. 202