د ډي.اېن.اې طبیعي زیانمنېدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډي.اېن.اې زیانمنېدنه د ډي.اېن.اې په کیمیاوي جوړښت کې بدلون ته ویل کېږي چې د ډي.اېن. د یوې رشتې ماتېدل، د ډي.اېن.اې له شمزۍ څخه د نوکلیوبېس ورکېدل، یا د 8-OHdG په څېر له کیمیاوي پلوه بدل شوی بېس یې بېلګې دي. ډي.اېن.اې ښايي په طبیعي ډول یا هم د چاپېریالي عواملو له لارې زیانمنه شي، خو دغه زیان په مشخص ډول له میوټېشن سره توپير لري، که څه هم چې دا دواړه په ډي.اېن.اې کې د خطا یا عیب ډولونه دي. د ډي.اېن.اې زیانمنېدنه په ډي.اېن.اې کې یو غیر طبیعي کیمیاوي جوړښت دی، په داسې حال کې چې میوټېشن د بېسونو په تسلسل کې بدلون ته ویل کېږي. د ډي.اېن.اې زیانمنېدنه په جینیټيکي موادو کې د بدلونونو لامل کېږي او د تکثیر د مکانیزم د سم فعالیت مخه نیسي. د ډي.اېن.اې د زیانمنېدنې غبرګون د سېګنال د لېږد یو پېچلی مسیر دی او څرګندوي چې ډي.اېن.اې څه وخت زیانمنه شوې ده او په دې توګه د زیان په مقابل کې حجروي غبرګون پیلوي.[۱][۲]

د ډي.اېن.اې زیانمنېدل او میوټېشن یا بدلون بېلابېلې بیولوژيکي پایلې لري. که څه هم د ډي.اېن.اې ډېری زیانونه د ډي.اېن.اې تر ترمیم یا بیارغېدنې لاندې راتلای شي، خو دغه ډول ترمیمونه هم ۱۰۰ سلنه کارند نه دي. د ډي.اېن.اې ناترمیم زیانونه د بالغو تي لرونکو حیواناتو د مغز او عضلاتو په هغو حجرو کې راټولېږي چې د تکثیر وړ نه وي او په دې توګه ښايي د زړښت لامل شي. د لویو کولمو د پوښونکو حجرو په څېر په هغو حجرو کې چې د تکثیر وړ وي، د تکثیر پر مهال خطاوې یا عیبونه د ډي.اېن.اې په قالبي رشته کې د پخوانیو زیانونو د تکثیر په دوام یا د ډي.اېن.اې د زیانونو د ترمیم پر مهال پېښېږي. دغه خطاوې د ایپي‌جینیټيکي میوټېشن یا بدلونونو لامل کېدای شي. دغه دواړه ډوله بدلونونه تکرارېدای شي او ښايي د حجرې راتلونکو نسلونو ته انتقال شي. دغه بدلونونه ښايي د جین فعالیت یا د جین د څرګندېدو تنظیم بدل کړي او احتمال لري چې د سرطان له پرمختګ سره هم مرسته وکړي.[۳][۴][۵][۶][۷]

ډولونه[سمول]

د ډي.اېن.اې د طبیعي زیانمنېدنې لامل ښايي میتابولیکې یا هایدرولیټيکې پروسې وي. میتابولېزم داسې ترکیبات ازادوي چې د اکسیجن د فعالو نوعو، د نایتروجن د فعالو نوعو، د کاربنیل د فعالو نوعو، د لیپيډي پراکسیډېشن د محصولاتو او د الکیله کوونکو عواملو په ګډون ډي.اېن.اې ته زیان رسوي او هایدرولیز په ډي.اېن.اې کې کیمیاوي رابطې ماتوي. د اکسیډېټیو ډي.اېن.اې هغه زیانونه چې په طبیعي ډول رامنځته کېږي، لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ ځله د انسان په هره حجره کې او شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ ځله په ورځ کې د موږکو په هره حجره کې رامنځته کېږي.[۸][۹]

د اکسیډېټیو ډي.اېن.اې زیانمنېدنه کولای شي څه باندې ۲۰ ډوله بدل شوي بېسونه او یو رشته‌يي ماتېدنې رامنځته کړي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د ډي.اېن.اې د زیانونو په نورو ډولونو کې ډيپورېشن، ډيپرېمیډېنېشن، دوه رشته‌يي ماتېدنې، O۶-مټیلګوانینونه او سیټوزین ډامینېشنونه شاملېږي.

ډي.اېن.اې ښايي د چاپېریالي عواملو له لارې هم زیانمنه شي چې د دغو چاپېریالي عواملو په بېلګو کې ماورای بنفش وړانګې، ایوانیز وړانګې او جینوټوکسیک کیمیاوي مواد یادولی شو. د تکثیر فوکونه یا د انشعاب ځایونه هم ښايي د ډي.اېن.اې د زیانمنېدو له امله بند شي او دوه رشته‌يي ماتېدنې هم د ډي.اېن.اې د زیان یو ډول دی.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Köhler, Kerstin; Ferreira, Pedro; Pfander, Boris; Boos, Dominik (2016). The Initiation of DNA Replication in Eukaryotes (په انګلیسي ژبه کي). Springer, Cham. د کتاب پاڼي 443–460. doi:10.1007/978-3-319-24696-3_22. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319246949. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ciccia A, Elledge SJ (October 2010). "The DNA damage response: making it safe to play with knives". Molecular Cell. 40 (2): 179–204. doi:10.1016/j.molcel.2010.09.019. PMC 2988877. PMID 20965415. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bernstein H, Payne CM, Bernstein C, Garewal H, Dvorak K (2008). Cancer and aging as consequences of un-repaired DNA damage. In: New Research on DNA Damages (Editors: Honoka Kimura and Aoi Suzuki) Nova Science Publishers, Inc., New York, Chapter 1, pp. 1–47. open access, but read only https://www.novapublishers.com/catalog/product_info.php?products_id=43247 Archived 2014-10-25 at the Wayback Machine. کينډۍ:ISBN
  4. Hoeijmakers JH (October 2009). "DNA damage, aging, and cancer". The New England Journal of Medicine. 361 (15): 1475–85. doi:10.1056/NEJMra0804615. PMID 19812404. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Freitas AA, de Magalhães JP (2011). "A review and appraisal of the DNA damage theory of ageing". Mutation Research. 728 (1–2): 12–22. doi:10.1016/j.mrrev.2011.05.001. PMID 21600302. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. O'Hagan HM, Mohammad HP, Baylin SB (August 2008). "Double strand breaks can initiate gene silencing and SIRT1-dependent onset of DNA methylation in an exogenous promoter CpG island". PLOS Genetics. 4 (8): e1000155. doi:10.1371/journal.pgen.1000155. PMC 2491723. PMID 18704159. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Khan Academy". Khan Academy (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. De Bont R, van Larebeke N (May 2004). "Endogenous DNA damage in humans: a review of quantitative data". Mutagenesis. 19 (3): 169–85. doi:10.1093/mutage/geh025. PMID 15123782. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Ames BN, Shigenaga MK, Hagen TM. Oxidants, antioxidants, and the degenerative diseases of aging. Proc Natl Acad Sci U S A. 1993 Sep 1;90(17):7915-22. doi: 10.1073/pnas.90.17.7915. PMID 8367443; PMCID: PMC47258.
  10. Yu Y, Cui Y, Niedernhofer LJ, Wang Y (December 2016). "Occurrence, Biological Consequences, and Human Health Relevance of Oxidative Stress-Induced DNA Damage". Chemical Research in Toxicology. 29 (12): 2008–2039. doi:10.1021/acs.chemrestox.6b00265. PMC 5614522. PMID 27989142. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dizdaroglu M, Coskun E, Jaruga P (May 2015). "Measurement of oxidatively induced DNA damage and its repair, by mass spectrometric techniques". Free Radical Research. 49 (5): 525–48. doi:10.3109/10715762.2015.1014814. PMID 25812590. S2CID 31852987. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lan L, Nakajima S, Oohata Y, Takao M, Okano S, Masutani M, et al. (September 2004). "In situ analysis of repair processes for oxidative DNA damage in mammalian cells". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 101 (38): 13738–43. Bibcode:2004PNAS..10113738L. doi:10.1073/pnas.0406048101. PMC 518826. PMID 15365186. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Morgan, David (2006). Cell Cycle: Principles of Control. London: New Science Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)