د ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا د متحده ایالاتو د ۴۵م ولسمشر ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمه د ۲۰۲۱ زکال د فبروري میاشتې په ۹مه نېټه پیل شوه چې د فبروري میاشتې په ۱۳مه نېټه د نوموړي په برائت پای ته ورسېده. ټرامپ د ۲۰۲۱ زکال د جنوري په ۱۳مه نېټه د متحده ایالاتو د استازو د جرګې له خوا دویمې استیضاحیه محکمې ته وبلل شو. دغې جرګې د ټرامپ د استیضاح په موخه د رایو په اکثریت د یو لامل پر بنسټ پرېکړه لیک تصویب کړ چې هغه لامل هم د پاڅون تحریک و. نوموړی د متحده ایالاتو یوازنی ولسمشر او یوازنی فدرال چارواکی دی چې دوه ځلې استیضاح شوی. ټرامپ د خپلې ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو او د جوبایډن د لوړې له مراسمو اووه ورځې وړاندې د متحده ایالاتو د استازو د جرګې له خوا استیضاح شو. له دې امله چې نوموړي د خپلې استیضاحیه غونډې وړاندې دنده پرېښوده، دا د یو پخواني ولسمشر لومړنۍ محاکمه وه. د ټرامپ د استیضاح په موخه تصویب شوي پرېکړه لیک کې راغلي و چې هغه هڅه وکړه د ۲۰۲۰ زکال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لغو کړي (په دغه موضوع کې په ټاکنو کې د درغلیو او همدارنګه د جورجیا په ټاکنیزو چارواکو باندې د فشار راوړو ادعاوې هم شاملې وې)؛ ورته مهال ټرامپ په داسې حالت کې په کانګرس ماڼۍ باندې برید ته خلک وهڅول چې کانګرس الکټرال رایې شمېرلې څو د جوبایډن او کاملاهریس بریا تائید کړي. [۱][۲]

د محکمې په پیل کې سناتور رانډ پاول د دغې استیضاح اړوند لاملونه له دې امله رد کړل چې د پخواني ولسمشر محاکمه د اساسي قانون پر خلاف ده او یوازې برحاله فدرال افسران استیضاح کېدلای شي او ورته مهال د یو لړ شرایطو له مخې له واکه د ګوښه کولو جزا ناقانونه ده. د محاکمې پلویانو بیا استدلال وکړ چې اساسي قانون له راتلونکې دندې څخه د بې صلاحیته کولو اجازه ورکوي، هماغه ډول چې جرګې د استیضاح په پرېکړه لیک کې د هغو غوښتنه کړې وه. دغې طرحې د ۵۵ مخالفو او ۴۵ موافقو رایو په ترلاسه کولو ماته وخوړه؛ ټولو دیموکراتانو، دوه خپلواکو سناتورانو او پنځه جمهوري غوښتونکو (له مین څخه سوزان کالینز، له الاسکا څخه لیزا مورکوفسکي، له یوتا څخه میت رامني، له نبراسکا څخه بن ساس او له پنسلوانیا څخه پټ ټومي) د ایستضاح نه کولو اړوند مخالفه رایه ورکړه. په دې سره دا لومړنی ځل و چې یو پخوانی ولسمشر محاکمه کېده او همدارنګه دویم ځل و چې سنا داسې فدرال چارواکی محاکمه کاوه چې له وړاندې څخه یې خپله دنده پرېښې وه؛ له دې وړاندې دغې جرګې په ۱۸۷۶ زکال کې د جګړې وزیر ویلیام ډبلیو بلکنپ استیضاح کړی و. جیمي راسکین د استیضاحیه غونډې اصلي مدیر و چې د استازي ډېوېډ سیسلین او استازي ټېډ لیو سره  په خوا کې د استیضاح د پرېکړه لیک اصلي لیکونکي وو او ټرامپ یې په کانګرس باندې برید ته د خلکو په تحریک کولو تورن کړی و. خواکین کاسټرو، اریک سوالوېل، ماډلین ډین او سټیسي پلاسکټ د هغه د محکومیت اړوند د شفاهي استدلالونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړه. [۳][۴]

د ټرامپ څخه د دفاعي پلاوي مشري له فیلادلفیا څخه د شخصي زیانونو وکیل مایکل ون ډروین کوله او ډېوېډ شوئن او بروس کاسټور ورسره همکاران و. د محاکمې پر مهال د ون ډروین د خبرو سبک او د چلن ډول د ډیرو نیوکې او ملنډې راوپارولې چې په سنا کې په لوړ غږ د سناتورانو د خندا او حیرانتیا لامل وګرځېدې؛ هغه وویل چې غواړي د فلادلفیا په دفتر کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان له واکه ګوښه کړي چې په دغو کې د استازو د جرګې مشره نانسي پلوسي او مرستیال ولسمشره کاملا هریس شامله ده. ټرامپ په پیل کې بوچ باورز او ډبورا باربیه له ځان څخه د وکالت په موخه ګمارلي و، خو هغو له نورو دریو وکیلانو سره یوځای وروسته له هغه استعفا ورکړه چې «پخواني ولسمشر له خپلو وکیلانو وغوښتل په ټاکنو کې په پام وړ درغلیو تمرکز وکړي» او همدارنګه د ده دغه غلطه ادعا وړاندې کړي چې ګویا «ټاکنې له ده څخه غلا شوې دي».[۵][۶][۷]

د محکمې په پای کې سنا د ټرامپ د محکومیت اړوند ۵۷ موافقې او ۴۳ مخالفې رایې ورکړې چې د اساسي قانون له مخې یې دوه په درې برخه اکثریت نه پوره کاوه او له امله یې ټرامپ برائت ترلاسه کړ. په دغه رایه اچونه کې اوو جمهوري غوښتونکو، ټولو دیموکراتانو او خپلواکو سناتورانو د ټرامپ د محکومیت اړوند مثبته رایه وکړه چې دا د ولسمشر یا د پخواني ولسمشر د محکومیت اړوند تر ټولو لویه دوه ګوندي رایه وه. د برائت اړوند له رایو ورکولو وروسته مېچ مک کانل وویل چې له عملي او اخلاقي پلوه ټرامپ په واشنګټن کې د دغو پېښو د تحریک مسئول دی، خو د متحده ایالاتو له اساسي قانون څخه یې د خپل تفسیر پر بنسټ یې منفي رایه ورکړه. [۸][۹][۱۰]

مخینه[سمول]

د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخې د متحده ایالاتو د استازو جرګه د استیضاح اړوند د پرېکړې بشپړ واک لري (لومړۍ ماده، دویمه برخه، پنځم بند) چې له دغې چارې وروسته بیا سنا جرګه «بشپړ واک لري د هغو چارې مخته یوسي» (لومړۍ ماده، دریمه برخه، شپږم بند). ټرامپ له اندرو جانسون او بېل کلنټون وروسته د متحده ایالاتو دریم ولسمشر و چې د سنا له استیضاحیه محاکمې سره مخ شو. ورته مهال ټرامپ یوازنی فدرال چارواکی دی چې دوه ځلې استیضاح شوی دی. [۱۱][۱۲]

د سنا له خوا د استیضاح کړنلارې په ۱۹۸۶ زکال کې د تصویب شوو قوانینو له مخې تنظیم شوې دي، په داسې حال کې چې په هره محاکمه کې ځانګړي قوانین په پام کې نیول کېږي او په سنا کې اکثریت لرونکی مشر په دغو کړنلارو کې پام وړ رول لوبوي. [۱۳][۱۴]

د ټرامپ د استیضاح اړوند عامه لیدلوري[سمول]

د رویټرز/ایپسوس د نظرپوښتنې پایلې چې د ۲۰۲۱ زکال د جنوري په ۲۲مه نېټه خپرې شوې؛ ښووله یې چې په سنا کې د ټرامپ له محاکمې سره ۵۱٪ ګډون کوونکي موافقه لري، ۳۷٪ یې مخالف دي او ۱۲٪ یې اړوند کوم ځانګړی ځواب نه دی وړاندې کړی. ۵۵٪ وګړو په راتلونکي کې له ټرمپ څخه د فدرال څوکیو د ترلاسه کولو د حق له سلب کېدو ملاتړ کړی و؛ ۳۴٪ د دغې موضوع پر خلاف و او ۱۱٪ یې ویلي و چې دوی د دې اړوند ډاډمن ځواب نه لري. [۱۵]

د مونموث پوهنتون د نظرپوښتنې له مخې چې د جنوري په ۲۵مه نېټه خپره شوه ۵۲٪ ګډون کوونکي په سنا کې د ټرامپ له محکومیت سره موافق و، په داسې حال کې چې ۴۴٪ نور یې مخالف وو. ورته مهال ۵۷٪ وګړو له دې ملاتړ کړی و چې سنا باید په راتلونکي کې ټرامپ د نورو فدرال څوکیو له ترلاسه کولو محروم کړي. [۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. (په January 8, 2021 باندې). How to Impeach a President in 12 Days: Here's What It Would Take.
  2. (په January 13, 2021 باندې). Trump Impeached for Inciting Insurrection.
  3. (په January 26, 2021 باندې). Republicans vote en masse against trying Trump, signaling he is likely to be acquitted of the impeachment charge. The New York Times.
  4. (په January 26, 2021 باندې). Most Republican Senators Reject Constitutionality of Trump Impeachment.
  5. "Senate laughs during Trump lawyer's speech". CNN. February 13, 2021. مؤرشف من الأصل في February 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Senate Erupts In Laughter After Trump Lawyer Says Impeachment Depositions Need To Happen 'In Person In His Office In Philadelphia". The Hill. February 13, 2021. مؤرشف من الأصل في February 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. O'Connell, Oliver (January 31, 2021). "Trump impeachment lawyers quit after he 'demanded they repeat election fraud claims'". The Independent. مؤرشف من الأصل في February 8, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په February 13, 2021 باندې). Trump Acquitted of Inciting Insurrection, Even as Bipartisan Majority Votes 'Guilty'.
  9. "Donald Trump impeachment trial: Ex-president acquitted of inciting insurrection". BBC News. February 13, 2021. مؤرشف من الأصل في February 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2021-02-13 باندې). After Voting To Acquit, McConnell Torches Trump As Responsible For Riot. NPR.
  11. Roos, Dave. "What Happens After Impeachment". History. مؤرشف من الأصل في December 19, 2019. د لاسرسي‌نېټه December 20, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په January 14, 2021 باندې). Trump's second impeachment makes constitutional sense. Senate conviction must follow.. Think. NBC News
  13. "Rules of Procedure and Practice in the Senate When Sitting on Impeachment Trials" (PDF). U.S. Government Publishing Office. د کتاب پاڼې 223. مؤرشف (PDF) من الأصل في December 15, 2019. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Blakemore, Erin (January 13, 2021). "In a historic first, a U.S. president has been impeached twice. Here's what happens next". National Geographic. د اصلي آرشيف څخه پر January 8, 2021 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په January 22, 2021 باندې). Slim majority of Americans want Senate to convict Trump: Reuters/Ipsos poll. Reuters.
  16. (په January 25, 2021 باندې). Poll: Majority of Americans support Trump impeachment and conviction. Politico.
  17. (په January 25, 2021 باندې). Where do Americans stand on convicting Trump of impeachment? Most support in new poll. Charlotte Observer.