د چچارلي چاپلین لیک خپلې لور ته

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

‎چارلی سپنسر چاپلین د سینما د ‌‌‌‌‌‌ډګر ی‌ؤه وتلې څېره وه ، چاپلین په داسې وخت کې له اونا اونیل سره واده وکړ چې د بریالیتوب پوړې ته رسېدلای وو . ‎چارلی د "1889" م کال د اپریل په شپاړلسمه په لندن کې زیږېدلئ او د 1977 م کال د دسمبر په اووه ویشتمه په سویزرلیند کې مړ شوېدی . ‎نوموړي اووه اولادونه درلودل . په دوی کې یوازې جرال‌‌‌‌‌‌ډینی وه چې د سینمایې لوبغاړیتوب دنده ورته په میراث کې پاتې شوې وه . څو کاله د سینما په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې په کار بوخته وه. د پلار په څېر یې د شهرت پوړیو ته ورسېده او د هنر غون‌‌‌‌‌‌ډو کې یې نوم یادېده . کله چې جرالدینی غوښتل نوې د هنر ‌‌‌‌‌‌ډګر ته ننوزی ، پلار یې ، چارلی ورته لیک ولیکه، دا لیک د نړۍ په ښکلو او زړه راښکوونکو لیکونو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې راځی ، دا لیک هر لوستونکې او اوریدونکې فکر کولو ته هڅوی

‎لور ته د چارلی چاپلین لیک

‎ګرانې لورې ، جرال‌‌‌‌‌‌ډینی ، ‎دلته شپه ده ، زموږ په کوچني کور کې ټول خلک ویده شوي دي . ورور دې ، خور دې ، ان مور دې ویده ده. پرته له دې چې دا ویدی مرغۍ راویښې کړم ، ځان مې دې نیمې تیاره کوټې ته ، چې د مرګ د انتظار کوټې ته ورته ده ، راورساوه . زه له تا څخه ‌‌‌‌‌‌ډېر لرې یم .... خو سترګې مې دې ړندې شي ، که به مې ی‌ؤه شېبه ستا انځور له سترګو اوړي . ستا انځور هلته د میز پر سر پروت دی ، خو ته خپله په ښکلي پاریس کې د هغه پرتمین تیاتر پر ستيژ . په دې پوهېږم او همداسې ده چې ګوندې د شپې په دې چوپه چوپتیا کې ستا د پښو اوازونه اورم او د ژمي په دی تروږمۍ کې ستا د سترګو برېښنا ګورم. ‎اورېدلی مې ذی د هغې شهزۍ په رول کې کار کوی چې د تاتار د خان اسیره شوې ده. شهزۍ اوسه او ناڅه! ستوری شه او ځلېږه! خو که د نندارچیانو له خندا ‌‌‌‌‌‌ډک شاباسی او د سوغات ‌‌‌‌‌‌ډک ګلونو په زړه پورې بوی درته د هوښیارۍ کومه شېبه درکړه ، په ی‌ؤه ګوښه ځای کې کېنه ، زما لیک ولوله او د پلار خبرو ته غوږ شه. ‎زما جرال‌‌‌‌‌‌ډینی ، زه ستا پلار یم ‌، چارلی چاپلین ، کله چې ته کوچنۍ وی ، شپې شپې ستا سر ته ناست وم کیسې مې درته کولې ؛ په ځنګل کې د یو خوب وړی خوندوره کیسه ، په دښته کې د ویښ ښامار کیسه ،..... کله چې به د زړو سترګو ته خوب ورغې نو پيغور به مې ورته ویل : ځه ! زه مې د لور په خوبونو کې ‌‌‌‌‌‌ډوب یم . ‎خوب مې لیده جرال‌‌‌‌‌‌ډینی ، خوب ..... ستا د سبا خوبونه ‌، ستا د نن ورځې خوبونه ، د صحنې په سر مې ی‌ؤه انجلۍ لیدله ، په اسمان کې مې ي‌ؤه پرښته لیدله ، چې نڅل یې او نندارچیانو ویل : هغه انجلۍ وګورئ ! دا د هماغه زاړه سړي لور ده ..... ‎نوم یې پيژنې ؟ چارلي ! هو ، زه چارلی یم . زه یو زوړ سړی یم ، نن ستا وار دی ، وناڅه ! زه په هغه ټوتې ، ټوټې او شکېدلي پتلون کې نڅېدلم او ته د شهزیو په ورېښمینو جامو کې ناڅې . دا نڅاوې او تر هغو زیات د نندارچیانو د لاسونو پړکا به تا کله اسمانونو ته یوسي. ‎ځه ! هلته لاړه شه! خو کله ځمکې ته هم راځه او د خلکو د ژوند ننداره کوه ! ‎د تیارو کوڅو د هغو ‌‌‌‌‌‌ډمو ژوند ګوره چې په وچ نس او وچو لېنګیو ناڅي . ‎زه د هغوی په ‌‌‌‌‌‌‌ډلې کې وم . په هغو شپو کې ، ستا د ماشومتوب په افسانوي شپو کې ، چې ته زما په اللو ویده کېدې او زه بیا هم ویښ پاتې کېدم ، ستا مخ او څېرې ته مې کتل او د زړه درزهار مې دې شمېره . له ځانه مې پوښتل : چارلی ، ایا دا کوچنۍ به تا وپېژنی؟ ‎ته ما نه پېژنې ، جرال‌‌‌‌‌‌ډنی . هغه پخوانۍ شپې ، هو .... تا ته مې کیسي کولې ، خو هيڅکله مې تا ته خپله کیسه ونه کړه. دا کیسه په اورېدلو ارزي .... د هغه وږي انسان کیسه چې د لندن په ‌‌‌‌‌‌ډېرو ټیټو او سپکو کوڅو کې به یې سندرې ویلې ، نڅېدم به او خیرات به یې ټولاوه . دا زما کیسه ده. ‎ما د لوږې مزه څکلې ده . ما د بې کورۍ دردګاللی او تر هغه زیات ما د هغه انسان رنځ احساس کړی چې له غروره یې سمندر په زړه څپې وهلې ، خو د لاروي د خیرات یوې سکې د هغه غرور په اوبو لاهو کاوه. ‎له دې ټولو سره سره زه بیا هم ژوندی یم او له مرګه مخکې دپه ژوندیو پسې باید څه ونه ویل شي . زما کیسه ستا نه پکاریږي . ستا خبره به وکړو . ستا په نوم پسې زما نوم راځي چاپلین . په همدې نامه مې د ځمکې پر مخ له څلوېښتو کلونو څخه زیات خلک وخندول او هر څومره چې هغوی خندل تر هغوي ما ‌‌‌‌‌‌ډېر وژړل ! ‎جرال‌‌‌‌‌‌ډینی، په کومې نړۍ کې چې ته اوسېږې ، هلته یواځې نڅا او مسیقی نه ده. ‎د نیمې شپې پر مهال چې د تیاتر له پرتمین حال څخه راوځې ، هغه شتمن له يوې مخې هېر کړه چې لاسونه درته پړه کوی او ستایی دی. د هغه ټیکسي چلونکي حال پوښتنه وکړه چې تا کور ته رسوی. د هغه د مېرمنې پوښتنه وکړه ، که مېرمنه یې امیدواره وي او د راتلونکي ماشوم د جامو پيسې نه لري ، د پيسو چیک راوباسه او په پټه یې د هغې د مېړه په جېب کې کېږده، ما په پاریس کې خپل د بانک استازي ته سپارښتنه کړی چې ستا دا راز لګښتونه په پټو سترګو ومني ، خو د نورو لګښتونو اړتیا باید بیان کړې. ‎کله کله په سرویس یا میټرو کې وګرځه . خلکو ته ګوره او لږ تر لږه له ځان سره ي‌ؤ ځلې ووایه : چې زه هم له هغوۍ څخه یوه یم . ګرانې لورې ، ته د هغوي له ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه ی‌ؤه یې ، نه له هغو څخه زیاته . مخکې تر دې چې هنر چا ته د الوزلو وزرې ورکړی زیاتره ترې غبرګې پښې هم اخلی. ‎کله کله هغه ځای ته ورسېدی چې ی‌ؤه شیبه د خپلې نڅا له نڅا له نندارچیانو څخه ځان پورته وګڼې ، هماغه مهال صحنه پرېږده او ځان ژر پاریس ته ورساوه ، ما ته هغه ځای ښه معلوم دی . هغه ځای د پيړیو پیړیو د مخه د کولیانو د پسرلي ځانګو وه. هلته به د ځان په څېر نڅا ګرې وګورې ، چې له تا ښکلې دي ، چالاکه دي او له تا نه ‌‌‌‌‌‌ډېرې مغروری دي . هلته د شانزیله ړندونکې شغلې نشته. ‎د کولی نڅاګرو شغلې ی‌واځې د سپوږمۍ رڼا ده . ښه ورته وګوره ایا هغه تر تا ښې نه ناڅي؟ ‎ګرانې لورې ، اعتراف وکړه . تل داسې یو څوک شته چې تر تا غوره ناڅي . تل داسې یو څوک شته چې تر تا ښکلې وي. ‎پر دې پوهه شه چې د چارلي په کورنۍ کې هیڅکله داسې بې ادبه نه و چې کومې ېوزلې ته ناوړه خبره وکړي. ‎ښایی زه ومرم او ته ژوندۍ اوسې ، زما هیله دا ده چې هیڅکله بېوزله ژوند ونه کړې . ‎ددې لیک سره مل ی‌ؤ سپين چیک درلېږم ، هر څومره پيسې چې غواړې پکې ویې لیکه او وایې خله . خو هر کله چې دوه فرانکه لګوې ، ځانته ووایه چې دویم فرانک زما برخه نه ده، هغه د یو نومورکي برخه ده چې نن شپه ورته اړتیا لري . ‎د پيسو او شتو په اړه ځکه در سره خبرې کوم چې زه د هغه په بد والي پوهېږم ، ما ‌‌‌‌‌‌ډېره موده په سرکس کې تېره کړه ، تل د هغه چا په اړه اندېښمن وم چې په ی‌ؤ نري پړی تلل ، نو ، لورې ، دا حقیقت تا ته وایم چې د نری پړی په پرتله خلک د ځمکې پر مخ زیات لويږي . ‎ښایی چې د نړي ‌‌‌‌‌‌ډېر ښکلی الماس تا وغولوي . هغه شپه به دا الماس تا ته د سر کس د پړی په څېر وي او تا به هروموره وغورځوي. ‎په زرو او ګاڼو زړه مه تړه ، ځکه ددې نړۍ تر ټواو ستر الماس لمر دی ، له نېکه مرغه داالماس د هر چا په غاړه ځلېږی. ‎خو ، که کومه ورځ دی د چا د څیرې په لمر زړه وبایلود ، پاکه او له هغه سره یو زړه اوسه ، مور ته مې دې ویلی دی چې په دې اړه لیک درته ولیکي . هغه تر ما مینه ښه پيژني ، هغه د ی‌ؤ زړه توب د پېژندنې لپاره تر ما غوره ده . پوهېږم چې ستا کار ‌‌‌‌‌‌ډېر ستونزمن دی. ‎پر ستېژ باندې له نریو وريښمینو جامو څخه پرته بل څه ستا بدن نه پټوي . هنر لپاره خپل یو نوک هم چا ته ښکاره نه کړی. ‎لوڅوالې زمونږ د زمانې ناروغتیا ده . زه زوړ سړۍ یم ، ښایی زما خبرې خندونې وی . خو زما په ګومان ستا لوڅ بدن باید هغه چا برخه وي چې تا ته یې لوڅ روح ګران دی. بده نه ده، که په دې اړه ستا فکر لس کاله مخکې وي، د ستر حجاب له مهاله مه ‌‌‌‌‌‌ډارېږه ! دا لس کاله تا نشی زړولاي!!!!! ‎لور ته د چارلی چاپلین لیک کې د هغه مفکوره سمه غبرګه شوې ، انسانی جوهر یې درک کړې او هغه یې خپلې لور ته پوره څرګنده کړي. چارلی انساني دريځ ته په ارزښت د هغه په ساتنې ‌‌‌‌‌‌ډېر ټینګار کړېدی . لور ته یې د چارلی چاپلین په لیک کې په حقیقت کې ټولې نړۍ ته د چارلی پپغام نغښتې دی. هغه په ‌‌‌‌‌‌ډېر جرات له هغو کړنو پرده پورته کړې چې سر ته رسول یې بشر ته په ټولیز ‌‌‌‌‌‌ډول د شرم او رسوایۍ خبره ده