د ډبرو د سکرو کان کیندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د ډبرو د سکرو کان‌ کیندنه له ځمکې څخه د ډبرو سکرو د استخراج پروسه ده. د ډبرو سکاره د انرژۍ د لرلو له امله ارزښتناک دي چې له ۱۸۸۰یمو کلونو راهیسې په پراخه کچه د برېښنا د تولید لپاره کارول کېږي. د ډبرو سکاره د فولادو او سیمنټو په صنایعو کې له اوسپنې لرونکې ډبرې څخه د اوسپنې د استخراج او د سیمنټو د تولید لپاره کارول کېږي. 

د ډبرو د سکرو کان کیندنې په وروستیو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی، په لومړیو وختونو کې له دغو کانونو څخه د تونل وهلو، کیندلو او د لاس په مرسته په کوچنیو لاس‌ګاډو کې د ډبرو سکاره استخراجېدل، اوس مهال کانونه پرانیستي او لوی دېوالونه لري. په دې کچه کې د کانونو استخراج ډراګلینونو [لوی ماشینونه دي چې په کان کیندنه کې کارول کېږي]، بار وړونکو موټرو، انتقالي پټو، هایدرولیکي جکونو او پرې کوونکو ته اړتیا لري.

د ډبرو سکرو د کان کیندنې صنعت پر ځایي ایکوسیستمونو، روغتیا، ځايي ټولنو او کاریګرو د ډېرو چاپېریالي منفي اغېزو پخوانۍ مخینه لري او په نړیوال چاپېریالي کړکېچ لکه د هوا په ټيټ کیفیت او د اقلیم په بدلون کې ستر رول لري. د دغو دلایلو پر بنسټ د ډبرو سکاره د لومړنیو فوسیلي سون‌توکو له ډلې دي چې د نړیوالې انرژۍ له بېلابېلو برخو څخه په تدریج سره ایستل شوي یا یې استفاده کمه شوې ده. د ډبرو د سکرو ډېری لوی تولیدوونکي هېوادونه لکه چین، اندونیزیا، هند او استرالیا لا هم د خپل تولید اوج ته نه دي رسېدلي او د تولید ډېروالي په اروپا او امریکا متحدو ایالتونو کې د کمښت ځای ډک کړی. [۱]

تاریخچه[سمول]

د ډبرو سکرو د کان کیندنې تاریخچه زرګونه کاله پخواني وخت ته ور ګرځي او لومړني کانونه یې په لرغوني چین، رومي سترواکۍ او نورو لومړنیو تاریخي اقتصادونو کې ثبت شوي. دغه کار د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ په صنعتي انقلاب کې هغه مهال اهمیت پیدا کړ چې د ډبرو سکاره د بخار ماشینونو ته د ځواک ورکولو، د ودانیو د ګرمولو او د برېښنا د تولید لپاره وکارول شول. د ډبرو د سکرو استخراج اوس مهال د یوه مهم اقتصادي فعالیت په توګه دوام لري، خو د ځمکې د کرې په ګرموالي کې یې د ډېرې ونډې او د چاپېریالي موضوعاتو له امله یې په کارولو کې کمښت راغلی. [۲]

د لرګیو د سوځېدو په پرتله د ډبرو سکاره ډېره انرژي تولیدوي او تر ډېره په هغو ځایونو کې ترلاسه کېدای شي چې هلته لرګي اسانه نه پیدا کېږي. که څه هم د ډبرو سکاره د تاریخ په اوږدو کې د کورنيو سون‌توکو په توګه کارېدل، خو اوس مهال تر ډېره په صنعت کې، په ځانګړې توګه د قلعي په ویلې کولو او د برېښنا په تولید کې کارول کېږي. په لویه کچه د ډبرو د سکرو استخراج د صنعتي انقلاب په اوږدو کې پراخ شو او د ډبرو سکاره له ۱۸مې پېړۍ نیولې بیا تر ۱۹۵۰ کال پورې په صنعتي سیمو کې د صنعت او لېږد رالېږد لپاره د لومړنۍ انرژۍ اصلي سرچینه وه. د ډبرو سکاره د انرژۍ د تولید مهمه سرچینه ده. اوس مهال د ډبرو سکاره هم په پراخه کچه د پرانیستو طریقو په مرسته استخراجېږي. برېتانیا تر ځمکه لاندې د ډبرو سکرو د استخراج اصلي تخنیکونه د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې پراخ کړل او د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې په دې برخه کې ډېر پرمختګونه وشول. تېل او ګاز له ۱۸۶۰مو کلونو را وروسته د ډبرو سکرو د بدیل په توګه په پراخېدونکي ډول وکارول شول. 

د شلمې پېړۍ په وروسیتو کې د ډبرو سکرو په کورنیو سون‌توکو، صنعت او لېږد رالېږد کې د تېلو او طبیعي ګاز یا له تېلو، ګاز او اتومي انرژۍ څخه د تولید شوې برېښنا ځای ونیو. تر ۲۰۱۰ کال پورې د ډبرو سکرو د نړۍ له څلورو برخو څخه یوه برخه انرژي تولیدوله. [۳]

له ۱۸۹۰ کال راهیسې د ډبرو د سکرو استخراج یوه سیاسي او ټولنیزه موضوع وه. په شلمه پېړۍ کې د ډبرو سکرو د کان کیندنې کاریګر او د کاریګرو اتحادیې په ډېرو هېوادونو کې پياوړې شوې او ډېری کان کیندونکي د کیڼ‌اړخو یا سوسیالېستانو د غورځنګونو مشران وو (لکه برېتانیا، جرمني، پولنډ، جاپان، چیلي، کاناډا او متحد ایالتونه). له ۱۹۷۰ کال راهیسې چاپېریالي موضوعاتو ډېر زیات اهمیت پیدا کړ، لکه د کان کیندونکو روغتیا، د کان له سطحو څخه د منظرو ویجاړول او د غرونو نړول، د هوا ککړوالی او د ځمکې د کرې په ګرموالي کې د ډبرو د سکرو ونډه.

د استخراج طریقې[سمول]

د ډبرو د سکرو استخراج په دې پورې اړه لري چې کان تر ځمکه لاندې دی که سطحي دی. د ډبرو په سکرو کې د درز پېرړوالی او ځمک‌پېژندنه د کان کیندنې د طریقې د انتخاب عوامل دي. د سطحي کانونو لپاره د ډبرو سکرو د استخراج تر ټولو اقتصادي طریقه برېښنايي بېلچه یا ډرګ لاین [په کان کیندنه کې یو ډول کارېدونکې ماشین] دی. تر ځمکه لاندې د استخراج تر ټولو اقتصادي طریقه اوږد دېوال دی چې یو پرې کوونکی لري او د ډبرو سکرو د درز په ځینو برخو کې وي. له سطحي او ځمک‌لاندې کانونو څخه ډېری استخراج شوي د ډبرو سکاره وینځلو ته اړتیا لري چې دا کار د ډبرو سکرو د چمتو کولو په کارخونه کې کېږي. [۲]

اوسنۍ کان کیندنه[سمول]

د ټکنالوژیو اوسني پرمختګ د ډبرو د سکرو استخراج په بې‌ساري ډول ګټور کړی. د اوسنیو کانونو پرسونل باید له ټکنالوژۍ سره د ځان برابرولو او اغېزناکې کان کیندنې لپاره د پېچلو او پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو په کارولو کې مهارت او زده‌کړې ولري. ډېری کارونه یې د پوهنتون څلور کلن سند ته اړتیا لري. د کمپیوتر زده‌کړه هم په دغه صنعت کې ډېر ارزښت لري، ځکه ډېری ماشینونه او د خوندیتوب مانیټورونه کمپیوټري دي.  [۴][۵][۶]

تولید[سمول]

په سوداګریز ډول د ډبرو سکاره تر ۵۰ په ډېرو هېوادونو کې استخراجېږي. په ۲۰۱۹ کال کې ۷۹۲۱ ټنه د ډبرو سکاره تولید شوي چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې ۷۰ سلنه ډېروالی ښيي. په ۲۰۱۸ کال کې د قهوه‌يي ډبرو سکرو (لیکنېټ) نړیوال تولید ۸۰۳.۲ میلیون ټنه و چې جرمني د ۱۶۶.۳ میلیون ټنو په تولید سره په نړۍ کې د ډبرو سکرو تر ټولو ستر تولیدوونکی و. په ډېر احتمال سره چین په نړۍ کې د قهوه‌يي ډبرو د سکرو دویم تولیدوونکی او مصرفوونکی دی، که څه هم د ډبرو سکرو د تولید په اړه ځانګړي اطلاعات نه‌شته. [۷][۸]

د ډبرو د سکرو تولید په اسیا کې تر ټولو چټکه وده لرله چې په اروپا کې دا وده کمه وه. له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ډبرو د سکرو نړیوال تولید ثابت و او په اروپا او متحدو ایالتونو کې یې کموالی په چین، اندونزیا او استرالیا کې په ډېروالي سره جبران شوی.[۹]

د ډبرو ډېری سکاره په خپل تولیدي هېواد کې کارول کېږي او نږدې ۱۶ سلنه کلک سکاره صادرېږي. 

اقتصادي اغېز[سمول]

د ډبرو د سکرو ضایعات هغه مواد دي چې د ډبرو د سکرو له استخراج څخه معمولاً د فاضله موادو د غونډیو او پاتې‌شونو په توګه پاتې کېږي. د کان کیندنې له امله د ډبرو د سکرو له هر تولید شوي ټن څخه ۴۰۰ کیلو ګرامه پاتې‌شوني پاتې کېږي. د ډبرو د سکرو ډېری پاتې‌شوني له اقتصادي پلوه تر یوې کچې پورې بېرته د ترلاسه کېدو وړ دي. د ډبرو د سکرو ضایعات له هغو محصولاتو سره توپير لري چې د ډبرو د سکرو له سوځېدو څخه ترلاسه کېږي چې بېلګه یې «ایرې» دي.

د ډبرو سکرو د ضایعاتو غونډۍ ښايي ډېرې منفي چاپېریالي پایلې ولري، لکه په ویالو کې د اوسپنې، منګنیز او المونیم  د پاتې‌شونو وینځل او د اسید لرونکي کان اوبه ایستل. دا اوبه ایستل ښايي د سطحي او ځمک‌لاندې اوبو د ککړتیا لامل شي. [۱۰]

غمیزې[سمول]

د ابرفان پېښه چې په ۱۹۶۶ کال کې د برېتانیا په وېلز کې پېښه شوه چې د کولبري د ضایعاتو غونډۍ ونړېده او یو ښوونځی یې لاندې کړ، په پایله کې یې ۱۱۶ ماشومان او ۲۸ لویان ووژل شول. د ډبرو سکرو په ضایعاتو پورې اړوندې نورې پېښې په ۲۰۰۰ کال کې په متحدو ایالتونو کې د مارټین کانټي د ډبرو سکرو کان نړېدل او په ۲۰۱۳ کال کې په کاناډا کې د اوبېډ مونټین د ډبرو سکرو د کان نړېدل دي.

سرچینې[سمول]

  1. "Coal Information: Overview". Paris: International Energy Agency. July 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "Methods of Coal Mining" Archived 18 March 2012 at the Wayback Machine. Great Mining (2003) accessed 19 December 2011
  3. Christman, R.C., J. Haslbeck, B. Sedlik, W. Murray, and W. Wilson. 1980. Activities, effects and impacts of the coal fuel cycle for a 1,000-MWe electric power generating plant. Washington, DC: U.S. Nuclear Regulatory Commission.
  4. Engelbert, Phillis. "Energy – What Is A "Miner's Canary"?". enotes. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Annual Coal Report – Energy Information Administration". www.eia.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Louie, Edward P.; Pearce, Joshua M. (June 2016). "Retraining investment for U.S. transition from coal to solar photovoltaic employment". Energy Economics 57: 295–302. doi:10.1016/j.eneco.2016.05.016. https://hal.archives-ouvertes.fr/hal-02113504/file/Retraining_Investment_for_U.S._Transitio.pdf. 
  7. "Coal Information: Overview". Paris: International Energy Agency. July 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Coal Information: Overview" (PDF). Paris: International Energy Agency. 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Coal production | Coal | Statistical Review of World Energy | Energy economics | BP". bp.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Table is extracted from Pai, Sandeep; Zerriffi, Hisham; Jewell, Jessica; Pathak, Jaivik (6 March 2020). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Solar has greater techno-economic resource suitability than wind for replacing coal mining jobs"] (in en). Environmental Research Letters 15 (3): 034065. doi:10.1088/1748-9326/ab6c6d. ISSN 1748-9326. Bibcode2020ERL....15c4065P.