د ژان ژاک اجتماعي تړون څلورمه برخه
ه راوړي. په حکومتونو کې دا د حکومت ډېر پياوړى شکل دى. ځکه چې ټول قدرت يو مرکز ته مخه لري. د اجتماعي ماشين ټولې پرزې په يو لاس وي، ډ يوې واحدې ارادې تابع وي. ضد او نقيص قدرتونه چې يو بل خنثى کړي هېڅ نه راپېدا کېږي. ډېر کم فعاليت ډېرې زياتې اغېزې او نتيجې لري. مګر د دې شکل لوى او مهم شرط دا دى چې د حکمران استعداد او وړتيا بايد د دې درندې وظيفې په سويه برابر وي.
د روسو په عقيده، مونارشي ځينې ستر او اساسي عیبونه لري او هغه په دې لاندې ډول دي:
کله چې يوازې يو شخص د قدرت واګې په لاس کې واخلي، نو ډېر ژر د عقل او د عدالت احساس له لاسه ورکوي. واحد حکمران تل د استبدادونو خواته متمايل کېږي. د رعاياوو په محبت ډېره لږه اتکاء کوي. خپل خېر او د خپل اقتدار پايښت په دې کې ويني چې رعايا هر څومره کمزوري او فقير وي، نو په هغه اندازه به ورسره د مقاومت قوت نه وي. د روسو په نظر د مونارشي په طبيعت کې يو اساسي عیب پروت دى چې يو پوړۍ يې له جمهوريت نظام څخه راټيټوي او هغه اساسي عیب دا دى: په جمهوري نظام کې ډېر لږ پېښېږي چې خلک بې پوهې او بې کفايته اشخاصو ته لوړ مقامونه ورکړي. حال دا چې په مونارشي کې زياتره هغه کسان اقتدار په لاس کې اخلي چې فاسد، ټيټ همته، چل باز او دسيسه کار وي او د دې ذکاوت له برکته چې په چل بازۍ او دسيسه کارۍ کې يې لري، لوړو منصبونو ته رسېږي. د مونارشي بل لوى مشکل تسلسل دى، يعنې د حکمران له مرګه وروسته د هغه جانشين نه انتخابېږي، بلکې د هغه په کورنۍ کې په موروثي ډول انتقال کوي او کېداى شي چې يو کوچنى او يا يو لېونى د خلکو حکمران شي.
لنډه دا چې د روسو په فکر: ((د حکومت ټولې بڼې د خپل اضمحلال او انحلال تخم په خپل بطن کې لري. څرنګه چې همېشه شخصي اراده د عمومي ارادې پر ضد عمل کوي، نو ځکه حکومت تل د خلکو په مقابل کې واقع کېږي. هر څومره چې دا اختلاف شدت مومي په هغه اندازه اساسي قانون تغيیر کوي. لکه چې هر جسم زېږېدنه او مرګ لري. بهترين سياسي تشکيل هم د زېږېدنې له ورځې څخه د خپل مرګ او تخريب عوامل په ځان کې لري)).
د سياسي ټولنې د ژوند پرنسيپ په مطلق اقتدار کې دى. مقننه قوه د دولت زړه دى، اجرايه قوه د دولت دماغ دى، که دماغ فلج شي، بيا هم جسم ژوندى پاتې کېږي، مګر که زړه ودرېږي نو جسم مري. په هر هغه ځاى کې چې قوانين زاړه او کمزوري شي، نو مقننه قوه بيا نشته او دولت مري.