د ژبژغورنې ملي غورځنګ مشر ابوبکر ځلاند پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوبکر ځلاند د انجینیر میاګل زوی چې اصلا د کابل ولایت د کوټګی کلي دی، او د کابل په شهرنو کې په یوې روڼ آنده تحصیلکرده او اسلامپاله کورنۍ کې زېږېدلی دی او اوس هم کابل کې مېشت دی. له حبیبیې عالي لېسې څخه په اعلی درجه فارغ بیا د حقوقو پوهنځي کې شامل شو، چې له نېکه مرغه په سمسټریزو ازموینو کې لومړی راغی او د ۹۷% نمرو پر بنسټ د پوهنتون ممتاز محصل وبلل شو، پس له هغې د خپل لیاقت پواسطه فوق العاده بورسیې باندې هندوستان هېواد ته ولېږل شو، هلته یې عثمانیې نړېوال پوهنتون کې اقتصاد پوهنځی ولوست چې ترې په اعلی درجه (First Division) کې فارغ شو. او د اقتصاد پوهنځي سره سره یې هند کې دوه یو کلن تخصصي کورسونه چې یو یې د شخصیت جوړونې، بشري اړیکو یو کلن تخصص (Human Relations & Personalty Develooement)

او بل یې د جرم پېژندنې تخصصي کورسونه ول، ولوستل او ترې فارغ او هېواد ته په ډکو منګولو ستون شو. بیا یې د نړیوالو اړیکو کې ماسټري وکړه. ځلاند پخوا د زدکړیالانو استازی پاتې شوی او دې سره یې تل مبارزه کړې د ځوانانو ستونزې یې رابرسېره کړي، تلویزیوني رسنیو کې یې د ځوانانو حق غوښتی. ځلاند صېب د زرګونو هېوادوالو په غوښتنه د پښتو ژبې مبارزه پیل کړه او د لومړي ځل لپاره یې ۱۳۹۵ کې د ژبنیزې حقغوښتنې په پار د ژبژغورنې ملي غورځنګ د ډبرې بنسټ کېښود چې اوس زرګونه ځوانان ترې چاپېر دي.

اوس مهال ځلاند د ژبژغورنې ملي غورځنګ مشر او بنسټګر دی، او له وړکتوبه ان د ښوونځي مهال یې د پښتو د لویدلي حق لپاره مبارزه کړې. لروبر او له ۲۰ زیاتو ولایتونو ته یې د شعوري مبارزې په موخه سفرونه کړي او هلته د مشر ځلاند په واحده مشرۍ، یاد غورځنګ سترې څانګې پرانیستي! ځلاند هېڅ سیاسي حزب پورې اړوند ندی، یو خپلواک، بېپرې، مؤحد او د پراخ آند خاوند دی. ځلاند د یو دریځ خاوند دی تر دې دمه د هېڅ ډلګۍ اړخ نه دی نېولی، د سولې او افغاني ورورلۍ غږ یې پورته کړی. د کرغېړنې امریکا یرغل یې تل غندلی او دا یې د پښتون اسلامپال توکم ځپنه بللې. د محصلۍ څخه وروسته یې هېواد کې د پښتون او پښتو ژبې د محرومو حقوقو لېدو سره خورا دردېدلی چې همدې وجداني درد اړ کړ تر څو حق لپاره ستره مبارزه پیل کړي. زرګونه ویښ او پوهه ځوانان یې سره منسجم کړل او د ژبژغورنې غورځنګ پر مټ یې د حق ناره لوړه ساتلې، له ۲۰ زیاتو ولایاتو کې سترې څانګې او دفاتر لري چې ګڼو کلیو، ولسوالیو او ولایتونو کې ګرځېدلی سترې غونډې ورته نیول شوي تر څو ولسونه راویښ کړي ګوندې د خپل توکم او ژبې حق وغواړي. ځلاند صېب لنډ مهال کې سترې لاسته راوړنې لري، لسګونه هټیوال یې هڅولي چې خپلې د هټیو لیکدړې پښتو کړي، دغه راز لسګونو حکومتي مأمورین یې اړ کړي چې مکتوبونه او نورې چارې پښتو کړي دا غږ یې دومره زورور و چې آن تر ارګه ورسېد او د پښتو حقغوښتنه یې د دې لامل شوه چې ولسمشر هم د پښتو ژبې اداري کولو حکم ورکړي، دغه راز یې پر لوړو زدکړو، کلتور او پوهنې وزارتونو فشارونه راوستلي تر څو پښتو ژبې حق ورکړي او ګڼې ناستې یې ورسره کړي. ځلاند صېب مبارزې سره سره ګڼ فعالیتونه بېپرې لیکوالي او ژباړې کوي. افغان کادرونو پاڼه درنښت