د ژوند تنوع له لاسه ورکونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ژوند تنوع له لاسه ورکونه کې په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو ډولونو ختمېدل، همدارنګه په یوه ځانګړي استوګنځي کې د ځایي ډولونو کمېدل یا ختمېدل شامل دي چې په پایله کې د بیولوژیکي تنوع لامل کېږي. بله پدیده کېدای شي لنډمهاله یا دایمي وي، دې پورې اړه لري چې د چاپېریال ویجاړېدل چې د له لاسه ورکونې لامل کېږي، د ایکولوژیکي بیارغونې/ ایکولوژیکي انعطاف پذیري له لارې د بېرته راګرځېدو وړ ده یا په موثره توګه دایمي ده (د بېلګې په توګه د ځمکې له لاسه ورکول). اوسنی نړیواله ختمېدنه (چې ډېری وخت شپږم ډله‌ییز ختمېدل یا د آنټروپوسېن ختمېدلو په نوم یادېږي)، د انساني فعالیتونو له امله د ژوند تنوع د ناورین لامل شوی دی چې له سیاره یي پولو هاخوا دی او تراوسه داسې ثابت شوی چې د بېرته راګرځېدو وړ ندی.[۱][۲][۳]

که څه هم د نړیوالو ډولونو دایمي له لاسه ورکونه د ډولونو په ترکیب کې له سیمه ییزو بدلونونو څخه ډېره د پام وړ او غمجنه پدیده ده، ان په ثابت صحي حالت کې کوچني بدلونونه هم کولی شي د خوړو پر شبکې او د خوړو په زنځیر د پام وړ اغیزې ولري تر هغه ځایه چې یوازې د یوې بڼې کمېدل کولی شي په ټول زنځیر منفي اغیزه وکړي (ګډ ختم)، د یوه ایکوسیسټم لرلو سربېره په ټوله کې د ژوند تنوع کمېدلو، ممکنه پایداره بدیل حالتونو لامل کېږي. د ژوند تنوع ایکولوژیکي اغیزې په معمول ډول د هغه له ختمېدو سره خنثا کېږي. د ژوند تنوع کمېدل په ځانګړې توګه د ایکوسیسټمي خدمتونو د کمېدو لامل کېږي او په پایله کې د خوړو خوندیتوب لپاره سمدستي خطر رامنځته کوي، خو همدارنګه کولی شي د انسانانو لپاره د عامې روغتیا اوږدمهاله پایلې ولري.[۴]

د چاپېریال ساتنې نړیوال سازمانونه لسیزې کېږي چې د ژوند تنوع له منځه تللو مخنیوي لپاره مبارزه کوي، د عامې روغتیا چارواکو هغه د عامې روغتیا لپاره د یوې ټولیزې روغتیا لیدلوري په توګه ادغام کړی دی، او د ژوند تنوع ساتنه په زیاتېدونکې توګه د نړیوال سیاست یوه برخه ده. د بېلګې په توګه، په بیولوژيکي تنوع کې د ملګرو ملتونو کنوانسیون د ژون تنوع له لاسه ورکولو په مخنیوي او د وحشي سیمو په فعاله ساتنې باندې تمرکز کړی دی. د دې کار لپاره نړیواله ژمنتیا او موخې په اوسني وخت کې د دوامدار پرمختګ ۱۵مې موخې «د ځمکې د سر ژوند» او د دوامدار پرمختګ ۱۴مې موخې «د اوبو لاندې ژوند» باندې مجسم شوی دی. په همدې حال کې، د «له طبیعت سره د سولې جوړونې» په هکله د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام رپوټ چې په ۲۰۲۰م کال کې خپور شو، څرګنده که چې ډېری دا هڅې ندي بریالۍ شوي ترڅو خپلو نړیوالو موخو ته ورسېږي.[۵]

د له منځه تللو کچه[سمول]

تاسې پوهېږئ، کله چې موږ د لومړي ځل لپاره WWF په لاره واچوه، زموږ موخه له ختمېدو څخه د مخ پر ختمېدو ډولونو ژغورل وو. خو موږ په بشپړ ډول ماته خوړلې؛ موږ نه یو بریالي شوي چې یو مورد هم وژغورو. که دومره پیسې مو یوازې په کاندوم لګولې وای، اوس به مو یوه ښه پایله لاس ته راوړې وه. - سر پیټر سکاټ، د طبیعت نړیوال صندوق بنسټ ایښودونکی، ۲۰۱۰م کال، د کوسموس مجله[۶]

د نړیوالې تنوع له منځه تللو اوسنۍ کچه «په طبیعي توګه» د ختمېدو پس منظر کچې څخه ۱۰۰ تر ۱۰۰۰ برابره ډېره ده، د بشر په تاریخ کې له بل هر وخت څخه لا ډېر، او تمه کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به لا هم وده وکړي. د ختمېدو دا لړۍ چې په چټکۍ سره د ودې په حال کې ده او په ګڼو ځناور لکه تی لرونکي، مرغانو، خزندګانو، امفیبیانو او ماهیانو باندې اغیزه کوي، ساینس پوهان دې ته اړ کړل ترڅو د ژوند تنوع معاصر ناورین اعلان کړي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

محلي محدود شویو تلفاتو کچه کولی شو د ډولونو بډاینې او د وخت په اوږدو کې په هغه کې د بدلونونو له لارې اندازه کړو. خامه شمېرنه کېدای شي د ایکولوژي له نظره په نسبي یا مطلق ډول کثرت پورې تړلې نه وي. د نسبي کثرت په پام کې نیولو سره، د ژوند تنوع ډېری شاخصونو وده کړې ده. د بډاینې سربېره، یووالي او متفاوتتوب د اصلي اړخونو په توګه په پام کې نیول کېږي چې کولی شو تنوع په هغو کې اندازه کړو.[۱۲]

د تنوع ټولو معیارونو په شان، دا هم اړینه ده چې د مشاهداتو زماني او ځایي دقیقه طبقه بندي ترسره شي. «د موضوع د پېچلتیا په زیاتوالي او اړینو وختي او‌ ځایي مقیاسونو پراخېدو سره، د تعریفونو ځیروالی کمېږي». د ژوند تنوع په یوازې ځان یو واحد مفهوم نه دی خو کولی شي بېلابېلو مقیاسونو ووېشل شي (لکه د ایکوسیسټم تنوع د استوګنځي تنوع په وړاندې یا ان د ژوند تنوع د استوګنځي تنوع په وړاندې) یا هم د فرعي بڼو په شان (لکه فیلوجنیټیک تنوع، د ډولونو تنوع، جنیټیکي تنوع، نوکلیوټایډي تنوع). په محدودو سیمو کې د خالص زیان موضوع ډېری وخت د بحث موضوع وي خو په ټولیزه توګه داسې اټکل کېږي چې د زیان اټکل مشاهدې لپاره لا اوږد وخت به ګټور وي.[۱۳][۱۴][۱۵]

په بېلابېلو جغرافیوي سیمو کې د نرخ کچې پرتله کولو لپاره، د ډولونو تنوع کې عرض البلدي نشیب باید په پام کې ونیول شي.

په ۲۰۰۶م کال کې، ډېری نور ډولونه هم په رسمي توګه د نادر یا له خطر سره مخ یا ګواښل شویو په توګه طبقه بندي شول. سربېره پر دې، ساینس پوهانو اټکل کړی دی چې په میلیونونو نور ډولونه هم له خطر سره مخ دي چې په رسمي توګه تراوسه ندي پېژندل شوي.[۱۶]

په ۲۰۲۱م کال کې، د ۱۳۴۴۰۰ ارزول شویو ډولونو څخه کابو ۲۸سلنه د IUCN سور لیسټ معیارونو په کارونې سره اوس د ختمېدو له ګواښ سره مخ لیسټ کې راغلي دي – په ټوله کې ۳۷۴۰۰ ډولونه په ۲۰۰۶م کال کې د ۱۶۱۱۹ ډولونو په پرتله چې له ګواښ سره مخ وو.[۱۷]

لاملونه[سمول]

د ژوند تنوع په معمول ډول د ځمکې پر سر د حیات تنوع ټولو بڼو، لکه د ډولونو تنوع، د هغوی جنیټیکي بدلونونه او د دې ډولونو د ژوند تعامل په توګه تعریف کېږي. په همدې حال کې، د شلمې پېړۍ له وروستیو څخه، د انساني چلند له امله د ژوند تنوع له منځه تلل، ډېر سخت او اوږدمهاله اغیزې رامنځته کړې دي. غوره ساینس پوهان او د نړیوالې ارزونې IPBES رپوټ د ژوند تنوع او ایکوسیسټمي خدمتونو په هکله ټینګار کوي چې د انساني نفوس وده او له حد‌ څخه ډېر مصرف د دې کمېدو اصلي لاملونه دي. د ژوند تنوع له منځه تللو کې انساني لاملونو کې د استوګنځي بدلون، ککړتیا، او د سرچینو څخه له حده زیاته کار اخیستنه شامل دي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Bradshaw CJ, Ehrlich PR, Beattie A, Ceballos G, Crist E, Diamond J, et al. (2021). "Underestimating the Challenges of Avoiding a Ghastly Future". Frontiers in Conservation Science. 1. doi:10.3389/fcosc.2020.615419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (13 November 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice". BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125. Moreover, we have unleashed a mass extinction event, the sixth in roughly 540 million years, wherein many current life forms could be annihilated or at least committed to extinction by the end of this century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cowie RH, Bouchet P, Fontaine B (April 2022). "The Sixth Mass Extinction: fact, fiction or speculation?". Biological Reviews of the Cambridge Philosophical Society. 97 (2): 640–663. doi:10.1111/brv.12816. PMID 35014169 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 245889833 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cardinale BJ, Duffy JE, Gonzalez A, Hooper DU, Perrings C, Venail P, et al. (June 2012). "Biodiversity loss and its impact on humanity" (PDF). Nature. 486 (7401): 59–67. Bibcode:2012Natur.486...59C. doi:10.1038/nature11148. PMID 22678280. S2CID 4333166. ...at the first Earth Summit, the vast majority of the world's nations declared that human actions were dismantling the Earth's ecosystems, eliminating genes, species and biological traits at an alarming rate. This observation led to the question of how such loss of biological diversity will alter the functioning of ecosystems and their ability to provide society with the goods and services needed to prosper. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. United Nations Environment Programme (2021). Making Peace with Nature: A scientific blueprint to tackle the climate, biodiversity and pollution emergencies. Nairobi: United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ (په February 2, 2021 باندې). Economics of biodiversity review: what are the recommendations?. The Guardian.
  7. Dasgupta P (2021). "The Economics of Biodiversity: The Dasgupta Review Headline Messages" (PDF). UK government. د کتاب پاڼې 1. د لاسرسي‌نېټه December 16, 2021. Biodiversity is declining faster than at any time in human history. Current extinction rates, for example, are around 100 to 1,000 times higher than the baseline rate, and they are increasing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ceballos G, Ehrlich PR, Barnosky AD, García A, Pringle RM, Palmer TM (June 2015). "Accelerated modern human-induced species losses: Entering the sixth mass extinction". Science Advances. 1 (5): e1400253. Bibcode:2015SciA....1E0253C. doi:10.1126/sciadv.1400253. PMC 4640606. PMID 26601195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. De Vos JM, Joppa LN, Gittleman JL, Stephens PR, Pimm SL (April 2015). "Estimating the normal background rate of species extinction" (PDF). Conservation Biology. 29 (2): 452–62. doi:10.1111/cobi.12380. PMID 25159086. S2CID 19121609. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ceballos G, Ehrlich PR, Raven PH (June 2020). "Vertebrates on the brink as indicators of biological annihilation and the sixth mass extinction". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 117 (24): 13596–13602. Bibcode:2020PNAS..11713596C. doi:10.1073/pnas.1922686117. PMC 7306750. PMID 32482862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Andermann T, Faurby S, Turvey ST, Antonelli A, Silvestro D (September 2020). "The past and future human impact on mammalian diversity". Science Advances. 6 (36): eabb2313. Bibcode:2020SciA....6.2313A. doi:10.1126/sciadv.abb2313. PMC 7473673. PMID 32917612. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cardinale BJ, Duffy JE, Gonzalez A, Hooper DU, Perrings C, Venail P, et al. (June 2012). "Biodiversity loss and its impact on humanity" (PDF). Nature. 486 (7401): 59–67. Bibcode:2012Natur.486...59C. doi:10.1038/nature11148. PMID 22678280. S2CID 4333166. ...at the first Earth Summit, the vast majority of the world's nations declared that human actions were dismantling the Earth's ecosystems, eliminating genes, species and biological traits at an alarming rate. This observation led to the question of how such loss of biological diversity will alter the functioning of ecosystems and their ability to provide society with the goods and services needed to prosper. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Tagliapietra D, Sigovini M (2010). "Biological diversity and habitat diversity: a matter of Science and perception". Terre et Environnement (PDF). 88. د کتاب پاڼي 147–155. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-940153-87-9. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 2, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 18, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gonzalez A, Cardinale BJ, Allington GR, Byrnes J, Arthur Endsley K, Brown DG, et al. (August 2016). "Estimating local biodiversity change: a critique of papers claiming no net loss of local diversity". Ecology. 97 (8): 1949–1960. doi:10.1890/15-1759.1. PMID 27859190. S2CID 5920426. two recent data meta-analyses have found that species richness is decreasing in some locations and is increasing in others. When these trends are combined, these papers argued there has been no net change in species richness, and suggested this pattern is globally representative of biodiversity change at local scales الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Cardinale B (June 2014). "Overlooked local biodiversity loss". Science. 344 (6188): 1098. doi:10.1126/science.344.6188.1098-a. PMID 24904146. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Cardinale, Bradley J.; Duffy, J. Emmett; Gonzalez, Andrew; Hooper, David U.; Perrings, Charles; Venail, Patrick; Narwani, Anita; Mace, Georgina M.; Tilman, David; Wardle, David A.; Kinzig, Ann P. (2012-06-06). "Biodiversity loss and its impact on humanity". Nature. 486 (7401): 59–67. Bibcode:2012Natur.486...59C. doi:10.1038/nature11148. ISSN 0028-0836. PMID 22678280. S2CID 4333166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The IUCN Red List of Threatened Species". IUCN Red List of Threatened Species. د لاسرسي‌نېټه April 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Biodiversity loss (Encyc. Brit.)
  19. Stokstad E (6 May 2019). "Landmark analysis documents the alarming global decline of nature". Science. doi:10.1126/science.aax9287. S2CID 166478506. For the first time at a global scale, the report has ranked the causes of damage. Topping the list, changes in land use—principally agriculture—that have destroyed habitat. Second, hunting and other kinds of exploitation. These are followed by climate change, pollution, and invasive species, which are being spread by trade and other activities. Climate change will likely overtake the other threats in the next decades, the authors note. Driving these threats are the growing human population, which has doubled since 1970 to 7.6 billion, and consumption. (Per capita of use of materials is up 15% over the past 5 decades.) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Pimm SL, Jenkins CN, Abell R, Brooks TM, Gittleman JL, Joppa LN, et al. (May 2014). "The biodiversity of species and their rates of extinction, distribution, and protection". Science. 344 (6187): 1246752. doi:10.1126/science.1246752. PMID 24876501. S2CID 206552746. The overarching driver of species extinction is human population growth and increasing per capita consumption. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په January 13, 2021 باندې). Top scientists warn of 'ghastly future of mass extinction' and climate disruption. The Guardian.
  22. Bradshaw CJ, Ehrlich PR, Beattie A, Ceballos G, Crist E, Diamond J, et al. (2021). "Underestimating the Challenges of Avoiding a Ghastly Future". Frontiers in Conservation Science. 1. doi:10.3389/fcosc.2020.615419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Crist E, Cafaro P, المحررون (2012). Life on the Brink: Environmentalists Confront Overpopulation. University of Georgia Press. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0820343853. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Harfoot MB, Tittensor DP, Knight S, Arnell AP, Blyth S, Brooks S, et al. (2018). "Present and future biodiversity risks from fossil fuel exploitation". Conservation Letters. 11 (4): e12448. doi:10.1111/conl.12448. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)