د چین ښيښه یي پول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د چین ښيښه یي پول د 26.68 مترو په اوږدوالي اوږد پول دی چې د چین هېواد په چونگ پېنگ ښار کې د سیلانیانو د پام را کښلو لپاره د یوه غره پر څوکه جوړ کړی دی. په دې پول څه باندې ۶ مېلیونه ډالره لگښت راغلی. په دې پول په یوه ځل ۲۰۰ کسان تگ راتگ کولای شي چې د د یوه کس ټېکېټ ۱۰ ډالره ټاکل شوی. دغه پول، چې شکل یې د اس نال (نعل) په څېر دی، د غرونو د یوې څوکې په يوه کونج کې جوړشوی دی.

هغه وگړي چې زړونه يې کمزوري وي پر دغه پله نشي تللی، څوک چې زړور وي یا د لوی زړه خاوند وي په ډاډه پرې تللی شي. دې پل باندې هغه کسان تللی شي چې ډار یا بېره نه پېژني. د دغه 010،1 متره لوړ پل پرسر باندې چې گرځئ يوازې ستاسو د پښو لاندې ډبله ښيښه به ترسترگو کيږي چې زرگونه فيټه ژوره منظره ورلاندې ليدلی شئ. په دغه پله باندې دوه سوه وگړي قدم وهلی او له دغه پرمختگه خوند اخيستلی شی. د دغه پله کار د تیر کال په مارچ مياشت کې پیل شوی و او سږ کال پای ته ورسيد.

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]