د چین اوجاپان لومړۍ جګړه
د چين او جاپان لومړۍ جګړه ( ۲۵ جولای ۱۸۹۴- ۱۷ اپرېل ۱۸۹۵) د کوینګ د نسب ( دا د شمال شرقي آسیا خلک وه چې چې ځانونه یې مانچوس بلل دهغوی ژبه، کلتور هویت، تاریخ د چين له خلکو جلا و چې چين یې هغه وخت ونیو چې چين د داخلې یاغیګریو له امله کمزوری شوی و) د لړۍ او د جاپان د سترواکۍ تر منځ په پېل کې په کوریا باندې د نفوذ تر لاسه کولو لپاره را منځ ته شوه. له شپږو میاشتو څخه د ډېرې مودې لپاره د جاپان له خوا په ځمکه او سمندر کې د ماتېدونکې بریاوې اود کینګ له خوا د ویهایوي د بندر له لاسه ورکولو د کینګ حکومت دې ته اړ کړ چې د کال ۱۸۹۵ د فبرورۍ په میاشت کې سولي لپاره غوښتنه وکړي. [۱]
جګړې د کینګ له خوا د پوځ د عصري کولو او له خپل تمامیت څخه په دفاع کې ماته ثابته کړه په تېره کله چې دا ماته د جاپان له خوا د میجي ( د میجی اعاده یوه سیاسی پېښه وه چې له مخې یې په عملي توګه قدرت د جاپان امپراطورۍ ته چې مشري یې میجې کوله ولېږدول شو) د بریالۍ بیا اعادې سره پرتله شي. په شرقي آسیا کې دا لومړۍ ځل و چې سیمه ایز تسلط له چين څخه جاپان ته ولېږدېد او د کینګ د سلسلې حیثییت په چېن کې له کلاسیک سنت سره یوځای ستره ضربه وزغمله. د تابع دولت په توګه د کوریا له لاسه ورکول بې سابقه عمومي اعتراض راوپاراوه.او په چین کې دا ماته د یوشمېر سیاسی تحولاتو چې مشري یې سنیات سن ( چینایي انقلابي سیاست وال ) او کانګ یووی ( د کینګ په سلطنتي لړی کې سیاسی متفکر او سمونپال) کوله لامل شوچې دکال ۱۹۱۱ په انقلاب کې اوج ته ورسېدل او په پای کې د کینګ دسلسلي د تسلط د پای لامل شو. [۲]
دا جګړه په چېن کې معمولا د جیاوو د جګړې په نامه یادېږي او کال ۱۸۹۴ ته چې د کلونو د ستني جنسیت سیستم د نومول کېدو په اساس اشاره شوې ده. په جاپان کې د جاپان او کینګ جګړې په نامه او په کوریا کې د کینګ جاپان جګړې په نامه یادېږي.
مخینه
[سمول]له دوو پېړیو وروسته د ایدو په دوره کې د شوګن په نامه نظامیانو تر تسلط لاندې د جاپان له خوا د انزوا پالیسي هغه وخت پای ته ورسېده چې په کال ۱۸۵۴ کې د کاناګاوا د کنوانسوین په واسطه جاپن سره تجارت پرانستل شو. په راتلونکې کلونو کې د میجې له بیا اعادې ( د میجی اعاده یوه سیاسی پېښه وه چې له مخې یې په عملي توګه قدرت د جاپان امپراطورۍ ته چې مشري یې میجې کوله ولېږدول شو) او د شوګونت ( دجاپان نظامي حکومت) له زوال څخه وروسته چې په کال ۱۸۶۸ کې را منځ ته شول د میجې نوی جوړ شوي حکومت په سمونو پیل وکړ چې موخه یې د جاپان عصری کول او د حکومت مرکزي کول و. جاپانیانو ټولې نړۍ ته استاذي او زده کوونکې په دې موخه ولېږل تر څو غربي علوم اوهنرونه زده کړي او جاپان د غربې قدرتونو په څېر یو قدرت کړي. دې سمونونو جاپان له یو فیودالي حالت څخه یو عصري صنعتي دولت ته واړاوه. په همدې موده کې د کینګ شاهي لړۍ هم د سیاسي او نظامي نظریو په اساس سمونونه پیل کړل خو بریالیتوب یې کم و. [۳][۴]
په کوریا کې سیاست
[سمول]د کال ۱۸۶۴ په جنورۍ میاشت کې پا چا چولیونګ په داسې حال کې مړ شو چې کوم نارینه وارث یې نه درلود او د کوریا دسلطنت د وراثت د پروتوکول له مخې پاچا ګوجونګ په دولس کلنۍ کې تخت ته ورسېد . که څه هم پاچا ګوجونک د حکومت کولو لپاره خورا کوچنی وه خو د نوي پاچا پلار ها اونګ (داونګن )یا د سترې محکمې رئیس شو او په کوریا یې د خپل زوی په نامه د نایب السلطنه په توګه یې واک چلاوه. په اصل کې د داونګن اصطلاح هغه شخص ته کارول کېږي چې چې په واقعیت کې پا چا نه وي خو زوی یې تخت ته تر لاسه کړی وي. د قدرت له ترلاسه کولو وروسته داوېنګون په یو شمېر سمونونو پیل وکړ چې موخه یې د د یانګبان طبقې په لګښت د سلطنت تقویه کول و. هغه همدا راز د انزوا غوښتنې پالیسي غوره کړه او مصمم و چې سلطنت له هرډول بهرنیو مفکورو څخه چې په ملت کې یې نفوذ کړی و پاک کړي. د کوریا په تاریخ کې د پاچا نسبي خپلوانو ستر قدرت څخه خوند اخیست، په پایله کې داوینګون پوه شو چې هره راتلونکې نګور ( د زوی میرمن) به دهغه واک تهدید کړي، نو هغه هڅه وکړه چې خپلې واکمنۍ ته ممکنه ګواښ له پېښېدو څخه د خپل زوې لپاره د یوې نوې ملکې د ټاکلو له لارې چې هغه یوه یتیمه نجلی وه او د یونګ مین قبیلې پورې یې چې قدرت لرونکې سیاسي اړیکې یې نه درلودې مخنیوی وکړي.له ملکې مین سره چې د ده نګور ( د زوی میرمن ) او شاهي میرمن وه داوینګون خپل قدرت په امن کې حس کړ. که څه هم کله چې هغه ملکه شوه نو خپل ټول خپلوان یې د پاچا په نامه په نفوذ لرونکو موقفونو کې وګمارل. ملکې د داوینګن له سیاسي دښمنانو سره ځان متحد کړ او د کال ۱۸۷۳ تر وروستیو پورې هغې بشپړ نفوذ چمتو کړ او داوینګون یې د قدرت له ګدۍ لرې کړ. د کال ۱۸۷۳ په اکتوبر کې چې کله د چیولک هیون په نامه یو کانفیوشن عالم ( کانفیوشنیزم د چين د خلکو مفکوره وه چې یو څوک باید خپلې کورنۍ، ملګرو او واکمنانو ته ژمن و اوسئ تر څو تاسو سره همداسې عمل وشي) پاچا ګوجونګ ته یو یاداښت وړاندې کړ او ټینګار یې وکړ چې د خپل حق په اساس حکومت وکړي، ملکې مین له دې فرصت څخه استفاده وکړه او خپل خسر یې دې ته اړ کړ چې د نایب السلطنه له چوکۍ استعفا وکړي. د داونګون لرې کېدل د دې لامل شول چې کوریا د انزوا غوښتنې له پالیسۍ څخه لاس په سر شي. [۵][۶][۷][۸]
د کوریا پرانستل
[سمول]د کال ۱۸۷۶ د فبرورۍ په ۲۶ د جاپانیانو او او کوریایانو تر منځ تر تقابل وروسته د ګانګهوا تړون لاسلیک شو چې کوریا یې د جاپان د تجارت لپاره پرانستله. په کال ۱۸۸۰ کې پاچا جاپان ته یوهیئت ولېږه چې مشري یې کیم هانګ جیپ چې د هغو اصلاحاتو څارونکی وه چې په جاپان کې رامنځ ته کېدل. په داسې حال کې په جاپان کې چینایي دپلومات هوانګ زونزین ته د (( د کوریا لپاره یوه ستراتيژي)) په نامه څېړنه وړاندې کړه. دې دپلومات کوریا له هغه ګواښ څخه خبره کړه چې روسانو له خوا کوریا ته متوجه و او سپارښتنه یې وکړه چې کوریا باید له جاپان سره دوستانه روابط وساتي چې په هغه وخت له اقتصادي اړخه له دې ضعیف و چې فوری ګواښ به وي ، له چین سره هم له نژدې کار وکړي او له امریکا سره د روسیې د یوه رقیب په توګه ائتلاف جوړولو په لټه کې شي. [۹][۱۰][۱۱]
په کال ۱۸۸۰ کې، د چين له توصیې په پېروۍ او رسومو سره له پريکون وروسته، پاچا ګوجونګ پرېکړه وکړه چې له امریکا سره دپلوماتيکې اړيکې جوړې کړي. له مذاکراتو وروسته چې د چين د منځګړیتوب له لارې په تیانجین کې تر سره شول، د سولې، ښواړیکو، سوداګرۍ او بیړۍ چلیدنې یوتړون په رسمی توګه د کوریا او امریکا تر منځ کال ۱۸۸۲ د مې په ۲۲ لاسلیک شو. دې تړون دوه مهم موضوعات را برسېره کړل چې لومړی یې په کوریا پورې دیوه مستقل ملت په توګه اړوند کېده. له امریکایانو سره د خبرو په مهال، چینایانو ټینګار کاوه چې تړون داسې یوه ماده لري چې کوریا په چېن پورې تړلی یو هیواد دی او د ډېر وخت لپاره د چين یو تابع هیواد و. خو امریکایانو په ټینګه له دې مادې سره مخالفت کاوه او استدلال یې کاوه چې له کوریا سره تړون باید د ګانګوا د تړون په اساس وي چې په هغه کې کوریا د یوه مستقل دولت په توګه تصریح شوی دی. بلاخره یوه جوړه رامنځ ته شوه چې له مخې یې شوفلیدت ( چینایی سیساتول) او لي ( د کینګ د سلطتنی لړی یو سیاستوال) موافقه وکړه چې د کوریا پاچا به د امریکا ولسمشر د یوه لیک په واسطه خبروی چې کوریا د چین ته د یوه تابع دولت حیثیت لري. د امریکا او کوریا ترمنځ تړون د کوریا او نورو غربي دولتونو لپاره یو ماډل وګرځېد. کوریا له دې وروسته له برتانیا او جرمني سره ورته د سوداګرۍ او تجارت تړونونه د کال ۱۸۸۳ ، له روسیې او ايټالیا سره په کال ۱۸۸۴ او له فرانسې سره په کال ۱۸۸۶ کې لاسلیک کړل او بلاخره له نورو اروپایي هیوادونو سره هم تجارتي تړونونه عقد شول. [۱۲][۱۳][۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ Kim, Samuel S. (2006). The Two Koreas and the Great Powers. Cambridge University Press. p. 2. doi:10.1017/cbo9780511510496. ISBN 978-0-521-66899-6.
Japan was at the forefront of hegemonic wars in a quest to extend the Japanese hegemony over Korea to the entire Asia-Pacific region – the Sino–Japanese War of 1894–95 to gain dominance in Korea.
- ↑ Paine 2003، م. 3.
- ↑ Jansen 2002، م. 335.
- ↑ Jansen 2002، م. 343.
- ↑ Kim 2012، م. 285.
- ↑ Kim 2012، م. 284.
- ↑ Kim 2012، م. 281.
- ↑ Kim 2012، م. 279.
- ↑ Seth 2011، مم. 234–235.
- ↑ Seth 2011، م. 235.
- ↑ Seth 2011، م. 234.
- ↑ Kim 2012، م. 289.
- ↑ Kim 2012، م. 288.
- ↑ Kim 2012، م. 287.