د ډاروین د تیوري پیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډاروین د تیوري پیل په یوه ډېره بوخته دوره کې رامنځ ته شو او داسې وخت کې پیل شو چې چارلس ډاروین د بیګل د سروې د سفر څخه راستون شو، په داسې حال کې چې شهرت یې د یوه فوسیل راټولوونکي او جیولوجي پوه په توګه لا دمخه ثابت شوی و. پلار یې اجازه ورکړه چې د یوه روحاني پر ځای، یو ښه طبیعت پوه شي او لومړنۍ دندې يې دا وې چې وړ کارپوهان پیدا کړي ،ترڅو  ټولګی یې توصیف کړي، ژورنال او تبصرې یې ولیکي او د موندنو په اړه یې د لندن جیولوژیکي ټولنې ته مقالې وړاندې کړي.

د ډاروین د جیولوژي په لومړنۍ کړنه کې، د  فوسیلونو په اړه د اناتومیست ریچارډ اوون راپورونو وښودله چې، په ورته سیمه کې له منځه تللې نوعې له اوسنیو نوعو سره تړاو درلود او مرغه پوه جان ګولډ وښودله چې، د ګالپاګوس ټاپوګانو د مرغانو نمونې د مختلفو نوعو څخه وې چې نه یوازې په تنوع پورې، بلکې په ځایونو پورې يې هم اړه درلوده. دې ټکو ډاروین قانع کړ چې د نوعو بدلون خامخا رامنځته کېږي او لومړني تکاملي نظرونه یې په خپله سره کتابچه کې ولیکل. نوموړي په اولادونو کې د تنوع " د بدلېدونکي نړۍ سره د نژاد تطابق او بدلون "  د ګمانونو په اړه د بدلون ځانګړې کتابچې پیل کړې او د یوې تکاملي ونې د "د څانګې په شکل غیر منظم" شجره یي انشعاب طرحه کړ.

په ژوبڼ کې د اورنګوتان بیزو په اړه مشاهدو وښودله چې، اصطلاحات یې څومره انسان ته ورته و چې د هغه د بیګل سفر نظریات یې تایید کړل. دا چې د انسان او ژوو ترمنځ لږ واټن شته. هغه د حیوان روزنې په اړه څېړنه وکړه او د طبیعت سره یې مشابهتونه وموندل چې وړوکي یې له منځه یووړل او مناسب اندامه یې ساتل، بزګرانو په قصدي توګه،  د حیواناتو روزنه غوره کړه، ترڅو د "زرو متوسطو بڼو" له لارې یې اولادونو د پام وړ بدلون وموند. ګمانونو یې د غرایزو او ذهني ځانګړتیاوو په اړه، د عادتونو، عقیدو او د مخ د حالتونو تکامل ته اشاره کوله او ټولنیزې اغېزې یې په پام کې ونیولې. په داسې حال کې چې دا یې "لومړنی شوق" و، ده د ډېر کاري حجم سره مبارزه کوله او ​​ناروغه شو. د کار څخه د دمې اخیستلو وروسته، د واده فکرونه یې د تره لور ایما ویګ ووډ ته واوښتل.

د مالتوس او طبیعي قانون په اړه یې لوستنه لامل شوه، چې په خپله څېړنه کې پرته له نشرڅخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره د مبارزې د ټولنیز فکر مالتوس منطق پلی کړي او "بلاخره یوه تیوري یې ترلاسه کړه، چې د هغې پر بنسټ کار وکړي". هغه ایما ته د واده وړاندیزوکړ او هغې ومانه. نوموړي په خپله ​​تیوري کې، هغه روزونکي چې ځانګړتیاوې غوره کوي، د طبیعي ټاکنې سره چې په ناڅاپي توکه له ډولونو رامنځته کېږي، پرتله کړل او په کلیوالو سیمو کې  یې د ملاتړکوونکو معلوماتو په لټه کې شو. هغه د ۱۸۳۹ ز کال د جنورۍ په ۲۴ مه د شاهي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو او له ایما سره یې په ۲۹ مه نېټه واده وکړ. د ډاروین د تیورۍ پرمختګ دوام وکړ.[۱]

سرچینې[سمول]

  1. Darwin 1861, p. xiii.