د ډولونو اصل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډولونو اصل په اړه کتاب (یا په بشپړه توګه، د طبیعي ټاکنې له لارې د ډولونو د اصل په اړه، یا د ژوند په مبارزه کې د غوره نژادونو ساتنه) د چارلس ډاروین له خوا د علمي څېړنو یو اثر دی چې د ۱۳۵۹ کال د نوامبر میاشتې په ۲۴ نېټه خپور شوی او د تکاملي بیولوژي بنسټ ګڼل کېږي. په دې کتاب کې د داروین نفوس د طبیعي ټاکنې د بهیر له لارې د نسلونو په اوږدو کې د ودې ساینسي تیوري معرفي کړه. نوموړي کتاب یو لړ شواهد وړاندې کړل چې د ژوند توپیر د تکامل د شجرې د ماډل له لارې د ګډ نسب په واسطه رامنځ ته شوی دی. ډاروین د ۱۸۳۰ لسیزه کې د بیګل یا  Beagle په سفر کې راټول شوي شواهد وړاندې کړل چې د هغه وروستی موندنې د څېړنې، لیکنې او تجربې پر بنسټ ولاړې دي.  [۱][۲][۳]

د تکامل بېلابېل نظرونه په بیولوژي کې د نویو موندنو د تشریح کولو لپاره مخکې وړاندیز شوي وو. د دې ډول نظرونو لپاره د بېلابېلوفکرونو اناتومي پوهانو او عامو خلکو ترمنځ زیاتېدونکی ملاتړ موجود وو، اما انګریزي ساینسي بنسټونو او د کلیسا د ۱۹ پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې نږدې تړاو درلود او په دې وخت کې ساینس د طبیعي دین پوهنې برخه وه. د ډولونو بدلون په اړه نظرونه لانجمن وو ځکه  له هغه فکر سره په ټکر کې وو چې وړاندیز یې کولو چې ډول د یوې طرحه شوې سلسلې نه بدلېدونکې برخې دي او دا چې انسانان ځانګړي دي او له نورو ژویو سره تړاو نه لري. سیاسي او د دین پوهنې مفهوم په ژوره توګه تر بحث لاندې وو، خو د ډول بڼې بدلون د ساینسي تګلارې له خوا ونه منل شو.     

نوموړی کتاب د غیر مسلکي لوستونکو لپاره لیکل شوی و چې له خپرېدو سره یې پراخه لېوالتیا ځان ته راوړه. ډاروین د یو ساینس پوه په توګه وار د مخه پېژندل کېده او موندنې یې جدي ونیول شوې او هغه شواهد یې چې وړاندې کړل ساینسي، فلسفي او مذهبي بحثونه یې رامنځ ته کړل. د دې کتاب په اړه بحث د ټي اېچ هکسلي  او د هغه د اکس کلب د همکارانو له کمپاین سره مرسته وکړه چې د ساینسي طبیعت باوری په پراختیا سره ساینس سیکولر کړې. د دوو لسیزو په اوږدو کې پراخه ساینسي هوکړه را منځ ته شوه چې تکامل د ګډ نسب د شجروي ماډل پر بنسټ را منځ ته شوی دی، خو د ډاروین په پرتله، ساینس پوهان طبیعي ټاکنې ته لږ اهمیت ورکولو. د "ډاروین د نظریاتو د لږ روښانتیا" په ترڅ کې له ۱۸۸۰ تر ۱۹۳۰ کلونو پورې د تکامل نورو بېلابېلو میکانیزمونو ته ډېر اعتبار ورکړل شو. د ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ کلونو په لسیزو کې د عصري تکاملي د شننې په پراختیا سره د طبیعي ټاکنې له لارې د تکاملي تطابق په اړه د ډاروین مفکوره د عصري تکاملي تیورۍ بنسټ و ګرځېده او اوس د ژوند د علومو یوځای کوونکی مفهوم ګرځېدلې.

د ډاروین د تیوري لنډیز[سمول]

د ډاروین د تکامل نظریه په ارزښتناکه حقایقو او له هغو څخه د درک شویو مفاهیمو پر بنسټ ولاړه ده چې بیولوژي پوه ارنست مایر  په لاندې ډول لنډیز کړي دي:   [۴]

  • هرډول په کافي کچه زېږنده ده چې که ټول اولادونه د بیا تولید لپاره ژوندي پاتې شي، نفوس وده کوي (حقیقت). 
  • د دوراني بدلونونو سربېره، نفوس تقریباً په هم هغه کچه پاتې کېږي (حقیقت).  
  • سرچینې لکه خواړه محدودې دي او د وخت په تېرېدو سره نسبتاً ثابت پاتې کېږي (حقیقت).
  • د پایښت لپاره مبارزه دوام لري (درک).
  • په نفوس کې افراد له یو بل څخه د پام وړ توپیر لري (حقیقت).
  • د تنوع ډېره برخه ارثي ده (حقیقت).
  • هغه کسان چې د چاپېریال سره لږ توافق لري د ژوندي پاتې کېدو او د بیاتولید احتمال یې لږ دی؛ هغه کسان چې د چاپیریال سره ډېر توافق لري د ژوندي پاتې کېدو او د بیاتولید احتمال یې ډېر دی او راتلونکو نسلونو ته خپل ارثي ځانګړتیاوې پرېږدي چې د طبیعي ټاکنې پروسه رامنځته کوي (حقیقت). 
  • دا سوکه اغېزمن شوی بهیر د دې لامل کېږي چې نفوس د چاپېریال سره د توافق لپاره بدلون وکړي او په پای کې دا بدلونونه د وخت په تېرېدو سره راټولېږي څو نوی ډول رامنځ ته کړي (درک). 

شالید[سمول]

د ډاروین له تیوري څخه مخکې پرمختګونه[سمول]

ډاروین د کتاب په وروستیو نسخو کې د تکاملي نظریې تر ارسطو پورې څېړي؛ هغه متن چې نوموړی یې نقل کوي د ارسطو له خوا د پخواني یوناني فیلسوف امپیدوکلس د نظرونو لنډیز دی. د عیسوي کلیسا پخوانیو مشرانو او د منځنۍ پیړۍ اروپایي پوهانو د جینیسس د پیدایښت روایت د لفظي تاریخي روایت پر ځای په افسانوي توګه تشریح کړ؛ ژوندي موجودات د خپل افسانوي او تاریخي اهمیت او همدارنګه د خپلې فزیکي بڼې له مخې تشرېح شوي دي. په طبیعت باندې په بنسټيزه توګه داسې باور کېده چې د ډول تر منځ د یووالي او د ژوند د خپل سري تولید څخه د ډېرو زیاتو زېږېدنو سره، بې ثباته او بدلېدونکی دی.  [۵][۶][۷][۸]

د پروټسټان سمونونو د انجیل لفظي تفسیر ته د پیدايښت د مفکورې الهام ورکړ چې د پراخېدونکي ساینس له هغو موندنو سره په ټکر کې و چې  د رني ډیکارتس د میخانیکي فلسفې او د بیکونین میتود یا Baconian method د تجربې باورۍ سره په مطابقت کې وې. شاهي ټولنې د انګریز د کورنۍ جګړې له ګډوډۍ وروسته غوښتل وښيي چې ساینس مذهبي او سیاسي ثبات ته ګواښ نه دی. جان رې د منطقي نظم یو اغېزمن طبیعي باور رامنځ ته کړ؛ د هغه په طبقه بندی کې ډول ساکن او ثابت ښودل شوي وي، د دوی انطباق او پېچلتیا د خدای له خوا طرح شوې، ډولونو یې د سیمه ییزو شرایطو له امله لږ توپیرونه وښودل. د خدای په مهربانه تدبیر کې غوښه خوړونکي په بې رحمۍ سره د ګړندۍ مړینې لامل شول، خو د پرازیتیزم له امله رامنځ ته شوی کړاو یوه حیرانونکې مسئله وه. بیولوژیکي طبقه بندي چې په ۱۷۳۵ کال کې د کارل لینیوس له خوا معرفي شوه هم د خدایي پلان سره سم یې ډول ثابت ګڼلی. په ۱۷۶۶ کال کې جورج بوفون  وړاندیز وکړ چې ځینې ورته ډولونه، لکه خره او اسونه، یا زمریان، پړانګان او چیتا کېدای شي د یو ګډ نیکه څخه راوتلي ډولونه وي. د ۱۶۵۰ لسیزې د اشر کرونولوژي یا Ussher chronology د پیدایښت ۴۰۰۴ کاله مخکې له میلاد څخه محاسبه کړی وو، خو په ۱۷۸۰ لسیزه کې جیولوژي پوهانو نړۍ ډېره پخوانۍ وګڼله. ورنیریانو یا Wernerians فکر کوو چې د ځمکې طبقې د کمېدونکو سمندرونو رسوبونه دي، خو جیمز هتن د یوشانتوب په اټکل سره، داسې دوره وړاندیز کړه چې په نا محدوده توګه د خپل ځان محافظت کوي.    [۹]

په ۱۷۹۰ لسیزه کې اراسموس ډاروین، د چارلس ډاروین نیکه، د ډولونو د لېږد فرضیه وړاندې کړه او په ۱۸۰۹ ز کال کې فرانسوي طبیعت پوه جین باپتیست لامارک  یوه ډېره پرمختللې تیوري خپره کړه. دواړو وویل چې بې اختیاره تولید د ژوند ساده بڼې منځ ته راوړي چې په تدریجي ډول یو پېچلي حالت پر لور وده کوي چې په لویانو کې د ارثي بدلونونو له لارې چې د کارولو یا نه کارولو له امله چاپېریال سره انطباق کوي. وروسته دغه بهیر د لامارکیزم په نوم یاد شو. لامارک فکر کولو چې یوه ارثي پرمختللی لېوالتیا شته چې په دوامداره توګه ژوندي موجوداتو ته د ډېرو پېچلتیاوو پر لور په موازي خو د جلا نسبونه په بڼه له انقراض پرته حرکت ورکوي. جیفروی  استدلال وکړ چې په تېرو وختونو کې کله چې چاپېریال په جنینونو باندې عمل کاوه، د جنین پراختیا د ژوندیو موجوداتو ارثي بدلونونه تکرار کړل او د د ژیوو جوړښتونه د ثابت پلان لکه څنګه چې په هومولوژي کې ښودل شوي دي، مخشص شول. جورج کیویر په کلکه د دې ډول نظرونو مخالفت وکړ او په دې باور و چې غیرمرتبط، ثابتو ډولونو داسې ورته والي وښودل چې د وظیفوي اړتیاوو لپاره یې یوه بڼه منعکس کړې ده. د ۱۷۹۰ کال په لسیزه کې  نوموړي د لرغون ژوند پوهې کړنه له منځه تللې واقعیت بیان کړ چې هغه د ځایي ناورینونو په واسطه تشریح کړ چې وروسته اغیزمنې سیمې د نورو ډولونو تر نفوس لاندې راغلې دي.  [۱۰][۱۱][۱۲]

په انګلستان کې د ویلیم پیلي د طبیعي خدای پېژندنې نظر، انطباق د خالق له خوا د یوې ګټورې طرحې د نښې په توګه بیان کړ چې  د طبیعي قوانینو له لارې عمل کوي. ټول طبیعت باورانو د انګستان په اکسفورډ او کیمبرج پوهنتونونو کې د انګلستان د کلیسا روحانیون وو او ساینس د دې قوانینو لپاره په یوه څېړنه بدل شو. ځمک پوهانو فاجعه د نړۍ په کچه له بدل شوي چاپیریال سره د نویو ثابتو ډولونو د محوه کېدو او رامنځ ته کېدو د تکرار د ښودلو لپاره ومانه چې په اصل کې یې تر ټولو وروستۍ فاجعه د انجیل د روایاتو له مخې رامنځ ته شوی سیلاب په ګوته کړ.[۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. The book's full original title was On the Origin of Species by Means of Natural Selection, or the Preservation of Favoured Races in the Struggle for Life. In the 1872 sixth edition "On" was omitted, so the full title is The origin of species by means of natural selection, or the preservation of favoured races in the struggle for life. This edition is usually known as The Origin of Species. The 6th is Darwin's final edition; there were minor modifications in the text of certain subsequent issues. See Freeman, R. B. "The works of Charles Darwin: an annotated bibliographical handlist." In Van Wyhe, John, ed. Darwin Online: On the Origin of Species, 2002.
  2. Desmond او Moore 1991، ص. 477.
  3. "Darwin Manuscripts (Digitised notes on Origin)". Cambridge Digital Library. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mayr 1982, pp. 479–480
  5. Darwin 1872, p. xiii
  6. Aristotle, Physics, translated by Hardie, R. P. and Gayle, R. K. and hosted by MIT's Internet Classics Archive, د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Forster & Marston 1999, pp. 26–27
  8. Bowler 2003, pp. 27, 43, 45
  9. Bowler 2003, pp. 27–36, 39–42, 57–62, 67, 70, 77–80
  10. Bowler 2003, pp. 84–90
  11. Desmond 1989, pp. 47–54
  12. Bowler 2003, pp. 111–114
  13. Browne 1995, pp. 91, 129
  14. Bowler 2003, pp. 115–117
  15. Desmond & Moore 1991, pp. 34–35