د چین-جاپان دویمه جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د چین-جاپان دویمهجګړه چي په ۱۹۳۷ز کال کې پیل او په ۱۹۴۵ز کال کې پای ته ورسېده، هغه پوځي شخړه وه، چې په لومړي سر کې د چین جمهوریت او د جاپان سترواکۍ ترمنځ وه. د جګړې پیل په دودیز ډول د ۱۹۳۷ز کال د جولای  میاشتي په ۷ مه نېټه د مارکو پولو برج پېښې سره تړاو درلود، کله چې په پیکینګ کې د جاپاني او چینایي سرتیرو ترمنځ شخړه په بشپړ ډول یرغل ته واوښته. د چین او د جاپان ترمنځ دا جګړه زیاتره په اسیا کې د دویمې نړیوالې جګړې پیل ګڼل کېږي.

چین د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو په مرسته د جاپان سره جګړه وکړه. په ۱۹۴۱ز کال کې په مالیا او پرل هاربر باندې د جاپان بریدونو وروسته، جګړه د نورو شخړو سره یوځای شوه چې په عمومي توګه د دویمې نړیوالې جګړې یوه برخه ګڼل کېږي او د یو لوی سکتور په توګه د چین برما هند تیاتر په نامه پېژندل کېږي. ځیني ​​پوهان د اروپا جګړه او د ارام سمندر جګړه په بشپړه توګه جلا ګڼي، که څه هم دا جګړې هم مهاله وې. ځیني نور پوهان بیا په ۱۹۳۷ز کال کې د چین-جاپان  دویمه جګړه د دویم نړیوال جنګ پیل بولي. د چین-جاپان دویمه جګړه په شلمه پېړۍ کې د اسیا تر ټولو لویه جګړه ګڼل کېږي، چې ارام سمندر په جګړه کې د ډېرو ملکي او پوځي تلفاتو لامل شوه، په دې جګړه کې د ۱۰ میلیونو نه تر ۲۵ میلیونو پوري چینایي ملکي وګړي او له ۴ میلیونو نه ډېر چینایي او جاپاني پوځي کسان د جګړې اړوند تاوتریخوالي لکه قحطي او نورو لاملونو له امله ورک شوي یا هم مړه شوي دي. دې جګړې ته «د اسیا هولوکاسټ» نوم ورکړل شوی دی. [۱][۲][۳][۴][۲][۵][۶]

د ۱۹۴۱ز کال په ډیسمبرمیاشت کې جاپان په  پرل هاربر باندې ناڅاپي برید وکړه او د امریکا پر وړاندې یې د جګړې اعلان وکړ. متحده ایالاتو د جاپان په مقابل کې د جګړې اعلان وکړ او چین ته یې د پور د اجارې قانون مطابق خپلې  مرستې ور ډیرې کړي ، متحده ایالاتو چین ته ټولټال ۱.۶ میلیارده ډالر ورکړل او ۱۸.۴ میلیارده ډالر د انفلاسیون لپاره تنظیم شوي وو. د برما د قطع کولو سره یې د همالیا په اوږدو کې مواد په هوا کې لیږدول. په ۱۹۴۴ز کال کې جاپان د هینان او چنګشا یرغل لپاره د Ichi-Go عملیات پیل کړل. په هرحالت، دا د چینایي ځواکونو تسلیمولو کې پاتې راغی. په ۱۹۴۵ز کال کې د چین د ژغورنې ځواک په برما کې خپل پرمختګ بیا پیل کړ او د لیډو سړک  یې بشپړ کړ چې هند له چین سره نښلوي. په عين وخت کې چينایې ځواکونو په جنوبي چين کې پراخ ځوابي عمليات پيل کړل او لويديځ هونان او ګوانګ شي یې بېرته ونيول. جاپان د ۱۹۴۵ز کال د سپتمبر میاشتي په ۲ نېټه رسما تسلیم شو. چین د جګړې پر مهال د څلورو سترو متحدینو له جملې څخه د يو متحد په توګه وپېژندل شو او کومې سیمې چي جاپان تري نه نیولې وي بېرته لاسته راوړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو څخه یو شو.[۷]

مخینه[سمول]

د چین-جاپان  دویمه جګړه په اصل کې د چین-جاپان لومړۍ جګړې نه منشا اخیستې، چي په ۱۸۹۴ز کال پیل او په ۱۸۹۵ز کال کې پای ته ورسېده، په کوم کې چې چین بیا د کینګ سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې د جاپان له خوا ماتې وخوړه او اړ شو چې تایوان جاپان ته پریږدي او د شیمونوسیکي په تړون کې  کوریا  په بشپړې خپلواکۍ وپېژني؛ جاپان هم د جګړې په پای کې د بریا په پایله کې د ۱۸۹۵ز کال په لومړیو کې د دیاویوداو/سینکاکو ټاپوګان الحاق کړل، ځکه چي جاپان ادعا کوله چې په ۱۸۹۵ز کال کې ټاپوګان جوړ شوې نه وو. د کینګ کورنۍ د داخلي پاڅونونو او بهرني امپریالیزم له امله د سقوط په څنډه کې وه په داسې حال کې چې جاپان د عصري کولو د اغېزمنو اقداماتو له لارې د یو لوی ځواک په توګه راڅرګند شوی و.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د چین جمهوریت[سمول]

د چین جمهوریت په ۱۹۱۲ز کال کې هغه مهال جوړ شو، چي د ژین های انقلاب وروسته د چین وروستۍ سترواکه کورنۍ یعنې د کینګ کورنۍ ړنګه شوه چي په ۱۶۴۴ز کال کې واک ته رسېدلې وه او په ۱۹۱۱ز کال کې له واک نه وغورځېده. مرکزي واک له منځه تللی و او د جمهوریت واک د سیمه ایزو جنګسالارانو په لاس کې و چې ډېری یې د پخوانې بییانګ پوځ نه وو تسلیم شو. د ملت متحدول او د بهرنیو قدرتونو نفوذ له منځه وړل ستونزمن و او ډېر وخت ته یې اړتیا درلوده. ځینو جنګسالارانو آن له یو بل سره په خپل منځي جګړو کې له بېلابېلو بهرنیو قدرتونو نه مرسته اخیسته. د بېلګې په توګه، د منچوریا جنګسالار جانګ زولین د فنګټین ډلېنه په ښکاره توګه له جاپانیانو سره د پوځي او اقتصادي مرستو لپاره همکاري کوله.[۱۲][۱۳]

یوویشت غوښتنې[سمول]

په ۱۹۱۵ز کال کې جاپان له چین نه د نورو سیاسي او سوداګریزو امتیازاتو د اخیستلو لپاره یوویشت غوښتنې مطرح کړي چې د یوان شیکای له خوا ومنل شوي. د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته جاپان په شیډونګ ولایت کې د المان سترواکۍ د نفوذ ساحه ترلاسه کړه چې په ټول هېواد کې د جاپان ضد لاریونونو او په چین کې د ډله ییزو مظاهرو لامل شو. د بییانګ د حکومت په وخت کې چین ټوټه ټوټه  شو او د بهرنیو یرغلونو پر وړاندي یې د مقاومت توان نه درلود. د چین متحد کولو او سیمه ایزو جنګسالارانو ته د ماتې ورکولو په موخه، کومینتانګ یعني KMT، چي د چین د ملتپال ګوند په نوم پیژندل کېده په ګوانګ جو کې د ۱۹۲۶ز کال نه تر ۱۹۲۸ز کال پوري د شوروي اتحاد په محدودو مرستو سره شمالي سفر پیل کړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د جنان پېښه[سمول]

د KMT له خوا رامنځته شوې ملي انقلابي پوځ (NRA) د سویلي او مرکزي چین له لارې تیره شوه چیري چي له جاپاني ګاریشن سره نښتې وسله والې جګړې ته واوښتې. دغه شخړې په ټوله کې د ۱۹۲۸ز کال د جینان پېښې په نوم پیژندل شوي دي، په هغه وخت کې د جاپان پوځ څو چینایي چارواکي ووژل او د توپ ګولۍ یا مرمی یې په جینان کې وویشتلې. داسې انګیرل کېږي چې د ۲۰۰۰ نه تر ۱۱۰۰۰  پوري چینایي او جاپاني ملکي وګړې په دې جګړو کې وژل شوي دي. د جنان پېښې په پایله کې د چين د ملتپال حکومت او د جاپان ترمنځ اړيکې سختې خرابې شوي.[۱۸][۱۹]

د چین بیا یوځای کېدل[سمول]

کله چې ملي انقلابي اردو بیجینګ ته نږدې شوه ، ژانګ زولین پریکړه وکړه چې بېرته مانچوریا ته وتښتي، مخکې له دې چې هغه په ​​۱۹۲۸ز کال کې د کوانتونګ پوځ له خوا ووژل شي. د هغه زوی جانګ زیولیانګ، په منچوریا کې د فینګټین ډلې مشرې په غاړه واخیسته. وروسته په همدي کال کې جانګ پرېکړه وکړه چې په نان جينګ کې د چيانګ کای شيک په مشرۍ له ملتپال حکومت سره خپله وفاداري اعلان کړي او په پايله کې چين د يو حکومت تر مشرۍ لاندي يو ځای شو.[۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Bix, Herbert P. (1992), "The Showa Emperor's 'Monologue' and the Problem of War Responsibility", Journal of Japanese Studies, 18 (2): 295–363, doi:10.2307/132824, JSTOR 132824 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Hsiung او Levine، ص. 171.
  3. Todd, Douglas. "Douglas Todd: Lest we overlook the 'Asian Holocaust'". Vancouver Sun. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kang, K. (4 August 1995). "Breaking Silence : Exhibit on 'Forgotten Holocaust' Focuses on Japanese War Crimes". Los Angeles Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hotta, E. (25 December 2007). Pan-Asianism and Japan's War 1931–1945. Palgrave Macmillan US. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-60992-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Paine, S. C. M. (20 August 2012). The Wars for Asia, 1911–1949. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-56087-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wolfgang Schumann (et al.): Deutschland im Zweiten Weltkrieg. Akademie-Verlag, Berlin 1982, Bd. 3, S. 468.(German Language)
  8. (په 22 December 2012 باندې). The Senkaku or Diaoyu Islands: Narrative of an empty space. Economist Group
  9. "Senkaku/Diaoyu: Islands of Conflict". History Today. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 10 November 2014 باندې). How uninhabited islands soured China-Japan ties – BBC News. BBC
  11. Wilson، ص. 5.
  12. "Foreign News: Revenge?". Time. 13 August 1923. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wilson، ص. 4.
  14. Hoyt, Edwin P., Japan's War: The Great Pacific Conflict, p. 45
  15. Palmer and Colton, A History of Modern World, p. 725
  16. Taylor، ص. 57.
  17. Taylor، ص. 33.
  18. Taylor، ص. 82.
  19. Taylor، ص. 79.
  20. Boorman, Biographical Dictionary, vol. 1, p. 121
  21. Taylor، ص. 83.