د ژبې شفاهي ژباړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شفاهي ژباړه هغه ژباړه ډوله فعالیت دی چې په هغه کې یو کس د یوه ځل څرګندتیا پر بنسټ د یوې سرچینې ژبې د یوې اصطلاح  لومړۍ او وروستۍ ژباړه رامنځ ته کوي.

د شفاهي ژباړې تر ټولو عامې دوه بڼې، یوه همزمان شفاهي ژباړه ده، چې د سرچینې ژبې سره د اړیکې په وخت کې ترسره کېږي، او بل پرله پسې شفاهي ژباړه دی، چې د دې څرګندتیا پر وړاندې په وقفه یي ډول ترسره کېږي.

شفاهي ژباړه یوه پخوانۍ انساني کړنه ده چې د لیکلو له را منځته راتلو وړاندې ده. خو د شفاهي ژباړې مسلک سرچینې له یوې پېړۍ کم وخت ته رسېږي.[۱][۲]

تاریخچه[سمول]

تاریخ لیکنه[سمول]

د شفاهي ژباړې د تاریخ په بېلابېلو اړخونو کې څېړنې خورا نوې دي. د وخت په اوږدو کې د کنفرانسونو مسلکي شفاهي ژباړې ته علمي لېوالتیا وړاندې شوې ده، خو د تاریخ په اوږدو کې د شفاهي ژباړې په برخه کې ډېر کم علمي کار شوی او تر ۱۹۹۰ ز کلونو پورې په دې اړه یوازې څو خپرونې شوې وې.  [۳][۴]

د شفاهي ژباړي د ګړنو کچې ته په کتو چې ګومان کېږي د زرګونو کلونو په اوږدو کې ترسره شوې وي، خو په دې اړه تاریخي سندونه محدود دي. د دې ترڅنګ، ژباړونکو او د دوی کار زیاتره د تاریخي کتابونو ته لاره نه ده موندلې. د دې یو لامل دا دی چې لیکنو د تکلم په پرتله برلاسي درلوده (په دې معنا چا چې لیکل شوي متنونه پرېښي، په پراخ احتمال د تاریخ پوهانو له لوري ثبت شوي دی). بله ستونزه دا ده چې شفاهي ژباړه د یو عادي ضمني فعالیت په توګه انګېرل کېده چې کومې ځانګړې پاملرنې ته یې اړتیا نه درلوده او د ژباړونکو ټولنیز حیثیت، ځینې وختونه د لیکوالانو، روایت کوونکو او تاریخ لیکونکو له خوا له نامناسب چلند سره مخامخ کېده.  [۴][۳][۵][۶]

د شفاهي ژباړې په اړه زموږ پوهه له لیکونو، تاریخونو، ژوندلیکونو، د ورځنیو کړنو له نوملړونو، خاطراتو، همدارنګه له یو شمېر نورو اسنادو او ادبي آثارو څخه سرچینه اخلی، چې زیاتره یې (په ځینې استثناوو سره) یوازې په تصادفي یا حاشیوي ډول له شفاهي ژباړې سره تړاو لري.[۵][۳]

رېښه[سمول]

زیاتره هندي-اروپايي ژبې د شفاهي ژباړې او شفاهي ژباړونکي لپاره اصطلاحات لري. په جرمنیک، سکینډینویایي او سلاویکي ژبو کې هغه اصطلاحات چې په شفاهي ژباړونکي دلالت کوي، له میلاد نه مخکې د ۱۹۰۰ ز کلونو په شاوخوا کې له اکاډیان سره تړاو لري. د اکاډیان رېښه targumânu/turgumânu هم له عربي څخه د رېښې پېژندنې د اړخ له لارې د dragoman (مترجم)  اصطلاح ته وده ورکړه. [۲][۷]

خو د انګلیسي ژبې interpreter (شفاهي ژباړونکی) اصطلاح له لاتیني interpres څخه اخیستل شوې ده (چې معنا یې 'expounder'، یا تشرېح کوونکی یا ' هغه شخص چې یو نا څرګند ټکی تشرېح کوي')، چې مفهومي رېښه یې روښانه نه ده. ځینې پوهان د کلمې دویمه برخه اخلي چې د partes یا pretium څخه اخیستل شوې (چې د 'بیې' په معنا ده چې د 'منځګړي'، 'منځګړیتوب' یا د 'تجارتي تګ راتګ' له معنا سره سمون خوري)، خو نورو د سنسکرت رېښې وړاندیز کړی.[۸]

بڼې[سمول]

پرله پسې[سمول]

په پرله پسې شفاهي ژباړه کې، ژباړونکی د تکلم کوونکې له دمې وروسته شفاهي ژباړه پیل کوي؛ په دې توګه زیات وخت (ښایي دوه چنده) ته اړتیا وي. په دودیز ډول، دا ډول ژباړونکی له تکلم کوونکي سره نږدې کېني یا درېږي. [۹]

پرله پسې شفاهي ژباړه، د ژباړونکي له لېوالتیا سره سم د لنډو یا اوږده برخو په بڼه ترسره کېدی شي. په لنډه پرله پسې ژباړه کې، ژباړونکی تر ډېره حده په حافظه تکیه کوي. په داسې حال کې چې په اوږده پرله پسې ژباړه کې، ژباړونکي ډېری په یادښت تکیه کوي. یادښتونه باید روښانه او د لوستلو وړ وي، ترڅو د لوستلو پر مهال وخت ضایع نه شي. د ټولې محتوا پرله پسې شفاهي ژباړه، د کوچنیو ټوټو په پرتله، غوره ده چې ژباړونکی په کې ټول د هدف مخکې له دې چې بلې ژبې ته یې وژباړې، ترلاسه کوي. دا ډول ژباړه د لنډې شفاهې ژباړې یا همزمان شفاهي ژباړې په پرتله یوه حقيقي، ډېر کره او ډېره آسانه شفاهي ژباړه وړاندې کوي. [۱۰]

د موضوع پېچلتیا او د شفاهي ژباړې هدف سره سم، د برخو د اوږدوالي په اړه هوکړه کېدای شي، له پیل څخه وړاندې ترلاسه شي، که څه هم ویناوال زیاتره د غیر طبیعي بېلګو په سمون کې له ستونزو سره مخامخ کېږي.

په ځینو مناسباتو کې، د پرله پسې شفاهي ژباړې په مهال ژباړونکي اړ دی چې د اسنادو له مخې (لید) ژباړه وکړي. د لید ژباړه، شفاهي ژباړه او ترجمه یوځای کوي او ژباړونکی باید د اصلي ژبې سند، په نښه شوې ژبې ته په داسې ډول وړاندې کړي چې ګواکي په نښه شوې ژبه کې لیکل شوي وي. د لید ژباړه کله ناکله، خو نه په ځانګړې توګه، په عدلي او طبي کارونو کې را منځ ته کېږي.  

پرله پسې شفاهي ژباړه ښایي هغه وخت غوره شي چې د دوو ژبو اوریدونکي شتون ولري او وغواړي اصلي او ژباړل شوې وینا واوري یا د محکمې په چاپېریال کې، چې په دواړو ژبو اسناد باید وساتل شي.

کله چې هېڅ شفاهي ژباړونکی نه وي چې په مستقیم ډول له سرچینې څخه بلې ژبې ته ژباړه وکړي، یو منځګړی ژباړونکی د لېږدوونکي په حالت کې ټاکل کېږي، د بېلګې په توګه: د یوناني سرچینې ژبې څخه انګلیسي او بیا له انګلیسي څخه بلې ژبې ته ژباړه ترسره کېږي. دا په عام ډول د دوه پړاوه شفاهي ژباړې په نوم هم یادېږي. دری پړاوه شفاهي ژباړې ته هم کېدای شي اړتیا را منځ ته شي، په ځانګړې توګه په هغه ځای کې چې نادرې ژبې یا لهجې ښکېل وي. دا ډول شفاهي ژباړه یوازې د پرله پسې شفاهي ژباړې پر مټ په اغېزمنه توګه ترسره کېدای شي.

همزمان[سمول]

همزمان شفاهي ژباړه دا زیان لري چې که یو څوک وینا کوي، ژباړونکی باید د سرچینې وینا له سرعت سره سم خپله ژباړه په غوره توګه ترسره کړي. له بلې خوا، دا ډول ژباړه د وخت سپما او د ویناوال د عادي جریان د نه ګډوډولو ګټې هم لري. همزمان شفاهي ژباړه د سافټویر پر مټ هم ترسره کېدای شي چې په کې پروګرام په ورته وخت کې روانو خبرو ته غوږ نیسي او اړوند شفاهي ژباړه خپروي. د دې تر ټولو عامه بڼه د سمدستي همزمان شفاهي ژباړه ده چې په کې ژباړونکی د پیغام په اړه تر اورېدو نه پوهېږي.

همزمان شفاهي ژباړه، له الکترونیکي وسایلو څخه ګټه اخلی چې په کې ژباړونکی کولای شي د ویناوال او همدارنګه خپل غږ واوري. دا سیستم په ۱۹۴۵ ز کال کې د نورمبرګ په محاکمه کې وړاندې شو. وسایلو د لوی شمېر اوریدونکو لپاره اسانتیاوې چمتو کړي او په فرانسوي، روسي، الماني او انګلیسي ژبو شفاهي ژباړه وړاندې شوه. دا ټیکنالوژي په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ ز کلونو کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې امریکایي سوداګر اډوارډ فایلین او بریتانوي انجینیر الان ګورډن فنلي له IBM سره د همزمان شفاهي ژباړې تجهیزات رامنځ ته کړل. یوفون کپ په ۱۹۳۵ ز کال کې د شوروي اتحاد په یوه کنفرانس کې له همزمان ژباړې سره ګډون وکړ. لکه څنګه چې دا ټکنالوري بریالۍ ثابته شوه، IBM وتوانېد چې دا تجهیزات په ملګرو ملتونو وپلوري، چې په هغه ځای کې اوس مهال دا د ملګرو ملتونو د شفاهي ژباړې په چوپړتیاوو کې په پراخه کچه کارول کېږي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د شفاهي ژبې لپاره د غوره چاپېریال په وړاندې کولو سره، ژباړونکي د غږ ضد کوټه کې ناست وي او په مایکروفون کې خبرې کوي، په داسې حال کې چې ویناوال ویني او د غوږۍ(ګوشکي) له لارې یې غږ اوري. همدارنګه د موخې ژبې اوریدونکي د ګوشکو له لارې غږ اوري.  

له پرلپسې حالت څخه همزمان حالت ته پر له پسې بدلون[سمول]

د پاول پالازچینکو اثر، له ګورباچوف او شیوارډناډز سره زما کلونه: د شوروي ژباړونکي یادښت، عصري شفاهي ژباړه او د هغې له پرله پسې بڼې څخه همزمان بڼې ته د بدلون لنډ تاریخ وړاندې کوي. نوموړی څرګندوي چې د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې په اروپا کې د ډیپلوماتیکو بحثونو پر مهال ژباړونکو ته خورا لږ اړتیا وه. دا بحثونه په منظم ډول په فرانسوي کې ترسره کېدل او ټول دولتي ډیپلوماتان اړ وو چې په دې ژبه روانې خبرې وکړي. د اروپايې حکومتونو زیاتره مشرانو او د دولت چارواکو هم په فرانسوي د خبرو وړتیا درلوده. تاریخ لیکونکی هارولډ نیکولسن د شفاهي ژباړې زیاتیدونکې اړتیا له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په ګوته کوي او په حقیقت کې دا د متحده ایالاتو ولسمشر ووډرو ویلسن او د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ لویډ جورج ته اړوند ګڼې چې دوی "په نورو ژبو خبرې نه شو کولای". په هغه مهال، د همزمان شفاهي ژباړې لپاره اند او اړین ځانګړي تجهیزات نه وو، نو له دې امله پرله پسې شفاهي ژباړه کارول کېده. وروسته دا تجهیزات د الان ګورډن فنلي له لوري وړاندې شول.  [۱۵][۱۶]

پرله پسې ژباړونکو د خپل کره والي لپاره د نوټ نیولو یو ځانګړی سیسټم کاراوه چې په کې سمبولونه، مخففاتو او لنډونونو ګډون درلود. له دې امله چې دوی به تر هغه وخته پورې په تمه وو، ویناوال د ژباړې لپاره اجازه ورکړي، ژباړونکو ته بیا د دې نوټونو څخه د نیم ساعت روانو جملو رامنځ ته کول ستونزمن کار و چې د وینا کوونکي له مفهوم سره نږدې وي. پالازینکو انتون ویلمن، ژان هربرټ او د کمینکر وروڼه د تکړه ژباړونکو په توګه یادوي او له یوې غیر معمولي قضیې یادونه کوي چې په هغه کې اندرې کمینکر د یوه فرانسوي ډیپلوماټ خبرې وژباړلې چې دوه نیم ساعته یې پرته له ځنډه خبرې کړې وې. [۱۷]

له د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د نیورمبرګ په محکمه کې همزمانه شفاهي ژباړه وکارول شوه، او د منلو وړ و ګرځېده. تجربه لرونکو پرله پسې ژباړونکو ټینګار وکړ چې په ورته وخت کې اورېدل او خبرې کول، د ژبو تر منځ د جملاتو په جوړښت کې د توپیر برابرول، او د جملې د پای له اورېدو وړاندې د جملې د پیل ژباړه ستونزې دی او کېدای شي نامناسبه پایله رامنځ ته کړي. همدا رنګه دې ژباړونکو، چې تر هغه وخته پورې مشهور ویناوال وو، اوس له کوټو څخه په پټه توګه خبرې کولې. [۱۸]

کله چې په ۱۹۵۱ ز کال کې، ملګرو ملتونو د خپلو کاري ژبو شمېر پنځو (انګلیسي، فرانسوي، روسی، چینایي او هسپانوي) ته پراخ کړ، پرله پسې شفاهي ژباړه په ډېرو مواردو کې غیر عملي شوه، او همزمانه شفاهي ژباړه د سازمان د لویو غونډو لپاره خورا عام بهیر شو. پرله پسې ژباړه، چې پرته له ځانګړو وسايلو خورا رواني پايلې وړاندې کوي، د کوچنیو بحثونو لپاره ترې ګټه اخیستل پیل شول.  [۱۹][۲۰]

په غوږ کې غږېدل[سمول]

له ډېر پخوا راهیسې، په غوږ کې شفاهي ژباړه کارول کېده، چې په سوداګرۍ کې په فرانسوي chuchotage اصطلاح مشهوره وه. د دې لپاره چې اصلي ویناوال او هغه کسان چې غوږ نیسي، له مزاحمت سره مخ نه شي نو ژباړونکی په ټیټ غږ غږېده. د دې کار لپاره، ژباړونکی او اړتیا لرونکی باید یو بل ته نږدې کېنې یا ودرېږي. په دې کې په غوږ کې غږېدل په ریښتیني توګه نه مراعت کېږي، ځکه چې پوهېدل یې ستونزمن دي او همدارنګه په غږ باندې ډېر فشار راځي: یعنې ژباړونکی په ټیټ آواز کې نورماله غږیزه وینا کاروي. یوازې یو یا لږترلږه دوه کسان چې ژباړې ته اړتیا لري ځای په ځای کېدی شي، مګر دا چې کوم بریښنایی تجهیزات وکارول شي.

په ژباړونکي باندې دا ډول شفاهي ژباړه فشار راوړي ځګه چې د اوږدې مودې لپاره د هغه کس تر څنګ ناست وي چې شفاهي ژباړې ته اړتیا ولري.

سرچينې[سمول]

  1. ددي ليکنې لومړی سرچينه د سيف لودین فيسبوک پاڼه ده
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Pöchhacker 2016، ص. 9.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Pöchhacker 2016، ص. 152.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Woodsworth او Delisle 2012، ص. 248.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Woodsworth او Delisle 2012، ص. 247.
  6. Pöchhacker 2016، ص. 154.
  7. Pöchhacker 2016، صص. 9–10.
  8. Pöchhacker 2016، ص. 10.
  9. "Consecutive and Simultaneous Interpretering". www.conference-interpreters.ca. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. http://www.imiaweb.org/uploads/pages/228_4.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  11. "The Origins of Simultaneous Interpretation Equipment". Infinity Translation Services. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ‘I would switch about, listening to the speeches in French, in German, in Italian and marvel at this, to me, novel device.’ Kapp, Time Will Tell, Verso, 2003, p. 170.
  13. "The History of Simultaneous Interpretation". 29 April 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ددي ليکنې لومړی سرچينه د سيف لودین فيسبوک پاڼه ده
  15. Pavel Palazchenko, My Years with Gorbachev and Shevardnadze: The Memoir of a Soviet Interpreter (Pennsylvania University Press, 1997), pp. 32–33.
  16. Nicolson, Harold (2009) [1933]. Peacemaking, 1919. London: Faber and Faber. کينډۍ:ISBN.
  17. Pavel Palazchenko, My Years with Gorbachev and Shevardnadze: The Memoir of a Soviet Interpreter (Pennsylvania University Press, 1997), pp. 32–33.
  18. Pavel Palazchenko, My Years with Gorbachev and Shevardnadze: The Memoir of a Soviet Interpreter (Pennsylvania University Press, 1997), pp. 32–33.
  19. Pavel Palazchenko, My Years with Gorbachev and Shevardnadze: The Memoir of a Soviet Interpreter (Pennsylvania University Press, 1997), pp. 32–33.
  20. Jesús Baigorri Jalón. Interpreters at the United Nations. A history. Universidad de Salamanca; 2004. کينډۍ:ISBN. p. 29–30.