د ډونالډ ټرمپ د ادارې چاپېریالي پالیسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډونالډ ټرمپ د ادارې چاپېریالي پالیسۍ د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې د پالیسۍ په لومړیتوبونو او اهدافو کې د بدلونونو څرګندويي کوله. په داسې حال کې چې د ولسمشر اوباما چاپېریالي پالیسي د تجدید منونکې انرژۍ څخه په ګټنې د کاربن د خپرېدو د کمښت په لټه کې وه او د راتلونکو نسلونو لپاره یې د چاپېریال ساتنه په لومړیتوب کې لرله، د ټرمپ سیاست دا و چې متحده ایالات د فوسیلي سون توکو څخه په ګټنې په بشپړه توګه د انرژۍ په برخه کې خپلواک شي او له همدې امله یې چاپېریال ساتنې ته اړوند ډېری مقررات لغو کړل. د ټرمپ د حکومتولۍ تر پایه، د نوموړي دولت د چاپېریال ساتنې اړوند ۹۸ قوانین او مقررات لغو کړل او په دغه برخه کې یې یوازې ۱۴ قوانین د پلي کېدو په حال کې پرېښودل. د ۲۰۲۱ زکال له پیل څخه راوروسته د بایډن دولت د قوانینو په برخه کې د ټرمپ د ادارې هغه پرېکړې تر ارزونې لاندې ونیولې چې تر ډېره د ساینس پر ځای د سیاستونو تر اغېز لاندې وې. [۱][۲][۳][۴]

د ټرمپ ادارې په ملي ځنګلونو او همدارنګه تاریخي ودانیو او ملي پارکونو ته څېرمه د ګازو او نفتو د استخراج په ګډون په فدرال ځمکو کې د انرژۍ د تولیدي چارو له پراختیا ملاتړ وکړ. ټرمپ وروسته له هغه چې واک ته ورسېد له ځنډ پرته یې «د امریکا د انرژۍ د لومړي پلان» په نامه پلان په پلي کولو پیل وکړ او د دوه جنجالي نفتي نل لیکو د جوړولو اجرایوي فرمان یې لاسلیک کړ. په ۲۰۱۸ زکال کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت، متحده ایالاتو ته په اړوندو ټولو اوبو کې د کنستنو د اجازې اړوند د پلانونو اعلان وکړ او څرګنده یې کړه چې دا تر نن ورځې پورې په سمندر کې د نفتو او ګازو د استخراج په موخه تر ټولو لوی پراختیايي ګام دی. په ۲۰۱۹ زکال کې دولت د شمالي قطب د ځنګلي حیواناتو د پناه ځای په چاپېرو ساحلي دښتو کې د کنستنو طرحې بشپړې کړې. [۵][۶][۷][۸][۹]

ټرمپ او د هغه د کابینې وزیرانو د ډیری ساینس پوهانو په دې اجماع باور نه درلود چې ګویا اقلیمي بدلونونه فاجعه جوړونکې اغېزې لري او دا چې کاربن ډای اکساید د اقلیمي بدلونونو اصلي عامل دی. ټرمپ، امریکا د پاریس له اقلیمي هوکړې وویسته او په دې سره دغه هېواد یوازنۍ هېواد شو چې نور د دغې هوکړې برخه نه و. هغه په کاناډا کې د جي ۷ هېوادونو له ۴۴مې او په فرانسه کې د دغو هېوادونو له ۴۵مې غونډې څخه په ژر وتو د دغو غونډو په چاپېریالي بحثونو کې له ونډې اخیستو ډډه وکړه. د ۲۰۱۹ زکال په سپټمبر میاشت کې د ټرمپ دولت د اوباما د دورې د پاکې انرژۍ د طرحې پر ځای د سپما پر بنسټ د پاکې انرژۍ قانون اجرایوي کړ چې له مخې یې د ګلخانه یي ګازونو خپرېدل نه محدود کېدل. د ۲۰۲۰ زکال په لومړیو کې هغه د نویو موټرو د دود د خپرېدو اړوند نوي معیارونه صادر کړل چې له امله یې د خپریدونکي کاربن ډای اکسایډ په کچه کې یو میلیارد ټنه زیاتوالی راغی او په دې سره د متحده ایالاتو د ګلخانه یي ګازونو د خپرېدو کچه د پخوانۍ کچې یو پر پنځمه برخه زیاته شوه. په ۲۰۲۰ زکال کې چاپېریال پالونکي له دې ووېرېدل چې د هغه بیاځلي ټاکنه به په اقلیم کې د شدیدو او نه جبران کېدونکو بدلونونو لامل وګرځي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ټرمپ دولت د پاکو اوبو قانون لغو کړ او د چاپېریال ساتنې د ادارې کاري مسئولیتونه یې له سره ترتیب کړل – په دغو کې د هغو کیمیايي موادو اړوند پالیسي هم شامله وه چې روغتیا ته یې جدي ګواښ درلود – او په ځانګړې توګه یې د کیمیايي توکو د صنعت په ګټه اقدامات ترسره کړل. ۲۰۱۸ زکال ته اړوند یو څېړنیز راپور څرګندوي چې د ټرمپ د ادارې پر مهال شاته تګ او د چاپېریالي قواعدو سرچپه کول په ډېر احتمال سره «په هره لسیزه کې د متحده ایالاتو د ۸۰ زره وګړو د ژوندانه په بیه تمامېږي او همدارنګه له یو میلیون څخه زیاتو وګړو ته تنفسي ستونزې پیدا کوي».[۱۶][۱۷][۱۸]

مخینه[سمول]

د ۲۰۱۶ زکال د مارچ په ۳مه نېټه د جمهوري غوښتونکو په ابتدايي مناظره کې ټرمپ وویل: «د چاپېریال ساتنې اداره: موږ به په هر ډول چې وي د هغو له شر څخه به ځان خلاصوو. موږ په داسې حال کې روان یو چې ډېر لږ غوره شیان را پاتې دي. خو موږ وړاندې ځو څو ډېر غوره څه ترلاسه کړو». د ټاکنیزو سیالیو پر مهال ټرمپ خپل دغه لیدلوری بیان کړ چې ګویا د ځمکې ګرمښت او سړښت یو طبیعي بهیر دی. هغه په مکرر ډول د ځمکې د ګرمښت موضوع «چلوټي» وبلله او څو محدود ځله یې دا د چین د دولت «چلوټي» وبلله چې غواړي امریکايي صنعت سبوتاژ کړي، خو وروسته یې ادعا وکړه چې دا یې ټوکې کولې. ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند په توګه نوموړي وویل چې د اقلیمي بدلونونو په برخه کې به د اوباما طرحه لغو کړي، د پاریس له اقلیمي هوکړې څخه به متحده ایالات وباسي او د نړیوال ګرمښت اړوند د ملګرو ملتونو پروژو ته به د متحده ایالاتو له خوا ورکول کېدونکي ټول مالي امکانات بند کړي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د هغه په کابینه کې معرفي شوي ډیری وزیران هغه کسان و چې د چاپېریال ساتنې له ادارې سره یې د مخالفت مخینه لرله. واک ته له رسېدو څو ورځې وروسته هغه امریکايي صنعت ګران راوغوښتل څو ده ته ټول هغه مقررات وښيي چې باید لغو یې کړي. دغو صنعت ګرانو نږدې نیمايي برخه هغه قوانین په ګوته کړل چې د چاپېریال ساتنې ادارې ته اړوند وو. هغه د خپلې ولسمشرۍ په لومړنیو څو میاشتو کې په فدرال کچه د پاکو اوبو د قانون او د پاکې انرژۍ د پلان د بیا کتنې امر ورکړ. [۲۵][۲۶]

نوموړي په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ زکلونو کې د جي ۷ غونډې په اقلیمي بحثونو کې ګډون ونکړ او په دې سره د دغو هېوادونو له ډلې لومړنی ولسمشر و چې په دغو بحثونو کې یې ونډه نه لرله. [۲۷]

ګمارنې[سمول]

د ټرمپ د کابینې نوماندانو د چاپېریال ساتنې د مقرراتو له کمښت او د ډبرو د سکرو، نفتو او طبیعي ګازو د داخلي تولید له ترویج سره لیوالتیا لرله. په یو شمېر مواردو کې د هغه له خوا ګمارل شوو کسانو له هغو ادارو سره د جنجالونو مخینه لرله چې اوس یې رهبري کولې. په داسې حال کې چې علمي پایله دا ده چې په ډېر احتمال سره (له ۹۵٪ څخه تر ۱۰۰٪) د شلمې پېړۍ له نیمايي راوروسته د انساني چارو اغېزې د نړیوال ګرمښت لامل ګرځېدلې، خو د ټرمپ له خوا ګمارل شوو مدیرانو بیا له دې سره توافق نه درلود چې نړیوال ګرمښت دې د انسانانو د چارو له امله وي. [۲۸][۲۹]

د انرژۍ او چاپېریالي سیاستونو په برخه کې د ښکېلو ادارو لپاره د ټرمپ ګمارونو د دې څرګندويي کوله چې هغه د مقرراتو د له منځه وړو او په ځانګړې توګه د فوسیلي سون توکو د صنعت په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.[۳۰]

اقلیمي بدلونونه[سمول]

په داسې حال کې چې په علمي ادبیاتو کې د دې اړوند پرېکنده علمي اجماع شتون لري چې د ځمکې د کرې ګرمښت په وروستیو لسیزو کې زیاتوالی موندلی او دغه بهیر د انساني فعالیتونو له امله د ګلخانه یي ګازونو د خپرېدو څخه سرچینه اخلی، خو نه ټرمپ او نه هم د هغه هېڅ یو وزیر دا باور نه درلود چې نړیوال ګرمښت دې انسانانو ته اړوند وي. هغه په ۲۰۱۷ زکال کې د یوې مرکې پر مهال وویل، «تاسو په دواړو اړخونو کې ساینس پوهان لرۍ. زما تره د کلونو لپاره د ماساچوستس د ټکنالوژۍ د انستیتیوت لوی استاد و، ډاکټر جان ټرمپ، ما د دغې ځانګړې موضوع اړوند له هغه سره خبرې نه دي کړي، خو زه له ساینس سره یوه طبیعي اړیکه لرم، او زه کولای شم ووایم چې تاسو د دغې موضوع په دواړو اړخونو (مخالف او موافق لوري کې) کې ساینس پوهان لرۍ». هغه ځانته د «چاپېریال پالونکي» په خطاب کولو سره وویل، «هر څه چې زه غواړم او هر څه چې لرم پاک دي. پاکوالی ډېر مهم دی – اوبه، هوا. زه په بشپړه توګه رڼې اوبه او د ځمکې د کرې په چاپېر پاکه هوا غواړم. اوس له بل هر مهال څخه زموږ هوا پاکه ده. دا ماته ډېره مهمه ده». [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د ټرمپ له ټاکل کېدو وروسته د چاپېریال ساتنې د ادارې له ویپ پاڼې څخه ګڼ شمېر موارد لرې او یا هم په کې بدلون راغی. د چاپېریال ساتنې د برخې د فعالینو او پوهانو ترمنځ د اندېښنو په زیاتوالي سره وړاندې له دې چې د چاپېریال ساتنې د ادارې له ویب پاڼې څخه معلومات لرې کړای شي، د علمي ډلو یوه ترکیبي جوړښت د دغې ادارې له ویب پاڼې څخه د ټولو مواردو په کاپي کولو پیل وکړ.[۳۹][۴۰][۴۱]

د اقلیمي بدلونونو اړوند د پاریس هوکړه[سمول]

د ۲۰۱۷ زکال د جون په لومړۍ نېټه ټرمپ د پاریس له هوکړې څخه د متحده ایالاتو د وتو اعلان وکړ، په دې سره متحده ایالات د نړۍ له ۱۹۷ هېوادونو څخه دریم هغه هېواد وګرځېد چې دغه هوکړه یې نه وه لاسلیک کړې. له ۲۰۱۸ زکال وروسته دوه پاتې هېوادونو هم دغه هوکړه لاسلیک کړه او په دې سره متحده ایالات د نړۍ یوازنی هغه هېواد شو چې دغه هوکړه یې نه وه منلې. [۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Promises about Environment on The Obameter". Politifact. مؤرشف من الأصل في December 8, 2017. د لاسرسي‌نېټه December 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په October 5, 2017 باندې). 52 Environmental Rules on the Way Out Under Trump. The New York Times.
  3. (په June 2, 2019 باندې). The Trump Administration Rolled Back More Than 100 Environmental Rules. Here's the Full List. The New York Times.
  4. (په March 24, 2021 باندې). E.P.A. to Review Attacks on Science Under Trump. The New York Times.
  5. (په June 2, 2019 باندې). Trump's First 100 Days: Environmental Policy and Public Lands. Scientific American.
  6. Osborne, James (September 2020). "Trump moves to open up drilling in national forests". Houston Chronicle. د لاسرسي‌نېټه January 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په April 16, 2017 باندې). EPA emerges as major target after Trump solicits policy advice from industry.
  8. "Areas in the Pacific Ocean, the eastern Gulf of Mexico, the Arctic Ocean, and much of the Eastern Seaboard are included in the new plan". Scientific American. مؤرشف من الأصل في February 16, 2018. د لاسرسي‌نېټه February 15, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. . Trump administration opens huge reserve in Alaska to drilling.
  10. Cillizza, Chris (November 26, 2018). "Donald Trump buried a climate change report because 'I don't believe it'". CNN. مؤرشف من الأصل في December 30, 2018. د لاسرسي‌نېټه December 30, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په March 28, 2017 باندې). Trump to sign new order rolling back Obama energy regs. Fox News
  12. Hansler, Jennifer (October 24, 2017). "US, Syria are now only ones not in climate deal". CNN. مؤرشف من الأصل في June 16, 2018. د لاسرسي‌نېټه May 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Beitsch, Rebecca (April 17, 2020). "Green groups, coal companies push to have EPA power plant rollback scrapped". The Hill. مؤرشف من الأصل في April 23, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Holden, Emily (March 31, 2020). "Trump to roll back Obama-era clean car rules in huge blow to climate fight". The Guardian. مؤرشف من الأصل في May 26, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 1, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Roberts, David (August 27, 2020). "A second Trump term would mean severe and irreversible changes in the climate. (Updated 3 November 2020)". Vox. د لاسرسي‌نېټه March 24, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lipton, Eric (October 21, 2017). "Chemical industry insider now a top EPA hazards watchdog". The Seattle Times. مؤرشف من الأصل في February 17, 2018. د لاسرسي‌نېټه February 16, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په September 12, 2019 باندې). Trump Administration Rolls Back Clean Water Protections. The New York Times.
  18. Cutler, David; Dominici, Francesca (June 12, 2018). "A Breath of Bad Air: Cost of the Trump Environmental Agenda May Lead to 80 000 Extra Deaths per Decade". JAMA (په انګلیسي ژبه کي). 319 (22): 2261–2262. doi:10.1001/jama.2018.7351. ISSN 0098-7484. PMID 29896617. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Environmental Integrity Project". EPA. مؤرشف من الأصل في February 15, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 12, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په September 27, 2016 باندې). Donald Trump Does Not Believe in Man-Made Climate Change, Campaign Manager Says.
  21. (په June 3, 2016 باندې). Yes, Donald Trump did call climate change a Chinese hoax. PolitiFact.
  22. Worland, Justin (November 16, 2016). "China to Donald Trump: No, We Didn't Invent Climate Change". Time. د اصلي آرشيف څخه پر March 23, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 16, 2017. Donald J. Trump ✔ @realDonaldTrump: The concept of global warming was created by and for the Chinese in order to make U.S. manufacturing non-competitive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په March 28, 2017 باندې). Trump to sign new order rolling back Obama energy regs. Fox News
  24. (په June 3, 2016 باندې). Yes, Donald Trump did call climate change a Chinese hoax. PolitiFact.
  25. (په December 13, 2016 باندې). Trump's Cabinet picks are often in direct conflict with the agencies they may lead.
  26. (په April 16, 2017 باندې). EPA emerges as major target after Trump solicits policy advice from industry.
  27. Teirstein, Zoya (August 26, 2019). "Donald 'I'm an environmentalist' Trump skips G7 climate meeting". Grist. مؤرشف من الأصل في August 27, 2019. د لاسرسي‌نېټه August 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په December 7, 2016 باندې). Scott Pruitt, Trump's pick to head the EPA, has sued the EPA. USA Today.
  29. Roberts, David (August 9, 2017). "The climate report scientists are afraid Trump will censor, explained". Vox. مؤرشف من الأصل في February 28, 2018. د لاسرسي‌نېټه February 27, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په December 5, 2016 باندې). Trump advisors aim to privatize oil-rich Indian reservations. Reuters.
  31. Morin, Rebecca. "Trump says he has 'natural instinct for science' when it comes to climate change". Politico. مؤرشف من الأصل في June 4, 2019. د لاسرسي‌نېټه June 4, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په December 7, 2016 باندې). Scott Pruitt, Trump's pick to head the EPA, has sued the EPA. USA Today.
  33. (په December 8, 2016 باندې). Trump's pick to lead the Environmental Protection Agency is currently suing it. Business Insider.
  34. (په January 28, 2017 باندې). EPA nominee Scott Pruitt won't say if he would recuse himself from his own lawsuits against the agency.
  35. Lerner, Sharon (December 28, 2017). "Banned From the Banking Industry for Life, a Scott Pruitt Friend Finds a New Home at the EPA". The Intercept (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في February 9, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "EPA: Pruitt's Superfund point man penalized by banking regulators". eenews.net (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في February 7, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. . Adviser to EPA chief cited for federal banking violations. AP News.
  38. Lerner, Sharon (December 28, 2017). "Banned From the Banking Industry for Life, a Scott Pruitt Friend Finds a New Home at the EPA". The Intercept (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في February 9, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "EPA chief Scott Pruitt personally monitored removal of climate info from website". CBS News. مؤرشف من الأصل في February 19, 2018. د لاسرسي‌نېټه February 20, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په August 15, 2017 باندې). Trump Signs Order Rolling Back Environmental Rules on Infrastructure. The New York Times.
  41. Cillizza, Chris (November 26, 2018). "Donald Trump buried a climate change report because 'I don't believe it'". CNN. مؤرشف من الأصل في December 30, 2018. د لاسرسي‌نېټه December 30, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. . 195 countries signed Paris climate agreement, 2 oppose it. For now.. USA Today.
  43. . As Syria embraces Paris climate deal, it's the United States against the world.
  44. AP (November 4, 2019). "Trump can begin steps to pull US out of Paris climate deal". Fox News. مؤرشف من الأصل في November 4, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 4, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)