د چين سياست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چيني نیشنل کانگریس د کوم چې دوه زرو څخه زيات غړي ټاکل کېږي

چين د اسيا يو لوی حکومت دی، د چين سياست ټول په يو گوند مشتمل دی چې ورته د چين کميونسټ پارټي ويلی کېږي. د چين کميونسټ پارټي د چين واکمن گوند دی، په چين کې صرف ددې يو سياسي گوند اجازت دی.چين کې په قومي او ايالتي کچه مشران د عوامو د ووټ په ذريعه نه ټاکل کېږي. چين کې عام خلک د کلو مشران ټاکي، د کلو مشران بيا د ولسوالو مشران ټاکي ، د ولسوالو مشران بيا د ايالتونو مشران ټاکي ، د ايالتونو مشران بيا بېلابېل ټولگي ټاکي او هغه ټولگي بيا د چين قانون سازوونکی پارليمان چې نيشنل پيپلز کانگريس نومېږي، هغه ټاکي. هم ددغه نيشنل پيپلز کانگريس څخه بيا ولسمشر او نور حکومتي کسان ټاکل کېږي.

نور ولولئ[سمول]