د ډاروین د تیوري خپرېدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ډاروین د تیورۍ خپرېدنې، د طبیعي ټاکنې له لارې د چارلس ډاروین د تکامل تیوري چې د شلو کلونو د زیاتو هڅو پایله وه.

د ډولونو بدلون د احتمال په اړه افکار چې په بیګل Beagle کې یې د خپل پینځه کلن سفر په ترځ کې په ۱۸۳۶ ز کال کې ثبت کړل چې د هغه بېرته راستنېدل له موندنو او اثارو ډک وو چې د ۱۸۳۸ ز کال په سپتمبر میاشت کې د هغه د تیورۍ رامنځ ته کېدو لامل شول. هغه خپل مسلک او همدا رنګه د سفر د موندنو او سفر د ژورنال خپرولو ته د یوه جیولوژي پوه په توګه لومړیتوب ورکړ چې مشاهداتو او تیوریو یې د چارلس لیل د یوشانتوب له نظریاتو څخه ملاتړ وکړ خو هغه د خپلو تکاملي نظرونو په اړه د ډېرو طبیعت پوهانو سره خبرې وکړې او د خپل تکاملي کار "لېوالتیا" په اړه یې پراخه څېړنه وکړه.    [۱]

په ​​۱۸۵۸ ز کال کې هغه د خپلې تیوری په لیکلو بوخت و چې د الفرید رسل والیس څخه چې په ​​بورنیو کې اوسېده یوه مقاله ترلاسه کړه چې د طبیعي ټاکنې په اړه یې د والیس خپله نظریه بیانوله. والیس هڅه وکړه چې د ډاروین د ۱۸۴۴ ز کال د مقالې موندنې د خپلې مقالې (د بدلونو د را منځ ته کولو لپاره د ډولونو لېوالتیا او د طبیعي ټاکنې له لارې د ډولونو تل پاتې کېدل) سره یو ځای په ۱۸۵۸ ز کال کې لاینیان ټولنې Linnaean Society ته وړاندې کړي. دې کار لږ پاملرنه ځانه را واړوله، خو ډاروین یې وهڅولو چې د خپل کار لنډيز ولیکي چې په ۱۹۵۹ ز کال کې د هغه کتاب په توګه، د ډولونو د اصل په اړه خپور شو. [۲][۳]

شالید[سمول]

د بیګل له څېړنیز سفر له بېرته راستنېدو وروسته د ډاروین نظریې په ۱۸۳۶ ز کال کې په چټکی وده وکړه. هغه د خپلې تیوري اصولو ته د ۱۸۳۸ ز کال په ډسمبر میاشت کې پراختیا ورکړه. په همدې وخت کې ورته نظریو د نورو رسوایي او له انقلابي ډلې سره ملګرتیا منځ ته راوړه. نوموړی له خپرولو وړاندې پوهېده چې اړ دی ټولو احتمالي نیوکو ته ځواب ورکړي. په داسې حال کې چې هغه د خپلې "اصلي لوالتیا" په توګه څېړنې ته دوام ورکړ، د هغه لومړیتوب د جیولوژي په برخه کې خورا لوی کارونه او د بیګل له سفر څخه د موندنو شننه او خپرول وو چې څو ځله د ناروغۍ له امله وځنډول شول.

په هغه وخت کې دیني طبیعت پوهان چې عاید یې د انګلستان له رسمي کلیسا ترلاسه کېدل، په طبیعي تاریخ واکمن وو چې د هغه عصر ساینس یې د خدای ښکاره نقشه بلله. ډاروین دری نږدې متحدین وموندل: چارلس لییل، جوزف دیلټن هوکر او توماس هکسلي. د نامتو جیولوژي پوه چارلس لییل کتابونو د سفر په ترڅ کې ځوان ډاروین تر اغېزې لاندې راوست او بیا د ډاروین ملګری شو چې هغه یې د خپلو نظرونو چې د ډولونو د دومداره خدایي خلقت سره د تدریجي جیولوژيکي جریانونو، تر مفهوم لاندې وو، د ملاتړکوونکي په توګه ولید. په ۱۸۴۰ لسیزه کې ډاروین د ځوان بوټی پېژندونکي جوزف دیلټن هوکر سره، چې په ساینس کې د هغه د پلار لاروی و، ملګری شو او د څېړنېز سفر له تلو وروسته یې د موقف موندلو لپاره خپلې اړیکې وکارولې. په ۱۸۵۰ لسیزه کې ډاروین د یوه هوښیار طبیعت پوه توماس هکسلي سره وکتل چې د اوږده څېړنیز سفر څخه راستون شوی و خو د کورنۍ شتمني یا د اړیکو د نشتوالي له امله یې کار نه وو موندلی او د هربرټ سپنسر په شاوخوا کې د پرمختللې ډلې سره یوځای شو چې مسلک ته د ساینس اړولو په برخه کې مبارزه وکړي او له روحانیونو څخه ازاد وي. 

د خپلې تیورۍ په اړه ډاروین کوښښ وکړ چې له خپلو نږدې ساینسي ملګرو سره خبرې وکړي. ډاروین د خپلو نظرونو ازمایښتي توضیحات په یوه لیک کې لیل ته د ۱۸۴۲ ز کال په جنوري میاشت کې ولېږل او بیا یې د خپلې تیورۍ "پنسلي طرحه" چمتو کړه. هغه خپله "طرحه" یا سکیچ په ۱۸۴۴ ز کال کې "مقالې" ته واړوله او په پای کې یې د ۱۸۴۷ ز کال په جنوري میاشت کې هوکر وهڅولو چې یوه کاپي یې ولولي. کله چې د صدفي یا بارنکل ډولونو د طبقه بندي څېړنه یې اته کلنه شوه، د هغه د جیولوژي کتابونه او د بیګل موندنې په ۱۸۴۶ ز کال کې بشپړې شوې چې په طبیعت کې يې لوی بدلونونه وڅېړل.  

ډاروین خپل وروستي بارنکل مونوګرافونه د ۱۸۵۴ ز کال په سپټمبر میاشت کې د خپرولو لپاره چمتو کړل او هغه خپل ټول پام د ډولونو پیدايښت د څرنګوالي په اړه پوښتنو ته وقف کړ. هغه د دې موضوع په اړه د کتاب لیکلو اراده په ازاده توګه مطرح کړه او د نورو ساینس پوهانو سره یې د څېړنیز پلان جوړ کړ. هغه خپل پخواني یادښتونه او لیکنې د موضوع په اړه بیا وکتلې او د خپلې تیورۍ د پایلو په اړه یې څېړنې وړاندیزونه تیار کړل. یوې موضوع د ژوندي موجوداتو جغرافیایي وېش یې تشرېح کاوه؛ هغه د نړیوالو اړیکو څخه معلومات ترلاسه کړل او د ټیټوالي د میتودونو د وړتیا په اړه یې تجربه ترسره کړه. هغه خپلې څېړنې په طبیعت کې د بدلونو په اړه پراخې کړې او د بوټي د دوه رګه کولو یا هایبرډایزیشن او متقابلې القاح باندې یې تجربې ترسره کړې.   [۴]

د اهلي کولو تر عنوان لاندې توپیر، د څېړنې یوه لویه موضوع شوه: هغه په انګلستان او ټوله نړۍ کې په ۱۸۵۵ ز کال کې د اړیکو شبکې رامنځ ته کړې، څو د کورنیو ژویو، په ځانګړې توګه د چرګانو، هیلیو، سویو او کوترو د اصل او توپیر په اړه معلومات ترلاسه کړي. هغه په هند کې د ادوارد بلیټ څخه پراخ معلومات، بېلګې او نظرونه ترلاسه کړل چې نوموړی یې په سویلي افریقا کې د ادګر لیوپولد لیارد سره په اړیکه کې کړ. د ویلیم یاریل په وړاندیز، داروین د کورنی کوترو د ډولونود څېړلو لپاره په ډاون هاوس Down House کې د کوترو روزل پیل کړل او د ویلیم برنارد ټیګیټمایرWilliam Bernhard Tegetmeier کارپوهنې ته یې لاس رسی وموند چې د ډاروین د علاقې وړ اړخونو له څيړنو خوښ و. د مارچ میاشتې راهیسې هغه د خپل خپلوان ویلیم ډاروین فاکس څخه معلومات او بېلګې هم ترلاسه کړې چې د ډیلامیر، چیشیر د کلیسا په ساحه کې یې په خپل استوګنځي کې چرګان او هیلۍ روزلې.   [۴]

په ۱۸۵۶ زکال کې هغه په تدریجي ډول خپل ملګري د یوه بهیر په توګه د تکامل منلو ته راوبلل، خو د دې جوړښت په اړه دهغوی قانع کول ډېره لرې خبره وه.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. van Wyhe 2007, pp. 184, 187
  2. Keynes 2000, p. 318
  3. Olivia Judson (17 June 2008). "Darwinmania! – Evolution – Opinion". New York Times Blog. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "Darwin in letters, 1851-1855: Death of a daughter". Darwin Correspondence Project. 12 June 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)