د ډونالډ ټرامپ د ادارې بهرنۍ پالیسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ پر مهال (۲۰۱۷- ۲۰۲۱ ز) د متحده ایالتونو بهرنۍ پالیسي د غیر وړاندوینې‌والي او له مخکنیو نړیوالو ژمنو نه د سرغړونې، د دیپلوماتیکو کنوانسیونونو بدلون، له ډېری مخالفینو سره د سیاسي او اقتصادي کړکېچ په غېږ کې نیولو او دودیزو متحدینو سره د اړیکو د ویجاړتیا له امله د نورو پام ځانته را واړاوه. د ټرمپ د پالیسۍ له مخې، د «امریکا لومړي سیاست» ملت پاله سیاسي موخې څارلې او دوو اړخیزه اړیکو ته یې د څو ملتي تړونونو په پرتله لومړیتوب ورکړ. ټرمپ په داسې حال کې چې له انزوا غوښتونکو، نه مداخله‌پالنې او محافظه کارو نظریو نه ملاتړ کاوه، ځان يې د ولسمشر په توګه ملت‌پال باله، هغه په شخصي توګه د ځینو ولس‌پالو، غیرملت‌پالو، غیر لېبرال او استبدادي حکومتونو ستاینه وکړه. په داسې حال کې چې له نورو سره یې مخالفت کاوه، ان له هېواد نه بهر نومي اداري ديپلوماتانو د دیموکراسي پلوه نظریاتو څار ته دوام ورکړی و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ټرامپ تر واکمنۍ وروسته، د ټرامپ اداره د رونالد ریګان له ولسمشرۍ راهیسې د بل هر پخواني دولت په پرتله تر ډېره پر نظامي پرسونل متکي وه، د نړیوالو اړیکو په اړه مشوره د بهرنیو چارو  وزارت په پرتله د سپينې ماڼۍ په سلاکارانو ډېره تکیه وه. د مثال په ډول: لوی سلاکار جېرډ کوشنر (Jared Kushner) ته د منځنۍ اسیا د سولې پروسې اړوند پالیسۍ سپارل. د اکسون موبېل( ExxonMobil) (د ګازو او تېلو مخکښه امریکایي کمپنۍ) پخوانی اجرائیوي رئیس رېکس ټېلرسن (Rex Tillerson) په نورو هېوادونو، په ځانګړې ډول روسیه کې د خپلو تجربو او اړیکو له امله د ټرامپ د ادرې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی و، د بهرنیو چارو په وزارت کې د ټېلرسن د واکمنۍ پر مهال، د سپینې ماڼۍ پر سلاکارانو د ټرامپ تکیه او د بودیجې کمښت په رسنیو کې د راپورونو موضوع شوه، چې د بهرنیو چارو وزارت په حاشیه کې پاتې شوی. د  ۲۰۱۸زکال په اپریل میاشت کې د سیا(CIA  )د مرکزي اطلاعاتو اژانس) پخوانی مدیر مایک پمپیو د ټېلرسن ځای‌ناستۍ او د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.   [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د امریکا د لومړۍ پالیسۍ د یوې برخې په توګه د ټرامپ ادارې د متحده ایالتونو څو ملیتي پخواني تړونونه، لکه: د ترانس پاسفیک کمپنۍ خروج، د INF (د امریکا او روسیې تر منځ د منځني واټن ويشتونکو توغندیو په اړه تړون)، یونسکو(UNESCO )(د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان)، یونیسار( UNHRC) (د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا) تړون، د پاریس موافقه بیاځلي وارزول او د ناټو (NATO ) له متحدانو نه یې د مسؤلیت بار د شریکولو د ډېروالي غوښتنه وکړه. د ټرامپ ادارې د ځینو مسلمان مېشته هېوادونو وګړو پر سفر بندیز ولګاوه او بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده. هغه د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د کوریا ټاپووزمې د بې وسلې کولو د هڅو د یوې برخې په توګه د اړیکو د بیا ټینګولو په لټه کې و. پردې سربېره شمالي کوریا خپلې د اتومي وسلې زېرمې پراخې کړې. ټرامپ امریکا د ایران له هستوي پرېکړه‌لیک نه بهر کړه او د ایران پر وړاندې يې بندیزونه زیات کړل او د فارس خلیج د ۲۰۱۹-۲۰۲۱ ز کړکېچ ته یې لمن ووهله. هغه له سوریې، عراق، سومالیا او افغانستان نه د ځواکونو د اېستلو پر بهېر له څار سره هم‌مهاله، له وینزویلا او نیکاراګوا سره په داسې حال کې جګړه زیاته کړه چې له طالبانو سره يې په ۲۰۲۱زکال کې په مشروط ډول د بشپړو وتلو(خروج) هوکړه وکړه. هغه په افریقا کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکو بریدونه هم زیات کړل او د تروریزم او اسلامي دولت د ترهګریز سازمان پر وړاندې يې د متحده ایالتونو جګړې ته دوام ورکړ، چې له ډلې يې د ۲۰۱۹ز په اکتوبر میاشت کې د یاد سازمان د مشر ابوبکر البغدادي پر مړینه څار یادولی شو. د ۲۰۲۰ز کال په جنوري میاشت کې ټرامپ  په عراق کې د هغې بې پيلوټه الوتکې د ترور امر وکړ، چې لوی ایرانی جنرال قاسم سلیماني په کې ووژل شو.  [۱۷][۱۸]

د ټرامپ ادارې تر ډېره د خپلو بهرنیو سیاسي موخو د مخته وړلو لپاره له اقتصادي فشار نه کار اخیست. د ټرامپ وارداتي تعرفو سوداګریز ملګري وپارول او له چين سره یې د سوداګری جګړې ته لار پرانیسته. هغه د متحده ایالاتو – مکسیکو- کاناډا هوکړه (USMCA) لاس‌لیک کړه، دا یوه سوداګریزه هوکړه وه چې د نفتا(NAFTA )(د شمالي امریکا د آزادې سوداګرۍ هوکړه) ځای ناستې شوه. د ټرامپ ادارې د کوسوو (Kosovo) او صربستان هوکړه، ابراهام تړون او ورپسې له متحده عربي اماراتو (UAE)، بحرین، سوډان او مراکش سره د عربو او اسرائیلو تر منځ د اړیکو د عادي کولو په پرېکړه‌لیک کې منځکړیتوب وکړ. [۱۹]

د پام‌ وړ پېښو مهال‌وېش[سمول]

۲۰۱۶[سمول]

په ۲۰۲۰ز کال کې ټرامپ څرګنده کړه چې، څنګه د هغه د بهرني سیاست ځینې موخې په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه د نوماندۍ په دلیل بدلې شوې، هغه وویل: «زه ځکه د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شوی یم چې نور نه شم کولی، د خپل هېواد په وړاندې د روان خیانت لیدونکی وم، ما نه شو کولی، د یوه مسلکي سیاستوال په توګه نورو هېوادونو ته اجازه ورکړم، چې زموږ له سوداګرۍ، سرحدونو، ملي دفاع او بهرني سیاست نه ناوړه ګټه واخلي». [۲۰]

د ۲۰۱۶ز کال په مې میاشت کې ټرامپ د لومړي ځل لپاره د امریکا د انرژۍ د خپلواکۍ د خوندي کولو کمپاین وکړ. هغه په ۲۰۲۱ ز کال کې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان (WTO) کې د چین منلو ته د یوې تېروتنې په توګه اشاره وکړه، ادعا یې وکړه چې دغې پرېکړې په پراخ ډول د دندو په له لاسه ورکولو کې مرسته کړې. په پایله کې هغه په ۲۰۱۶ ز کال کې خبرداری ورکړ، که چېرې ګټونکی شي، نو پر چینې محصولاتو به تعرفه وضع کړي او تر ټاکنو وروسته یې ژمنه وکړه چې، پرهغو امریکايي شرکتونو به مالي جریمه وضع کړي، چې څانګې یې له هېواده بهر فعالیت وکړي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

۲۰۱۷[سمول]

د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په ۲۳ مه نېټه له واکمنۍ نه درې ورځې وروسته د ترانس پاسافیک له ګډونوالی نه ووت او هغه یې "د دندو وژونکی تړون یاد کړ" د ټرامپ په پاتې موده کې هغه د ګوتو په شمېر محدود دوه اړخیز هوکړه لیکونه چې ځانګړي محصولات یا صنایع یې تر پوښښ لاندې وې، له محدودو پایلو سره لاسلیک کړل. ترامپ یوازې د عمومي آزادې سوداګرۍ (FTA) یو تړون وڅاره:  دا تړون له کاناډا او مکسیکو سره (USMCA) تړون و، چې د نېفتا (NAFTA) سموونکی( اصلاح کوونکی) و. که څه هم د ټرامپ د واکمنۍ پر مهال متحده ایالتونو له خپلواکو سوداګریزو قراردادونو نه ډ‌ډه وکړه, خو د امریکا شپږو سوداګریزو ملګرو آزادو سوداګریزو مذاکرې او قرادادونو ته دوام ورکړ، چې په پایله کې يې متحده ایالتونو خپل ځای له لاسه ورکړ.[۲۵][۲۶]

د ۲۰۱۷ز کال د اپریل میاشتې په ۶ مه نېټه پر ملکي وګړو د سوریې د ولسمشر بشارالا اسد د کیمیاوي حملې په ځواب کې ټرامپ د سوریې پر هوايي ډګر د کروز توغندیو د محدود برید امر وکړ. وروسته له هغې چې روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې ، په سوریه کې د متحده ایالتونو په مشرۍ کړنو مخنیوی وکړ، متحده ایالتونو په یو اړخیز اقدام لاس پورې کړ. یاد برید د کیمیاوي وسلو کنوانسیون (CWC) پلي کولو ته په کتو سره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړ او ادعا یې وکړه چې دا عادلانه وه.  [۲۷][۲۸]

د ۲۰۱۷ ز کال د اپریل په ۲۷ مه د ټرامپ ادارې د کوریا- متحده ایالتونو د آزادې سوداګرۍ تړون، چې ټرامپ د خپلې نوماندۍ پر مهال دنده وژونکی سوداګریز تړون بللی و، بېرته واخیست.  [۲۹][۳۰]

د ۲۰۱۷ز کال په اپریل میاشت کې اداره له شمالي کوریا سره مخامخ شوه او لومړۍ مرستیال پېنس (Pence) له DMZ نه یې ليدنه وکړه. کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې ټرامپ په خپله وینا کې ټینګار وکړ: «که چین نه غواړي شمالي کوریا حل کړي، موږ به یې حل کړو». څو میاشتې وروسته په جون کې، هغه د شمالي کوریا په اړه بېړنی حالت اعلام کړ. د جون په اوولسمه، شمالي کوریا یو امریکایی بندي اوتو وارمبایېر (Otto Warmbier) خوشي کړ، چې په مرګوني حال متحده ایالتونو ته راستون او څو شېبې وروسته مړشو.  [۳۱][۳۲][۳۳]

د ۲۰۱۷ز کال په مې میاشت کې ټرامپ د ولسمشر په توګه خپل لومړنی سفر وکړ او سعودي عربستان، اسرائیلو، ویست بانک، واتیکان ښار، بلجیم او ایټالیا ته یې سفر درلود. په بروکسېل کې، هغه د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو- NATO) د دولتونو او حکومتونو مشرانو ته په خطاب کې په هر یوه غږ وکړ چې: «خپله نهایي ونډه دې اتحاد ته وړاندې کړي». د ۲۰۱۹ز کال په جنوري کې، د ناټو عمومي منشي ینس استولتنبرګ له ټرامپ نه په دې دلیل مننه وکړه چې، ناټو ته ژمن دی او په ډاګه یې کړه چې، هغه د اتحاد لپاره د ۱۰۰ میلیارده دفاعي لګښتونو د تر لاسه کولو په پار د کرېډېټ(امتیاز) مستحق دی.  [۳۴][۳۵]

سرچینې[سمول]

  1. (په June 6, 2020 باندې). Has 'America First' Become 'Trump First'? Germans Wonder.
  2. (په January 22, 2020 باندې). The Cost of an Incoherent Foreign Policy: Trump's Iran Imbroglio Undermines U.S. Priorities Everywhere Else. Foreign Affairs.
  3. (په August 20, 2019 باندې). Trump's True Foreign Policy: Chaos. Bloomberg News.
  4. Haass, Richard (September–October 2020). "Present at the Disruption: How Trump Unmade U.S. Foreign Policy". Foreign Affairs. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په March 12, 2020 باندې). Trump Administration Escalates Tensions With Europe as Crisis Looms. The New York Times.
  6. (په July 22, 2016 باندې). Donald Trump's speech: 'America first', but an America absent from the world.
  7. (په October 24, 2018 باندې). 'I am a nationalist': Trump's embrace of controversial label sparks uproar. USA Today.
  8. (په March 21, 2016 باندې). Trump questions need for NATO, outlines noninterventionist foreign policy.
  9. (په September 23, 2018 باندې). 'America First' Has Won. The New York Times.
  10. (په October 26, 2020 باندې). Trump's dangerous isolationism weakens USA and strengthens our adversaries: Retired generals. USA Today
  11. (په June 17, 2020 باندې). Trump administration's policy of isolationism damages spirit, prosperity of America. Boston Globe
  12. (په October 1, 2019 باندې). Can U.S. Democracy Policy Survive Trump?.
  13. Solomon, Jay (January 26, 2017). "Military Brass Fill Donald Trump's National Security Council". The Wall Street Journal. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په February 22, 2017 باندې). In first month of Trump presidency, State Department has been sidelined. Washington Post.
  15. (په January 11, 2017 باندې). A Brief Guide to Rex Tillerson's Controversial Foreign Ties. The Atlantic.
  16. (په March 26, 2017 باندې). Trump budget slashes State Department, but top U.S. diplomat doesn't object. Los Angeles Times.
  17. (په September 9, 2018 باندې). C.I.A. Drone Mission, Curtailed by Obama, Is Expanded in Africa Under Trump. The New York Times.
  18. "ISIS leader killed in daring U.S. raid in Syria, Trump says". POLITICO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Trump Wields U.S. Economic Might in Struggles With Allies and Adversaries Alike", Wall Street Journal, Jan. f17, 2020
  20. "Full Transcript: President Trump's Republican National Convention Speech", New York Times, Aug. 28, 2020
  21. "America's energy independence has contributed to the great American comeback", The Hill', Feb. 5, 2020
  22. "Trump says China is not a market economy. That's a big deal.", New York Times, Dec. 12, 2016
  23. "Trump targets China trade, says plans serious measures", Reuters, August 24, 2016
  24. "Declaring U.S. ‘Open for Business,’ Trump Warns Tax Penalty for Offshoring", Roll Call, Dec. 4, 2016
  25. (په January 23, 2017 باندې). Trump Abandons Trans-Pacific Partnership, Obama's Signature Trade Deal.
  26. Guy Erb & Scott Sommers, Still Losing Ground: The Consequences of the Trump Administration's Bilateral Trade Policy, Washington International Trade Association (July 9, 2020).
  27. "Will Syria Yield to the Chemical Weapons Ban?", Council on Foreign Relations, April 7, 2017
  28. "WATCH: President Trump's full statement on U.S. missile attack on Syria", PBS News Hour, April 6, 2017
  29. Drew Harwell (August 12, 2016). "Trump's trade talk is scaring one of America's 'greatest friends'". Washington Post. د لاسرسي‌نېټه April 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Trump denounces Korea-US FTA as 'job-killing' deal". Korea Times. July 22, 2016. د لاسرسي‌نېټه April 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Pence on North Korea: "Era of Strategic Patience Is Over", Real Clear Politics, April 17, 2017
  32. "Trump ready to 'solve' North Korea problem without China". BBC News Online. BBC. April 3, 2017. د لاسرسي‌نېټه April 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Otto Warmbier's father praises President Trump for bringing his son home from North Korea". The Week. Peter Weber. مؤرشف من الأصل في June 16, 2017. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Remarks by President Trump at NATO Unveiling of the Article 5 and Berlin Wall Memorials – Brussels, Belgium", The White House, May 25, 2017
  35. "'Trump is having an impact': NATO head credits president's tough talk for $100B boost", USA Today, Jan. 27, 2019