د ډبرو د نوې دورې انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډبرو د نوې دورې انقلاب یا (لومړی) کرنیز انقلاب، دا د ډبرو د نوې دورې په جریان کې د ژوند له راټولوونکي او ښکاري سبک څخه کرنې او مېشت‌ځایونو ته د بشري فرهنګونو انتقال و چې د زیاتېدونکي نفوس امکان يې برابر کړ. دغه مېشتو ټولنو انسانانو ته اجازه ورکوله چې بوټي وګوري و یې ازمايي او د هغوی د ودې او بشپړتیا پر څرنګوالي ځان پوه کړي. دا نوې پوهه په کرنیزو محصولاتو کې د بوټو د اهلي کولو لامل شوه. [۱][۲][۳]

د لرغونپوهنې خام معلومات ښيي چې بېلابېل بوټي او ځناور د ټولې نړۍ په بېلابېلو سیمو کې اهلي شوي دي چې د مځکپوهنې له هولسن دورې څخه ۱۱۷۰۰ کاله مخکې پیل شوي. دا په نړۍ کې د تایید وړ لومړنی تاریخي کرنیز انقلاب و. د ډبرو د نوې دورې انقلاب د شته خوړو تنوع ډېره محدوده کړه او په پایله کې د انسان د خوړو کیفیت د هغه څه په پرتله راولوېده چې هغوی له څر څخه ترلاسه کول، خو دا چې له خوړو څخه ګټه اخیستنه ډېره اغېزمنه شوه انسانان یې پرېښول چې په نورو برخو کې پر خپلو هڅو پانګونه وکړي او په دې توګه «بالاخره د معاصر تمدن راڅرګندېدل د پایدارې اقتصادي ودې او د صنعتي کېدلو د ورپسې بهیر لپاره اړین وو». [۴][۵][۶][۷][۸]

د ډبرو د نوې دورې انقلاب د خوړو د تولید د محدودو تخنیکونو د ټولګې له منلو ډېر ورهاخوا و. د ورو ستیو زریزو په بهیر کې د راټولوونکو- ښکاریانو کوچنیو او ګرځنده ډلو چې تر بشري تاریخ مخکې مهال يې تسلط درلود، پر یوځای مېشتو (غیر کوچیاني) ټولنو بدلې شوې په کلیو او ښارونو کې ځای پر ځای شول. دغو ټولنو له اوبو لګونې او ځنګلونو د لرې کولو په څېر فعالیتونو سره چې د اضافي خوراکي موادو د تولید زمینه يې مساعدوله د خوراکي محصولاتو د تخصصي کرنې له لارې خپل طبعي چاپېریال ته په اساسي ډول بدلون ورکړ. نورې هغه پرمختیاوې چې په دې دوره کې په پراخ ډول موندل کېږي، د څارویو اهلي کول، کولالي، پالش شوي ډبریز وسایل او مستطیل شکله کورونه دي. په ډېری سیمو کې تر تاریخ مخکې ټولنو له‌خوا د کرنې منل د نفوس د چټک زیات‌والي لامل شول، هغه پدیده چې د ډبرو د نوې دورې د دیموګرافیک انتقال په توګه پېژندل کېږي.  

دې پرمختګونه چې ځینې وختونه د ډبرو د نوې دورې د بنډل په نوم یادیږي، د مدیریتونو، متمرکزو سیاسي جوړښنتونو، د مراتبو د سلسلې اېډیالوژۍ، د غیر شخصي زده‌کړو (لکه لیکلو) ښوونیزو سیستمونو، ګڼ نفوسه مېشت‌ځایونو، تخصص او د کار وېش، ډېرې سوداګرۍ، د هنر او معمارۍ نه لېږدېدونکي پراختیا او د لویو اموالو د مالکیت زمینه مساعده کړه. لومړی تمدن د سویلي بین النهرین په سومر کې (له ميلاد څخه شاوخوا ۶۵۰۰ کاله مخکې جوړ شو)؛ ظهور يې هم د برونزو په دوره کې پیل شو.[۹]

د ډبرو د نوې دورې پورته یادې شوې ځانګړنې د کرنې او د هغوی د پيدايښت له پرلپسې والي سره اړیکه لري او په بېلابېلو سیمو کې له یو بل سره د دوی اړیکه لا هم د علمي بحثونو موضوع ده. معمولاً داسې درک کېږي چې له یوې سیمې څخه تر بلې سیمې توپیر کوي، نه دا چې ټولنیز- فرهنګي تکامل دې د نړیوالو قوانینو پایله وي. [۱۰][۱۱]

مخینه/پسمنظر[سمول]

راټولوونکو- ښکاریانو له کروندګرو څخه بېل د ژوند سبک او معیشتي ځانګړنې لرلې. راټولوونکي ښکاریان غالباً ډېر ګرځنده او مهاجر وو او په لنډمهاله پناه ځایونو کې يې په کوچنیو قبیله‌يي ډلو کې ژوند کاوه او له خارجي افرادو سره يې محدودې اړیکې لرلې. د هغوی خوراکي رژیم په ډېره ښه توګه متعادل و، که هم له فصل سره سم يې له چاپیریالي تولیداتو سره شدید تړاو درلود. ځکه کروندګرو د دې خلاف د کرنې له لارې د خوراکي موادو د پلان وړ زیاتي محصول په‌واسطه له لویو نفوسي ټولنو څخه ملاتړ ممکناوه. کروندګرو د هغه څه پر ځای چې د راټلوونکو – ښکاریانو د ژوند د سبک ملاتړ و، په ګڼ نفوسه دایمي مېشت ځایونو کې په کورونو کې ژوند کاوه. د بشري ځواک او سرچینو د پلان او همغږۍ لپاره د کروندګرو ټولنو فصلي اړتیاوې د کار وېش وهڅاوه چې په ورو ورو د کاریګرانو د تخصصي کېدلو او پېچلو ټولنو لامل شو. د اموالو او اضافي محصولاتو د تبادلې لپاره د سوداګریزو شبکو پرلپسې پراختیا کرونګر له خارجي ډلو سره په اړیکه کې کړل، چې د فرهنګي تبادلاتو د دودولو، د تمدونونو د رامنځته کولو او د تېکنالوژیکي بدلونونو لامل شو. [۱۲]

که څه هم، د نفوس زیات‌والي او د خوړو پریماني په لازمي ډول د روغتیا له پرمختیا سره اړیکه نه لرله. د اومه مواد په ډېره لږ تنوع تکیه کول پر روغتیا منفي اثر لرلی شي ان که د ډېرو افرادو د تغذیې اسانتیا هم برابره کړي. په جوارو کې ځیني ضروري امینو اسیدونو (لایزین او ترپتوفان) لږ دي او د اوسپنې کمزورې سرچینه ده، په دوی کې شته فایتیک اسید ښايي د مغذي موادو جذب کمزوری کړي. نور عوامل چې په احتمالي ډول يې د لومړنیو کروندګرو او د هغوی د اهلي حیواناتو پر روغتیا اغېز درلود، د پرازیتونو د شمېر لوړوالی، د انساني او حیواني ضایعاتو او د اوبو او خوړو سرچینو د ککړوالي له طریقه د ناروغیو د زېږنده افتونو لېږد و.    

سرې/کود او اوبه لګونې ښايي د محصول عملکرد زیات کړی وي، خو همدارنګه په سیمه‌ییز چاپیریال کې د حشراتو او باکتریاوو د تکثیر د زیات‌والي لامل کېږي حال دا چې د غلو زېرمه کول د اضافي حشراتو او ژوونکو د جذب لامل کېږي. [۱۳]

کرنیز انتقال[سمول]

د ډبرو د نوې دورې انقلاب د وي ګوردون چایلډ په‌واسطه په ۱۹۳۶ کال کې د «انسان خپل ځان جوړوي» په نوم کتاب کې ابداع شو. چالیډ هغه د منځني ختيځ په تاریخ د کرنیزو انقلابونو د لړۍ لومړی وباله او د «انقلاب» نوم یې ورکړ تر څو یې ارزښت د هغو ټولنو د بدلون کچه وښيي چې کرنیزې طریقې جوړوي او سموي/اصلاح کوي. [۱۴][۱۵]

دا بهیر له میلاد څخه له ۸۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ کاله مخکې په حاصل خېز هلال او د میلانیزیا د نوې پاپوا ګینې د کوک په لومړنۍ کرنیزه سیمه کې ثبت شوی دی. دا انتقال په ټولو ځایونو کې په لویه کچه د کوچي راټولوونکي -ښکاري ژوند سبک له بدلونونو چې په سیمه کې د شته ډولونو پر اساس د بېلابېلو حیواناتو او بوټیو له اهلي کولو او په احتمالي ډول د سیمه‌ییزو فرهنګونو له اغېزو سره مل و. د لرغونپوهنې وروستۍ څېړنې ښيي چې په ځینو سیمو لکه د اسیا سویل ختيځه فرعي ټاپو کې له راټولوونکي - ښکاري څخه لوی کرنیز انتقال خطي نه و، بلکې د مشخصې سیمې له طریقه و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د هغو عواملو اړوند څو (غیر منحصرې) نظریې شته چې نفوس یې د کرنې په طرف بوتله. تر ټولو مخکښې يې دا دي:

  • د رغیاڼه (واحه) نظریه، په لومړیو کې د رافائل پامپلي په‌واسطه په ۱۹۰۸ کال کې وړاندې شوه، په ۱۹۰۸ کال کې د وي.ګوردون په‌واسطه دود شوه او د چایلډ په کتاب انسان خپل ځان جوړوي کې خلاصه شوه. دا نظریه په دې باور ده چې د هوا له وچ‌والي سره د شمال لور ته د اتلانتیک سمندر په د ژورو کې د ځای پر ځای کېدلو له امله ټولنې په رغياڼو (هغه وچه سیمه چې د خوږو اوبو له سرچینو سره حاصل خیزه کېږي، ژباړن) بدلیږي چې هلته له حیواناتو سره نږدې اړیکو ته اړ کېږي او بیا د زړو/تخم له کرلو سره اهلي کېږي. که څه هم دا نظریه اوس‌ مهال د لرغونپوهانو له لږ ملاتړ څخه برخه‌منه ده، د اقلیم اړوند ورپسې خام معلومات ښيي چې سیمه د وچ‌والي پر ځای نم‌جنیږي.  [۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Jean-Pierre Bocquet-Appel (29 July 2011). "When the World's Population Took Off: The Springboard of the Neolithic Demographic Transition". Science. 333 (6042): 560–561. Bibcode:2011Sci...333..560B. doi:10.1126/science.1208880. PMID 21798934. S2CID 29655920. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pollard, Elizabeth; Rosenberg, Clifford; Tigor, Robert (2015). Worlds together, worlds apart. 1 (الطبعة concise). New York: W.W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-25093-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Compare:Lewin, Roger (18 February 2009) [1984]. "35: The origin of agriculture and the first villagers". Human Evolution: An Illustrated Introduction (الطبعة 5). Malden, Massachusetts: John Wiley & Sons (نشر 2009). د کتاب پاڼې 250. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-5614-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۷. [...] The Neolithic transition involved increasing sedentism and social complexity, which was usually followed by the gradual adoption of plant and animal domestication. In some cases, however, plant domestication preceded sedentism, particularly in the New World. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "International Stratigraphic Chart". International Commission on Stratigraphy. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Armelagos, George J. (2014). "Brain Evolution, the Determinates of Food Choice, and the Omnivore's Dilemma". Critical Reviews in Food Science and Nutrition. 54 (10): 1330–1341. doi:10.1080/10408398.2011.635817. ISSN 1040-8398. PMID 24564590. S2CID 25488602. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Wells, Jonathan C. K.; Stock, Jay T. (2020). "Life History Transitions at the Origins of Agriculture: A Model for Understanding How Niche Construction Impacts Human Growth, Demography and Health". Frontiers in Endocrinology (په انګلیسي ژبه کي). 11: 325. doi:10.3389/fendo.2020.00325. ISSN 1664-2392. PMC 7253633. PMID 32508752. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Larsen, Clark Spencer (1 June 2006). "The agricultural revolution as environmental catastrophe: Implications for health and lifestyle in the Holocene". Quaternary International. (په انګلیسي ژبه کي). 150 (1): 12–20. Bibcode:2006QuInt.150...12L. doi:10.1016/j.quaint.2006.01.004. ISSN 1040-6182. مؤرشف من الأصل في ۰۵ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Weisdorf, Jacob L. (September 2005). "From Foraging To Farming: Explaining The Neolithic Revolution" (PDF). Journal of Economic Surveys. 19 (4): 561–586. doi:10.1111/j.0950-0804.2005.00259.x. S2CID 42777045. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Violatti, Cristian (2 April 2018). "Neolithic Period". World History Encyclopedia.  
  10. "The Slow Birth of Agriculture" Archived 1 January 2011 at the Wayback Machine., Heather Pringle
  11. "Wizard Chemi Shanidar". EMuseum. Minnesota State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. The Cambridge World History of Food. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The Cambridge World History of Food. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Childe, Vere Gordon (1936). Man Makes Himself (په انګلیسي ژبه کي). London: Watts & Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Brami, Maxime N. (1 December 2019). "The Invention of Prehistory and the Rediscovery of Europe: Exploring the Intellectual Roots of Gordon Childe's 'Neolithic Revolution' (1936)". Journal of World Prehistory (په انګلیسي ژبه کي). 32 (4): 311–351. doi:10.1007/s10963-019-09135-y. ISSN 1573-7802. S2CID 211663314. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Graeme Barker (2009). The Agricultural Revolution in Prehistory: Why did Foragers become Farmers?. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-955995-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Thissen, L. "Appendix I, The CANeW 14C databases, Anatolia 10,000–5000 cal. BC." in: F. Gérard and L. Thissen (eds.), The Neolithic of Central Anatolia. Internal developments and external relations during the 9th–6th millennia cal BC, Proc. Int. CANeW Round Table, Istanbul 23–24 November 2001, (2002)
  18. Denham, Tim P.; Haberle, S. G.; Fullagar, R; Field, J; Therin, M; Porch, N; Winsborough, B (2003). "Origins of Agriculture at Kuk Swamp in the Highlands of New Guinea" (PDF). Science. 301 (5630): 189–193. doi:10.1126/science.1085255. PMID 12817084. S2CID 10644185. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The Kuk Early Agricultural Site". UNESCO World Heritage Centre. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Kealhofer, Lisa (2003). "Looking into the gap: land use and the tropical forests of southern Thailand". Asian Perspectives. 42 (1): 72–95. doi:10.1353/asi.2003.0022. hdl:10125/17181. S2CID 162916204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Childe, Vere Gordon (1936). Man Makes Himself (په انګلیسي ژبه کي). London: Watts & Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Scarre, Chris (2005). "The World Transformed: From Foragers and Farmers to States and Empires" in The Human Past: World Prehistory and the Development of Human Societies (Ed: Chris Scarre). London: Thames and Hudson. p. 188. کينډۍ:ISBN