د ډاروین سایرې ( يو ډول دانه خوړوونکې-آواز ویوونکې کوچنۍ مرغۍ دي)
د ډاروین سایرې (د ګالپاګوس سایرو په نوم هم پیژندل کېږي) د پاسرین مرغانو د شاوخوا 18 نوعو یوه ډله ده. دوی په مښوکه کې د بڼې او دندې له مخې د دوی د پام وړ تنوع لپاره ښې پېژندل شوې دي. دوی ډېری وختونه د Geospizinae فرعي کورنۍ یا د Geospizini قبیلې په توګه طبقه بندي کېږي. دوی د tanager کورنۍ پورې اړه لري او د ریښتینو سایرو سره نږدې تړاو نه لري. د ګالپاګوس سایرو تر ټولو نږدې پېژندل شوي خپلوان د سویلي امریکا تیاریس اوبسکورس ( Tiaris obscurus)دي. دوی لومړی ځل د بیګل (د سمندري پوځ د یوې بېړۍ نوم دی:beagle) د دویم سفر پر مهال د چارلس ډاروین په واسطه د ګالیپاګوس ټاپوګانو کې راټول کړلې شوې وې. د کوکس سایرو پرته، چې د کوکس له ټاپو څخه دي، نورې یې يواځې د Galápagos ټاپو ګانو کې پیدا شوې دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
" د ډاروین سایرې" اصطلاح په لومړي ځل، په ۱۹۳۶ ز کال کې د پرسي لوی (Percy Lowe) له خوا وکارول شوه او په ۱۹۴۷ ز کال کې د ډیویډ لایک (David Lack) په وسیله، د هغه په کتاب د داروین سایرې کې په کارولو سره مشهوره شوه. لاک خپله ارزونه د موزیم د نمونو د لویې ټولګې پر بنسټ ترسره کړه چې د کالیفورنیا د علومو اکاډمۍ د ۱۹۰۵-۰۶ ګالپاګوس څېړنیز سفر په واسطه راټولې شوې وې، کوم ته چې لاک د هغه د۱۹۴۷ زکتاب ډالۍ کړی و. د دې مرغانو اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۰ سانتي مترو او وزن یې له ۸ څخه تر ۳۸ ګرامه پورې توپیر لري. تر ټولو کوچنۍ یې د واربلر سایرې (Warblar finches) او سترې یې واښه خوړونکې (vegetarian) سایرې دي. د نوعو تر منځ تر ټولو مهم توپیرونه، د دوی د مښوکو په اندازې او بڼه کې دي، کومې چې د خوړو د بېلابېلو سرچینو سره په لوړه اندازه سمون خوري. دا مرغان ټول خړ رنګ لري.[۷][۸]
د ډاروین تیوري
[سمول]د HMS Beagle د سمندري سفر سروې په لړ کې، ډاروین د ګالپاګوس د مرغانو له ارزښت څخه ناخبره وو. هغه د اډینبورګ په پوهنتون کې د جان اډمونسټون (John Edmonstone) څخه زده کړي وو چې، څرنګه د الوتونکو نمونې وساتي او د ښکار کولولېواله و، مګر هغه په اورنیتولوژي(د الوتونکو پېژندلو علم) کې هېڅ مهارت نه درلود او د سمندري سفر په دې پړاو کې یې تر ډېره پر جیولوژي (د ځمکې پېژندلو علم) تمرکز کړی وو. په ګالپاګوس کې يې د الوتونکو د ښکار چاره تر ډېره خپل خدمتګار سیم کووینګټین(Syms Covington) ته پرېښودلې وه. له دې شتون سره ، دې مرغانو به د طبیعي ټاکنې په وسیله، د ډاروین د تکامل تیورۍ په پیلېدو کې ارزښتناکه رول لوبولې و.[۹][۱۰]
په ګالپاګوس ټاپوګانو کې او له هغې را وروسته، ډاروین " د خلقت مرکزونو" اصطلاح په اړه غور وکړ او د ډولونو د خپل منځي اوښتون په اړه یې نظریې رد کړې. د هینسلو(Henslow) له تدریس څخه، هغه د ډولونو جغرافیایي وېش په ځانګړې ډول په سمندري ټاپوګانو او په نږدې لویو وچو کې د ډولونو ترمنځ اړیکو کې ډېر لېواله وو. په چتام(Chatham) ټاپو کې، هغه ثبت کړې وه چې یوه ټیغکه(د مرغانو يوه نوعه ده چې په عام ډول په شمالي امریکا کې پیداکېږي: Mocking bird) هغو ته چې په چیلي کې یې لیدلې وې، ورته دي او په چارلس ټاپو کې یې له یوې متفاوتې موندنې وروسته، هغه په ځیر سره په نښه کړه چې، ټیغکې چېرې نیولې شوې دي. په مقابل کې یې، هغه سایرو ته لږه پاملرنه وکړه. کله چې تاهیتي (Tahiti) ته پر لاره يې خپلې نمونې آزمویلې، ډاروین وموندله چې، په چارلس ټاپو کې ټولې ټیغکې له یوې نوعې څخه وې، هغه چې د البمارل (Albemarle) څخه وې، له بلې نوعې او هغه چې د جیمز(James) او چتام ټاپوګانو څخه وې، د یوې درېیمې نوعې اړوند کېدلې. څرنګه چې دوی شاوخوا نهه میاشتې وروسته د کور پر لور وخوځېدل، دې یې له نورو حقایقو سره یوځای د نوعو د ثبات په اړه او د هغه څه په شمول چې ده د ګالیپاګوس شمشتیو(سنګ پشت) په اړه اوریدلي و، یې هیښ کړ.[۱۱][۱۲][۱۳]
له سمندري سفر څخه بېرته راستنیدو سره، ډاروین د لندن ژوولوژیکي ټولنې ته په کال ۱۸۳۷ز د جنورۍ په۴ سایرې د نورو تي لرونکو او مرغانو له نمونو سره يوځای چې هغه راټولې کړې وې وړاندې کړې. د مرغانو نمونې د سایرو په شمول، د حیواناتو مشهور انګلیسي پوه جان ګولډ (John Gould) ته د پېژندنې لپاره ورکړل شوې. ګولډ خپله پرداختي (اصلي) دنده پرېښوده او په راتلونکې غونډه کې یې د جنوري په لسمه خبر ورکړ چې د ګالیپاګوس ټاپوګانو هغه مرغان چې ډاروین فکر کاوه سایرې وې، تور مرغان دي، gross-beaks" (يوه نوعه مرغان دي چې سترې مښوکې لري) " او سایرې په حقیقت کې "د وچې د سایرو يوه داسې لړۍ ده چې ډېرې حیرانوونکې دي، داسې چې یوه بشپړه نوې ډله چې ۱۲ نوعې لري، جوړوي." دا کیسه د ورځپاڼو سرلیک شوه.[۱۴][۱۵]
ډاروین هغه وخت په کیمبرج پوهنتون کې و. د مارچ په لومړیو کې، هغه بیاځلي له ګولډ سره ولیدل او د لومړي ځل لپاره یې پر موندنو بشپړ راپور ترلاسه کړ، دا ټکې چې د هغه ګالپاګوس "وین ـ wren (د مرغانو یوه کورنۍ ده)" د سایرو یوه بله نږدې اړونده نوعه وه، هم په کې شامل وو. هغه ټیغکې چې ډاروین د ټاپو پر بنسټ په نښه کړې وې، یوازې جلا خېلونه نه، بلکې جلا نوعې وې. ګولډ د هغه څه څخه چې ډاروین یې تمه لرله، ډېر ډولونه وموندل او دې پایلې ته ورسېد، چې د وچې له ۲۶ مرغانو څخه ۲۵ یې نوي او بېلې بڼې لري چې د نړۍ په بل هېڅځای کې نه موندل کېږي، مګر له هغو مرغانو سره چې د سویلي امریکا په وچه کې موندل شوي، نږدې تړاو لري. ډاروین اوس ولیدل چې، که د سایرو نوعې په انفرادي ټاپوګانو پورې محدودې وي، لکه ټیغکې، دا به په ټاپوګانو کې د نوعو له شمېرسره مرسته وکړي، هغه په څېړنیز سفر کې له نورو څخه معلومات وغوښتل. د کپتان رابرټ فټزرای ( Robert Fitzroy)، د هغه د مېلمه پالوونکي هیري فلر(Harry Fuller) او د ډاروین د خدمتګار کووینګټن (Covington) له خوا هم نمونې راټولې شوې وې، کومو چې چې هغوی یې د ټاپو پربنسټ په نښه کړې وې.[۱۶][۱۷]
له دوی څخه ډاروین هڅه وکړه چې، هغه موقعیتونه بیا ځلې لاسته راوړي، له کوم ځایه یې چې خپلې نمونې راټولې کړې وې. پایلو، د هغه د نوعو خپل منځي اوښتون له نظریې څخه ملاتړ وکړ.
د بیګل له سمندرې سفر څخه متن
[سمول]هغه مهال چې ډاروین د خپرولو لپاره د ژورنال او تبصرو په بڼه (چې وروسته د بیګل سمندري سفر نومول شوی) خپل یادښتونه بیا ولیکل، هغه د مرغانو د شمېر په اړه د ګولډ موندنې روښانه کړې، دا یادونه یې وکړه چې: "که څه هم دا ډول نوعې د ټاپوګانو لپاره ځانګړي دي، مګر بیا هم نږدې ټول د دوی عمومي جوړښت، عادتونه، د بڼکو رنګ او ان د غږ لحن یې په کلکه امریکایي دی". د بېګل سمندري سفر په لومړۍ ګڼه کې، ډاروین څرګنده کړې چې دا ډېره د پام وړ ده چې: [۱۸]
په دې یوې ډله کې د مښوکې په بڼه کې دې تر دې بریده د جوړښت کاملاً مناسبه درجه بندي موندل کېدای شي؛ د سترو ګروس-بیک (Gros-beak) په څېر د یوې په ابعادو کې ډېرېدونکې څخه بیا د واربلر(Warbler) په شان تر يوې مختلفې، مګر کوچنی پورې. [۱۹]
هغه مهال چې د کتاب لومړی ګڼه خپره شوې وه، د ډاروین د طبیعي ټاکنې د تیورۍ پراختیا د پرمختګ په حال کې وه. د ۱۸۴۵ز سمندري سفر دویمې ګڼې لپاره (چې اوس د څېړنو ژورنال نومول شوی)، ډاروین د الوتونکو د مښوکو په اړه ډېر تفصیل او دوه بشپړوونکې جملې اضافه کړې چې د هغه بدلې شوې نظريې یې منعکسې کړې دي:
د مرغانو په یوې کوچنۍ نږدې اړوندې ډلې کې د جوړښت د دې درجه بندۍ او تنوع په لیدلو سره، یو څوک ښايې په رښتیا سره و انگیري، چې په دې ټاپو کې د الوتونکو د اصلي کمښت (کوچنۍ ډلې) څخه، یوه نوعه یي د مختلفو پایلو لپاره اخیستل شوې او بیا اصلاح شوې ده."[۲۰][۲۱]
د وچې پاتې مرغان، د سایرو خورا منفرده ډله جوړوي، چې د دوی د مښوکو په جوړښت، لنډې لکۍ، د بدن او بڼکو بڼې کې یو له بل سره تړاو لري، ديارلس نوعې یې شته، چې ښاغلي ګولډ پر څلورو فرعي ډلو وېشلې دي. دا ټولې نوعې او بشپړه ډله یې د کاکټورنیس(Cactornis) د فرعي ډلې د یوې نوعې په استثنا سره، چې په دې وروستیو کې د لو ټاپو (Low Archipelago) له بو ټاپو(Bow Island) څخه راوړل شوې، د دې ټاپو لپاره ځانګړي دي. د کاکټورنیس دوه نوعې ښایې ډېرځلې د سترو کاکټس(cactus) ونو ګلانو ته د پورته کېدلو پر مهال لیدل شوې وي، مګر د سایرو د دې ډلې نورې ټولې نوعې، په سېل(ګله) کې سره یوځای شوې وې ، چې د ښکتنیو ناحیو په وچه او بې حاصله ځمکو کې خواړه خوري. ټول یا په یقیني ډول ستر شمېر نارینه يې تک تور دي او ښځینه يې بیا (ښايي د یو یا دوه په استثنا سره) قهوه یې دي. ترټولو کم ساری حقیقت، د جیوسپیزا(Geospiza ) مختلفو نوعو د مښوکو په اندازه کې بې عیبه درجه بندي ده، د ها فینچ(hawfinch) په څېر د یوې سترې هغې څخه تر چافینچ (chaffinch) پورې او (که چېرې ښاغلی ګولډ په اصلي ډله کې د خپلې فرعې ډلې سیرتیډیا(Certhidea)، په شاملولو کې سم وي) ان تر واربلر یوې په څېر پورې. د جیوسپیزا په نوعې کې ترټولو لویه مښوکه، په ۱ شکل کې او تر ټولو کوچنی هغه يې په ۳ شکل کې ښودل شوی ده، مګر پر ځای د دې چې په ۲ شکل کې ښودل شوې د مښوکې اندازې سره یوه منځنۍ نوعه شتون ولري، داسې نوعې چې مښوکې یې غیر حساسې درجه بندي شوې دي، له شپږو څخه کمې نه دې. د Certhidea فرعي ډلې مښوکه، په ۴ شکل کې ښودل شوې ده. د کاکټورنیس مښوکه څه نا څه د یوې شامتورې (Starling) په څېر ده او د څلورمې فرعي ډلې Camarhynchus ډېر کم طوطي ته ورته شکل دی. د مرغانو په یوې کوچنۍ نږدې اړوندې ډلې کې د جوړښت د دې درجه بندۍ او تنوع په لیدلو سره، یو څوک ښايې په رښتیا سره و انگیري چې، په دې ټاپو کې د مرغانو د اصلي کمښت (کوچنۍ ډلې) څخه، یوه نوعه یي د مختلفو پایلو لپاره اخیستل شوې او بیا اصلاح شوې ده. په ورته ډول دا اټکل کېدلای شي چې، یوه مرغۍ چې په اصل کې یو ګوربت (د باز په څېر یو مرغه دی)، د امریکا په وچه کې په کاریون د تغذیه کوونکي، پولیبوری (Polybori) د ځای ځایګي د پرځولو لپاره هڅول شوی وي.[۲۲]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Grant & Grant 2008, p. 3
- ↑ Marsh, Geoff (11 February 2015). "Darwin's iconic finches join genome club". Nature. 518 (7538): 147. Bibcode:2015Natur.518..147M. doi:10.1038/518147a. PMID 25673391.
- ↑ Koffmar, Linda (12 February 2015). "Evolution of Darwin's finches and their beaks". Uppsala University, Sweden. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 April 2018. بياځلي په 24 April 2018.
- ↑ Soons, Joris; Herrel, Anthony; Genbrugge, Annelies; Aerts, Peter; Podos, Jeffrey; Adriaens, Dominique; Witte, Yoni de; Jacobs, Patric; Dirckx, Joris (12 April 2010). "Mechanical stress, fracture risk and beak evolution in Darwin's ground finches (Geospiza)". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 365 (1543): 1093–1098. doi:10.1098/rstb.2009.0280. PMC 2830229. PMID 20194171.
- ↑ Podos, Jeffrey; Nowiki, Stephen (2004). "Beaks, Adaptation, and Vocal Evolution in Darwin's Finches". BioScience. 54 (6): 501–510. doi:10.1641/0006-3568(2004)054[0501:baavei]2.0.co;2.
- ↑ Sato A, Tichy H, O'hUigin C, Grant PR, Grant BR, Klein J (March 2001). "On the Origin of Darwin's Finches". Mol. Biol. Evol. 18 (3): 299–311. doi:10.1093/oxfordjournals.molbev.a003806. PMID 11230531.
- ↑ Lack, David (1947). Darwin's Finches. Cambridge University Press. Reissued in 1961 by Harper, New York. Reissued in 1983 by Cambridge University Press, ISBN 0-521-25243-1.
- ↑ Steinheimer 2004, p. 300
- ↑ Grant, K. Thalia; Estes, Gregory B. (2009). Darwin in Galapagos: Footsteps to a New World. Princeton, NJ: Princeton University Press.
- ↑ Steinheimer 2004, pp. 301–303
- ↑ Keynes 2000, p. xix.; Eldredge 2006
- ↑ Chancellor, Gordon; Keynes, Randal (October 2006), Darwin's field notes on the Galapagos: 'A little world within itself', Darwin Online, خوندي شوی له اصلي څخه په 2011-08-22
- ↑ Eldredge 2006
- ↑ Desmond & Moore 1991, pp. 208–209
- ↑ Sulloway 1982, pp. 57–58
- ↑ Desmond & Moore 1991, p. 248
- ↑ Sulloway 2006
- ↑ Darwin 1839, pp. 461–462
- ↑ Darwin 1839, p. 462.
- ↑ Darwin 1845, pp. 379–380
- ↑ Darwin 1887
- ↑ Darwin 1845, p. 380.