Jump to content

د ډاروين اصالت تتوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


جولين هوکسلي (Julian Huxley) د «ډاروين اصالت تتوالی» اصطلاح د چارو د هغه حالت د تشرېح کولو لپاره وکاروله، چې هغه له دې وړاندې هغه مهال معاصر ترکيب نوماوه، چې په علمي ټولنو يا کړيو کې تدريجي بشپړتيا په پراخ ډول منل شوې وه، مګر په دې اړه د بيولوژي يو څو پوهانو باور درلود چې طبيعي ټاکنه د دې لومړنی يا بنسټيز ميکانيزم و. د ساينس تاريخپوهانو، لکه: (Peter J. Bowler) له ۱۸۸۰ لسيزې نه تر نږدې ۱۹۲۰ ز پورې د تکاملي تاريخ په فکر کې د دورې لپاره د يوې نښې په توګه ورته اصطلاح کارولې ده، چې هغه وخت د طبيعي ټاکنې ځايناستي (بديل) هم رامنځته او راوسپړل شول؛ لکه: د بيولوژي زياتو پوهانو په نظر، د چارلس ډاروين (Charles Darwin) د برخې په اړه طبيعي ټاکنه ناسم فکر او يا لږ تر لږه په اړوند ډول يې لږ ارزښت درلود. يوه ځايناستې يا بديله اصطلاح «د ډاروين اصالت interphase» په پراخ ډول د هغه ناسم مفهوم د مخنيوي په توګه وړاندې شوې ده، چې د فرض شوي تتوالی (کسوف او خسوف) د ډاروين د غښتلې څېړنې له دورې نه مخکې و. [۱][۲][۳][۴][۵]

دا چې په ۱۹مه پېړۍ کې د ژوند اصالت (vitalism)، د آفت يا بدبختۍ اصالت (catastrophism) او د جوړښت اصالت (structuralism) په ګډون د تدريجي بشپړتيا څو اړخيزې پېژندنې وې، د طبيعې ټاکنې څلور ځايناستي په ۲۰ مه پېړۍ کې په فعاليت کې وې:

  • د ديني تکامل د باور له مخې خدای په مستقيم ډول د تکامل لارښوونه وکړه.
  • نيو لامارکیزم (Neo-Lamarckism) هغه نظريه وه، چې تکامل د يوه ژوندي موجود د ژوند پر مهال د غوښتل شوو ارثي ځانګړتياوو له مخې رامنځته شوی و.
  • اورتوجينيزز (Orthogenesis) هغه باور و، چې ژوندي موجودات د هغو دنننيو ځواکونو (قوو) او قوانينو په واسطه اغېزمن شوي و، چې په ځانګړو لورو کې يې تکامل ته لاره هواره کړه.
  • د بدلون اصالت (Mutationism) هغه نظريه وه، چې له مخې يې تکامل په پراخ ډول د هغو بدلونونو زېږنده و، چې په يوه مفرد پړاو کې يې نوې بڼې يا نوعې رامنځته کړې.

ديني تکامل د ۱۹ پېړۍ تر پايه پورې له علمي ادبياتو نه له دې امله لرې يا ورک شو، چې له طبيعت پورته (فوق العاده) سببونو په اړه مستقيمو غوښتنو ته د ناعلمي په توګه وکتل شو. نورو ځايناستو په ۲۰ مه پېړۍ کې د پام وړ استعمال (ورنه پيروي) لرله، چې د بيولوژي اصلي بهير دوی په پراخ ډول يوازې هغه وخت پرېښودل، چې د وراثت په علم کې پرمختګونو دوی په زياتېدونکي ډول کمزوري ښکاره کړل. هغه وخت چې د وګړو د ارثياتو او معاصر ترکيب پرمختګ د طبيعي ټاکنې تشرېحي ځواک څرګند کړ. ارنسټ ماير (Ernst Mayr) وليکل چې: تر ۱۹۳۰ ز پورې زياتره درسي کتابونو لا هم په دې ډول ناډارويني ميکانيزمونو باندې ټينګار وکړ. [۶]

محتویات

[سمول]

تکامل د «د نوعو پر اصليت باندې» له خپرېدلو نه وروسته په يو څو کلونو کې په علمي کړيو کې په پراخ ډول منل شوی و، مګر د دې د پرمخ وړونکي ميکانيزم په توګه د طبيعي ټاکنې منښت خورا لږ و. په ۱۹ مه پېړۍ کې د يادې نظريې په اړه اووه نيوکې راپورته شوې:[۷][۸]

  1. د فوسيل ثبت دوام نه لرونکی و، چې په تکامل کې يې د ژر ساه اخيستنې غوښتنه کوله. [۸]
  2. فزيکپوه (Lord Kelvin) په ۱۸۶۲ز کې محاسبه وکړه، چې ځمکه به د هغې له پيدايښت نه راوروسته په ۱۰۰ ميليونه يا له دې په کمو کلونو کې سړه (يخه) شوې وي، چې د تکامل لپاره خورا لږ وخت دی. [۸]
  3. دا دليل راوړل کېږي، چې زيات جوړښتونه د سمون ( توافق) وړ نه  و، نو تر طبيعي ټاکنې لاندې يې تکامل نه شو کولی. [۸]
  4. ځيني جوړښتونه په يوې قاعده لرونکي بڼې له مخې تکامل شوي په نظر راغلل. لکه: د بېلو ژوو لکه: Squid او تی لرونکو سترګې. [۸]
  5. د طبيعي ټاکنې نوښتي (پيداکوونکي) نه اوسېدل هم يو بحث و، په داسې حال کې بدلون ته اجازه ورکړل شوې وه، چې زياتره د ارزښت جملې نه، نه وي. [۸]
  6. انجنير (Fleeming Jenkin) په ۱۸۶۸ ز کې د «د نوعو اصليت» په کتنې سره په سمه توګه يادښت کړل، چې هغه ترکيبي ارث چې ډاروين يې لېوال و، کېدای شي د طبيعي ټاکنې د عمل مخنيوی وکړي. [۹][۱۰][۱۱]

ډاروين او د هغه نږدې ملاتړي (Thomas Henry Huxley) دواړو هم په ازاد ډول روا وګڼله (اجازه ورکړه)، چې کېدای شي ټاکنه ټوله تشرېح نه وې، ډاروين د لامارکسيزم د يو معيار منلو ته چمتو و، په داسې حال کې چې (Huxley) په وراثت کې له ناڅاپي بدلون او لارښود شوي (orthogenetic) تکامل دواړو سره ستونزه نه لرله. [۱۲]

د ۱۹ مې پېړۍ تر پايه پورې د طبيعي ټاکنې نيوکه هغه ټکي ته ورسېده، چې په ۱۹۰۳ز کې جرمني بوټي پېژندونکي (Eberhard Dennert ) وليکل:«موږ اوسمهال د ډاروين اصالت په مړ تخت باندې ولاړ يو» او په ۱۹۰۷ ز کې د سټنفورډ پوهنتون حشره پېژندونکي (Vernon Lyman Kellogg) چې د طبيعي ټاکنې ملاتړ يې کاوه، تاييد کړه چې: «... مناسب حقيقت دا دی چې د ډاروين د ټاکنې نظريه د هغې ادعا شوې وړتيا ته د احترام په نظر کې نيولو سره چې په خپلواک ډول د ارث پوره (کافي) ميخانيکي وضاحت اوسي، نن ورځ په بيولوژيکي نړۍ کې په سخت ډول ناامتياز ورکړل شوی حالت لري. هغه زياته کړه چې: که څه هم د هر ځايناستي د پراخ منښت مخنيوونکي ستونزې ځکه وې، چې په ارث کې ستر بدلونونه خورا غير عادي ښکارېدل او د ميکانيزمونو هيڅ ازمېښتي دليل يا ثبوت نه و چې لامارکسيزم يا اورتوجنيزز (لارښود شوی تکامل) يې ملاتړ کړی وی. (Ernst Mayr) وليکل چې: د تکاملي ادبياتو او بيولوژي درسي کتابونو وښودله چې تر ۱۹۳۰ ز کلونو پورې هغه باور چې طبيعي ټاکنه په تدريجي تکامل کې يو تر ټولو مهم عامل و، د وګړو يوازې په شمېر وراثت پوهانو په جدي ډول د ټاکنې پلوي توب په لرلو سره يو کوچنی ليد يا نظر و. [۱۳][۱۴]

د ځايناستو لپاره هڅونه

[سمول]

يو لړ بېلابېلو عواملو خلک د طبيعي ټاکنې د ځايناستي په توګه د نورو تکاملي ميکانيزمونو وړاندې کولو ته وهڅول، چې ځيني يې د ډاروين «د نوعو اصليت» نه مخکې وختونو ته ورګرځي. طبيعي ټاکنې پر مړينه او سيالۍ باندې په خپل ټينګار سره ځينو طبيعت پالونکو ته ځکه وړانديز ونه کړ، چې دوی دا ناوړه حس کړه او د teleology يا د ژوند په پرمختګ کې دورې مفهوم لپاره يې لږ ځای پرېښود. ځينو دې عالمانو او فيلسوفانو لکه : (St. George Jackson Mivart) او (Charles Lyell) چې تدريجي تکامل يې ومانه، مګر طبيعي ټاکنه يې غوره ونه ګڼله او پر وړاندې يې ديني نيوکې راپورته کړې. نورو عالمانو لکه (Herbert Spencer) بوټي پېژندونکی (George Henslow) [د ډاروين د سلاکار (John Stevens Henslow) زوی، چې يو بوټي پېژندونکی هم و] او (Samuel Butler) حس کړه چې تدريجي تکامل په ارثي ډول د پرمختګ يو پړاو و، چې طبيعي ټاکنه يې په يوازې ځان د تشرېح لپاره بس نه وه. د امريکايي لرغوني ژوندپوه (Edward Drinker Cope) او (Alpheus Hyatt) په ګډون، ځيني نور تر اوسه يو نظرياتي ليد درلود او حس کوله يې، چې د ژوند د پرمختګ په ګډون په ترتيبي ډول موډلونه يا طرحې وڅارلې چې طبيعي ټاکنې تشرېح نه شوې کړای. [۱۵][۱۶][۱۷]

يو بل عامل د ۱۹ مې پېړۍ په پای کې د بيولوژي پوهانو د يوه نوي ټولګي يا ډلې راپورته کېدل و، چې د وراثت پوه (Hugo DeVries) او (Thomas Hunt Morgan) له لورې د نمونې په توګه وړاندې شوي وو او يادو اشخاصو غوښتل بيولوژي يو ځل بيا د ازمېښتي لابراتوار د علم په توګه ورغوي. دوی د طبيعت پالونکو ډاريون او الفرد رسسيل وېللېس (Alfred Russel Wallace) په کار و باور، چې د بدلون، سمون او ژوند ليک په ډګري يا ساحوي مشاهدو پورې تړلی و، باور نه درلود او دوی يې په ټوله کې کيسه يي (حکايتي) ملاحظه په پام کې نيوله. دوی د دې پر ځای، لکه: د فزيولوژي او وراثت په موضوعاتو باندې تمرکز وکړ، چې په لابراتوار کې د ادراه شويو ازمېښتونو په کولو سره په اسانۍ سره پلټل کېدلی شي او طبيعي ټاکنه او هغه درجه يې راښکته کړه، چې له مخې يې ژونديو موجوداتو له خپل چاپېريال سره سمون ( توافق) کاوه او په اسانۍ سره په ازمېښتي ډول نه شو ازمايل کېدی. [۱۸]

سرچینې

[سمول]
  1. (Huxley 1942, pp. 22–28)
  2. (Bowler 2003, pp. 196, 224)
  3. (Bowler 1983)
  4. (Quammen 2006, pp. 216–223)
  5. Largent, Mark A. (2009). "The So-Called Eclipse of Darwinism" (PDF). Descended from Darwin: Insights into the History of Evolutionary Studies, 1900–1970. American Philosophical Society. خوندي شوی له the original (PDF) on 2017-08-12. بياځلي په 2022-02-02.
  6. (Mayr & Provine 1998, p. x)
  7. (Quammen 2006, p. 205)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ ۸٫۵ (Bowler 1983, pp. 23–26)
  9. (Bowler 1983, pp. 23–26)
  10. (Bowler 2003, pp. 196–253)
  11. (Larson 2004, pp. 105–129)
  12. (Bowler 1983, p. 28)
  13. (Endersby 2007, pp. 143,453)
  14. (Larson 2004, p. 128)
  15. (Bowler 2003, p. 197)
  16. (Larson 2004, pp. 119–120)
  17. (Quammen 2006, pp. 209–210)
  18. (Endersby 2007, pp. 143–147,182)