Jump to content

د ژویو سمندروالی/جهت موندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ژویو سمندروالی د کومې وسیلې یا نقشې پرته د کره لارې/ مسیر په موندلو کې د ډېری ژویو وړتیا ده. د قطبي سپین رنګه مرغه په څېر الوتونکي، د شاهي پتنګ په څېر حشرات او د سالمون کب په څېر کباڼ د خپل تکثر له ځایه څخه په میلیونونه مایله لرې مهاجرت کوي او ډېری نور سمندري ژوي په لنډو فاصلو کې اغېزمن سمندروالی/جهت موندنه لري.[۱]

د مړینې محاسبه (یوه پروسه چې په ترڅ کې يې د یو متحرک شي د مخکې ثابت تعین شوي موقیعت له مخې د اوسني موقعیت محاسبه او وروسته د تېر شوي مهال په بهیر کې د جهت، چټکتیا، حرکت او مسیر د ترکیب اټکل کېږي، ژباړن) له یو پېژندل شوي موقعیت څخه د خپل جهت او چټکتیا د معلوماتو له کارولو سره حرکت دی، چې په ۱۸۷۳ کال کې د چارلز داروين له‌خوا د یو ممکن میکانیزم په توګه وړاندیز شو. په ۲۰مه پېړۍ کې کارل وون فرېش وښوده چې د شاتو مچۍ د لمر، د شنه اسمان د قطبي بېلګو او د ځمکې د مقناطیسي ډګر په واسطه حرکت کوي؛ په دې توګه د امکان په صورت کې پر لمر تکیه کوي. وېلیم تینزلي کيټون وښوده چې کورنۍ کوترې کولی شي په ورته ډول د حرکت له نښو لکه لمر، د ځمکې مقناطیسي ډګر، بویولو او لیدلو څخه کار واخلي. رونالډ لاکلي وښوده چې د مانکس په نوم د شېیر واټر کورنۍ یو کوچنی سمندري الوتونکی خپله جهت‌ موندلی شي او کولی شي د ستورو یا لمر د لیدلو په حالت کې په پوره چټکتیا سره خپل کور ته والوزي.

د حیواناتو څو ډولونه کولی شي د بېلابېلو ډولونو نښې د اغېزمن حرکت او جهت موندنې لپاره سره ترکیب کړي. حشرات او الوتونکي کولی شي زده کړل شوې نښې/څلي له حسي جهت (د ځمکې له مقناطیسي ډګر یا اسمان څخه) سره ترکیب کړي تر څو دا مشخصه کړي چې دوی چېرته دي او په همدې ترتیب سره حرکت وکړي. داخلي «نقشې» تر ډېره د لید له کارلو سره جوړیږي، خو ګن نور حواس لکه بویول او پژواک هم ښايي په‌کې وکارول شي.

د جهت موندنې په برخه کې د وحشي ژویو وړتیا ښايي د انساني فعالیتونو د محصولاتو تر منفي اغېز لاندې راشي. د مثال په ډول، داسې شواهد شته چې ښيي افت وژونکي د شاتو د مچیو د جهت موندنې به برخه کې ګډوډي رامنځته کوي او روښنايۍ ښايي د کشپ په جهت موندنه کې خنډ پېښ کړي.

لومړنۍ څېړنې

[سمول]

په ۱۸۷۳ کال کې چارلز داروين د نېچر مجلې ته یو لیک ولیکه او استدلال یې وکړ چې د انسان په ګډون حیوانات له مړې محاسبې سره د حرکت کولو وړتیا لري، ان که د مقناطیسي قطب‌نما حس او د ستورو په واسطه د جهت‌موندنې وړتیا هم شته وي: [۲]

دې پوښتنې ته په پام سره چې حيوانات له لرې لارې څخه خپل کور ته لار کوي، د وون رانګل د سایبریا شمال ته سفر په نوم اثر په انګریزي ژباړه کې د پام‌وړ تشرېحات موندل کېږي. هغه هلته عالي طریقه تشرېح کوي چې په هغه کې لرغونو واقعي مسیر د یو ځانګړي ټکي پر لور ساته، حال دا چې د اوږدو فاصلو لپاره له لوړو ژورو کنګل شویو لارو څخه په مسیر کې د پرلپسې او له دمې پرته بدلونونو او له لارښوونې پرته په اسمان یا کنګل شوي سیند کې تېرېدل. هغه وايي (خو زه يوازې د څو ولاړو کلونو خاطرې رانقلوم) چې هغه د یو تجربه لرونکي سروې کوونکي په توګه د قطب‌نما له کارولو سره ونه شو کولی هغه کار تر سره کړي چې دې وحشي ژوو په ډېرې اسانۍ ترسره کړ. لا تراوسه به هېڅوک هم دا تصور ونه کړي چې هغوی د یو داسې ځانګړي حس لرونکي دي چې موږ ورڅخه په بشپړ ډول بې برخې یو. موږ باید دا په پام کې ولرو کله چې له یو مستقیم مسیر څخه ډېری انحرافات حتمي دي نه قطب‌نما، نه شمالي ستوری او نه هم دې نښو ته ورته هېڅ کومه نښه د یو پېچلي هېواد یا نریو کنګلونو له لارې یو ځانګړي ټکي ته د انسانانو د لارښوونې لپاره بسنه کوي، مګر دا چې انحرافاتو ته اجازه ورکړل شي یا د مړې محاسبې یو ډول خوندي کړل شي. ټول انسانان څه نا څه دا کار تر سره کوي خو د سایبریا لرغونې اوسېدونکي يې په احتمالي ډول په بې خبره توګه ظاهراً په حیرانووکي ډول ترسره کولی شي. دا چاره تر ډېره د لید له لارې تر سره کېږي، خو تر یوې کچې ښايي د عضلاتي حرکت له حس سره هغې طریقې ته ورته ترسره شي چې یو ړوند انسان کولی شي (او ځينې انسانان تر ځينې نورو ډېر ښه) په لنډو فاصلو کې په یوه مستقیمه کرښه یا په ښي اړخه  زاویو کې او یا هم بېرته د شا پر لور مخته لاړ شي. هغه طریقه چې ځينې وختونه په‌کې دکمزورو او بوډا وګړو د جهت موندنې حس په ناڅاپي ډول ګډوډيږي او د شديدې زړه‌تنګۍ احساس رامنځته کوي، څرنګه چې زه پوهېږم، یو کس دا هغه مهال تجربه کړې چې په ناڅاپي ډول يې دې ته پام شوی چې په بشپړ ډول د تمې خلاف او ناسم مسیر کې يې حرکت کړی، دا داسې ناسم پوهاوی رامنځته کوي چې د مغز یوه برخه د جهت موندنې د عمل لپاره اختصاص شوې.  

وروسته په ۱۸۷۳ کال کې جوزوف جان مورفي داروین ته ځواب ورکړ او بېرته یې طبیعت ته لیکل وکړل هغه دا تشرېح کړه چې مورفي څه ډول په دې باوري و چې ژوي مړه محاسبه ترسره کوي، هغه څه چې اوس‌مهال د اېنرشل نوېګېشن (د جهت موندنې یوه آله چې د کمپيوترله حسي سیستم څخه د چتګتیا، موقعیت او جهت د مړې محاسبې لپاره کارول کېږي، ژباړن) په نوم یادیږي. [۳]

که چېرې یو توپ په ازاد ډول د رېل ګاډي له چت څخه راځوړند شي، کله چې پټلۍ په حرکت راشي، هغه به د حرکت لپاره په کافي اندازه ضربه ترلاسه کړي: او د ضربې جهت او لوی‌والی ... د هغې قوې له لوی‌والي او جهت سره تړاو لري چې بګۍ په‌کې حرکت پيلوي... [او په همدې توګه] ... د بګۍ په حرکت کې ... هر بدلون ... به توپ ته په ورته اندازه جهت او ضربه ورکړي. اوس په بشپړ ډول دا ممکنه ده،  که څه هم دغه ډول ظرافتي میکانیزم ته هيله‌من کېدی نه‌شو، چې یو ماشین باید جوړ شي... د دغې ټولو ضربو د لوی‌والي او جهت د تثبیت لپاره، د هرې یوې د پېښېدو له وخت سره ... له دغو خامو معلوماتو څخه د بګۍ موقعیت ... ښايي هره شېبه محاسبه شي.

کارل فون فرېش (زوکړه، ۱۸۸۶- مړینه، ۱۹۸۲) اروپايي د شاتو مچۍ مطالعه کړې او ويې ښوده چې مچۍ د قطب‌نما د پام‌وړ جهت له درېیو بېلابېلو طریقو سره تشخیصولی شي: د لمر په واسطه، د شنه اسمان د قطبي بېلګو په واسطه او د ځمکې د مقناطیسي ډګر په واسطه. هغه دا وښوده چې لمر لومړیتوب لرونکې لومړنۍ قطب‌نما ده. نور ميکانیزمونه په ورېځ کې د شاتو په تیاره کندوانو کې کارول کېږي. [۴]

وېلیم تېنزلي کیټون (زوکړه، ۱۹۳۳- مړینه ۱۹۸۰) کورنۍ کوترې مطالعه کړې او ويې ښوده چې هغوی د ځمکې د مقناطیسي ډګر، لمر او همدارنګه د بوی او لید د علایمو له کارولو سره د جهت موندنې وړتیا لري. [۵]

ډونالډ ګرېفین (زوکړه، ۱۹۱۵- مړینه ۲۰۰۳) په وينه څښونکي ښاپرک/ماښام څکلکی  کې پژواک/ایکالوکېشن مطالعه کړ او ویې ښوده چې دا امکان شته دی او ماښام څکلکي له دې ميکانیزم څخه د ښکار د څارلو او لیدلو او په پایله کې په ټوله نړۍ کې د جهت موندنې لپاره کار اخلي.   [۶]

رونالډ لاکلي (زوکړه ۱۹۰۳- مړینه ۲۰۰۰)، د الوتونکو په اړه تر ۵۰ څخه زیاتو کتابونو په ډېرو مطالعاتو کې د الوتونکو د مهاجرت مخکښ و. هغه د شېیر واټر (یو دول سمندري الوتونکی، ژباړن) لکه د مانکس شېیر واټر په اړه چې د سکوکولم په لرې پرته ټاپوزمه کې ژوند کوي ۱۲کلنه څېړنه وکړه. دا کوچني سمندري الوتونکي د الوتونکو تر منځ تر ټولو اوږد مهاجرت لري – ۱۰۰۰۰ کیلومتر- خو کال په کال سکوکولم ته بېرته د خپلې ځالې جوړونې اصلي غار ته راستنېږي. دې چلند دا پوښتنه رامنځته کړه چې دوی څه ډول جهت پيدا کوي.   [۷][۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Dingle, Hugh; Drake, V. Alistair (2007). "What is migration?". BioScience. 57 (2): 113–121. doi:10.1641/B570206.
  2. Darwin, Charles (24 April 1873). "Origin of Certain Instincts". Nature. 7 (179): 417–418. Bibcode:1873Natur...7..417D. doi:10.1038/007417a0.
  3. Murphy, J.J. (1873). "Instinct: a Mechanical Analogy". Nature. 7 (182): 483. Bibcode:1873Natur...7..483M. doi:10.1038/007483b0. S2CID 22346811.
  4. von Frisch 1953، مم. 93–96.
  5. Keeton, William (1974) The orientational and navigational basis of homing in birds. pages 47–132 in Advances in the Study of Behavior, Vol. 5. Academic Press.
  6. Yoon, Carol Kaesuk. Donald R. Griffin, 88, Dies; Argued Animals Can Think, The New York Times, 14 November 2003.
  7. Lockley 1967، مم. 114–117.
  8. Lockley 1942.