د ژویو اېلَونه
د ژویو اېلَونه د ژویو او انسانانو ترمنځ دوهاړخیزه اړیکه ده چې د هغو پر پالنې او تکثر باندې اغېزه لري.
چارلس داروین یو لړ هغه صفتونه وپېژندل چې د هغو لهمخې اېل شوې نوعې له ځناورو پخوانیو نسلونو څخه توپیر مومي. همدا راز، هغه لومړی کس ؤ چې د ارادي ټاکنیزې نسلاخېستنې (یعنې مصنوعي ټاکنه؛ چې په هغې کې انسان په مستقیمه توګه د خوښې وړ صفتونه ټاکي) او غیرارادي ټاکنې ترمنځ (چې په هغې کې صفتونه د طبیعي ټاکنې فرعي محصول په توګه یا د نورو صفتونو له ټاکنې څخه تکامل مومي) توپیر په ډاګه کړ. د ژویو اهلي او ځناورو ډلو ترمنځ یو جنتیکي توپیر شتون لري. همدا راز، د اېلېدنې صفتونو (چې د څېړونکو په باور د اېلېدنې لومړي پړاوونو لپاره اړین دي) او د تکمیلي/تکاملي صفتونو ترمنځ (چې د اهلي او ځناورو ډلو له جلا کېدو راهیسې څرګند شوي دي) توپیر شتون لري. د اېلېدنې صفتونو شتون، په ټولیزه توګه، په ټولو اېل شویو ژویو کې ثابتېږي او د نوموړي ژوي یا بوټي د اېلېدنې د لومړۍ دورې په اوږده ټاکل شوي دي، په داسې حال کې چې تکمیلي صفتونه یوازې په ځینو اېل شویو کې شتون لري، خو بیا هم کېدای شي په فردي نسلاخېستنه یا سیمهییزو ډلو کې ثابت شي.
اېلېدنه او رام کېدنه باید سره یوشان ونهانګېرل شي. رام کېدنه د یوه ځناور ژوي مشروطه چلندي اصلاح ده، چې له انسان څخه د هغه طبیعي ډډه کولو کچه راښکته کېږي او د انسانانو شتون ورته د منلو وړ ګرځي؛ خو اېلېدنه د یوه روزل شوي نسل تلپاتې جنتیکي اصلاح ده چې په پایله کې یې په اېل شوي ژوي کې «انسان ته لېوالتیا» په میراثي توګه پاتې کېږي. د ژویو ځانګړې نوعې، او په هغو کې ځانګړي ژوي د نورو په پرتله، د اېلېدنې لپاره تر ټولو غوره ټاکنه ده، دا ځکه چې هغوی له ځانه ځانګړې چلندي ځانګړنې څرګندوي: ۱) د هغو د ټولنیز جوړښت اندازه او تنظیم؛ ۲) شتونتیا او د جوړې په غوره کولو کې د هغو د ټاکنې درجه؛ ۳) د اولاد او والدینو ترمنځ د اړیکو اسانتیا او چټکوالی او د زېږېدنې پر مهال د اولاد بلوغ او تحرک؛ ۴) خوراکي رژیم کې د انعطاف مننې درجه او د چاپېریال زغمل؛ او ۵) د الوتنې غبرګونونو او بهرنیو محرکونو ته د متقابل عمل په شمول، انسانانو او نویو چاپېریالونو ته غبرګون ښودنه.
داسې ویل کېږي چې، د اېلېدنې لپاره، ډېرشمېر ژوي دغه درې اصلي یونونه تعقیب کړې دي: ۱) همکاسهوالی، د انسان له یوه مېشتځي سره په توافق کې (لکه: سپي، پیشوګانې، چرګې، په احتمال سره خوګان)؛ ۲) د خوراک په لټه کې ښکاري ژوي (لکه: پسونه، وزې، غویې، د اوبو مېښه، ګاومېښه، خوګ، قطبي ګاوزه، الپکه او کیکر)؛ او ۳) د بار وړلو او غیرخوراکي سرچینو لپاره په پام کې نیول شوي ژوي (لکه: آس، خر، اوښ). سپی لومړنی ژوی ؤ چې په اوراسیا کې د وروستي پلیستوسېن پېر تر پای دمخه، تر کرنې او کروندګرۍ او د نورو ژویو له اېلېدنې څخه ډېر پخوا، اهلي شو. د نورو اهلي نوعو پر خلاف، چې تر ډېره د تولید اړوند صفتونو لپاره ټاکل شوي دي، سپي په لومړي سر کې د خپلو چلندونو لهپلوه ټاکل شوي دي. د لرغونپوهنې او جنتیک معلومات او ارقام ښیي چې د ځناورو او اهلي ژویو ترمنځ (د خرو، اسانو، د پخوانۍ او نوې نړۍ اوښانو، پسونو، وزو او خوګانو په شمول) د جېن اوږدمهاله دوهاړخیزه اوښتنه متداوله وه. یوه مطالعه داسې یوې پایلې ته رسېدلې ده چې د اېلېدنې صفتونو لپاره د انسان لهخوا ترسره شوې ټاکنې، په ډېر احتمال سره، خوګانو ته د ځناورو خنځیرانو د جېن اوښتنې هوموجېن کوونکې اغېزه شنډه کړې ده او لهامله یې په جېنوم کې «د اېلېدنې ټاپوګانې» رامنځته شوې دي. ورته بهیر کېدای شي د نورو اېل شویو ژویو لپاره هم پلي شي. سپی او پیشو تر ټولو معمول اېل شوي ژوي دي.
تعریفونه[سمول]
اېلَونه/اېلېدنه[سمول]
د تعریف لهمخې، «اېلېدنه یوه باثباته، څو نسلي، او متقابله اړیکه ده چې په هغې کې یو اورګانیزم د بل اورګانیزم پر تکثر او پالنې باندې د پاموړ اغېز ښندي، ترڅو د خوښې وړ یوه لا باوري سرچینه ورته خوندي وګرځي او د هغې لهلارې د ګډ ژوندون لپاره اهلي شوی اورګانیزم د هغو اورګانیزمونو په پرتله چې له دغې اړیکې څخه بهر پاتې دي، ښېګڼه ترلاسه کوي او لهدې لارې ګټه پورته کوي او تر ډېره د دواړو (هم اېلوونکي او هم اېل شوي اورګانیزم) لپاره د وړوالي کچه لوړېږي. دغه تعریف د اېلېدنې د بهیر دواړې بیولوجیکي او هڅوبي مؤلفې او پر انسانانو او اېل شویو ژویو او بوټو باندې د هغو اغېزې په ډاګه کوي. ټولو پخواني تعریفونو کې د انسانانو اړیکه له ژویو او بوټو سره شامله وه، خو توپیر یې پهدې کې دی چې کوم اړخ د اړیکې اصلي شریک ګڼل کېږي. دغه نوی تعریف یوه متقابله دوهاړخیزه اړیکه په ډاګه کوي چې په هغې کې دواړه خواوې ګټې ترلاسه کوي. اېلېدنې د کرنیزو بوټو، ژویو او کورنیو څارویو د تکثر محصول کچه، د هغو د پخوانیو ځناورو نسلونو په پرتله، خورا لوړه کړې ده. اېل شویو ژویو د انسانانو لپاره داسې سرچینې تامین کړې دي چې په لا ښه او باوري توګه کنټرول، ځای په ځای او بیا وېشل کېږي او دا هغه ښېګڼه ده چې د ځمکې په ګوټ، ګوټ کې یې د کرنې او مالدارۍ اړوند کارګرانو شمېر څوبرابره کړ.
د اېلېدنې سندروم[سمول]
د اېلېدنې سندروم ګړنه، د اېلېدنې پر مهال د رامنځته شویو فېنوټایپي صفتونو د مجموعې بیانولو لپاره کارول کېږي چې د دغو صفتونو لهمخې نباتي محصول له پخواني وحشي نسل څخه جلا کېږي. دغه ګړنه د ژویو لپاره هم کارول کېږي او په هغې کې «انعطاف مننه او رام کېدنه، د پوستکي د رنګ بدلونونه، د غاښونو د اندازې کوچنۍ کېدنه، د مخ او غاړې په مورفولوجي کې بدلونونه، د غوږ او لکۍ بڼو اوښتنه (د بېلګې په توګه: پاسته او پلن غوږونه)، د سپېمتوب لا زیاتې او غیرفصلي دورې، د آدرنوکورتیکوتروپین هورمون په کچو کې بدلونونه، د څوګونو عصبي انتقالوونکو په ګڼوالي کې بدلونونه، د نابالغو د چلندونو اوږدېدل، او د ماغزو مجموعي اندازې او ځینو ځانګړو برخو کوچنۍ کېدنه» شاملېږي. د اېلېدنې سندروم د تعریف لپاره د صفتونو یوه واحده مجموعه په هر وخت کې صدق نهکوي.
د اېلېدنې او رام کېدنې ترمنځ توپير[سمول]
اېلېدنه باید د رام کېدنې سره یوشان ونهانګېرل شي. رام کېدنه د یوه ځناور ژوي مشروطه چلندي اصلاح ده، چې له انسان څخه د هغه طبیعي ډډه کولو کچه راښکته کېږي او د انسانانو شتون ورته د منلو وړ ګرځي؛ خو اېلېدنه د یوه روزل شوي نسل تلپاتې جنتیکي اصلاح ده چې په پایله کې یې په اېل شوي ژوي کې «انسان ته لېوالتیا» په میراثي توګه پاتې کېږي. د انسان په ټاکنه کې رام کېدل هم شامل وو، خو له یوه مناسب تکاملي غبرګون څخه د اېلېدنې موخه ترلاسه نهشوه. د اسپانیا جنګي غویې په څېر، اهلي ژوي له چلندي پلوه اړینه نهده چې رام وي. ځناور ژوي کېدای شي رام شي، خو اېلېدلای نهشي؛ لکه: روزل شوی چیتا. د اهلي ژوي نسلاخېستنه او پالنه د انسان لهخوا کنټرولېږي او رامتوب او د انسانانو زغمَونه یې په جنتیکي توګه ټاکل کېږي. سره لهدې، یو ژوی چې یوازې په بند کې ساتل کېږي، هرومرو نهده چې اهلي شي. پړانګ، ګوریلا او قطبي ایږ په اسانۍ سره په قفس او بند کې ساتل کېږي، خو اهلي کېږي نه. د اسیا پیلان ځناور ژوي دي چې له رام کېدنې سره سم، د اېلېدنې نښې له ځانه څرګندوي، خو روزنه او نسلاخېستنه یې د انسان په واک کې نهده، نو لهدې امله واقعي اهلي ژوي نهګڼل کېږي.
سرچينې[سمول]