د ښار او کور جوړونې وزارت
د ښار او کور جوړونې وزارت دنده لکه څنګه چې هرڅوک پوهيږي چې د یوه مناسب اوسیدن ځای درلودل اساسي قوانینو، عادي قوانینو، بېلابیلو نړۍ والو سازمانونو او مدني ټولنو پرته له کوم اختلافه د ځانګړي بشري حق په دود منلی دی، او یو ځانګړی منلی نړیوال پېژاند یې هم د مناسب اوسیدن ځای په باب وړاندې کړی چې ټولې ځانګړنې په ځان کې رانغاړي.
دې پیژاند ته په پاملرنې د اوسیدن ځای حق درلودنه په څه ناڅه توپیر سره په بیلا بیلو هېوادونو کې په رسمیت پیژندل شوې، د دې هیوادونو په قوانینو کې هم تسجیل شوی او دولتونه پر دې ګمارل شوي چې خپلو اتباعو ته مناسب اوسیدن ځایونه تیار کړي.
له پخوا تر اوسه د افغانستان ښاریانو ته د مسکن په برخه کې فعالیتونه ترسره شوې دي، چې له هغې جملې څخه (( د ښار جوړونې عمومي مدیریت)) په ۱۳۴۰ ل.ل کال د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې جوړ شو چې ټول ښاري او ودانیز پلانونه به دې مدیرت ترتیب او پلې کول.
د وزیر محمد اکبر خان، خوشحال خان مېنې، خیر خانې مېنې او د سید نور محمد شاه مېنې پروژې د دې مدیریت له کړنو څخه شمېرلې کیږي.
په کال ۱۳۴۶ ل.ل کې د ملګرو ملیتونو د مرستو په مټ د ښار او کور جوړونې عمومي مدیرت د « ښار او کور جوړونې ریاست » ته لوړ شو چې د ښاري پلانونو د طرحې او پلې کیدنې فعالیتونه، د کابل ښار په ګډون د هېواد په ټولو لایتونو کې ور په غاړه ول.
د دې دولتي بنسټ نوم په کال ۱۳۵۵ ل.ل کې د « د ښار او کور جوړونې په عمومي ریاست » بدل شو.
د بي بي مهرو مېنې بنسټ کیښودل، د ښار او کور جوړونې وزارت د اوسني مقر(ځای ) د دوو بلاکونو جوړونه د دې ریاست له فعالیتونو څخه دي.
په کال ۱۳۵۷ ل.ل یې د یوې انتفاعي تصدۍ په توګه د « اداري او تعمیراتي پروژو جوړولو انستیتیوت(شتپا) » په نامه خپل فعالیت ته دوام ورکړ او د کارونو بیلګه یې د تهیه مسکن پروژه ده چې د کابل په پروان کارته کې پلې شوې ده.
په کال ۱۳۶۳ل.ل یې نوم « د پروژه جوړونې مرکزي انستیتیوت(پما) »، په کال ۱۳۶۸ ل.ل « د ښارجوړونې په مرکزي اداره » او په کال ۱۳۷۱ل.ل « د ښار او کور جوړونې وزارت» په نوم یاد شو، خو په کال ۱۳۷۵ل.ل کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال، د ښار او کور جوړونې وزارت یو ځل بیا د پما عمومي ریاست ته د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې تنزیل و موند.
په کال ۱۳۸۰ل.ل کې د افغانستان اسلامي لنډ مهاله حکومت له منځ ته راتګ سره د ښاري چارو د ښه مختګ، او د ښاري ستونزو د حل په موخه یې نوم یو ځل بیا د ښار او کور جوړونې په وزارت بدل شو.
په کال ۱۳۸۵ ل.ل کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د حکم پر بنسټ د ښاري پراختیا وزرات په نوم یاد شو، او په ۱۳۸۹ل.ل کال کې د ښاري چارو وزارت په نوم ونومول شو، دا نه یواځې د ښاري پراختیا د لپاره پالیسي ګانې جوړوي بلکه د پلې کولو او څېړنې چاري به یې هم پرمخ بیایي.
پر همدې بنسټ د ښارجوړونې وزارت د فعالیتونو د اجرا او تنظیم لپاره د لومړي فصل له لومړۍ مادې سره سم، د وزیرانو شورا مصوبه، نیټه۱۹/۴/۱۳۹۱، د جلالتمآب حامد کرزي د افغاستان د اسلامي دولت جمهور ریس په تایيد، د ښاري چارو د پراختیا وزارت دا لاندې موخي تعقیبوي.
۱- په ټولو سیمو کې د ښاري نظام رامنځته کول.
۲- د متوازن او باثباته پرمختایي اصولو پر بنسټ د ښاري اسانتیاوو درلودونکې ښارونه جوړول.
۳- د کور جوړونې د طرحو او پالیسي ګانو په وسیله د بې سرپناهۍ د ربړې حل.
۴- د هېواد اتباعو ته د طرحو، پالیسي ګانو او پلانونو په وسیله، بنسټیزو ښاري خدمتونو ته د لاس رسي زمینه برابرول.